• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت په موخه د امنیتي تجهیزاتو نوملړ چمتو کړی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰

تاجکستان له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت ټینګولو لپاره اړتیا وړ وسلې او تجهیزات مشخص کړي او دغه نوملړ یې د ډله ییز امنیت تړون سازمان ته سپارلی. د یاد سازمان د دفتر سلاکار پاول سرکیسیان تایید کړه چې نور غړي هېوادونه دغه نوملړ څیړي.

دغه اقدام د ډله ییز امنیت تړون سازمان د بین الدولتي پروګرام برخه ده چې د تاجکستان او افغانستان د پولو د ټینګښت لپاره جوړ شوی او په ۲۰۲۴ کال کې تصویب شوی دی.

د دې پروګرام د پلي کولو پلان له ۲۰۲۵ کال څخه د پنځو کلونو لپاره جوړ شوی دی.

د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت په تړاو اندېښنې له افغان پولې په دې وروستیو کې پر چینايي وګړو له بریدونو وروسته ډېرې شوې دي.

طالبانو پرون اعلان وکړ، چې دوی ددغو بریدونو عاملان د بدخشان په مرکز فیض اباد کې تشخیص کړي او عملیات یې پرې کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره لیدنه کې د تاجک سرحدونو د امنیت د ټینګښت پر ارزښت ټینګار کړی و.

د تاجکستان ملي امنیت دفتر هم تایید کړې چې د افغانستان له خاورې شویو دوو بریدونو کې څو تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.

له دغو بریدونو وروسته امام علي رحمان خپلو امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د سرحدونو وضعیت او د امنیت د ټینګښت لارې چارې وڅېړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره په تیلیفوني تماس کې د چینایي اتباعو د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړه او د سرحدونو د امنیت د ټینګښت او ګډو څیړنو لپاره یې د طالبانو بشپړ چمتووالی وښود.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امنیت شورا طالبانو ته په یوه کال کې ۳۸ سفري معافیتونه تصویب کړي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د ۲۰۲۴ کال له مې څخه د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر ۱۱مې طالبانو ته د ۳۸ سفرونو معافیت تصویب کړی. دغه معافیتونه امیر خان متقي، عبداللطیف منصور، سلام حنفي، غني برادر، خیرخواه، ثاقب، عبدالحق وثیق، هدایت الله بدري او سراج الدین حقاني ته ورکړل شوي.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپوټ وايي، چې د تصویب شویو سفرونو موخې مختلفې وې او د درملنې ترلاسه کول، د حج د ادا کولو لپاره سفر، په نړیوالو غونډو کې ګډون او دوه اړخیزې مشورې پکې شاملې وې.

د سفر هدف هېوادونه کامرون، چین، هند، عمان، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، ترکیه، متحده عربي امارات او ازبکستان ښودل شوي دي.

100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵ (۲۰۱۵) پرېکړې له مخې، د بندیزونو په ګټګورۍ کې شامل شوي کسان باید د نړیوالو سفرونو لپاره واردمخه د امنیت شورا کمیټې اجازه ترلاسه کړي.

د استثنا اخیستونکو کسانو په منځ کې امیر خان متقي، عبداللطیف منصور، عبدالسلام حنفي، عبدالغني برادر، خیرالله خیرخواه، نورمحمد ثاقب، حمیدالله اخوند، عبدالحق وثیق، هدایت الله بدري او سراج الدین حقاني شامل دي.

امیر خان متقي له۹ استثناوو برخمن شوی، عبداللطیف منصور۴ استثناوې ترلاسه کړې، عبدالسلام حنفي ۴ استثناوې، عبدالغني برادر ۴ ، خیرالله خیرخواه ۳ استثناوې، نورمحمد ثاقب ۳ استثناوې، حمیدالله اخوند ۳ استثناوې، عبدالحق وثیق۳ استثناوې، هدایت الله بدري ۳ استثناوې لري او سراج الدین حقاني هم ۳ استثناوې ترلاسه کړې دي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې چې ځینې غړي هېوادونه استثناوې وروسته له سفر یا د سفر پر مهال وړاندې کوي، چې د کمیټې له لارښود سره سمون نه لري.

د دې ستونزې د حل لپاره، کمیټې له ټولو غړو هېوادونو سره اړیکه نیولې چې د سفر بندیز د استثناوو لپاره د مخکینۍ غوښتنې اهمیت یادونه وکړي.

