اسراییلی سفیر: د تهران د نیابتي ډلو لهمنځه وړل د نوي کال له مهمو موخو دي

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر دني دانون وایي، اسراییل به په ۲۰۲۶ کال کې پنځه اساسي موخې وڅاري چې تر ټولو مهمه یې د ایران د نیابتي ډلو لهمنځه وړل دي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر دني دانون وایي، اسراییل به په ۲۰۲۶ کال کې پنځه اساسي موخې وڅاري چې تر ټولو مهمه یې د ایران د نیابتي ډلو لهمنځه وړل دي.
د دني دانون په وینا، د اسراییل د نویو اهدافو په لړ کې د حماس بېوسلې کول، د ایران د نیابتي ځواکونو لهمنځه وړل، د فلسطین خپلواکې ادارې له لوري د جنګیالیو د ملاتړ او مالي تمویل بندېدل، په سوریه کې د لږکیو د حقونو خوندي کېدل او په منځني ختیځ کې د سولې پر بنسټ د یوه نوي نظم رامنځته کول شامل دي.
هغه زیاته کړه، چې اسراییل به هېڅکله اجازه ور نهکړي، چې ایران یا د هغه نیابتي ځواکونه بیا پیاوړي شي او د اسراییل پر پولو امنیتي ګواښونه جوړ کړي.
د اسراییل سفیر همدارنګه د استرالیا په سېډني ښار کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو د ترهګریز برید په غبرګون کې وویل، که دا څرګنده شي چې د ایران اسلامي جمهوریت په دغه برید کې رول درلود، نو دا به ورته د حیرانتیا خبره نهوي.
د اسراییل دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په سیمه کې سیاسي او امنیتي تاوتریخوالی دوام لري او د منځني ختیځ راتلونکی لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی.