• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له قزغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ویلي، چې دوی له قزغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا او مالي همکاریو د زیاتېدو په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اغېزناکو او دوامداره اړیکو پر لرلو ټينګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مرستیال صدیق‌الله خالد د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) ویلي، چې له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اغېزناکو او دوامداره اړیکو غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی د قرغزستان له جمهوري دولت سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه منظمې بانکي اړیکې رامنځته کړې دي.

د خالد په خبره، د بانکي همکاریو پیاوړتیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د قرغزستان د مالیې وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي هم په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د طالبانو د افغانستان بانک مسوولینو دا هم ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو لورو تر منځ د چارو د تعقیب او پرمختګ لپاره د تخنیکي کمېټو پر جوړېدو هم هوکړه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دغه هېواد بانکي سیستم له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوی او له امله یې سوداګریز بهیر اغېزمن او سوداګر یې سخت اندېښمن کړي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ندا محمد ندیم: موږ د مسلمانانو د دین او دنیا د چارو ساتنه کوو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په وردګ پوهنتون کې د زده‌کړیالانو لپاره د څلور پوړیزې لیلیې د چارو د پرانېستې په مراسمو کې وویل: دوی د مسلمانانو د دین او دنیا د چارو ساتنه کوي. هغه زیاته کړه، چې د مسوولینو ډاډ او د استادانو ژمنتیا د لوړو زده‌کړو نظام پياوړی کوي.

ندا محمد ندیم د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) د وردګ پوهنتون لپاره د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د زده‌کړیالانو لپاره د څلور پوړيزې ليليې ودانۍ د جوړېدو چارو په پرانېستغونډه کې وویل، د مسلمانانو «امیر» ته د مسلمانانو د دین او دنیا ساتنه ور تر غاړې دي.

ندیم زیاته کړه، «موږ هم د اسلامي نظام منسوبین او مسوولین یو او د مسلمانانو د دین او دنیا د چارو ساتنه او د هغوی خدمت به کوو.»

د نوموړي په وینا، د پوهنتونونو د استادانو ژمنتیا او د مسوولینو له‌خوا هغوی ته هر اړخیز ډاډ کولی شي د لوړو زده کړو نظام لا پیاوړی کړي.

ندا محمد ندیم د هېواد ټولو پوهنتونونو ته د بودجې، اسانتیاوو او مناسب چاپېریال د برابرولو ژمنه هم وکړه.

طالبانو ویلي، چې دغه لیلیه څلور پوړه، دوه بلاکه او په یوه خت کې د ۱۶۰۰ زده‌کړیالانو د اوسېدو ظرفیت لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په دې وروستیو کې د خپلو ویناو ډېره برخه له «خپل مشر څخه په ملاتړ» او د هغه د فرمانونو په عملي کولو را څرخي.

هند کابل ته د سرطاني ناروغیو درمل او د سي ټي سکین یو ماشین استوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د هند د روغتیا وزیر جي پي ناډا د طالبانو د روغتیا وزیر سره کتنه کې له افغانستان سره د ملاتړ ژمنه یوځل بیا تکرار کړې او وايي، د افغان ډاکټرانو د روزنې لپاره یوه ډله تجربه لرونکي هندي ډاکټران کابل ته استوي. نوموړي ویلي، کابل ته د سرطاني ناروغیو درمل او سي ټي سکن ماشین هم استوي.

د هند روغتیا وزارت ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د یاد هېواد د روغتیا وزیر جي پي ناډا د طالبانو د روغتیا وزیر نورالله جلالي سره لېدنه کې د روغتايي همکاریو، روغتیايي زیربنا او ظرفیت لوړولو په برخو کې د همکارۍ پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د هند د روغتیا وزیر ویلي، «د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي تل ټینګار کوي، چې له افغانستان سره د هند ښکیلتیا باید د بشري مرستو، ظرفیت لوړولو او مهمو روغتیايي خدماتو ته پر لاسرسي تمرکز ولري.»

نوموړي ویلي، چې هند د افغانستان له خلکو سره د اوږدمهاله اړیکو پر بنسټ خپلو بشرې مرستو ته دوام ورکوي.

د هند د روغتیا وزارت د تېرو څو کلونو پرمهال د کابل په ګډون په پکتیا، خوست، پکتیکا او نورو ولایتونو کې د کلینیکونو جوړولو یادونه هم کړې او وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې افغانستان ته ۳۲۷ ټنه درمل او واکسینونه هم لېږلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د غوښتنې له مخې به نوي کال ته ډېر ژر د سرطاني ناروغیو درمل او د سي ټي سکن یو ماشین هم کابل ته ولیږدوي.

هند ویلي، پلان لري، چې د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې به ډېر ژر د تجربه لرونکو هندي ډاکټرانو یوه ډله افغانستان ته واستوي؛ یاد ډاکټران به په افغانستان کې روغتیايي کمپونه تنظیم او افغان ډاکټرانو ته عملي روزنه ورکړي.

