• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ازبکستان کې تر ټولو ډېر بهرني سوداګر افغانان دي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د ازبکستان د ملي احصایې ادارې ویلي، سږ کال افغانان د هغو بهرنیو وګړو په ډله کې ترټولو مخکښ دي چې د سوداګریزو موخو لپاره دغه هېواد ته تللي دي. د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشتې پورې ۳۳۹زره او ۵۸۵ افغانانو د سوداګرۍ په موخه ازبکستان ته سفرونه کړي دي.

دغه شمېرې ښيي، چې ازبکستان ته د افغانانو سوداګریز سفرونه د تېر زېږدیز کال د ورته مودې پرتله ۱۳۰ برابره زیات شوي دي. د روان زېږدیز کال له جنورۍ تر اکټوبر میاشتې پورې له تاجکستان نه ۱۶زره او ۷۳۴ کسان، له ترکمنستان نه ۲زره او ۷۷۳، له روسیې نه ۶۷۳، له قزاقستان نه ۵۰۴، له ترکمنستان نه ۴۹۲ او له باشقرستان نه ۲زره او ۵۵ کسان د سوداګرۍ لپاره ازبکستان ته تللي دي.

په ټوله کې په یاده موده کې ۳۶۲زره او ۸۰۰ بهرني وګړو د سوداګریزو موخو لپاره ازبکستان ته سفر کړی، چې افغانستان په لومړي ځای کې دی. ازبکستان د افغانانو د سفرونو د زیاتوالي اصلي لامل د سرخان‌سیند د «ایریتوم» سیمې ازاد اقتصادي زون کې د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز پرانیستل بولي.

تېر کال طالبانو او ازبک چارواکو د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز پرانیست. د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د یاد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې ویلي و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز مرکز جوړېدل د سوداګریزو اړیکو او سیمه‌ییزو همکاریو په برخه کې مهم ګام دی او په دواړو هېوادونو کې د پانګونې، سوداګرۍ او کاري فرصتونو د پراخېدو لامل کېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

افغانستان ته د سویلي خراسان صادرات د وارداتو پرتله ۳۰ برابره زیات شوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۵ GMT+۰

د ایران د بېرجند د سوداګرۍ خونې مشر افغانستان ته د ۳ مېلیارد ډالرو په ارزښت د دغه هېواد صادراتو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان ته د سویلي خراسان ولایت صادرات د وارداتو پرتله ۳۰ برابره زیات شوي دي.

د بېرجند د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مشر علي رضا خامه‌زر د سویلي خراسان اقتصادي او صادراتي ظرفیتونو په اړه ویلي:« دغه ولایت شاوخوا ۱۷زره کیلومتره سړکونه لري؛ خو د دغه زېربنا کیفیت کمزوری شوی او د اورګاډي پټلۍ یوازې د یاد ولایت یوه محدوده برخه پوښي. دغه شرایطو زموږ ولایت د افغانستان سره د ماهیرود پولې ته د هېواد د صادراتي توکو لپاره د ټرانزیټ لاره ګرځولې ده.»

هغه زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې افغانستان ته صادرات د ۲.۵ او ۳ مېلیارد ډالرو ترمنځ وو؛ په‌داسې حال کې چې له دغه هېواده د ولایت واردات له ۱۰۰ مېلیون ډالرو کم دي.
د هغه په وینا؛ دوی غواړي د افغانستان د کرنیزو ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړي، په ځانګړې توګه د جوارو، سویابین، وربشو، لوبیا، د غوړیو تخمونو او پنبې په څېر محصولاتو تړونونه لاسلیک کړي.

هغه وایي، د ماهیرود-فراه د سرحدي سړک ۱۱۷ کیلومتره پروژه، چې له څه مودې راهیسې په ټپه درېدلې وه؛ اوس په‌کې پرمختګ شوی. له بل پلوه د ایران د سویلي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي تېره ورځ ویلي و، ایران د روان کال له پیله تر تلې میاشتې پورې افغانستان ته شاوخوا ۳.۵ مېلیون ټنه توکي صادر کړي چې ارزښت یې نږدې ۱.۱ مېلیارد ډالرو ته رسېږي.

