• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي سږکال یوازې تخار ولایت ته تر ۱۱زره ډېر کډوال ستانه شوي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰

په تخار ولایت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست خبر ورکړی، چې په روان کال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۱۱زره ډېر کډوال دغه ولایت ته ستانه شوي دي. د دغه ریاست په وینا؛ د تېرو کلونو پرتله دغه ولایت ته د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

په تخار ولایت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس شېراحمد انوري ویلي، چې ټولو ستنېدونکو کډوالو لپاره د کافي او مناسبې مرستې برابرولو وس نه‌لري. هغه له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو غوښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ او د هغوی د بیا مېشتېدو اسانتیا لپاره دې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی و، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه بیا تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان د دغه ستونزو له کبله هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

په تورخم کې د خوړو نړۍوال پروګرام د بشري مرستو موټریز کاروان ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP) د بار وړونکو موټرو یو کاروان چې افغانستان ته يې خوراکي مرستې لېږدولې، د چهارشنبې په ورځ د اداري نيمګړتياوو او د طالبانو د حکومت له‌خوا د اجازې نه‌صادرېدو له امله په تورخم دروازه کې ایسار پاتې دی.

د ورځپاڼې په وينا؛ د همدې ورځې په بهير کې نهه باروړونکي موټرونه چې خوراکي توکي يې لېږدول، د پاکستان د ملي لوژستيکي شرکت (NLC) له جمرود ټرمينل څخه د تورخم پر لور روان شوي وو. له دې ډلې اته موټرونه د تورخم ټرمېنل ته رسېدلي؛ خو يو موټر د انجن د خرابۍ له امله د لنډي کوتل په سيمه کې پاتې شوی.

راپور زياته کړه، د پاکستان د ګمرک چارواکي چمتو وو چې د دغه کاروان د تصفيې چارې په بېړنۍ توګه ترسره کړي؛ خو طالبانو خبر ورکړ چې په جلال‌اباد کې د خوړو نړۍوال پروګرام دفتر لا هم د ملګرو ملتونو د دغه مرستندويه جوپې اړوند لازم معلومات او اسناد ورسره نه‌دي شريک کړي. له همدې امله د پاکستاني چارواکو له‌خوا د ګمرکي تصفيې بهير په لنډمهالي ډول ځنډول شوی دی.

د شته معلوماتو له مخې؛ تمه ده ياد نهه واړه موټرونه چې خوراکي مرستې لېږدوي، نن (پنجشنبه) د طالبانو د حکومت له‌خوا د مثبت ځواب او رسمي خبر تر ترلاسه کېدو وروسته ورته د تګ اجازه ورکړل شي.

دا د اکټوبر له ۱۲مې نېټې راهيسې لومړی ځل دی، چې د تورخم په دروازه کې د ګمرکي تصفيې بهير ترسره کېږي. ډان ورځپاڼه زیاتوي، په همدې لړ کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان ګمرکي چارواکي او د توکو د تصفيې شرکتونو استازي ټوله ورځ په سيمه کې حاضر وو؛ څو د شرايطو په برابرېدو د تصفيې چارې پر مخ يوسي.

د تورخم دروازه لا هم د ټولو سوداګريزو فعاليتونو او پلي تګ راتګ پر مخ تړلې ده او يوازې د افغان وګړو بېرته ستنېدل اسانه شوي دي. پر دغه لاره د بشري مرستو تر څنګ اوس افغان کډوال هم له پاکستان نه اېستل کېږي؛ خو هر ډول سوداګري پرې بنده ده.

له دې سره هم‌مهاله د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر افغان سوداګرو غږ کړی، چې له پاکستان سره دې سوداګریزې اړیکې په بشپړه توګه ختمې کړي او د راکړو ورکړو لپاره دې بدیلې لارې ومومي. افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړي، چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د سیاستونو ښکار دي او درانه مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان له زندانونو تر ۳۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۳۴۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د یوې تر دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

پکتیکا کې د یوه خصوصي شرکت په لګښت دوه مېګاواټه برېښنا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۰

د «اباسین بهار» په نوم د یوه خصوصي شرکت مشر دوست محمد ځونډی وایي، چې د ۹۵ مېلیونه افغانیو په لګښت یې د پکتیکا مرکز ښرنې ښار لپاره دوه مېګاواټه لمریزه برېښنا برابره کړې. هغه وایي، لومړني پړاو کې د ښرنې ښار اوسېدونکي او د طالبانو ادارې له دغه برېښنا برخمنېږي.