د هند روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې افغانانو ته شاوخوا ۲۰۰ روغتیايي ویزې ورکړې دي او په ژمنه یې کړې، چې د افغان بېړنیو او جدي ناروغانو درملنه په وړیا ډول په هند کې کوي.

مولوي نورجلال جلالي په هند کې د دودیز طب په نړیواله غونډه کې هم ګډون کړی دی.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ویلي، چې د دودیز طب معياري کېدل په دې برخه کې د فعالو کسانو روزنه، د يو واقعيت په توګه یې پېژندل او د دودیز طب او ددواړو هېوادونو د تجربو شريکول د دې غونډې د بحث اصلي محور و.

د نړیوال روغتیا سازمان په دې ناسته کې د ۲۳ هېوادونو دروغتيا وزيرانو او استازو ګډون کړی و.

طالبان وايي د هرات صنعتي ښارګوټی د هېواد د غالیو ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۰

په هرات ولایت کې طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د غالیو او فرشونو د تولید ۲۰ فابریکې فعالیت لري، چې په دې برخه کې د افغانستان د کورني بازار شاوخوا ۴۵سلنه اړتیاوې پوره کوي.

د طالبانو د هرات ولایت د رسنیو دفتر زیاتوي چې یادې فابریکې د پرمختللو او عصري ماشین‌الاتو په وسیله هره ورځ زرګونه متره ماشيني غالۍ او فرش تولیدوي.

یاد دفتر زیاته کړې، چې دا تولیدات نه یوازې د هېواد د کورنیو بازارونو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د وارداتو پر کمېدو او د کورني تولید پر ودې هم مثبت اغېز لري.

طالب چارواکي زیاتوي چې د قالینو او فرشونو صنعت د ملي اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ، سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د دوی په وینا، په یادو فابریکو کې ګڼ شمېر ځوانان او مسلکي کارکوونکي بوخت دي، چې دا چاره د بې‌کارۍ د کچې په راکمولو کې مهم رول لري.

د سړې او ککړې هوا له امله ۶۷۰ زره افغانان په تنفسي ناروغیو اخته شوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د ژمي په موسم کې د سړې او ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډیر شوی او دمګړی ۶۷۶ زره ماشومان او لویان په بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، چې د ژمي موسم په را رسیدو سره افغانستان کې د تنفسي ناروغیو کچه لوړه شوې ده او دوی یې د مخنیوي هڅې کوي.

شرافت زمان ویلي:«د ۲۶۰ زره په شاوخوا کې له موږ سره هغه ماشومان دي، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي. دا د تنفسي سیستم اړوند ټولو ناروغانو شمېر دی. همدارنګه ۴۱۶ زره لویان دي.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د تنفسي ناروغیو په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامه پیل شوي او ځینو سیمو ته یې د اړتیاوړ درمل هم لېږلي دي.

سره له دې چې طالبانو ویلي، چې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې یې د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي، خو هر کال د ژمي په موسم کې د پلازمېنې کابل اوسېدونکي د ککړې هوا له زیاتېدو شکایت کوي او وايي، طالبان د ککړې هوا د مدیریت او کنټرول لپاره پروګرام نه لري.

ایران وايي چې ۱۰ زره افغانانو ته د کار ویزې صادرې شوې دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۱ GMT+۰

د ایران د همکارۍ، کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په ایران کې د لومړي ځل لپاره د «کار ویزې» د صادرولو بهیر عملي شوی او تر دې مهاله له ۲۰ زرو زیاتې غوښتنې ثبت شوې، چې د ۱۰ زره ویزو چارې پرمخ تللې دي. ایران افغان کارګرو ته د ۲۰۰ زره کاري ویزو د ورکولو اعلان کړی و.

د یاد وزارت د کارموندنې د پراختیا مرستیال سید مالک حسینی د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانانو لپاره د کار ویزو د صادرولو نوی میکانیزم عملي شوی او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې د افغان پانګوالو د جذب په برخه کې څرګند بدلونونه راشي.

هغه زیاته کړه چې د افغانانو وضعیت ته پاملرنه ضروري ده، ځکه سره له دې چې ۱،۶ میلیونه افغانان بېرته ستانه شوي، لا هم نږدې پنځه میلیونه افغانان په ایران کې مېشت دي چې دده په وینا، پام وړ برخه یې غیرقانوني کډوال دي.

د ایران د کار وزارت مرستیال وویل چې بهرني پانګوال، په ځانګړي ډول افغانان، د درناوي وړ دي او ژمنه یې وکړه چې د هغوی د پانګونې پر وړاندې شته سیسټمي ستونزې به ډېر ژر حل شي.

د ایران د کار وزارت یاد چارواکي په روښانه ډول د افغان کارګرو نوم یاد نه کړ، خو له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې زر به افغانانو ته ۲۰۰ د کارګرۍ ویزې صادرې شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېره نومبر میاشت کې په کابل کې د ایران د سفیر له قوله خبر ورکړ، چې ایران تر اوسه له اته زرو زیاتې د کار ویزې افغان کارګرو ته صادرې کړې دي.