د طالبانو اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو له ادارو سره د همغږۍ په ناسته کې د بشري مرستو د شفافیت، د انکشافي پروژو پر لور د تدریجي تګ او د ملي لومړیتوبونو له مخې د مرستو د تنظیم پر اړتیا ټینګار کړی، چې وايي، موخه یې د افغانستان د اقتصادي او معیشتي ستونزو کمول دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مالي او اداري معین محمد عالم جمیل په مشرۍ د همغږۍ ناسته کې د ددې ډلې د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت، د بهرنیو چارو وزارت، د اقتصاد وزارت مرکزي رییسانو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو رییسانو او مسوولینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د اقتصادي او معیشتي ستونزو پر اغېزناکتوب، د بشري مرستو او انکشافي پروژو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او له بېړنیو مرستو څخه د دوامدارو انکشافي پروګرامونو پر لور د تګ په اړه بحث شوی.
د طالبانو اقتصاد وزارت وايي، ګډونوالو وویل چې مرستې باید د افغانستان له ملي لومړیتوبونو او د خلکو له اړتیاوو سره سمون ولري.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مالي او اداري معین د ملګرو ملتونو له ادارو د پخوانیو همکاریو ستاینه کړې او د بشري او انکشافي مرستو د دوام غوښتنه یې تکرار کړې ده.
نوموړي د مرستو په بهیر کې د شفافیت پر پیاوړتیا، د سکتوري لومړیتوبونو له مخې د اغېزناکو پروژو پر پليتابه، انډولیز انکشاف او په زیانمنو او لرې پرتو سیمو کې د پروژو پر تمرکز ټینګار کړی دی.
د محلي کارکوونکو د ګومارنې له لارې د کاري فرصتونو رامنځته کول، د «کار په بدل کې خواړه» پروژو پراختیا، د کورنیو غیر دولتي موسسو د ظرفیت لوړول، د عملي لګښتونو کمول او د تدارکاتو په بهیر کې د کورنیو تولیداتو کارول د ناستې او بحث نور مهم ټکي ګڼل شوي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مالي او اداري معین محمد عالم جمیل ویلي، چې د نړیوالو مرستو همغږي د افغانستان د ملي لومړیتوبونو له مخې د میلیونونو افغانانو د ژوند شرایط ښه کولای او د عامه هوساینې لپاره بنسټیز بدلون راوستلای شي.
د طالبانو اړوند حریت راډیو خبر ورکړی دی، چې په لومړي پړاو کې به ۲۵قلمه درمل وارد شي او په نږدې راتلونکي کې به دغه پروسه پراخه او د هېواد روغتیایي اړتیاوې به پوره شي.
په ورته مهال د هند «سپلا» شرکت مسوولانو ویلي، دغه شرکت د درملو د تولید برخه کې د ۹۰کلنې تجربې په درلودلو سره ژمن دی چې په روغتیایي برخه کې له افغانستان سره دوامداره همکاري وکړي.
د افغانستان د درملو د خدماتو اتحادیي مسوولان بیا وايي، چې دا مهال په هېواد کې د درملو واردولو تر ۴۰۰زیات شرکتونه فعالیت کوي او ټول دغه شرکتونه هڅه کوي په روغتیایي معیارونو برابر او باکیفیته درمل هېواد ته وارد کړي.
د طالبانو له لوري له پاکستان نه د درملو پر واردولو تر بندیز وروسته د درملو واردوونکو ته سپارښتنه شوې، چې د درملو واردولو لپاره بدیلي لارې ولټوي او دا ځل دوی هڅه کوي په دې برخه کې له هند څخه مرسته وغواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي نوي ډیلي ته رسېدلی او تود هرکلی یې شوی دی.
د رندهیر جیسوال په وینا، دا سفر د افغانستان د روغتیايي نظام د ملاتړ برخه کې د هند دوامداره ژمنتیا څرګندوي.