• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند په څلورو میاشتو کې افغانانو ته ۵۰۰ ویزې صادرې کړې دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د هند حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هېواد یې په تېرو ۴ میاشتو کې د هند ویزه غوښتونکو افغانانو ته ۵۰۰ ویزې ورکړي، چې یوازې څه باندې ۲۰۰ یې روغتیايي ویزې دي.نوموړي زیاته کړې، هند په اپرېل میاشت کې د افغانانو لپاره د ویزې ورکړې په سیسټم کې بدلونونه راوستي‌ دي.

هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغان ناروغانو د درملنې له مهمو ادرسونو څخه و او هره ورځ له کابل او یو شمېر ولایتونو څخه نوي ډیلي ته څو الوتنې کېدې. خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته هند افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر په بشپړ ډول ودراوه او ان هغه ویزې یې هم لغو کړې وې، چې تر دې مخکې صادرې شوې وې.

دغه هندي چارواکي همدارنګه وویل، چې هېواد یې په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیايي زیربناوو په برخو کې څو مهمې پروژې منظورې او عملي کړې دي.

هندو ورځپاڼې د دغه هېواد د روغتیا وزارت د یوه چارواکي له نوم ښودلو پرته د هغه په حواله لیکلي، چې په دې پروژو کې په پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پنځو زیږنتونونو او روغتیایی کلینیکونو جوړول، په کابل کې د ۳۰ بستریز روغتون جوړول او همداراز د سرطان او د سختو ټپونو د درملنې مرکزونه، د طبي تشخیص مرکز او په کابل کې د تلسیمیا د درملنې مرکز په څېر د مهمو تاسیساتو جوړول او پیاوړي کول شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د روغتیا سکتور د لا زیات ملاتړ لپاره نورې طرحې هم تر ارزونې لاندې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو او هند د روغتیا وزیرانو په وروستۍ لیدنه کې نوي ډیلي یو ځل بیا له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو او بشري مرستو د دوام ژمنه تکرار کړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې روانې همکارۍ وڅېړلې او د روغتیايي زیربناوو د لا پیاوړتیا، د درملو او طبي تجهیزاتو د برابرولو او د روغتیايي کادرونو د روزنې په اړه یې خبرې وکړې.

د هند د عامې روغتیا وزیر په دې ناسته کې وویل، چې هېواد یې په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته ۳۲۷ ټُنه درمل او واکسینونه لېږلي دي. همدارنګه د سرطان ناروغانو لپاره ځانګړي درمل او د سي‌ټي‌سکن یو ماشین، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه برابرې شوې د لېږلو لپاره چمتو دي او د روانې میاشتې تر پایه به افغانستان ته وسپارل شي.

د هندي چارواکو په وینا ټاکل شوې، چې د لوړپوړو هندي ډاکترانو یوه ډله هم افغانستان ته د افغان ډاکټرانو د لا روزنې لپاره ولېږل شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

اسراییلی سفیر: د تهران د نیابتي ډلو له‌منځه وړل د نوي کال له مهمو موخو دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر دني دانون وایي، اسراییل به په ۲۰۲۶ کال کې پنځه اساسي موخې وڅاري چې تر ټولو مهمه یې د ایران د نیابتي ډلو له‌منځه وړل دي.

د دني دانون په وینا، د اسراییل د نویو اهدافو په لړ کې د حماس بې‌وسلې کول، د ایران د نیابتي ځواکونو له‌منځه وړل، د فلسطین خپلواکې ادارې له لوري د جنګیالیو د ملاتړ او مالي تمویل بندېدل، په سوریه کې د لږکیو د حقونو خوندي کېدل او په منځني ختیځ کې د سولې پر بنسټ د یوه نوي نظم رامنځته کول شامل دي.

هغه زیاته کړه، چې اسراییل به هېڅکله اجازه ور نه‌کړي، چې ایران یا د هغه نیابتي ځواکونه بیا پیاوړي شي او د اسراییل پر پولو امنیتي ګواښونه جوړ کړي.

د اسراییل سفیر همدارنګه د استرالیا په سېډني ښار کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو د ترهګریز برید په غبرګون کې وویل، که دا څرګنده شي چې د ایران اسلامي جمهوریت په دغه برید کې رول درلود، نو دا به ورته د حیرانتیا خبره نه‌وي.

د اسراییل دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په سیمه کې سیاسي او امنیتي تاوتریخوالی دوام لري او د منځني ختیځ راتلونکی لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی.

مسعود پزشکیان: خدای موږ د اقتصادي ستونزو له لارې ازمایي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۷ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې هېواد یې د اوبو او برېښنا له جدي بحران او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په وینا یې، دا وضعیت باید د یوه جدي خبرداري په توګه وګڼل شي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) د «سویلي خراسان ولایت د پروګرام جوړونې او پراختیا شورا» په غونډه کې د وینا پر مهال وویل: «خدای تعالی موږ ازمایي او غواړي موږ راویښ کړي، څو درک کړو چې نور باید د پخوا په څېر کار ونه‌کړو.»

