په بادغیس کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي

په بادغیس کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي ویلي، چې د بادغیس- هرات پر لویه لار د خواجه دو برار په سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۳ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د یادې پېښې لامل د موټرسایکل چلوونکي بې‌احتیاطي او چټک مزل ښودل شوی دی.