• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان اېواک: امریکا ته د ځانګړې کډوالۍ د ویزه‌لرونکو افغانانو د سفر معافیت لغوه شوی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۰

د پناه‌غوښتونکو ملاتړه اداره «افغان اېواک» وایي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي فرمان له‌مخې د افغانانو د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) لرونکو لپاره د سفر معافیت لغوه شوی او هغوی نور امریکا ته د سفر اجازه نه‌لري.

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ د ډسمبر ۱۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هغه معافیت چې تر دې وړاندې د (SIV) ویزې لرونکو ته ورکړل شوی و، اوس لغوه شوی او له همدې امله زرګونه افغان متقاضیان امریکا ته له سفر څخه پاتې شوي دي. افغان اېواک وايي، دا پرېکړه د سپینې ماڼۍ د هغه نوي فرمان برخه ده، چې د امریکا د سفر بندیز یې لا پراخ کړی دی.

تر دې مخکې، د ځانګړې کډوالۍ ویزه لرونکي افغانان د ټرمپ د حکومت د سفر له بندیز څخه مستثنا وو. دغه کسان د امریکا له ځواکونو، سفارتونو او دولتي بنسټونو سره د مستقیمې همکارۍ له امله د دې ویزې مستحق ګرځېدلي وو.

د افغان اېواک مشر شاون ونډایور ویلي چې د (SIV) ویزه لرونکي د امریکا د کډوالۍ په سیستم کې له تر ټولو سختو او دقیقو امنیتي ارزونو تېر شوي دي. نوموړي د دې معافیت لغوه کېدل یو «قصدي اقدام چې سمدستي بشري پایلې لري» بللی دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه د کورنیو د جلا کېدو، د زرګونو افغان متقاضیانو د بلاتکلیفۍ او د امریکا د متحدانو د باور د کمزوري کېدو لامل ګرځي، په ځانګړي ډول د هغو افغانانو لپاره چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ډیپلوماتانو ترڅنګ کار کړی دی.

افغان اېواک همداراز ویلي، چې دا اقدام د امریکا د کډوالۍ له بنسټیزو اصولو لکه د کورنیو د بیا یو ځای کېدو ملاتړ او د امنیتي پرېکړو فردي ارزونې سره په ټکر کې دی او د دې فرمان د عاجلې بیاکتنې او لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په ورته وخت کې، سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ډونالد ټرمپ یو بل فرمان هم لاسلیک کړی چې له مخې یې امریکا ته د پنځو نورو هېوادونو د وګړو داخلېدل په بشپړه توګه منع شوي دي. د دې هېوادونو په ډله کې سوریه، بورکینا فاسو، مالي، نایجریا او سوېلي سوډان شامل دي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي، چې دا بندیز د هغو فلسطینیانو لپاره هم پلی کېږي چې د فلسطیني خپلواکې ادارې له لوري صادر شوي پاسپورټونه لري. د امریکا حکومت ویلي، دا پرېکړه د ملي امنیت د ساتنې، د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره اړینه ده.

تر دې وړاندې، ډونالد ټرمپ د غبرګولي په میاشت کې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیز لګولی و او همداراز یې د یو شمېر نورو هېوادونو پر وګړو د ویزې د ورکړې بهیر لا محدود کړی و.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د امریکا نوې پرېکړه: ټرمپ پر ۲۰ نورو هېوادونو امریکا ته د سفر محدودیتونه پراخوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۳ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان وکړ، چې امریکا ته د سفر او کډوالۍ محدودیتونه یې پر ۲۰ نورو هېوادونو او همداراز د فلسطیني ادارې پر اسناد لرونکو کسانو هم غځولي دي.

د دغو نویو پرېکړو له مخې، پنځه نور هېوادونه او هغه کسان چې د فلسطیني ادارې له‌خوا صادر شویو سفري اسنادو باندې سفر کوي، د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوي چې امریکا ته د بشپړ سفر بندیز ورباندې لګېدلی دی. سربېره پر دې، پر ۱۵ نورو هېوادونو نوي محدودیتونه هم وضع شوي دي.

