• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي سرچینې: د طالبانو استخباراتو یو هلمندی ځوان په زندان کې تر شکنجو لاندې وژلی

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۰

د هلمند مرکز لښګرګاه ښار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت استخباراتو د فلک ناز په نامه یو ځوان تر سختو شکنجو لاندې وژلی. د طالبانو اسخباراتو وژل شوی کس د غلا شوي موټر سایکل د پېرلو په تور نیولی و خو نژدې خپلوان یې وايي چې هغه موټرسایکل په پیسو اخېستی و.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې سرچینو نن سې شنبه، د لیندۍ ۲۵مه وویل، چې طالبانو فلک ناز د نجیب الله زوی د ښار د مهاجرو د سیمې اوسیدونکی د روانې میاشتې د لیندۍ پر ۱۸ مه له خپل کوره وړی و.

د وژل شوي کس نژدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د شپی په یوولس بجې د لښکرګاه ښار د پنځمې حوزې پولیسو او استخباراتو په کور چاپه ووهله. په یاد کس د غلا موټر سایکل اخیستو تور و، درې ورځې د طالبانو د اسخباراتو ریاست کی بندي و چې په څلورمه ورځ د سختو شکنجو له امله ومړ».

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د هلمند د استخباراتو ریاست د فلک ناز جسد د هغه کورنۍ ته تېره ورځ سپارلی دی.

100%


د وژل شوي کس د خپلوانو په وینا، د طالبانو استخباراتو ریاست ادعا کوي چی د زړه حمله ورباندې راغلې وه خو افغانستان انټرنشنل د هغه د جسد انځورونه ترلاسه کړي، چې ښيي نوموړی تر سختو شکنجو لاندې وژل شوی دی.

خپلوان یې وايي، چې «فلک ناز هیڅ ډول ناروغي نه درلوده او دا قصدا د شکنجو له امله وژل شوی دی».

د طالبانو استخباراتو د وژل شوي کس دوه وروڼه روزالدین او حمید الله هم په همدی تور بندیان کړي، چې د موترسایکل اخیستو کې یې همکاري ورسره کړې ده.

د یاد کس د خپلوانو په وینا، د طالبانو استخباراتو د فلک ناز وروڼه د هغه د جنازې لپاره هم خوشي نه کړل.

د وژل شوي هلمندي ځوان فلک ناز کورنۍ د طالبانو له عدلي او قضايي ارګانونو څخه د انصاف غوښتنه کوي.

د وژل شوي ځوان کورنۍ د طالبانو د هلمند نظامي محکمې ته هم عریضه کړې ده او ددې عریضې یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده.

100%

دوی د طالبانو له محکمې غوښتنه کړې چې د فلک ناز د وژل کېدو په تړاو رڼې څیړنې وکړي.

د وژل شوي هلمندي ځوان خپلوان وايي، چې د طالبانو د هلمند استخباراتو ریاست تر فشار لاندې ددغه ولایت عدلي طب یوازې دومره لیکلي، چې د ټپونو له امله نه دی مړ شوی.

وژل شوي کس د رنګمالۍ کار کاوه او څلور زامن او یوه لور یې تر شا پاتې دي.

د طالبانو له بیا راتګ سره د ډیری هېوادونو دا شکایتونه دي، چې د دې ډلې امنیتي ادارې مسلکي نه دي؛ د څېړنو پرمهال زندانیانو ته سختې شکنجې ورکوي او له همدې امله ځینې زندانیان د دوی په زندانونو کې د سختو ټپونو له امله مري.

طالبانو تر اوسه ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

یو شمېر جمهوریت غوښتونکي د افغان کډوالو په تړاو د ټرمپ له سیاستونو سره مخالفت ښيي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۰

په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو په ډله کې ځینې غړي د افغان کډوالو په تړاو د ټرمپ ادارې له سخت سیاست سره مخالفت ښيي. سوزان کولینز د هغو افغانانو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې امریکایي ځواکونو ته یې د ساتونکو، موټرچلوونکو، ژباړونکو او پخلي خدمتونه ترسره کړي دي.

په تېره یوه کال کې، امریکا د افغانانو لپاره د ویزې او نورو پروګرامونوپر پروسس بندیز ولګاوه او شته افغانان هم له موقتي استوګنې بې برخې شول. دغه محدودیتونه وروسته له هغه زیات شول چې یوه افغان په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو ډزې وکړې.