مسعود پزشکیان ټینګار وکړ، چې د روانو ستونزو پړه یوازې پر یوه لوري نه، بلکې ټول په دې وضعیت کې شریک دي. هغه زیاته کړه: «نه‌غواړم ووایم، چې پړه د چا پر غاړه ده؛ موږ ټولو خپله ونډه لرلې ده او اوس باید دا حالت اصلاح کړو.»

د ایران ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې دغه هېواد له اوږدمهاله اقتصادي ننګونو او د انرژۍ له کمښت سره مخ دی.

طالبانو‌ په کابل او پکتیکا کې د مرغانو د ښکار په تړاو ۱۸ کسان نیولي دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د چاپيریال ساتنې اداره وايي، چې دوی په کابل او پکتیکا کې د مرغانو ۱۸ ښکاریان نیولي او د قانون منګلو ته یې سپارلي دي.طالبانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې په ټول افغانستان کې د وحشي‌ژوو، مرغانو او کبانو ښکار بند دی.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، یو تن یې په کابل کې د قزق لاق وحشي مرغه د پلور پر مهال لاس په لاس نیولی دی.

دغه کس یاد مرغه د پروان په چاریکار کې ښکار کړی او د خرڅلاو په موخه یې کابل ته وړی و، خو له خرڅلاو مخکې د دغې ادارې د کارکوونکو له لوري نیول شوی او ورڅخه په کتبي بڼه د ښکار نه‌کولو ضمانت اخیستل شوی چې بیا به دا کار نه‌کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له‌مخې، د پکتیکا د شخېل اباد ولسوالۍ کې یې هم ۱۷ ښکاریان له وسایلو سره نیولي او د قانوني چلند لپاره یې امنیتي ادارو ته سپارلي دي.

طالبانو خبردارۍ ورکړی، چې په ټول افغانستان کې د حیواناتو، وحشي‌ژوو، مرغانو او کبانو پر ښکار بندیز دی او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وشي.

طالبانو له قزغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ویلي، چې دوی له قزغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا او مالي همکاریو د زیاتېدو په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اغېزناکو او دوامداره اړیکو پر لرلو ټينګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مرستیال صدیق‌الله خالد د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) ویلي، چې له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اغېزناکو او دوامداره اړیکو غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی د قرغزستان له جمهوري دولت سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه منظمې بانکي اړیکې رامنځته کړې دي.

د خالد په خبره، د بانکي همکاریو پیاوړتیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د قرغزستان د مالیې وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي هم په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د طالبانو د افغانستان بانک مسوولینو دا هم ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو لورو تر منځ د چارو د تعقیب او پرمختګ لپاره د تخنیکي کمېټو پر جوړېدو هم هوکړه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دغه هېواد بانکي سیستم له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوی او له امله یې سوداګریز بهیر اغېزمن او سوداګر یې سخت اندېښمن کړي دي.

ندا محمد ندیم: موږ د مسلمانانو د دین او دنیا د چارو ساتنه کوو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په وردګ پوهنتون کې د زده‌کړیالانو لپاره د څلور پوړیزې لیلیې د چارو د پرانېستې په مراسمو کې وویل: دوی د مسلمانانو د دین او دنیا د چارو ساتنه کوي. هغه زیاته کړه، چې د مسوولینو ډاډ او د استادانو ژمنتیا د لوړو زده‌کړو نظام پياوړی کوي.

ندا محمد ندیم د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) د وردګ پوهنتون لپاره د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د زده‌کړیالانو لپاره د څلور پوړيزې ليليې ودانۍ د جوړېدو چارو په پرانېستغونډه کې وویل، د مسلمانانو «امیر» ته د مسلمانانو د دین او دنیا ساتنه ور تر غاړې دي.

ندیم زیاته کړه، «موږ هم د اسلامي نظام منسوبین او مسوولین یو او د مسلمانانو د دین او دنیا د چارو ساتنه او د هغوی خدمت به کوو.»

د نوموړي په وینا، د پوهنتونونو د استادانو ژمنتیا او د مسوولینو له‌خوا هغوی ته هر اړخیز ډاډ کولی شي د لوړو زده کړو نظام لا پیاوړی کړي.

ندا محمد ندیم د هېواد ټولو پوهنتونونو ته د بودجې، اسانتیاوو او مناسب چاپېریال د برابرولو ژمنه هم وکړه.

طالبانو ویلي، چې دغه لیلیه څلور پوړه، دوه بلاکه او په یوه خت کې د ۱۶۰۰ زده‌کړیالانو د اوسېدو ظرفیت لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په دې وروستیو کې د خپلو ویناو ډېره برخه له «خپل مشر څخه په ملاتړ» او د هغه د فرمانونو په عملي کولو را څرخي.