طالبانو په کاپیسا کې د «وسلو د لېږد او نشه‌يي توکو د قاچاق» په تړاو دوه کسان نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کاپیسا ولایت مرکز ته څېرمه کورتاز سیمه کې یې «د وسلو د لېږد او نشه‌يي توکو د قاچاق» په تړاو دوه کسان نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ پولیسو نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.