سناتور تام ټیلیس اېن پي ار ته وویل چې په بې احتیاطه اقدام سره باید د هغو افغانانو د راتګ مخه ونه نیول شي چې قانوني حق لري. هغه ټینګار وکړ چې د ځانګړو ځواکونو لپاره دا مرسته ډېره مهمه ده او بې ځایه محدودیتونه یې خطر زیاتوي.

سوزان کولینز هم د هغو افغانانو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې امریکایي ځواکونو ته یې د ساتونکو، موټرچلوونکو، ژباړونکو او پخلي خدمتونه ترسره کړي دي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیزې مبارزې په اوږدو کې د کډوالۍ د سخت سیاست ژمنه کړې وه او په دې برخه کې یې د افغانانو په ګډون د څو هېوادونو د کډوالو پروسه وځنډوله.

د افغانانو د کډوالۍ پروسه د ټرمپ په ادارې کې د پام وړ محدوده شوه.

د واشنګټن ډي سي له پېښې وروسته د ویزو او پناه غوښتنې پروسې هم د افغانانو لپاره وځنډول شوې.

د امریکا د کورنیو چارو وزیرې کریسټي نوم وویل چې تورن کس ممکن په امریکا کې افراطی شوی وي، په داسې حال کې چې ملاتړي یې وايي، پخواني افغان سرتېري د رواني روغتیا او بیا ادغام په برخه کې کافي مرسته نه ده ترلاسه کړې.

سناتور بیل کسیدي وړاندیز کړی چې د افغانانو لپاره د دایمي اقامت لاره له افغان متحدینو سره د ژمنې پروګرام له لارې پرانېستل شي، خو دې قانون تراوسه د کانګرس په کمیټو کې رایه نه ده اخیستې.

نور جمهوري غوښتونکي لکه سناتور سوزان کولینز د ټرمپ ادارې سره موافق دي چې د افغانانو لپاره باید جدي او دقیقه څارنه عملي شي، خو د پروسې بندول سم نه ګڼي.

د بښنې نړیوال سازمان: له ایران او پاکستان نه میلیونونه افغانان په غیرقانوني ډول اېستل شوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې افغانستان ته د پناه غوښتونکو او کډوالو جبري ستنول باید سملاسي ودرول شي. د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې ویلي چې یوازې ایران او پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له ۲،۶ میلیونو ډیر افغانان په غیرقانوني ډول افغانستان ته شړلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان نن سې شنبه، د لیندۍ ۲۵مه په یوه رپوټ کې وویل، چې دغه شمېر افغان کډوال په داسې حال کې اېستل کېږي چې طالبانو محدودیتونه او له بشري حقونو سرغړونې زیاتې کړې دي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند یې اغیزمن کړی دی.

د سازمان په وینا، افغانستان چې لاهم له بشري بحران سره مخ دی، د وروستیو طبیعي پېښو له امله یې نور هم وضعیت خراب شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین د راستنیدونکو لپاره د زیان خطر ډېر کړی دی او هیوادونه د نړیوال قانون له مخې حق نه لري خلک هغو ځایونو ته واستوي چې هلته د بشري حقونو سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

رپوټ وايي، اروپايي هیوادونو هم سږکال د افغانانو د جبري اېستلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، جرمني، اتریش او اروپايي اتحادیه له طالبانو سره د افغانانو د اخراج د اسانتیا لپاره په خبرو اترو کې دي، یا تخنیکي اړیکو کې دي.

د رپوټ په یوه بله برخه کې راغلي، چې پاکستان له طالبانو سره له وروستیو سرحدي نښتو وروسته د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې ده.

په ورته وخت کې، ایران، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې لږترلږه ۲،۵ میلیونه افغانان د لنډمهاله ساتنې او اساسي خدماتو ته د لاسرسي لپاره د "سرشمېرنې" په نوم سند سره ثبت کړي وو، د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۲مه اعلان وکړ چې دا اسناد به زر پای ته ورسیږي او ټولنیزو او اقتصادي خدماتو ته لاسرسی به پرې شي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مېرمنې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي.

دوی له ۱۲ کلنۍ وروسته له زده کړې منع شوې، د تګ راتګ او بیان ازادي محدوده شوې او له ملګرو ملتونو، نادولتي موسسو او دولتي ادارو سره یې پر کار بندیز لګېدلی دی.

