• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د قرغزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره د کاسا-1000 پروژې په تړاو خبرې کړې دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت اجرایوي مشر د قرغزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال وزیر سره په لیدنه کې د برېښنا د وارداتو وضعیت، د پانګونې فرصتونو او د کاسا-1000 پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

د یاد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قرغزستان د انرژۍ وزارت مرستیال وزیر په یاده ناسته کې د دغه هېواد د اوبو د برېښنا د تولید ظرفیتونه، د برېښنا د تولید نورې سرچینې، د شبکې د عصري کېدو پروسه او د ځیرکو میټرونو سیستم تشریح کړ.

د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د طالبانو له برېښنا سکتور سره د تخنیکي همکارۍ په برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی او د یاد شرکت پلاوي ته یې له برېښنا شبکې د نږدې کتنې لپاره رسمي بلنه ورکړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، دواړه لورو د برېښنا په برخه کې د تخنیکي اړیکو د پیاوړتیا او د ظرفیت لوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو ترکیې ته په جعلي اسنادو د سفر په تور یو کس نیولی دی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، هغه کس چې د اېټالیا په جعلي اسنادو ترکیې او له هغه ځایه اېټالیا ته د سفر کولو هڅه کوله؛ د مزار شریف نړۍوال هوايي ډګر کې نیول شوی.

هغه زیاته کړې، هغه مافیایي کړۍ هم له‌منځه وړل شوې چې په جعلي اسنادو یې خلکو ته د افغانستان له هوایي ډګرونو د سفر زمینه برابروله. په افغانستان کې د پراخې وزګارتیا له امله افغان ځوانان اړ اېستل کېږي، چې په لوړو لګښتونو په قاچاقي او ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

همدا وړمه اوونۍ د (لېندۍ ۲۳مه) د ایران‌ پولې ته نږدې د ترکیې د ایغدیر ښار پولیسو ۱۲ هغه افغان کډوال نیولي، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه‌لاره. پولیسو همداراز د یادې پېښې په تړاو دوه انساني قاچاق کوونکي هم نیولي وو.

د ترکي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې یادو قاچاق کوونکو هڅه کوله دغه افغان کډوال په ناقانونه توګه د استانبول ښار ته ولېږدوي.

ملګري ملتونه: د طالبانو ځینې مشران د هبت‌الله فرمانونه نه عملي کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار کمیټې په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله ټول فرمانونه په افغانستان کې یوشان نه تطبیقېږي. راپور زیاتوي، چې د طالبانو ځواکمن مشران لکه د حقاني شبکې غړي کولای شي د خپلې خوښې کار ترسره کړي او د خپل مشر له لارښوونو سرغړونه وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وایي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي دروازو د تړل پاتې کېدو له امله افغانستان هره ورځ شاوخوا یو مېلیون ډالر اقتصادي زیان ګالي. په تازه راپور کې یادې شورا خبرداری ورکړی، که بنسټیزو ستونزو ته رسېدنه ونه‌شي؛ نو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پوځي شخړو ګواښ شته.

په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو فعالیتونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوي راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د نه حضور په تړاو د طالبانو ادعا «بې‌بنسټه» بللې. د بندیزونو د څار کمیټې ویلي، د نړۍ ډېری هېوادونه په دوامداره توګه تاییدوي، چې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، جماعت انصارالله، اتحاد المجاهدین پاکستان او نورې ډلې حضور لري.

د ستنېدونکو کډوالو پراخې څپې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وایي، د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې تر ۴.۵ مېلیونه ډېر افغان کډوال چې ډېری یې په ایران او پاکستان کې مېشت وو؛ په جبري ډول افغانستان ته اېستل شوي دي.

د امنیت شورا په وینا؛ د راستنېدونکو کډوالو د رسېدنې او ملاتړ په برخه کې د نړۍوالې ټولنې هڅې، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.

طالبانو له هند نه د سنتي طب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هند ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد د سنتي، ایورویدي او یوناني طب له وزیر شري پرتاپراو جادوف سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د سنتي طب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې په کابل کې د سنتي طب د څېړنیز مرکز او انسټیټیوټ د جوړولو، د یادې برخې د متخصصینو د روزنې او د همکارۍ د هوکړه‌لیک د لاسلیک پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

همداراز نور جلال جلالي د درملیزو فابریکو، صادرونکو شرکتونو او دودیزو درملو ټولنو له مسوولینو سره لیدلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي:« په دې لیدنه کې افغانستان ته پر معیاري درملو واردولو، د قیمت او کیفیت برخې ته ځانګړې پاملرنې، په افغانستان کې پر پانګونې او ځینو نورو موضوعاتو باندې خبرې تر سره شوې.»

هندي چاراواکو هم په یادو برخو کې د همکارۍ پراختیا ډاډ ورکړی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د درملو د وارداتو د اسانتیا لپاره هند ته سفر کړی دی. طالبانو تر دې وړاندې له پاکستان نه د درملو واردات درولي او هڅه کوي، چې هندي او ایراني درمل د پاکستاني درملو پر ځای وکاروي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت: اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان ویلي، چې په کندهار ولایت کې دامهال ۸۰۰ کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی او دغه لړۍ لاهم دوام لري. هغه زیاته کړې، چې په لغمان ولایت کې یې پر ۴۵ کورنیو په بېلابېلو کټګوریو کې دغه ځمکې وېشلې دي.

هغه زیاته کړې، چې په بلخ ولایت کې۳۰۳ کډوالو کورنیو او په کندوز ولایت کې نږدې ۴۰۰ کورنیو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی. هغه زیاته کړې، چې د اړوندو ولایتونو څخه د نوملړونو وروستي کېدو سره سم به دغه وزارت اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل کړي.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۲۰۰ افغانان خوشې شوي دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۶۷ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.