د ټرمپ اداره وایي، دا اقدام امریکا ته د ننوتلو د معیارونو د لا سختولو لپاره د روانو هڅو برخه ده، خو منتقدین بیا دا تګلاره ناعادلانه بولي او وایي چې د ګڼو هېوادونو د خلکو د سفر او کډوالۍ مخه نیسي.

د امریکا حکومت زیاته کړې، چې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د ډزو په تړاو د یوه افغان وګړي تر نیول کېدو وروسته، د سفر محدودیتونو د پراخولو پرېکړه شوې ده.

د یادونې ده، هغه کسان چې لا دمخه د امریکا ویزې لري، دایمي قانوني اوسېدونکي دي یا ځانګړې ویزې لري، لکه ډېپلوماټان او ورزشکاران او همداراز هغه کسان چې امریکا ته یې ننوتل د دغه هېواد په ګټه بلل کېږي، له دې محدودیتونو مستثنا دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې، چې دا نوي بندیزونه به څه وخت عملي شي.

ګوترېش: نړۍواله ټولنه باید د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو لپاره لا ډېر مسولانه ګامونه واخلي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په نړۍ کې جګړې او د خلکو بې‌ځایه کېدل ډېر شوي او د بشري مرستو بودیجې د پام وړ کمې شوې دي.

ګوترېش دا څرګندونې د کډوالو نړۍوال فورم ته په اشارې کړې دي او ټینګار یې کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو لپاره لا ډېر مسولانه ګامونه واخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړۍ څخه وغوښتل، چې د کډوالو او کوربه ټولنو د ملاتړ لپاره دې پانګونه زیاته کړي او د پناه‌غوښتنې او خوندیتوب له نړۍوال حق څخه دې دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کډوالو حقونه باید خوندي وساتل شي او نړۍوال باید د هغو خلکو ترڅنګ ودرېږي، چې د جګړو او کړکېچونو له امله خپل کورونه پرېښي دي.

بلخوا، د بښنې نړۍوال سازمان وايي چې افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو او کډوالو جبري ستنول باید سملاسي ودرول شي. د بښنې نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې ویلي، چې یوازې ایران او پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له ۲،۶ میلیونو ډېر افغانان په غېرقانوني ډول افغانستان ته شړلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان نن سې‌شنبه د لیندۍ ۲۵مه په یوه راپور کې وویل، چې دغه شمېر افغان کډوال په داسې حال کې اېستل کېږي، چې طالبانو محدودیتونه او له بشري حقونو سرغړونې زیاتې کړې دي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند یې اغیزمن کړی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین د راستنیدونکو لپاره د زیان خطر ډېر کړی دی او هیوادونه د نړۍوال قانون له مخې حق نه‌لري چې خلک هغو ځایونو ته واستوي چې هلته د بشري حقونو سرغړونې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مېرمنې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه اېستل شوې دي.

دوی له ۱۲ کلنۍ وروسته له زده‌کړې منع شوې دي، د تګ‌راتګ او بیان ازادي محدوده شوې او له ملګرو ملتونو، نادولتي موسسو او دولتي ادارو سره یې پر کار بندیز لګېدلی دی.

د راپور له مخې، یوازې د همدې کال د جولای او اکټوبر ترمنځ له ایران څخه له ۹۰۰ زرو ډېر افغانان په غېرقانوني ډول اېستل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر اکټوبر پورې د ټولو اخراج شویو کسانو شمیر ۱،۶ میلیون تنو ته رسېږي.

د جرمني حکومت ۱۶۰ افغانان له پاکستان څخه په چارټر الوتکه کې ولېږدول

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۰

د جرمني حکومت د سې‌شنبې په ورځ ۱۶۰ افغان کډوال په یوه چارټر الوتکه کې له اسلام‌اباد څخه برلین ته ولېږدول. د جرمني چارواکو په وینا، تمه کېږي چې په راتلونکو اوونیو کې د افغان کډوالو د لېږد لپاره نورې الوتنې هم ترسره شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغو کسانو د کابل له سقوط وروسته د جرمني حکومت له‌خوا د منلو رسمي ژمنه ترلاسه کړې وه.