هاشمي ایراني رسنیو سره په مرکه کې ویلي، له دغه شمېرې څخه تر ۱.۵ مېلیون ټنو زیات توکي یوازې د ماهیرود سرحدي بندر له لارې افغانستان ته صادر شوي چې مالي ارزښت یې شاوخوا ۳۸۰ مېلیون ډالرو ته رسېږي.

د کانګرس ۶۱ غړو د افغان پناه‌غوښتونکو پر وړاندې د ټرمپ حکومت پر اقداماتو نیوکه وکړه

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۰

د امریکا د کانګرس ۶۱ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته یوه لیک کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ټرمپ پر اقداماتو اعتراض کړی دی.دوی ویلي، د ټرمپ حکومت د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان د برید له پېښې «ناوړه ګټه» اخیستې او په ډله‌ییز ډول یې افغان کډوال مجازات کړي.

یادو استازو د افغان پناه‌غوښتونکو نه‌منل او په افغانستان کې د امریکا پخوانیو پوځي همکارانو ته د پناه نه‌ورکول «نه جبرانېدونکې تېروتنې» بللې دي. د دوی په وینا، دا ډول اقدامات امریکا د یوه بې‌باوره هېواد په توګه معرفي کوي.

ډيموکراټ استازو د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په لیک کې لیکلي: «له یوې تراژیدۍ ناوړه ګټه اخیستل، ویره او نفاق پارول، د امریکا له امنیت سره مرسته نه‌کوي.»

یادو استازو ویلي، چې په واشنګټن کې د ملي ګارد پر ځواکونو د ډزو له پېښې وروسته د ټرمپ حکومت نه‌یوازې د افغانانو د پناه‌غوښتنې د دوسیو څېړنه درولې، بلکې د هغو افغان پناه‌غوښتونکو د دوسیو بیاکتنه یې هم پیل کړې، چې مخکې منل شوي و.

د دوی په وینا، د ټرمپ حکومت ان امریکا ته د هغو افغانانو د ننوتلو مخه نیولې، چې د کډوالۍ ځانګړي ویزې لري او په افغانستان کې یې د امریکا له حکومت او پوځ سره کار کړی دی.

د ټرمپ حکومت په تازه اقدام کې افغانستان او ۱۴ نور هېوادونه د بشپړ سفر بندیز په لیست کې شامل کړل او په دې سره د دغو هېوادونو وګړي حق نه‌لري چې امریکا ته سفر یا د پناه غوښتنه وکړي.

په تازه فرمان کې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې (اېس‌ای‌وي) لرونکي هم د امریکا د حکومت د سفر بندیز له استثنا څخه اېستل شوي دي.

د کانګرس استازو د ټرمپ دغه سیاست «ټولیزه سزا» بللې ده.

هغوی خبرداری ورکړی، چې دا اقدامات د بې‌ګناه او قانون‌ پالونکو خلکو په ځانګړي توګه هغه کسان چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې ژوند له خطر سره مخ کوي.

د هغوی په وینا، «د یوه فرد ویجاړونکي اقدامات باید د ټولو هغو افغانانو د انځور د خرابولو لپاره ونه‌کارول شي، چې غواړي په امریکا کې په قانوني توګه ژوند وکړي.»

د ټرمپ د حکومت اقداماتو په امریکا کې د افغان کډوالو په منځ کې ویره زیاته کړې ده. د کالیفورنیا ایالت د ساکرامنټو سیمه کې د افغان کډوالو ټولنې ویلي، چې د کډوالو ادارې د افغانانو د نیونې بهیر پراخ کړی دی.

اسوشېتد پریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لیندۍ له پنځمې راهیسې شاوخوا ۲۴ افغان کډوال، چې زیاتره یې د شمالي کالیفورنیا اوسېدونکي دي، نیول شوي دي. یوازې په تېره اوونۍ کې لږ تر لږه ۹ افغان نارینه هغه مهال ونیول شول، چې د کډوالۍ او ګمرک ادارې ته د خپل وضعیت د څېړنې لپاره مراجعه کړې وه.

