• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو ایرانی پانګه‌وال په مزارشریف کې د ۵مېلیونه ډالرو په ارزښت د پلاستیکي توکو فابریکه جوړوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۳ GMT+۰

د ایمان امیر په نوم یو ایرانی پانګه‌وال د یوه افغان سوداګر په همکارۍ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پلاستیکي محصولاتو تولید لپاره د ۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت صنعتي فابریکه جوړوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه فابریکه به د مزارشریف ښار په ګوریمار سیمه کې پر شاوخوا ۱۰زره متر مربع ځمکه جوړه شي او هره میاشت به د زر ټنه پلاستیکي بوجیو او نورو اړینو پلاستیکي توکو د تولید ظرفیت ولري.

ویل کېږي، چې یاده فابریکه به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې خپل فعالیت پیل کړي.

د یادې پروژې د پلي کېدو هوکړه‌لیک د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوي مشر د معرفي په مراسمو کې د ایراني او افغان سوداګرو ترمنځ لاسلیک شوی دی. په بلخ کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمدابراهیم غضنفر ویلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم شرایط برابر شوي او د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پانګونې ته اړتیا ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د کډوالو په نړۍواله ورځ؛ تر ۵زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د لېندۍ ۲۸مه) خبر ورکړی، چې د کډوالو په نړۍواله ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۰۸۴ کورنۍ چې ټول‌ټال ۵۷۸۰ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، چې له دغه کډوالو سره مالي مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۷۶۹ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۷۱ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۷۳ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۸ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له ایراني لوري سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له استازي محمدرضا بهرامي سره په کابل کې لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي او لوجستیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

په کابل کې د ایران سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یادې لیدنه کې دواړه خواوو د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ د اسانتیاوو زیاتوالي او د ترانزیتي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

په یادې ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر ارزښت هم ټینګار شوی.

رضا بهرامي تر دې وړاندې (د لېندۍ په ۲۶مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي وو. هغه په یادې ناسته کې متقي ته د عباس عراقچي له‌خوا تهران ته د سفر بلنه هم ورکړې وه.

ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دواړه خواوو ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې مخ پر وده بللې وې او د طالبانو او ایران ترمنځ یې د بېلابېلو کچو د تماسونو پر دوام، د اړیکو پر پراختیا او د پلاویو پر تبادلې ټینګار کړی و.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیسو د طلوع‌نیوز تصویر اخیستونکی نیولی دی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۵ GMT+۰

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» د پاکستاني پولیسو له‌خوا د طلوع‌نیوز د تصویر اخیستونکي عبدالوارث ستانکزي د نیول کېدو پېښه غندلې ده. د یاد سازمان په وینا؛ عبدالوارث ستانکزی پرون د اسلام‌اباد په «بي–۱۷» ښارګوټي کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

دغه سازمان په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د خبریالانو خپل‌سرې نیونې د بیان ازادۍ، د بشري حقونو د اصولو او د رسنیو په برخه کې د پاکستان له نړۍوالو ژمنو ښکاره سرغړونه بولي. یاد سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د عبدالوارث ستانکزي د نیولو لامل، د هغه د ساتنې د ځای او وضعیت په اړه وضاحت ورکړي، هغه ته د وکیل او خپلې کورنۍ سره د اړیکې د ټینګښت زمینه برابره کړي او نوموړی له کوم شرط او ځنډ پرته خوشې کړي.

یاد سازمان دارنګه د بیان ازادۍ له نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او ډیپلوماتیکو استازولیو څخه غوښتي، چې دغه موضوع په جدي ډول وڅاري او په پاکستان کې د افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو د امنیت او حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

تر دې وړاندې د بې‌پولې خبریالانو ادارې (RSF) ویلي و، پاکستان کې مېشت افغان خبریالان چې د طالبانو له‌خوا د پراخو ګواښونو له امله جلاوطنه شوي؛ اوس د خپل‌سرو نیونو او جبري ستنولو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه ادارې ویلي و، پاکستان لږترلږه ۲۰خبریالان بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړي.