سازمان ویلي، هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې کار کاوه، په ځانګړې توګه د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو غړي او هغه کسان چې د طالبانو پر پالیسیو نیوکه کوي، له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له زیاتیدو وروسته له ایران څخه د افغانانو ایستل ډیر شول.

د رپوټ له مخې، یوازې د همدې کال د جولای او اکتوبر ترمنځ له ایران څخه له ۹۰۰ زرو ډیر افغانان په غیرقانوني ډول ایستل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال له جنوري څخه تر اکتوبر پورې د ټولو اخراج شویو کسانو شمیر ۱،۶ میلیون تنو ته رسیږي.

سازمان زیاته کړې، چې یو شمیر پخوانیو حکومتي چارواکو، د امنیتي ځواکونو پخوانیو غړو او د مدني ټولنې فعالانو ویلي چې دوی د خپل کار له امله نه شي کولای خپلو پخوانیو استوګنځایونو ته ستانه شي.

د طالبانو د مشر د عمومي بښنې له اعلان سره سره دې ډلې د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د سرتېرو خپلسرې نیونې، شکنجې، غیرقانوني زنداني کول او وژنې لا هم نه دي درولې.

د بښنې نړیوال سازمان خپل رپوټ په دې ټینګار سره پای ته رسولی، چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو جبري ستنول دوی د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ کوي او باید سملاسي ودرول شي.

د قرغیزستان د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغلی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دقرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د ددغه هېواد یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغلی. په دغه پلاوي کې د قرغیزستان د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانسپورټ وزارتونو مرستیالان او د خصوصي سکتور استازي شامل دي.

یاد وزارت ویلي، چې پلاوی کابل ته د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ حجم د زیاتوالو او د پانګونې فرصتونو د لوړولو په موخه راغلی دی.

ټاکل شوې چې دغه پلاوی د طالبانو له چارواکو سره وګوري، په سوداګریزواو دوه اړخیزو غونډو کې ګډون وکړي او یو شمېر پروژې او سوداګریز تاسیسات به له نږدې وګوري.

طالبان او قرغیزستان په دې وروستیو کې د سوداګرۍ په برخه کې سره نږدې شوې دي.

طالبان د ۶ نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو معاشونه ور کوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۶ GMT+۰

د طالبانو مالیې وزارت د برېښنا شرکت، ددې ډلې د ښاري اوبو رسونې کانالیزاسیون عمومي ریاست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ملي راډیو ټلوېزیون ریاست او کورنیو چارو وزارت ډګروالانو د متقاعدینو د معاشونو ورکولو مهالویش اعلان کړ.

د طالبانو مالیې وزارت نن سې شنبه، د لیندۍ ۲۵مه په اېکس کې ولیکل، چې د راتلونکې جدي میاشتې په ۲۰مه نېټه په نوبتي ډول د شپږ ثبت‌شویو ادارو د متقاعدینو د حقوقو ورکولو پروسه طی مراحل کېږي.

د طالبانو ‏مالیې وزارت لیکلي چې د پاتې نورو ادارو مهالوېش به د نوي کال د وري میاشتې په ۲۵مه نېټه اعلان شي.

یاد وزارت له متقاعدینو غوښتي، چې که په دغه نوملړ کې شامل نه وي د تقاعد عمومي ریاست ته دې مراجعه وکړي.

طالبانو متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو لړۍ داسې مهال پېل کړې چې په کوردننه سلګونه متقاعدین د خپلو حقوقو له نه ترلاسه کولو او بې برخلیکه توبه وخت ناوخته شکایت لري.

د کورجوړونې په تړاو د طالبانو نویو مقرراتو بېکاري ډېره کړې او د کورونو بحران یې ژور کړی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو له لوري د ودانیزو مقرراتو پرله‌پسې بدلونونو ساختماني چارې ټکنۍ کړې، د زرګونو کارګرو دندې یې له منځه وړې دي او د کورونو بازار یې د لوړې بیې، ټیټې عرضې او پراخو اداري مسایلوله امله له ستونزو سره مخ کړی دی.

