• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسعود پزشکیان: خدای موږ د اقتصادي ستونزو له لارې ازمایي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۰ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې هېواد یې د اوبو او برېښنا له جدي بحران او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په وینا یې، دا وضعیت باید د یوه جدي خبرداري په توګه وګڼل شي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) د «سویلي خراسان ولایت د پروګرام جوړونې او پراختیا شورا» په غونډه کې د وینا پر مهال وویل: «خدای تعالی موږ ازمایي او غواړي موږ راویښ کړي، څو درک کړو چې نور باید د پخوا په څېر کار ونه‌کړو.»

مسعود پزشکیان ټینګار وکړ، چې د روانو ستونزو پړه یوازې پر یوه لوري نه، بلکې ټول په دې وضعیت کې شریک دي. هغه زیاته کړه: «نه‌غواړم ووایم، چې پړه د چا پر غاړه ده؛ موږ ټولو خپله ونډه لرلې ده او اوس باید دا حالت اصلاح کړو.»

د ایران ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې دغه هېواد له اوږدمهاله اقتصادي ننګونو او د انرژۍ له کمښت سره مخ دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د روسیې پوځ خپله یوه لوا په نویو «اورېشنیک» لنډ واټنه توغندیو سمبال کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د روسیې د پوځ لوی درستیز والري ګیراسیموف ویلي، چې د پوځ یوه لوا یې د «اورېشنیک» په نوم په لنډ واټن ویشتونکو توغندیو سبمال کړې ده. روسیې د یاد توغندي ځواک له اټومي وسلو سره ورته بللی دی.

د روسیې ټاس خبري اژانس د یاد هېواد د لوی درستیز والري ګیراسیموف له قوله راپور ورکړی، چې روسیې په لومړي ځل د اورېشنیک توغندي د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې پر اوکراین توغولي دي.

په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ویلي، چې یاد توغندي د اټومي وسلو په څېر ویجاړوونکی ځواک لري، چې مخنیوي او شنډول یې ناشوني دي.

بل خوا لویدیزو کارپوهانو د روسیې د ددغه ډول توغندیو جوړول مبالغه بللې ده.

امریکا د جرمونو نړیوالې محکمې پر دوو قاضیانو بندیزونه ولګول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۲ GMT+۰

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې واشنګټن د جرمونو نړیوالې محکمې(اې سي سي) پر هغو دوو قاضیانو بندیزونه لګولي، چې د اسراییل پر وړاندې یې د قضایي اقداماتو هڅې کړې دي.

روبیو د پنجشنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې وویل، امریکا د جرمونو نړیوالې محکمې دوه قاضیان، ګوچا لوردکیپانیدزه چې د جورجیا وګړی دی او همداشان منګولیایی اردنېبالسورن دامدین د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ میاشتې لاسلیک شوي اجرایي فرمان له مخې تحریم کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، یادو قاضیانو په مستقیم ډول هڅه کړې چې د جرمونو نړیوالې محکمې له لارې د اسراییلي وګړو د پلټنې، نیولو، توقیف او محاکمې بهیر پر مخ یوسي، په داسې حال کې چې اسراییل د دغو اقداماتو لپاره رضایت نه دی ورکړی.

روبیو ټینګار کړی چې امریکا او اسراییل دواړه د جرمونو نړیوالې محکمې غړیتوب نه لري او واشنګټن دا ډول اقدامات د خپلو متحدینو پر ضد د منلو وړ نه بولي.

د راپور له مخې، هغه بندیزونه چې امریکا د روان کال په فبرورۍ کې د جرمونو نړیوالې محکمې پر ځینو چارواکو لګولي، د اړوندو کسانو د احتمالي امریکایي شتمنیو کنګل کېدل او امریکا ته د هغوی او د هغوی د کورنیو د غړو پر سفر بندیزونه رانغاړي.

امریکا پر تایوان د څه باندې ۱۱ میلیارد ډالرو وسلې پلوري

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۹ GMT+۰

د ټرمپ حکومت پر تایوان د ۱۱،۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور اعلان کړی، خو چین یې پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی. په دغو وسلو کې هیمرس توغندويي سیستمونه، هاوانونه، جاولین ټانک ضد توغندي، الټیوس ځانمرګي ډرونونه او نور پوځي تجهیزات شامل دي.