په ازبکستان کې تر ټولو ډېر بهرني سوداګر افغانان دي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د ازبکستان د ملي احصایې ادارې ویلي، سږ کال افغانان د هغو بهرنیو وګړو په ډله کې ترټولو مخکښ دي چې د سوداګریزو موخو لپاره دغه هېواد ته تللي دي. د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشتې پورې ۳۳۹زره او ۵۸۵ افغانانو د سوداګرۍ په موخه ازبکستان ته سفرونه کړي دي.

دغه شمېرې ښيي، چې ازبکستان ته د افغانانو سوداګریز سفرونه د تېر زېږدیز کال د ورته مودې پرتله ۱۳۰ برابره زیات شوي دي. د روان زېږدیز کال له جنورۍ تر اکټوبر میاشتې پورې له تاجکستان نه ۱۶زره او ۷۳۴ کسان، له ترکمنستان نه ۲زره او ۷۷۳، له روسیې نه ۶۷۳، له قزاقستان نه ۵۰۴، له ترکمنستان نه ۴۹۲ او له باشقرستان نه ۲زره او ۵۵ کسان د سوداګرۍ لپاره ازبکستان ته تللي دي.

په ټوله کې په یاده موده کې ۳۶۲زره او ۸۰۰ بهرني وګړو د سوداګریزو موخو لپاره ازبکستان ته سفر کړی، چې افغانستان په لومړي ځای کې دی. ازبکستان د افغانانو د سفرونو د زیاتوالي اصلي لامل د سرخان‌سیند د «ایریتوم» سیمې ازاد اقتصادي زون کې د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز پرانیستل بولي.

تېر کال طالبانو او ازبک چارواکو د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز پرانیست. د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د یاد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې ویلي و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز مرکز جوړېدل د سوداګریزو اړیکو او سیمه‌ییزو همکاریو په برخه کې مهم ګام دی او په دواړو هېوادونو کې د پانګونې، سوداګرۍ او کاري فرصتونو د پراخېدو لامل کېږي.

افغانستان ته د سویلي خراسان صادرات د وارداتو پرتله ۳۰ برابره زیات شوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۵ GMT+۰

د ایران د بېرجند د سوداګرۍ خونې مشر افغانستان ته د ۳ مېلیارد ډالرو په ارزښت د دغه هېواد صادراتو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان ته د سویلي خراسان ولایت صادرات د وارداتو پرتله ۳۰ برابره زیات شوي دي.

د بېرجند د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مشر علي رضا خامه‌زر د سویلي خراسان اقتصادي او صادراتي ظرفیتونو په اړه ویلي:« دغه ولایت شاوخوا ۱۷زره کیلومتره سړکونه لري؛ خو د دغه زېربنا کیفیت کمزوری شوی او د اورګاډي پټلۍ یوازې د یاد ولایت یوه محدوده برخه پوښي. دغه شرایطو زموږ ولایت د افغانستان سره د ماهیرود پولې ته د هېواد د صادراتي توکو لپاره د ټرانزیټ لاره ګرځولې ده.»

هغه زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې افغانستان ته صادرات د ۲.۵ او ۳ مېلیارد ډالرو ترمنځ وو؛ په‌داسې حال کې چې له دغه هېواده د ولایت واردات له ۱۰۰ مېلیون ډالرو کم دي.
د هغه په وینا؛ دوی غواړي د افغانستان د کرنیزو ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړي، په ځانګړې توګه د جوارو، سویابین، وربشو، لوبیا، د غوړیو تخمونو او پنبې په څېر محصولاتو تړونونه لاسلیک کړي.

هغه وایي، د ماهیرود-فراه د سرحدي سړک ۱۱۷ کیلومتره پروژه، چې له څه مودې راهیسې په ټپه درېدلې وه؛ اوس په‌کې پرمختګ شوی. له بل پلوه د ایران د سویلي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي تېره ورځ ویلي و، ایران د روان کال له پیله تر تلې میاشتې پورې افغانستان ته شاوخوا ۳.۵ مېلیون ټنه توکي صادر کړي چې ارزښت یې نږدې ۱.۱ مېلیارد ډالرو ته رسېږي.

هاشمي ایراني رسنیو سره په مرکه کې ویلي، له دغه شمېرې څخه تر ۱.۵ مېلیون ټنو زیات توکي یوازې د ماهیرود سرحدي بندر له لارې افغانستان ته صادر شوي چې مالي ارزښت یې شاوخوا ۳۸۰ مېلیون ډالرو ته رسېږي.