• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو‌ په کابل او پکتیکا کې د مرغانو د ښکار په تړاو ۱۸ کسان نیولي دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د چاپيریال ساتنې اداره وايي، چې دوی په کابل او پکتیکا کې د مرغانو ۱۸ ښکاریان نیولي او د قانون منګلو ته یې سپارلي دي.طالبانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې په ټول افغانستان کې د وحشي‌ژوو، مرغانو او کبانو ښکار بند دی.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، یو تن یې په کابل کې د قزق لاق وحشي مرغه د پلور پر مهال لاس په لاس نیولی دی.

دغه کس یاد مرغه د پروان په چاریکار کې ښکار کړی او د خرڅلاو په موخه یې کابل ته وړی و، خو له خرڅلاو مخکې د دغې ادارې د کارکوونکو له لوري نیول شوی او ورڅخه په کتبي بڼه د ښکار نه‌کولو ضمانت اخیستل شوی چې بیا به دا کار نه‌کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له‌مخې، د پکتیکا د شخېل اباد ولسوالۍ کې یې هم ۱۷ ښکاریان له وسایلو سره نیولي او د قانوني چلند لپاره یې امنیتي ادارو ته سپارلي دي.

طالبانو خبردارۍ ورکړی، چې په ټول افغانستان کې د حیواناتو، وحشي‌ژوو، مرغانو او کبانو پر ښکار بندیز دی او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وشي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له قزغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ویلي، چې دوی له قزغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا او مالي همکاریو د زیاتېدو په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اغېزناکو او دوامداره اړیکو پر لرلو ټينګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مرستیال صدیق‌الله خالد د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) ویلي، چې له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اغېزناکو او دوامداره اړیکو غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی د قرغزستان له جمهوري دولت سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه منظمې بانکي اړیکې رامنځته کړې دي.

د خالد په خبره، د بانکي همکاریو پیاوړتیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د قرغزستان د مالیې وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي هم په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د طالبانو د افغانستان بانک مسوولینو دا هم ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو لورو تر منځ د چارو د تعقیب او پرمختګ لپاره د تخنیکي کمېټو پر جوړېدو هم هوکړه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دغه هېواد بانکي سیستم له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوی او له امله یې سوداګریز بهیر اغېزمن او سوداګر یې سخت اندېښمن کړي دي.

ندا محمد ندیم: موږ د مسلمانانو د دین او دنیا د چارو ساتنه کوو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په وردګ پوهنتون کې د زده‌کړیالانو لپاره د څلور پوړیزې لیلیې د چارو د پرانېستې په مراسمو کې وویل: دوی د مسلمانانو د دین او دنیا د چارو ساتنه کوي. هغه زیاته کړه، چې د مسوولینو ډاډ او د استادانو ژمنتیا د لوړو زده‌کړو نظام پياوړی کوي.

ندا محمد ندیم د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) د وردګ پوهنتون لپاره د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د زده‌کړیالانو لپاره د څلور پوړيزې ليليې ودانۍ د جوړېدو چارو په پرانېستغونډه کې وویل، د مسلمانانو «امیر» ته د مسلمانانو د دین او دنیا ساتنه ور تر غاړې دي.

ندیم زیاته کړه، «موږ هم د اسلامي نظام منسوبین او مسوولین یو او د مسلمانانو د دین او دنیا د چارو ساتنه او د هغوی خدمت به کوو.»

د نوموړي په وینا، د پوهنتونونو د استادانو ژمنتیا او د مسوولینو له‌خوا هغوی ته هر اړخیز ډاډ کولی شي د لوړو زده کړو نظام لا پیاوړی کړي.

ندا محمد ندیم د هېواد ټولو پوهنتونونو ته د بودجې، اسانتیاوو او مناسب چاپېریال د برابرولو ژمنه هم وکړه.

طالبانو ویلي، چې دغه لیلیه څلور پوړه، دوه بلاکه او په یوه خت کې د ۱۶۰۰ زده‌کړیالانو د اوسېدو ظرفیت لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په دې وروستیو کې د خپلو ویناو ډېره برخه له «خپل مشر څخه په ملاتړ» او د هغه د فرمانونو په عملي کولو را څرخي.

هند کابل ته د سرطاني ناروغیو درمل او د سي ټي سکین یو ماشین استوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د هند د روغتیا وزیر جي پي ناډا د طالبانو د روغتیا وزیر سره کتنه کې له افغانستان سره د ملاتړ ژمنه یوځل بیا تکرار کړې او وايي، د افغان ډاکټرانو د روزنې لپاره یوه ډله تجربه لرونکي هندي ډاکټران کابل ته استوي. نوموړي ویلي، کابل ته د سرطاني ناروغیو درمل او سي ټي سکن ماشین هم استوي.