د پاکستان له‌خوا د دغه کډوالو د اېستلو له خبرداري وروسته د جرمني حکومت د هغوی د لېږد بهیر ګړندی کړی دی. اسلام‌اباد اعلان کړی، چې که د روان میلادي کال تر پای پورې د منلو بهیر بشپړ نه‌شي، نو کېدای شي دا کسان بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولو هغو افغان کډوالو چې د پخواني سوسیال ډېموکراتیک حکومت د ژمنو له‌مخې په پاکستان کې پناه اخیستې وه، جرمني ته نه لېږدول کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسانډر دوبریندټ وویل، چې شاوخوا ۶۰۰ یې له قانوني پلوه د منلو ژمنې نه‌لري.

دوبریندټ له «اشترن» مجلې او ار‌ټي‌اېل شبکې سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې د پاتې شویو افغانانو اکثریت چې د دوی د منلو رسمي ژمنه لري، جرمني ته به ولېږدول شي. د هغه په ​​وینا، «د دې خلکو یوه لویه برخه قانوني ژمنې لري او د جرمني حکومت به دا مکلفیتونه پوره کړي.»

وروسته له هغې چې د «افغانانو د فدرالي منلو پروګرام» یو شمېر غوښتونکو د قانوني شکایت له لارې د ویزې د صادرېدو حکم ترلاسه کړ، د جرمني حکومت یو ځل بیا د دغو کسانو د انتقال بهیر پیل کړ.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال ۷۶ پخواني محلي کارکوونکي او ۴۶۵ نور افغانان د جرمني د ویزې ترلاسه کولو په تمه دي. د دغو کسانو امنیتي څېړنې لا هم روانې دي.

تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول اعلان کړی و، چې، تمه لري د روان میلادي کال تر پایه به له پاکستان څخه جرمني ته د افغان کډوالو د انتقال الوتنې پای ته ورسېږي.

هغه په پاکستان کې د انتظار کوونکو افغانانو سختو شرایطو ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې د دوسیو ارزونه او د هغوی انتقال د جرمني د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.

طالبان: هټۍوال دې د تاریخ تېر توکو له پلور څخه ډډه وکړي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ هټۍوالو ته خبرداری ورکړی، چې د تاریخ تېر او بې‌کیفیته توکو له پلور څخه دې ډډه وکړي. طالبانو دا هم ویلي، چې د کابل ښار له بېلابیلو برخو څخه یې ۵۰ ټنه تر وخت تېر توکي راټول کړي او سوځولي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) ویلي، چې د یوه کمپاین پر مهال یې ۴۹ زره او ۲۴۹ کیلوګرامه تر وخت تېر خوراکي‌ او غېرخوراکي توکي راټول کړي او د ګزک په سیمه کې یې سوځولي دي.

د طالبانو د کابل ښاروالۍ د چاپېريالي روغتیا او چاپېریال ساتنې مشر نجیب‌الله زاهد له هټۍوالو غوښي، چې تر وخت تېر توکو د پلور څخه ډډه وکړي.

د نوموړي په خبره، په دې برخه کې به د دوی له‌خوا په ښار کې څارنه دوامداره وي.

هغه د کابل له اوسېدونکو غوښتنه کړې: «له ټولو ښاریانو غوښتنه کېږي، چې د اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د توکو نېټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي.»

نشنل انټرېسټ: د طالبانو له‌خوا د مدرسو پراختیا او د افراطیت خپرېدو اندېښنې زیاتې کړې دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۰

د نشنل انټرېسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مدرسو نظام په بې‌ساري ډول پراخ شوی او دا چاره د دیني افراطیت، ذهنیت جوړونې او د راتلونکو نسلونو د سختدریځه کېدو جدي اندېښنې راولاړوي.

په راپور کې زیاته شوې، که څه هم مدرسې په اسلامي نړۍ کې اوږده تاریخي او علمي مخېنه لري، خو طالبان دا دودیز تعلیمي بنسټونه د خپلې ایډیولوژۍ د پیاوړتیا لپاره سیاسي کړي دي. د نشنل انټرېسټ په باور، طالبان هڅه کوي چې د افغانستان تعلیمي نظام د یوې وسیلې په توګه وکاروي، ترڅو وفادار، ایډیولوژیک او د اوږدمهاله جهادي اهدافو لپاره چمتو نسل وروزي.

