طالبان وايي چې د داعش ترکی غړی ددوی د استخباراتو په همکاري نیول شوی

د طالبانو ویاند ذبیـــحالله مجــاهد وایي، چې په پاکستان کې د یادې شوې وسله والې ډلې یو ترکی غړی د دوی د استخباراتو په همکارۍ نیول شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیـــحالله مجــاهد وایي، چې په پاکستان کې د یادې شوې وسله والې ډلې یو ترکی غړی د دوی د استخباراتو په همکارۍ نیول شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د داعش د یوه غړي د نیولو په اړه ویلي چې یاد کس د طالبانو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نیول شوی دی.
مجاهد داعش ناوړه پدیده وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دې ډلې پټڼځایونه باید وتړل شي او د هیچا پر ضد ونه کارول شي.
مجاهد د چارشنبې په ورځ، د جدی میاشتې پر درېیمه، په یوه غږیز پیغام کې رسنیو ته وویل چې د دوی د استخباراتو د معلوماتو له مخې د داعش غړي په پاکستان کې دي.
هغه زیاته کړه چې د «داعش پالنه باید پای ومومي».
له بلې خوا د ترکیې استخباراتو (میت) د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی غړی یې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې نیولی.
د ترکیې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې نیول شوی کس یحیی نومیږي او د داعش خراسان لوړپوړی غړی دی.
ترکیې ویلي چې دغه کس په عملیاتو کې نیول شوی او بیا ترکیې ته انتقال شوی، خو د طالبانو د همکارۍ او د یاد کس د نیولو د دقیق وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، طالبانو په دې وروستیو کې په کابل کې پر هزاره وو فشارونه زیات کړي او شیعه مذهبو ته د سُني مذهبو په ګډه هدیره کې د مړو خښولو اجازه نه ورکوي.
محمد محقق نن د چارشنبې په ورځ پر خپل فیسبوک لیکلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په کابل کې پر هزاره شیعه مذهبو مذهبي او قومي فشارونه زیات کړي دي.
محقق ویلي، چې په تېرو ورځو کې طالبانو د کابل په عليمرداني سیمه کې د سید جعفر قبر نړولی او په یاده سیمه کې یې د امام حسین تعلیمي او کلتوري مرکز تړلی او شیعه مذهبو ته د شیعه او سُني مذهبو په ګډه هدیره کې د مړو خښولو اجازه نه ور کوي. نوموړي ویلي، چې طالبانو د همدې مسالې پر سر ۴۰ کسان بندیان کړي دي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو یاد اقدامات له ملي او نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي.
محمد محقق ویلي، چې د شیعه او هزاره ګانو ضد یاد اقدامات د «شرک اعمالو» مخنیوي په پلمه شوي او اوسني واکمنان یې باید مخنیوي وکړي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې دغه ډول کړنې ښايي خطرناکې پایلې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل دارالامان د سیمې اوسېدونکو د لیندۍ پر ۲۱ مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د کابل د دارالامان سیمې اوسیدونکو د عدلیې وزارت ته نږدې په یوه هدیره کې د یو ځايي اوسېدونکي جسد ښخ کړی و او طالبانو د سیمې له ځايي خلکو غوښتنه کړې وه، چې جسد راوباسي او بل ځای ته یې انتقال کړي، خو د سیمې اوسېدونکو د طالبانو د یاد اقدام پرضد لاریون وکړ او طالبانو د یادې سیمې ۳۸ کسان ونیول او بندیان کړل.
د طالبانو عدلیې وزارت مخکې ځايي اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی و چې خپل مړي به په دې هدیره کې نه ښخوي او دوی ادعا کوي چې هدیره په شنه ساحه کې شامله ده.
د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ازادي جبهې ادعا کړې، چې په کابل ښار کې یې د طالبانو پر یوه رېنجر موټر د دې ډلې د ځواکونو د برید په پایله کې درې طالبان وژلي او یو بل طالب وسله وال یې ټپي کړی دی.
یادې جبهې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دغه برید تېره شپه شاوخوا د ماښام پر۸بجو د څلورمې امنیتي حوزې اړوند تهیه مسکن سیمې اریانا د تېلو ټانک ته څېرمه د طالبانو د استخباراتي ځواکونو پر موټر ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نښه شوی موټر د طالبانو د استخباراتو اړوند و، خو د برید د څرنګوالي او کارول شوو وسلو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
تر اوسه طالبانو د ازادۍ جبهې د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د پېښې په تړاو یې څه نه دي ویلي.
دا برید په داسې حال کې ترسره شوی، چې ازادي جبهې په وروستیو اوونیو کې پر طالبانو د خپلو بریدونو د زیاتېدو خبر ورکوي او ادعا کوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د دې ډلې پر پوستو او ځواکونو بریدونه کړي دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، چې د روان کال له پیله تر اوسه د دایکندي ولایت اوسېدونکو د پوهنې له سکتور سره په دغه ولایت کې له ۲۶میلیونه او ۹۱زره افغانیو زیاتې مالي مرستې کړې دي.
د یاد وزارت له لوري نن د چارشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرستې د ښوونځیو او دیني مدرسو د چارو د ملاتړ، رغونې او پراختیا په موخه راټولې شوې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت مسوولینو وړاندې هم ویلي وو، چې تر دې مهاله د دایکندي اوسېدونکو ۲۸۸جریبه ځمکه د ښوونځیو او دیني مدرسو د جوړولو لپاره وقف کړې ده. د دوی په وینا، دا ځمکې د تعلیمي بنسټونو د پراختیا لپاره ځانګړې شوې دي.