د هند روغتیا وزارت ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د یاد هېواد د روغتیا وزیر جي پي ناډا د طالبانو د روغتیا وزیر نورالله جلالي سره لېدنه کې د روغتايي همکاریو، روغتیايي زیربنا او ظرفیت لوړولو په برخو کې د همکارۍ پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د هند د روغتیا وزیر ویلي، «د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي تل ټینګار کوي، چې له افغانستان سره د هند ښکیلتیا باید د بشري مرستو، ظرفیت لوړولو او مهمو روغتیايي خدماتو ته پر لاسرسي تمرکز ولري.»

نوموړي ویلي، چې هند د افغانستان له خلکو سره د اوږدمهاله اړیکو پر بنسټ خپلو بشرې مرستو ته دوام ورکوي.

د هند د روغتیا وزارت د تېرو څو کلونو پرمهال د کابل په ګډون په پکتیا، خوست، پکتیکا او نورو ولایتونو کې د کلینیکونو جوړولو یادونه هم کړې او وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې افغانستان ته ۳۲۷ ټنه درمل او واکسینونه هم لېږلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د غوښتنې له مخې به نوي کال ته ډېر ژر د سرطاني ناروغیو درمل او د سي ټي سکن یو ماشین هم کابل ته ولیږدوي.

هند ویلي، پلان لري، چې د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې به ډېر ژر د تجربه لرونکو هندي ډاکټرانو یوه ډله افغانستان ته واستوي؛ یاد ډاکټران به په افغانستان کې روغتیايي کمپونه تنظیم او افغان ډاکټرانو ته عملي روزنه ورکړي.

د هند روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې افغانانو ته شاوخوا ۲۰۰ روغتیايي ویزې ورکړې دي او په ژمنه یې کړې، چې د افغان بېړنیو او جدي ناروغانو درملنه په وړیا ډول په هند کې کوي.

مولوي نورجلال جلالي په هند کې د دودیز طب په نړیواله غونډه کې هم ګډون کړی دی.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ویلي، چې د دودیز طب معياري کېدل په دې برخه کې د فعالو کسانو روزنه، د يو واقعيت په توګه یې پېژندل او د دودیز طب او ددواړو هېوادونو د تجربو شريکول د دې غونډې د بحث اصلي محور و.

د نړیوال روغتیا سازمان په دې ناسته کې د ۲۳ هېوادونو دروغتيا وزيرانو او استازو ګډون کړی و.

طالبان وايي د هرات صنعتي ښارګوټی د هېواد د غالیو ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۰

په هرات ولایت کې طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د غالیو او فرشونو د تولید ۲۰ فابریکې فعالیت لري، چې په دې برخه کې د افغانستان د کورني بازار شاوخوا ۴۵سلنه اړتیاوې پوره کوي.

د طالبانو د هرات ولایت د رسنیو دفتر زیاتوي چې یادې فابریکې د پرمختللو او عصري ماشین‌الاتو په وسیله هره ورځ زرګونه متره ماشيني غالۍ او فرش تولیدوي.

یاد دفتر زیاته کړې، چې دا تولیدات نه یوازې د هېواد د کورنیو بازارونو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د وارداتو پر کمېدو او د کورني تولید پر ودې هم مثبت اغېز لري.

طالب چارواکي زیاتوي چې د قالینو او فرشونو صنعت د ملي اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ، سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د دوی په وینا، په یادو فابریکو کې ګڼ شمېر ځوانان او مسلکي کارکوونکي بوخت دي، چې دا چاره د بې‌کارۍ د کچې په راکمولو کې مهم رول لري.

د سړې او ککړې هوا له امله ۶۷۰ زره افغانان په تنفسي ناروغیو اخته شوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د ژمي په موسم کې د سړې او ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډیر شوی او دمګړی ۶۷۶ زره ماشومان او لویان په بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، چې د ژمي موسم په را رسیدو سره افغانستان کې د تنفسي ناروغیو کچه لوړه شوې ده او دوی یې د مخنیوي هڅې کوي.

شرافت زمان ویلي:«د ۲۶۰ زره په شاوخوا کې له موږ سره هغه ماشومان دي، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي. دا د تنفسي سیستم اړوند ټولو ناروغانو شمېر دی. همدارنګه ۴۱۶ زره لویان دي.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د تنفسي ناروغیو په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامه پیل شوي او ځینو سیمو ته یې د اړتیاوړ درمل هم لېږلي دي.

سره له دې چې طالبانو ویلي، چې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې یې د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي، خو هر کال د ژمي په موسم کې د پلازمېنې کابل اوسېدونکي د ککړې هوا له زیاتېدو شکایت کوي او وايي، طالبان د ککړې هوا د مدیریت او کنټرول لپاره پروګرام نه لري.