د راپور له مخې، طالبان له واک ته رسېدو وروسته د ښوونیز نصاب پر بدلون تمرکز کړی او په ښکاره یې ویلي، چې د نجونو ښوونځي به تر هغه په عادي بڼه نه پرانېستل کېږي، څو نصاب د هغوی له سختدریځې ایډیولوژۍ سره سم بدل نه‌شي. نشنل انټرېسټ ټینګار کوي، چې دا تګلاره د زده‌کړې له پرمختګ سره تړاو نه‌لري، بلکې موخه یې د اطاعت او فکري کنټرول رامنځته کول دي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو د مدرسو شمېر اوس له ۲۳ زره اوښتی دی او طالبان هغو کورنیو ته چې د خوړو، دندو او ځینو نورو ټولنیزو خدمتونو مرستې ورکوي، په بدل کې یې غواړي چې دوی خپل ماشومان د طالبانو تر کنټرول لاندې مدرسو ته ولېږي. د نشنل انټرېسټ په وینا، دا وضعیت ښيي چې طالبان ښوونه او روزنه د یوې ایډیولوژیکې وسلې په توګه کاروي.

د نشنل انټرېسټ د راپور له مخې، طالبان د افغان او پښتنې دودیز فرهنګ استازیتوب نه‌کوي، بلکې د یوې وارداتي او سیاسي شوې ایډیولوژۍ پلوي دي، چې ریښې یې له افغانستان څخه بهر دي. راپور خبرداری ورکوي، چې که طالبان وتوانېږي خپل تعلیمي لیدلوری ټینګ کړي، نو دا به نه یوازې د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته به هم جدي ګواښ پېښ کړي.

راپور په پای کې له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو د زده‌کړې تګلاره یوازې د نجونو د ښوونځیو د پرانېستلو تر بحث محدوده نه‌کړي، بلکې د دې پوښتنې ځواب ولټوي چې د طالبانو تر واک لاندې ماشومان کوم ډول زده‌کړه ترلاسه کوي او دا زده‌کړه به د راتلونکو کلونو لپاره کومې پایلې ولري.

د راپورونو له‌مخې، طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته په ټول افغانستان کې ډېرې جهادي مدرسې جوړې کړې دي. د طالبانو د پوهنې وزارت څه موده مخکې اعلان کړی و، چې په هېواد کې اوسمهال څه باندې ۲۱ زره دیني مدرسې فعالې دي، خو د افغانستان د بشري حقونو مرکز بیا په خپل یوه راپور کې د ترلاسه شویو شواهدو په اساس ویلي، چې د دې مدرسو شمېر د رسمي اعلان په پرتله ډېرې زیاتې دي.
د دوی په خبره، طالبانو په هر ولایت کې په پراخو امکاناتو او د لیلیو په ظرفیت سره د شاوخوا دوه زره کسانو لپاره جهادي مدرسې جوړې کړې دي او د دې ترڅنګ یې د ولسوالیو په مرکزونو کې هم مدرسې جوړې کړې دي.

د ځوانانو پر افکارو د جهادي مدرسو اغېزې
د موندنو پربنسټ، د ځوانانو په افکارو د جهادي مدرسو اغېزو اندېښنې راپارولې دي. په افغانستان کې د طالبانو د جهادي مدرسو د زیاتېدو او د تعلیمي نصاب د بدلولو موخه د دوی د ایډیولوژۍ د حاکمیت پیاوړې کول بلل کېږي. دغه ډله د تاوتریخوالي او افراطي افکارو په ترویج سره غواړي، چې ټولنه له عصري علومو لرې وساتي. د افغانستان د بشري حقونو مرکز خبرداری ورکړی، چې دغه بهیر به د افراطیت په لوري د ځوانانو د بېولو لامل شي.
یاد مرکز ټینګار کړی، چې طالبان په کم وخت کې توانېدلي چې د ځوانانو پر افکارو منفي اغېزې پرېږدي.