• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا عبدالغني برادر: د علماوو دنده یوازې دیني لارښوونه نه، بلکې د نظام ملاتړ هم دی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې له یوې دیني مدسې څخه د طالبانو فراغت غونډه کې دیني عالمانو ته ویلي، چې باید خلکو ته د دیني ملکفیتونو ترڅنګ د یادې ډلې د نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړل شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن د چارشنبې په ورځ د لېندۍ ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې غني برادر په کابل کې د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسه کې د وینا پرمهال ویلي، چې مدرسې، د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روززنې او اسلامي نهضت ستر بسټونه دي.

ملا برادر زیاته کړې:«علماء دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني ملکیفتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه ورکړي.»

همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدرسو رول مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې مدرسې باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض د افغانستان په ګټه نه دی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ښځینوو څانګې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د سیمه ییزو ښځینه کارمندانو په ورتګ د بندیز د ۱۰۰مې ورځې سره هم‌مهاله، ویلي چې د ښځو او نجونو په وړاندې سیستماتیک تبعیض د افغانستان په ګټه نه دی او باید سمدلاسه پای ته ورسیږي.

یادې ادارې پر ایکس خواله رسنۍ په یوه خپور کړي پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې پر سیمه ییزو ښځینه کارکوونکو لګېدلي ټول بندیزونه او محدودیتونه پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د ښځینوو څانګې په وینا، دغه بندیزونه د دې لامل شوي چې ژوند ژغورونکې بشري مرستې د اړمنو خلکو تر لاسه ونه رسېږي، ځکه ډېری دا مرستې د همدې ښځینه کارکوونکو له لارې رسول کېدې.

ملګرو ملتونو دغه راز ویلي چې دا بندیزونه د بشري حقونو او برابرۍ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي، او د دې سازمان د ماموریت د ترسره کولو وړتیا کمزورې کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځینوو څانګې زیاته کړې چې په افغانستان کې د دې سازمان ادارو، صندوقونو او پروګرامونو د روان بحران په ځواب کې لنډمهالي عملي بدلونونه پلي کړي او لا هم د خپلو اړینو او اصولي فعالیتونو د دوام لپاره مناسبې لارې ارزوي.

یادې ادارې له دې وړاندې ویلي و،چې د افغان ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو پر وړاندې د بندیز لغوه کېدل، د ملګرو ملتونو دفترونو ته د هغوی خوندي لاسرسی او د کار اجازه د دې لپاره حیاتي ده، څو مرستې هغو ښځو او نجونو ته ورسېږي چې تر ټولو زیاتې اړمنې دي.

طالبان: قرغزستان د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره چمتوالی ښودلی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۰

طالبان وایي، د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوي د یادې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن د چارشنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر او پلاوي د یادې ډلې د ریاست اولوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا په اړه غږیدلي دي.

د قرغزستان د اقتصاد وزیر بقیت صدیقوف ویلي، چې هېواد یې لېواله دی، چې د الکترونیکي حکومتولۍ، د ارزښتناکو اسناددو چاپ، د بانکي اړیکو رامنځته کولو او د الکترونیکي تادیو په برخو کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

پر همدغه مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالسلام حنفي له قرغزستان سره هر ډول اړیکو همکارۍ ته چمتوالی ښودلی او د ادارو الکترونیکي کېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي چینلونو رامنځته کول یې اړین بللي دي.

طالبانو په بلخ او جوزجان کې د دوو مېرمنو په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په دوو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې یې څلور کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د شرابو د لېږد، زنا او نامشروع نکاح» په تور په دُرو وهلي دي.

د دغې محکمې په لومړۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې په بلخ ولایت کې یې «د الکولي مشروباتو د لېږد» په تور یو کس ته د ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې یې د دوو ښځو په ګډون درېیو کسانو ته «د زنا او نامشروع نکاح» په تور سزا ورکړې ده. له دې ډلې یې یوې مېرمنې او یو نارینه ته له یو تر درېیو کلونو تنفیذي بند او له ۱۵ تر ۳۹ دُرو سزا او بلې ښځې ته د ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ؛ یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

د خبرپاڼو له مخې؛ دغه کسان په ننګرهار، خوست، فراه، پکتیا، فاریاب، پروان، غور، لوګر، جوزجان، تخار، غزني، بلخ، کابل، لغمان، میدان‌وردګ، پکتیکا، کاپیسا او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.