د اروپایي ټولنې شارژدافیره: د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو افغانانو ملاتړ ته ژمن یو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۰

د اروپایي ټولنې شارژدافیرې د کډوالۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې اروپایي ټولنه د کډوالو، راستنېدونکو، په کور دننه بې‌ځایه شویو او په ځانګړې توګه د ماشومانو تر څنګ ولاړه ده. دا په داسې حال کې ده،چې دمګړۍ له ګاونډيو هېوادونو راشړل شوي افغانان په کور دننه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ویرونیکا بوسکوویچ پوهار د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې اروپايي ټولنه د «لومړیتوب انسانیت» تر شعار لاندې، د بشري مرستو له لارې له کډوالو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د نوموړې په وینا، دغه مرستې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې له‌خوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمانونو او شریکانو په همکارۍ عملي کېږي.

اروپايي ټولنه ټینګار کوي، چې د روانو بشري بحرانونو پر مهال به د زیانمنو کډوالو او بې‌ځایه شویو او په ځانګړي ډول د ماشومانو، ملاتړ ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ پروګرام د پلي کولو لپاره له «ای‌اېف‌سي» سره د ۵ میلیونه یورو په ارزښت یو نوی تړون لاسلیک کړ، چې د نړۍوال بانک ګروپ غړی دی او په ټوله نړۍ کې د خصوصي سکتور پراختیا هڅوي.

د اروپايي ټولنې د اعلامیې له‌مخې، د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ پروګرام به په کوچنیو او منځنیو تصدیو کې پانګونې ته اسانتیاوې برابرې کړي او د متشبثینو ملاتړ به وکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په کور دننه له بې‌ځایه شویو سربېره له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران، پاکستان او ترکیې سلګونه زره کسان په زوره اېستل شوي او دمګړۍ په دې سړه هوا کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نبیل: د پاکستان د ترهګرۍ ضد فعالیتونه د ډيپلوماټيکو محاسبو برخه ده، نه اصولي تګلاره

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل وايي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد اقدامات په حساب‌ شویو وختونو کې ترسره کوي او دغه ډول چارې تر ډېره د امنیتي اړتیاوو پر ځای له واشنګټن او نړۍوالو قدرتونو سره د اړیکو د مدیریت لپاره عملي کېږي.

رحمت‌الله نبیل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ګڼ شواهد ښيي چې پاکستان د ترهګرو د پټن‌ځایونو، شبکو او تحرکاتو په تړاو بشپړ معلومات لري، خو د دغه هېواد امنیتي سیاست دا څرګندوي چې د ترهګرو نیول او افشا کول د یوې هر اړخیزې او دوامدارې ستراتیژۍ پر بنسټ نه، بلکې له حساب‌شویو ډېپلوماټیکو بدلونونو سره هم‌مهاله عملي کېږي.

نبیل د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې د پېښې یادونه کوي، چې په‌کې د پاکستان امنیتي ځواکونو محمد شریف‌الله، مشهور په جعفر، ونیوه؛ هغه کس چې د اسلام‌اباد له لوري د ۲۰۲۱ کال د کابل نړۍوال هوایي ډګر د برید اصلي طراح بلل شوی و. د نوموړي په وینا، دغه نیونه واشنګټن ته د پاکستاني پوځ د مشر عاصم منیر له سفر سره هم‌مهاله وشوه. د نبیل په وینا، دا نیونه تصادفي نه‌شي کیدلی.

نبیل د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «دغه نیونه څو اوونۍ وروسته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر، له واشنګټن سفر سره هم‌مهاله وشوه؛ داسې هم‌مهالي چې په سختۍ سره تصادفي بلل کېدای شي او تر ډېره د ټاکل شویو امنیتي اقداماتو او موخه‌ییزو ډيپلوماټيکو تحرکاتو ترمنځ د معنا لرونکي تړاو څرګندونه کوي.»

د نبیل په باور، د محمد شریف‌الله نیول او وروسته یې متحده ایالاتو ته سپارل د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلارې د بنسټیز بدلون نښه نه‌ده، بلکې یو حساب‌شوی اقدام دی چې موخه یې واشنګټن ته د «وړاندې کېدو وړ لاسته راوړنې» برابرول او د پاکستان د پوځي بنسټونو د دریځ پیاوړی کول دي.

