• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران په حُمص کې د جومات پر لمونځ کوونکو برید وغانده

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په سوریه کې د حُمص ولایت په «امام علي بن ابي‌طالب» جومات کې پر لمونځ کوونکو ترسره شوی برید په کلکو ټکو وغانده. د راپورونو له‌مخې، په دغه برید کې یو شمېر لمونځ کوونکي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

بقایي د ایران پر هغه بنسټیز دریځ ټینګار وکړ، چې هر ډول ترهګري او تاوتریخوالی غندي او زیاته یې کړه، هغه لوري چې د سوریې په خاوره کې ناقانونه مداخله کوي او د دې هېواد پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تېری کوي، د ترهګرۍ د پراختیا پر وړاندې هم مسوولیت لري.

د سوريې دولتي اژانس ویلي، چې د جمعې په ورځ د سوریې د حُمص ښار په جومات کې د لمانځه پرمهال چاودنه شوې او له امله یې ۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د دغې چاودنې مسوولیت په سوریه کې «انصار السنه» په نوم یوې ډلې منلی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

روسیه او اوکراین یو بل د ټرمپ د سولې له طرحې سره پر مخالفت کولو تورنوي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۶ GMT+۰

روسیې او اوکراین یو ځل بیا د سولې د روانو هڅو په تړاو یو بل تورن کړي او دواړو لورو ویلي، چې مقابل لوری د جګړې د ختمېدو په اړه د امریکا د طرحې ملاتړ نه‌کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) اعلان وکړ، اوکراین هڅه کوي هغه مذاکرات ګډوډ کړي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن له طرحې سره تړاو لري. مسکو ویلي، نوی وړاندیز چې کېیف وړاندې کړی، په بنسټیز ډول له هغه سند سره توپیر لري، چې روسیې پرې له امریکايي لوري سره خبرې کړې وې.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف وویل، چې د سولې تړون راتلونکی د دواړو لورو په سیاسي ارادې پورې تړلی دی. ده ټینګار وکړ، که د الاسکا په سرمشریزه کې ټاکل شوی چوکاټ رعایت نه‌شي، نو «هېڅ هوکړه به رامنځته نه‌شي».

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي بیا ویلي، استخباراتي معلومات یې ښيي چې روسیه د ټرمپ له طرحې سره مخالفت لري. ده همدارنګه څرګنده کړه، که روسیه د ۶۰ ورځو اوربند ومني، نو کېېف چمتو دی د له لاسه ورکړو ځمکو د برخلیک په اړه ټولپوښتنه وکړي.

زېلېنسکي وویل، چې د ۲۰ مادو لرونکې طرحې شاوخوا ۹۰ سلنه مواد د امریکا او اوکراین تر منځ همغږي شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې له ډونالډ ټرمپ سره به په راتلونکې لیدنه کې د دونباس سیمې، د زاپوریژیا هستوي برېښناکوټ او امنیتي تضمینونو په اړه خبرې وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه لیدنه ښايي د ډسمبر په ۲۸ د ټرمپ په استوګنځي مارالاګو کې ترسره شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېپلوماټیکې هڅې په وروستیو اونیو کې چټکې شوې دي.

اسراییل د صومالي‌لند جمهوریت په رسمیت وپېژانده

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۰

د صومالي‌لند جمهوریت ولسمشر عبدالرحمان محمد عبدالله ایرو د اسراییل له‌خوا د دوی د حکومت له رسمیت پېژندنې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې له اسراییل سره به په ډيپلوماټيکو اړیکو او نورو سکتورونو کې همکارۍ پراخې کړي. هغه له ابرهیمي تړونونو سره هم د یو ځای کېدو هیله ښودلې ده.

د صومالي‌لند جمهوریت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) په یوې اعلامیه کې د اسراییل له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې دوی یې په رسمیت پېژندلي دي.

ولسمشر عبدالرحمان محمد عبدالله ایرو د رسمیت پېژندنې دا پرېکړه د خپل حکومت لپاره د نړۍوال مشروعیت د اوږد مهاله هڅو یو مهم پړاو یاد کړی او زیاته کړې یې ده: «د صومالي‌لند جمهوریت په رسمي توګه خپله اراده څرګندوي چې له ابراهیمي تړونونو سره یو ځای شي».

نوموړي ټینګار کړی، چې حکومت یې د همکارۍ او خبرو اترو په ملاتړ د خپل رغنده اړیکو جوړولو، متقابلې سوکالۍ د ودې او په منځنۍ ختیځ او افریقا کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره ژمن دی.

ولسمشر محمد عبدالله ایرو ویلي، چې له اسراییل سره به د متقابل درناوي، ملګرتیا او ګډو ارزښتونو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې همکارۍ لا پياوړي کړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په خپله اېکس پاڼه بیا په همدې تړاو لیکلي:«نن ما د صومالي‌لند جمهوریت د یو خپلواک او حاکم دولت په توګه د رسمیت پېژندنه اعلان کړه».

نوموړي ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر ساعر او د صومالي‌لند جمهوریت له ولسمشر سره د ګډې اعلامیې تر لاسلیک وروسته یې ټینګار کړی: «ما د صومالي‌لند ولسمشر ته مبارکي وویله او د ثبات او سولې د پراختیا په برخه کې مې د هغه د مشرتابه او ژمنتیا ستاینه وکړه. ما ولسمشر ته بلنه ورکړه چې اسراییل ته رسمي سفر وکړي».