یونیسف په کونړ کې ۶۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ژمني توکي ویشلي دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې په کونړ کې یې لږ تر لږه ۶۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ژمني توکي ویشلي دي چې ماشومان د سړې هوا په موسم کې تاده وساتي.

په افغانستان کې د یاد صندوق مشر مشر تاج الدین اویووالی پر ایکس ولیکل، چې د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د سړې هوا زیاتوالی د ماشومانو ژوند ګواښي او همداشان له اغیزمنو کورنیو سره دوامداره مرسته اړینه ده.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار کړی، هغه کورنۍ چې په زلزله کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي د سړې هوا په نږدې کیدو سره له سختو شرایطو سره مخ دي.

هغه په ​​افغانستان کې د اغیزمنو ټولنو د ملاتړ لپاره د یونیسف پر ژمنې بیا ټینګار وکړ.

یونیسف د دسمبر په ۴مه اعلان وکړ چې د کونړ په زیړي بابا سیمه کې څلور ماشومان یوازې په یوه اونۍ کې د زکام او انفلونزا له امله مړه شوي دي.

یونیسف اټکل کوي چې په زلزله ځپلو سیمو کې ۲۷۰ زره ماشومان د سړې هوا له امله د ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو او قزاقستان سفیران د ګډې سوداګرۍ په اړه غږېدلي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب تېره ورځ د قزاقستان له سفیر یرژان کسټافین سره لېدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز اتصال، لويو پروژو، سیمه کې د ګډې سوداګرۍ په برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو او د سیمې په ثبات کې د قزاقستان د رول په تړاو خبرې کړې دي.

په اسلام باد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې په یاده لېدنه کې سرادار احمد شکیب د افغانستان د سولې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د قزاقستان د دوامداره ملاتړ او مثبت دریځ ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۳ میلیاردده ډالرو په ارزښت د ګډې سوداګرۍ وروستۍ هوکړه به د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره ګټوره ثابته شي.

همدارنګه په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د قزاقستان د سفیر له قوله ویلي، چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د سیمه ییز اتصال او دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخو کې به لويي پروژې پلې کړي.

په اسلام اباد کې د قزاقستان سفیر د سیمي د ثبات، اقتصادي پرمختګ او ټرانزیټ د ساتلو لپاره د ټولو هېوادونو پر ګډ اقدام ټینګار کړی دی.

طالبانو د قرغزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره د کاسا-1000 پروژې په تړاو خبرې کړې دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت اجرایوي مشر د قرغزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال وزیر سره په لیدنه کې د برېښنا د وارداتو وضعیت، د پانګونې فرصتونو او د کاسا-1000 پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

د یاد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قرغزستان د انرژۍ وزارت مرستیال وزیر په یاده ناسته کې د دغه هېواد د اوبو د برېښنا د تولید ظرفیتونه، د برېښنا د تولید نورې سرچینې، د شبکې د عصري کېدو پروسه او د ځیرکو میټرونو سیستم تشریح کړ.

د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د طالبانو له برېښنا سکتور سره د تخنیکي همکارۍ په برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی او د یاد شرکت پلاوي ته یې له برېښنا شبکې د نږدې کتنې لپاره رسمي بلنه ورکړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، دواړه لورو د برېښنا په برخه کې د تخنیکي اړیکو د پیاوړتیا او د ظرفیت لوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

طالبانو ترکیې ته په جعلي اسنادو د سفر په تور یو کس نیولی دی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، هغه کس چې د اېټالیا په جعلي اسنادو ترکیې او له هغه ځایه اېټالیا ته د سفر کولو هڅه کوله؛ د مزار شریف نړۍوال هوايي ډګر کې نیول شوی.

هغه زیاته کړې، هغه مافیایي کړۍ هم له‌منځه وړل شوې چې په جعلي اسنادو یې خلکو ته د افغانستان له هوایي ډګرونو د سفر زمینه برابروله. په افغانستان کې د پراخې وزګارتیا له امله افغان ځوانان اړ اېستل کېږي، چې په لوړو لګښتونو په قاچاقي او ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

همدا وړمه اوونۍ د (لېندۍ ۲۳مه) د ایران‌ پولې ته نږدې د ترکیې د ایغدیر ښار پولیسو ۱۲ هغه افغان کډوال نیولي، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه‌لاره. پولیسو همداراز د یادې پېښې په تړاو دوه انساني قاچاق کوونکي هم نیولي وو.

د ترکي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې یادو قاچاق کوونکو هڅه کوله دغه افغان کډوال په ناقانونه توګه د استانبول ښار ته ولېږدوي.