هغه زیاتوي، چې دا چلند لا هم دوام لري او تازه د سلطان عزیز عازم په نوم د یوه بل کس د نیولو اعلان هم په داسې وخت کې شوی چې د راپورونو له‌مخې، عاصم منیر واشنګټن ته د خپل درېیم سفر د چمتووالي په حال کې دی.

د نبیل په اند، دا تکراري هم‌مهالي دا انګېرنه پیاوړې کوي، چې یاد اقدامات تر ډېره د ډېپلوماټیکو محاسبو او د امریکا د تمو د مدیریت لپاره ترسره کېږي.

رحمت‌الله نبیل ټینګار کوي، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ترهګرۍ اړوند قضیو ټاکنیز مدیریت د پاکستان د پوځي بنسټونو د تعامل دوامداره چلند ګرځېدلی او «ترهګري» د بشپړې له‌منځه وړلو پر ځای د سیاسي مشروعیت، مالي سرچینو او امنیتي امتیازاتو د ترلاسه کولو د اهرم په توګه کارول شوې ده.

هند په څلورو میاشتو کې افغانانو ته ۵۰۰ ویزې صادرې کړې دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۰

د هند حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هېواد یې په تېرو ۴ میاشتو کې د هند ویزه غوښتونکو افغانانو ته ۵۰۰ ویزې ورکړي، چې یوازې څه باندې ۲۰۰ یې روغتیايي ویزې دي.نوموړي زیاته کړې، هند په اپرېل میاشت کې د افغانانو لپاره د ویزې ورکړې په سیسټم کې بدلونونه راوستي‌ دي.

هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغان ناروغانو د درملنې له مهمو ادرسونو څخه و او هره ورځ له کابل او یو شمېر ولایتونو څخه نوي ډیلي ته څو الوتنې کېدې. خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته هند افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر په بشپړ ډول ودراوه او ان هغه ویزې یې هم لغو کړې وې، چې تر دې مخکې صادرې شوې وې.

دغه هندي چارواکي همدارنګه وویل، چې هېواد یې په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیايي زیربناوو په برخو کې څو مهمې پروژې منظورې او عملي کړې دي.

هندو ورځپاڼې د دغه هېواد د روغتیا وزارت د یوه چارواکي له نوم ښودلو پرته د هغه په حواله لیکلي، چې په دې پروژو کې په پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پنځو زیږنتونونو او روغتیایی کلینیکونو جوړول، په کابل کې د ۳۰ بستریز روغتون جوړول او همداراز د سرطان او د سختو ټپونو د درملنې مرکزونه، د طبي تشخیص مرکز او په کابل کې د تلسیمیا د درملنې مرکز په څېر د مهمو تاسیساتو جوړول او پیاوړي کول شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د روغتیا سکتور د لا زیات ملاتړ لپاره نورې طرحې هم تر ارزونې لاندې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو او هند د روغتیا وزیرانو په وروستۍ لیدنه کې نوي ډیلي یو ځل بیا له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو او بشري مرستو د دوام ژمنه تکرار کړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې روانې همکارۍ وڅېړلې او د روغتیايي زیربناوو د لا پیاوړتیا، د درملو او طبي تجهیزاتو د برابرولو او د روغتیايي کادرونو د روزنې په اړه یې خبرې وکړې.

د هند د عامې روغتیا وزیر په دې ناسته کې وویل، چې هېواد یې په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته ۳۲۷ ټُنه درمل او واکسینونه لېږلي دي. همدارنګه د سرطان ناروغانو لپاره ځانګړي درمل او د سي‌ټي‌سکن یو ماشین، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه برابرې شوې د لېږلو لپاره چمتو دي او د روانې میاشتې تر پایه به افغانستان ته وسپارل شي.

د هندي چارواکو په وینا ټاکل شوې، چې د لوړپوړو هندي ډاکترانو یوه ډله هم افغانستان ته د افغان ډاکټرانو د لا روزنې لپاره ولېږل شي.