سعودي د سوریې په یوه جومات کې شوې چاودنه وغندله

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حُمص ښار کې د امام علي بن ابي‌طالب په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې چاودنه په کلکه غندلې ده. ریاض د مذهبي ځایونو په نښه کول او د ولسي وګړو وژل مردود بللي دي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سوریې سره خپل پیوستون او همداراز د امنیت او ثبات لپاره د دغه هېواد د دولت له هڅو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د سوريې دولتي اژانس ویلي، چې په یاد جومات کې د نن ورځې د جمعې د لمانځه پر مهال په شوې چاودنه کې ۸ لمونځ کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي د ځينو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی او ځايي امنیتي ځواکونو د چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د دغې چاودنې مسوولیت په سوریه کې «انصار السنه» په نوم یوې ډلې منلی دی. دغې ډلې تر دې مخکې (په جون میاشت کې) هم په دمشق کې په یوې کلیسا کې د ځانمرګي برید مسوولیت چې له امله یې ۲۰ کسان وژل شوي و، هم منلی و.

د روسیې سفیر: د افغانستان ناامنه وضعیت د مسکو او دوشنبې پوځي همکارۍ لا مهمې کړي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۰

په تاجکستان کې د روسیې سفیر سمن ګریګوریف وایي، په افغانستان کې بې ثباته امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د تاجکستان پولې ته نږدې سیمو کې، د روسیې او تاجکستان ترمنځ پوځي او امنیتي همکارۍ دوه برابره مهمې کړې دي.

هغه د ریانووستي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، مسکو له تاجکستان سره پوځي او تخنیکي همکاري د مرکزي اسیا د ثبات لپاره اساسي بولي او وروستي امنیتي بدلونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې همغږي لا اړینه کړې ده.

ګریګوریف د روسیې د ۲۰۱پوځي اډې رول د سیمې د امنیت لپاره مهم یاد کړی او ویلي یې دي، چې دا اډه د ډله ییز امنیت تړون سازمان د ګډ پروګرام په چوکاټ کې د تاجکستان اوافغانستان ترمنځ د پولې د ساتنې برخه ده.

د هغه په وینا، د ډله ییز امنیت تړون سازمان په ۲۰۲۴کال کې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره پنځه کلن پروګرام تصویب کړی، چې لومړی پړاو یې په ۲۰۲۵کال کې پیل شوی او د پوځي تجهیزاتو د برابرولو لړۍ هم روانه ده.

په هند کې د ال قاعده شبکې سره تړاو لرونکي شکمن کس له افغانستان سره اړیکه درلوده

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د هندي چارواکو ویلي، چې د ال قاعده شبکې د یو شکمن غړی د ډیجیټلي وسایلو له پلټنې وروسته یې داسې معلومات ترلاسه کړي چې د شکمن کس د انټرنیټ ای اپي ادرسونه له افغانستان سره تړاو لري. د هند د پونه ایالت څارنوالۍ ویلي، چې یاده قضیه دې د هند د ترهګرۍ ضد څانګه په بشپړ ډول وڅېړي.

د هند د پونې ایالت څارنوالۍ د چارشنبې په ورځ یوې ځانګړې سیمه ییزې محکمې ته ویلي، چې د زبیر الیاس د موبایل، لیپټاپ او برېښنايي وسایلو له پلټلو وروسته په ډاګه شوې چې د هغه د ټیلیګرام حساب، ګوګل او یوټیوب لټون تاریخچه د اعتراض وړ او شکمن مواد لري.

د پونې عدلي چارواکو ویلي، چې د ټولنیزو شبکو شرکتونو له خوا څارنوالۍ ته په واک کې ورکړل شوي معلوماتو څرګنده کړې، چې دري پټ آی پي (IP) ادرسونه د مشکوکو انلاین فعالیتونه لپاره کارکول شوي چې تړاو یې له افغانستان سره دی او د یوې بلې آی پي ادرس پته هانکانګ ته منسوبه شوې ده.

چارواکو ویلي، چې دا موندنې د پولي ها غاړي اړیکو د اړخونو د روښانه کېدو لپاره ژورې او کره څېړنې ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې، زبیر الیاس د ټیکنالوژۍ د یوې کمپنۍ کارکوونکی او د پونې ښار د کندهاوا سیمې اوسېدونکی دی، چې د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د القاعده شبکې په ملاتړ د جهاد تبلیغ په تور نیول شوی دی.

د نوموړي فعالیتونه غیرقانوني بلل شوي او د هند ملي امنیت ته د ګواښ تور پرې لګول شوی دی.

د پونه عدلي چارواکي وایي، چې د انلاین تلیغاتي فعالیتونه، له سختدریځه ډلو سره اړیکې او د ډیجیټلي پلاټفارمونو کارولو او د افراطي مفکوري ترویج د الیاس زبیر د قضیې د څېړنو مهمه برخه ده.

د‌ پونې څارنوالۍ ویلي، چې د زبیر سره د یوه بل شکمن همکار د برېښنايي وسایلو د څېړنې پرمهال یې نور شکمن معلومات هم ترلاسه کړې دي او اړینه ده چې له نیول شویو کسانو په اړه لا زیاتې پلټنې وشي.