دا د ټرمپ په حکومت کې پر تایوان د سولې پلورنې دویم اعلان دی.

د تایوان حکومت د چین د حاکمیت ادعاوې ردوي، خو بیجینګ د تایوان پر وړاندې پوځي او دیپلوماتیک فشار ته دوام ورکړی دی.

د تایوان د دفاع وزارت په وینا، د وسلو په دې کڅوړه کې هیمرس توغندويي سیستمونه، هاوانونه، جاولین ټانک ضد توغندي، الټیوس ځانمرګي ډرونونه او نور پوځي تجهیزات پکې شامل دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر دې معاملې سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې دا اقدام د تایوان تنګي سولې او ثبات ته جدي زیان رسوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون وویل چې امریکا د وسلو په ورکولو سره د «تایوان د خپلواکۍ» ملاتړ کوي او دا کار به ناکام شي.

تاجکستان له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت په موخه د امنیتي تجهیزاتو نوملړ چمتو کړی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰

تاجکستان له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت ټینګولو لپاره اړتیا وړ وسلې او تجهیزات مشخص کړي او دغه نوملړ یې د ډله ییز امنیت تړون سازمان ته سپارلی. د یاد سازمان د دفتر سلاکار پاول سرکیسیان تایید کړه چې نور غړي هېوادونه دغه نوملړ څیړي.

دغه اقدام د ډله ییز امنیت تړون سازمان د بین الدولتي پروګرام برخه ده چې د تاجکستان او افغانستان د پولو د ټینګښت لپاره جوړ شوی او په ۲۰۲۴ کال کې تصویب شوی دی.

د دې پروګرام د پلي کولو پلان له ۲۰۲۵ کال څخه د پنځو کلونو لپاره جوړ شوی دی.

د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت په تړاو اندېښنې له افغان پولې په دې وروستیو کې پر چینايي وګړو له بریدونو وروسته ډېرې شوې دي.

طالبانو پرون اعلان وکړ، چې دوی ددغو بریدونو عاملان د بدخشان په مرکز فیض اباد کې تشخیص کړي او عملیات یې پرې کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره لیدنه کې د تاجک سرحدونو د امنیت د ټینګښت پر ارزښت ټینګار کړی و.

د تاجکستان ملي امنیت دفتر هم تایید کړې چې د افغانستان له خاورې شویو دوو بریدونو کې څو تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.

له دغو بریدونو وروسته امام علي رحمان خپلو امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د سرحدونو وضعیت او د امنیت د ټینګښت لارې چارې وڅېړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره په تیلیفوني تماس کې د چینایي اتباعو د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړه او د سرحدونو د امنیت د ټینګښت او ګډو څیړنو لپاره یې د طالبانو بشپړ چمتووالی وښود.

د امریکا کانګرس پر سوریې لګېدلي بندیزونه لغوه کړل

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۰

د امریکا کانګرس د بشارالاسد حکومت پر مهال پر سوریې لګېدلي بندیزونه د تل لپاره لغوه کړي دي. امریکایي چارواکي وایي، دغه پرېکړه کولای شي جګړه ځپلې سوریې ته د بهرنیو پانګونو د بېرته ستنېدو لاره هواره کړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا سنا د ۲۰۱۹کال «سزار قانون» د کلني دفاعي بودجې په چوکاټ کې لغوه کړ. دغه طرحه د ۷۷ موافقو او ۲۰ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوه او تر دې وړاندې د استازو جرګې هم تایید کړې وه. تمه کېږي، چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به دغه قانون لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د سعودي عربستان او ترکیې په غوښتنه د سوریې پر ضد بندیزونه دوه ځله د لنډې مودې لپاره ځنډولي وو؛ خو د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع د بندیزونو د بشپړ او دایمي لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

د سزار قانون سوریه له نړۍوال بانکي نظام څخه جلا او بهرنۍ پانګونه یې سخته محدوده کړې وه. د بندیزونو دایمي لغوه کېدل د واشنګټن او دمشق ترمنځ په اړیکو او د سوریې په اقتصادي راتلونکې کې یو مهم بدلون بلل کېږي؛ خو شنونکي وایي عملي اغېزې به یې د راتلونکو سیاسي او امنیتي بدلونونو پورې تړلې وي.