د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال وروسته په کابل کې پر ودانیزو فعالیتونو محدودیتونه ولګول، چې موخه یې د بې‌نظمه ودانیو مخنیوی او د ښاري ماسټرپلان پلي کول و. کابل ښاروالۍ د همدغه کال په سپټمبر کې پر کور جوړولو بندیز ولګاوه او وروسته د ښاري پراختیا وزارت دا پرېکړه د ملکیت د اثبات د نشتوالي له امله توجیه کړه.

د افغان تحلیلګرانو شبکې په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې که څه هم دا بندیز په ۲۰۲۲ کال کې لنډمهاله پورته شو، خو د جواز اخیستلو بهیر پېچلی، لنډمهاله او له موسمي خنډونو سره مخ و.

رپوټ وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یو ځل بیا ودانیز فعالیتونه ودرول شول او وروسته اعلان وشو چې یوازې هغه ودانۍ اجازه لري چې رسمي جواز ولري، خو د عملي تطبیق پر مهال ډېری عادي ښاریان له دې بهیره پاتې شول.

د دې مقرراتو تر ټولو دروند اغېز پر کارګرو او کوچنیو سوداګرو دی.

ساختماني کارګر، چې ډېری یې ورځني مزدوران دي، وایي، اوس په اونیو کار نه مومي.

د رپوټ له مخې، ځینې اړ شوي هېواد پرېږدي او ایران یا پاکستان ته ولاړ شي، خو هلته هم د سختو شرایطو له امله بېرته راګرځي.

سوداګر وایي د ودانیزو موادو بازار نږدې سقوط کړی او فابریکې چې پخوا یې سلګونه کسان ګومارلي وو، اوس یوازې محدود شمېر کارکوونکي لري.

د یوې فابریکې یو تن مسوول د افغان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي، « زه په کابل کې یوه فابریکه لرم چې د تشناب پایپونه تولیدوي. موږ درې ډوله پایپونه تولیدول، تر هغه چې د اسلامي امارت نویو ودانیزو مقرراتو زما کاروبار وځپه. ما د ودانۍ جوازونو له اعلان وروسته شاوخوا یو کال انتظار وکړ، هیله مې دا وه چې وضعیت به ښه شي او ودانیز کار به بیا پیل شي».

نوموړی وايي، چې په دې انتظار کې یې پلورنځیو ته څلور میلیونه افغانۍ په قسط ورکړې، خو هغوی نه شوای ادا کولی ځکه په ښار کې هېڅ ودانیز کار نه و او دې چارې دده د خرڅلاو بهیر کم او بالاخره صفر ته ورساوه.

نوموړی وايي، « په همدې وخت کې ما پرېکړه وکړه چې کابل پرېږدم او لاهور ته لاړ شم ځکه فکر مې کاوه چې ټولې پیسې مې بې ځایه مصرفېږي. ما مخکې ۴۰ کسان ګومارلي ول، اوس یوازې دوه کارکوونکي لرم، یو د فابریکې ساتونکی او بل یو انجینر دی چې د هغه دنده مې د بازارموندنې مسوول ته بدله کړه. اوس هغه بازار ته ځي تر څو وګوري ایا کولای شو له پلورنځیو والاووهغه څلور میلیونه افغانۍ بیرته ترلاسه کړو».

رپوټ وايي، چې د ځمکې پراختیا او ودانیز سکتور په کابل کې د دوو جمهوري دورو تر ټولو ګټور اقتصادي سکتور و، خو د ودانیزو پروژو ډېری برخې له قانون سره سمون نه درلود.

د کورونو مالکان هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

100%

شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي یوازې عرفي قبالې لري، چې طالبان یې نه مني. دا خلک نه شي کولای نوي کورونه جوړ کړي او نه هم خپلې شته ودانۍ پراخولای شي.

په رپوټ کې ویل شوي، حتا هغه کسان چې شرعي قبالې لري، د ملکیت د تثبیت، اداري ځنډ، او د فساد د ادعاوو له امله د ودانۍ جواز ته په میاشتو او ان کلونو انتظار باسي.

هغه سوداګر، چې د کور جوړونې په چارو کې بوخت دي او د دروازو چوکاټونه یا د اوسپنې مېلې تولیدوي یا پلوري، هم اغېزمن شوي دي.

سره له دې چې طالبان د کابل د «منظم او ښکلي ښار» خبره کوي، خو د ودانیزو مقرراتو اوسنی چوکاټ د کور او کار بحرانونه لا ژور کړي دي.