هغه ویلي، چې د نوي کال تر پایه به د اړتیا په صورت کې دغه لمریزه برېښنا د ښار یو شمېر استوګنیزو سیمو ته هم وغځوي او همدا راز به تولیدي کار خونو ته هم دغه برېښنا برابره کړي. په دغه ولایت کې د طالبانو مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت دغه پروژه د ښرنې ښار لپاره ګټوره بللې ده. د هغه په وینا؛ د لمریزې برېښنا دغه پروژه به تر یو حده د ښرنې ښار د برېښنا اړتیا پوره کړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس یو راپور کې ویلي، چې د برېښنا دغه پروژه کې ۴زره لمریزې تختې، ۱،۵ مېګاواټه هایبرېډ سیسټم او تر ۴مېګاواټو پورې د لېتیم زېرمه کېدونکې بېټرۍ کارول شوې دي. د ښرنې ښار اوسېدونکو لپاره د دغه برېښنا د یو یونټ بیه ۲۸ افغانۍ ټاکل شوې او تولیدي کارخونو ته بیا د هر یونټ بیه ۷ افغانۍ ټاکل شوې ده.

طالبانو د کابل په سروبي او د هېواد یو شمېر نورو سیمو کې هم د خصوصي شرکتونو له لوري د لمریزې برېښنا د پروژو اړوند خبرونه خپاره کړي او هیله‌مندي یې ښودلې، چې یو شمېر به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

د طالبانو او عمان د ټرانسپورټ وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخوندزاده د چهارشنبې په ورځ د (مرغومې ۱۰مه) د عمان په پلازمېنه مسقط کې د دغه هېواد د ټرانسپورت له وزیر سعید بن حمود المعولي سره ولیدل.

د عمان د ټرانسپورت وزارت د یوې اعلامیې له مخې؛ په دغه لیدنه کې دواړه خواوو د دوه‌اړخیزو اړیکو او د ټرانسپورت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه نظرونه تبادله کړي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورت، لوجستیکي خدمتونو او همدارنګه د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره پر شته فرصتونو او راتلونکي لیدلوري بحث شوی دی.

حمیدالله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ عمان ته سفر کړی دی. د طالبانو د ټرانسپورت وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه پلاوی به د خپل سفر پر مهال د عمان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د هوايي چلند او ځمکني ټرانسپورټي برخو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه به خبرې اترې وکړي.

عمان د طالبانو اداره په رسميت نه پېژني او ورسره رسمي ډېپلوماټیکې اړیکې هم نه‌لري.

د کابل پوهنتون پخوانی مشر: په تېرو دوو لسیزو کې د لوړو زده‌کړو برخه ښه لور ته روان و

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۰

د کابل پوهنتون پخوانی مشر محمد عثمان بابري وايي، چې افغانستان د جمهوریت پر مهال د لوړو زده کړو په برخه کې ښه لورې ته روان و. نوموړي زیاته کړې، چې لوړو زده‌کړو وزارت د اقتصادي او ټولنیز ښه راتلونکي لپاره منظمه لار ترسیم او تنظیم کړې وه.

د کابل پوهنتون پخواني مشر محمد عثمان بابري د چهارشنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۰مه) د افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د جمهوریت پر مهال د ښوونې او روزنې او لوړو زده‌کړو په برخه کې د ټولنې ډېرو برخو ته ښه زمینه برابره شوې وه.

نوموړي زیاته کړې: «په دې دوره کې د لوړو زده‌کړو برخه د جوړښت او موخو په برخه او د نظام د ملاتړ سره سره وتوانېدل، چې د اقتصادي او ټولنیز ښه راتلونکې لپاره منظمه لار ترسیم او تنظیم کړي.»

نوموړی په ۲۱ مه پېړۍ کې د پوهنتونو د فعالیت لپاره څېړنې، سټایل او نړۍوال‌توب له نورو ښوونیزو ادارو سره د اړېکې لپاره مهمې ګڼلې دي.

ښاغلي بابري ویلي، چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو له لارې د ملي ستراتيزيک پلانونو عملي کېدل شامل وو او هڅه کېده، چې داسي د زده‌کړو یو نظام برابر شي تر څو بشري قوه زیاته او د ټولنې اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

بابري ټینګار کړی، چې د پوهنتونو په پلانونو کې کیفیت، د تضمين کیفیت او باور هم شامل وو.

د هغه په وینا، تر ۲۰۲۱ کال پوري په زرګونه نارینه او ښځینه محصلین په لوړو زده‌کړو بوخت وو، چې ۳۰ سلنه یې نجونې وې.

د نوموړي په خبره، کابل پوهنتون د علمي اړخه ښه لوري ته روان وږ او په دوامداره توګه به محصلینو او استادانو د ظرفیت لوړونې، علمي مقالو او مهارتونو په زیاتېدو بوخت وو.

ښاغلي بابري د هدفمندۍ، اقتصادي پرمختګ او د افغانستان د زده‌کړو د تضمين په برخه کې په پانګونه کې د ځوانانو زیات ګډون ته هم اشارې کړې او ویلي یې دي: «د هر کال په تېرېدو په لوړو زده‌کړو کې د ځوانانو برخه زیاتېده.»