له طالبانو سره تر هوکړې وروسته؛ جرمني یو «مجرم» افغان پناه‌غوښتونکی افغانستان ته شړلی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۰

جرمني د طالبانو له ادارې سره تر تازه هوکړې وروسته، یو افغان پناه‌غوښتونکی چې د «خطرناک مجرم» په توګه پېژندل شوی؛ په انفرادي ډول د عادي الوتنې له لارې افغانستان ته اخراج کړی.

د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه کس د چهارشنبې په سهار (د لېندۍ ۲۶مه) د کابل په هوايي ډګر کې طالب چارواکو ته وسپارل شو. د راپور له مخې؛ دا د جرمني له لوري د افغان پناه‌غوښتونکو لومړنی انفرادي اخراج دی، چې د دغه هېواد د حکومت او د طالبانو ادارې ترمنځ د نوې هوکړې له لاسلیک وروسته عملي کېږي.

تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې چارواکو هم منلې وه، چې دغه ټولنې د پناه‌غوښتونکو د اېستلو په تړاو له طالبانو سره «په تخنیکي کچه» اړیکې نیولې دي. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنت د بیلد ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د «افغانستان د مجرمانو او خطرناکو کسانو» اخراج د جرمني ملي ګټې ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې: «هر څوک چې په جرمني کې جرم ترسره کړي، په دغه هېواد کې د پاتې کېدو حق له لاسه ورکوي.» نوموړي ټینګار کړی، چې د افغان پناه‌غوښتونکو د اخراج بهیر پیل شوی او په تدریجي ډول به پراخ شي.

د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، جرمني افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو اخراج درولی و؛ خو تېر کال یې یو شمېر افغان کډوال په غیرمستقیم ډول افغانستان ته ولېږل.

د روان کال په جولای میاشت کې هم د جرمني حکومت ۸۱ افغان کډوال په مستقیم ډول افغانستان ته اخراج کړل. بیلد ورځپاڼې لیکلي، اوس د افغان کډوالو د اېستلو نوی پړاو پیل شوی چې د عادي الوتنو له لارې ترسره کېږي.

په راپور کې راغلي، له دې وروسته به نه یوازې د ډله‌ییزو الوتنو له لارې؛ بلکې ځینې «خطرناک مجرمان» به هم په انفرادي ډول او د عادي الوتنو له لارې کابل ته ولېږدول شي.

د طالبانو د احصایې ملي اداره: په افغانستان کې د وریجو حاصلات ۴۴۷زره مټریک ټنو ته رسېدلي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، په روان کال کې د وریجو ټولټال حاصلات ۴۴۷زره مټریک ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله ۲سلنه زیاتوالی ښیي. یادې ادارې ویلي، چې روان کال د وریجو ترټولو ډېر حاصل له کندوز، سرپل، تخار، بغلان، ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو راټول شوی دی.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له‌خوا پر اېکس پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې په ۱۳۵زره هکټاره ځمکه وریجې کرل شوې چې له دې سره د وریجو د کښت کچه د تېرو کلونو پرتله لوړوالی ښیي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د خوړو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون سږ کال ۷۲۰زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده. د یادې ادارې په وینا، د کرنې د پراختیا لپاره د کښت ساحو زیاتوالی او د حاصلاتو لوړوالی مثبت پرمختګ ګڼل کېږي؛ خو د اړتیا وړ ذخایرو برابرول او د کروندګرو ملاتړ لا هم مهم بلل شوی.

تر دې وړاندې په بغلان ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو هم ویلي وو، سږکال په دغه ولایت کې په ۲۸زره او ۶۲۰ هکټاره ځمکو کې وریجې کرل شوې چې د تېر کال پرتله یې ۸ سلنه کښت ډېر شوی دی.