تر دې وړاندې د بدخشان د راغستان ولسوالۍ، د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ او د دایکندي د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکو د خپلو شخصي لګښتونو له لارې څو ښوونځي او یو روغتیايي مرکز جوړ کړي دي.
شنونکي وایي، د خلکو له لوري د ښوونځیو جوړول او مالي مرستې دا څرګندوي چې افغانان د خپلو ماشومانو زده کړو ته ځانګړې لېوالتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي، چې دې پرېکړې د هېواد د معارف پر راتلونکي خورا ژور اغیز کړی دی.
د ایران د ریل پټلۍ ادارې د سوداګریزو او ترانسپورټي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي په هرات کې د طالبانو له والي نوراحمد اسلام جار سره د لېدنې پرمهال د فني او عملیاتي همکاریو پراختیا، لا زیاتې همغږۍ او د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څخه د «ښې استفادې» په تړاو خبرې کړې دي.
په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د ریل پټلۍ ادارې د سوداګریزو او ترانسپورټي چارو مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ پلاوي په هرات کې د طالبانو له والي نوراحمد اسلام جار سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مرتضی جعفري په هرات کې د طالبانو له والي سره د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د اسانه کارونې او د څارنې پروسې په اړه د خپل کاري راپور په اړه معلومات شریک کړي او په هرات کې یې د طالبانو له سیمه ییزې ادارې څخه د خپلو کاري پلانونو په پلي کولو او د هرات ـ خواف ریل پټلۍ د کارولو د اسانتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
اسلام جار د هرات ـ خواف ریل پټلۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی او د یادې پټلۍ د غوره کارونې، د توکو د لېږد د حجم زیاتوالي او د ټرانزیټ په برخه کې پر اسانتیاوو یې ټینګار کړی دی.
طالبانو د هرات ـ خواف ریل پټلۍ په برخه کې د کومو مشخصو ستونزو یادونه نه ده کړي، خو تېره اونۍ د طالبانو ټولګلټو وزارت ویلي و، چې د خواف–هرات له لارې ۱۴۰۸۲ ټنه انتقالات شوي.
د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان له لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.
د طالبانو د والي دفتر د « ښې کارونې» په تړاو نور وضاحت نه دی ور کړی.
باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دوو اونیو له تېرېدو سره سره، تر اوسه د دارالامان د افشار هېڅ یو معترض نه دی خوشې شوی. د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزیر د سید سکندر پروېزي په نامه هغه قومي مشر هم نیولی چې د معترضانو د خوشې کېدو لپاره یې هڅې کولې.
لږ تر لږه دوو سرچینو د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر درېیمه، افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې سید سکندر پروېزي، چې د دارالامان د افشارو د اوسېدونکو قومي مشر دی، د معترضانو د خلاصون د هڅو پرمهال نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه قومي مشر د دوشنبې په ورځ د طالبانو د عدلیې وزارت ته د منځګړیتوب او د معترضانو د خوشې کېدو لپاره ورغلی و، خو د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هغه هم نیولی دی.
سرچینې وایي، له دوو اوونیو تېرېدو سره سره، تر دې دمه د دارالامان افشار ۳۸ اوسېدونکي لا هم په بند کې دي.
دغه کسان د لیندۍ پر۱۹مه، وروسته له هغې ونیول شول چې د عدلیې وزیر د هغې پرېکړې پر ضد یې اعتراض وکړ، چې له مخې یې غوښتل د یوې ښځې مړی، چې دغه وزارت ته نږدې هدیره کې ښخ شوی و، له قبره وباسي.
د طالبانو مامورانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر، د سیمې د خلکو د مړو د ښخولو مخه نیولې ده.
طالبان ادعا کوي چې دا هدیره په شنه ساحه کې موقعیت لري، خو د سیمې اوسېدونکي وایي، دا ځای د پخواني حکومت پر مهال د هدیرې په توګه ثبت شوی و او دوی له څو لسیزو راهیسې خپل مړي په همدې هدیره کې ښخوي.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې سید حسن حسیني بلخابي (د جومات ملا)، حیدرعلي حیدر (قومي مشر)، میرویس نجفي (د ګذر وکیل) او نور کسان د شرعي په زندان کې دي.
د راپورونو له مخې، ډېری نیول شوي کسان شیعه مذهبه دي.
د طالبانو د عدلیې وزیر د سیمې د جومات ځمکه هم «امارتي ځمکه» بللې او د ضبط وړ یې ګڼلې ده. خو د سیمې اوسېدونکي وایي، د جومات ځمکه د سیمې د یوه اوسېدونکي له خوا وقف شوې او شرعي قباله لري.
تر دې وړاندې، د کابل د دارالامان د سناتوریم سیمې اوسېدونکو هم د لړم پر۲۸مه ویلي وو چې عبدالحکیم شرعي هغوی په زور له خپلو کورونو ایستلي او کورونه یې خپلو خپلوانو او نږدې کسانو ته سپارلي دي.
د طالبانو د عدلیې وزیر خپله د دارالامان د سناتوریم په سیمه کې ژوند کوي. هغه د افغانستان انټرنشنل د یوه رپوټ په ځواب کې په یوه مرکه ډوله اعلامیه کې وویل، چې که څوک پر ده عارض وي، محکمې ته رجوع کولای شي.