هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

د هند د کلتوري اړیکو شورا اعلان کړی چې د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره به د جولای له ۱۵مې نېټې څخه د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیل شي.

د هند د کلتوري اړیکو شورا اعلان کړی چې د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره به د جولای له ۱۵مې نېټې څخه د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیل شي.
دغه بورسونه د ویدیا بهارتیا شبکې د انلاین زده کړې پورټل له لارې وړاندې کېږي او افغان محصلان کولای شي د هند په ټاکل شویو پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو بنسټونو کې د لیسانس او ماسټرۍ کچې انلاین پروګرامونو او کورسونو ته نوملیکنه وکړي.
د بورس له مخې به یوازې د پوهنتون یا تعلیمي بنسټ د زدهکړو (فیس) لګښت ورکول کېږي، خو محصلانو ته به میاشتنی معاش، امتیازي مرسته یا نور مالي امتیازات نه ورکول کېږي.
د غوښتنلیکونو بهیر د ۲۰۲۶میلادي کال د جولای له تحصیلي دورې سره سم پیلیږي او لېواله افغانان کولای شي د ویدیا بهارتیا پورټل له لارې خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي.

په هرات کې د طالبانو د نویو محدودیتونو له امله اقتصادي فعالیتونه کمزوري شوي، بازارونه ساړه شوي او ګڼې ښځې له کاره پاتې دي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ځینې کورنۍ خپلې لوڼې ښوونځي ته نه پرېږدي او هغه نجونې چې ښوونځي ته ځي هم د طالبانو له سختو مقرراتو سره مخ دي.
د افغانستان لوېدیځ ښار هرات په وروستیو کې د طالبانو د مشر شیخ هبتالله اخوندزاده د سختو پالیسو اصلي هدف ګرځېدلی دی. هغه په تدریجي ډول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خپل واک پیاوړی کړی او اوس یې په هرات کې، چې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د نسبي ازادۍ له وروستیو ځایونو ګڼل کېده، هم خپل بشپړ نفوذ ټینګ کړی دی.
نیویارک ټایمز وايی، په وروستیو اونیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو لسګونه ښځې د «نامناسبې جامې» د اغوستلو په تور نیولې دي او ګڼ نارینه یې هم له دې امله نیولي چې ږیرې یې د دوی په اند ډېرې لنډې وې. دا اقدامات د جامو، دیني کړنو او د ورځني ژوند د نورو مقرراتو د سخت پليتابه یوه برخه ده.
د نیویارک ټایمز لیکوال وایي، کله یې چې د جون په میاشت کې هرات ته سفر وکړ، ډېرو ښځو ورته وویل چې اوس د نیول کېدو له وېرې له خپلو کورونو نه وځي. ځینو خلکو د دغو نیونو پر ضد لاریون هم وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې یو نادر عامه اعتراض و، خو طالبانو هم په زور وځپل.
د هرات یوې اوسېدونکې هنګامې، چې د دېرشو کلونو په عمر کې ده، وویل، « هغوی ویره د یوه وایرس په څېر خپروي».
هغې او ډېری نورو کسانو غوښتنه وکړه چې یوازې د لومړي نوم په یادولو یا په بشپړه توګه د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې خپرې شي، ځکه د طالبانو له غچ اخیستنې وېره لري.
د دوی په وینا، هرات چې د افغانستان له تر ټولو ازادفکره او کلتوري ښارونو څخه و، اوس د سختې وېرې او ګواښ تر سیوري لاندې راغلی دی.
که څه هم د هرات ښځې او نجونې، لکه د افغانستان د نورو سیمو په څېر، له زده کړو، ډېرو دندو او د سفر له حقونو محرومې دي، خو تر دې وروستیو پورې یې لږ تر لږه د تګ راتګ او د جامو د انتخاب په برخه کې یوڅه زیاته ازادي لرله.
منتقدان وایي چې طالبانو نږدې ټول مخالف غږونه چوپ کړي، خو اوس د افغانستان پر متنوع ټولنه دومره فشار راوړي چې ښايي د ټولنیز انفجار لامل شي.
شیعه دیني مشر ایتالله غلام عباس واعظيزاده د مې میاشتې په یوه وینا کې وویل، « ولې هره ورځ مذهبي فشار زیاتوي؟ کله چې فشار ډېر شي، چاودنه حتمي ده».
د هرات چوپ مقاومت
هرات، چې د افغانستان درېیم لوی ښار دی او شیعه نفوس لري، هېڅکله د طالبانو اصلي مرکز نه و. طالبان سني مذهبه دي او د ۱۹۹۰مې لسیزې کورنۍ جګړې پر مهال هرات د طالبانو د سختو مخالفینو مرکز و. همدارنګه، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال هم هرات له وروستیو ښارونو څخه و چې سقوط یې وکړ.
د لیکوال د تېر کال او سږکال د مارچ د سفرونو پر مهال، نجونې په یوڅه ازادو ټکریو او ښځې په جینس پتلونونو او رنګینو شالونو کې لیدل کېدې.
د جبرییل سیمه، چې د هزاره شیعه کورنیو لویه مېنه او له ایران سره د سوداګرۍ مهم مرکز دی، د هرات د خاموش مقاومت سمبول بلل کېږي.
هلته داسې کافې خونې وې چې ځوان هلکان او نجونې به په ازاده توګه وتلل او بازارونه چې ښځې به پکې په ارام زړه، سینګار او جګپوندو بوټانو ګرځېدې.خو د جون په لومړیو کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې ځايي دیني مشرانو ته امر وکړ چې ښځې باید له سر څخه تر پښو پورې، حتا مخونه هم پټ کړي؛ که نه، نیول کېږي او ښايي زندان ته واستول شي.
د جون په مه۶ او ۷ مه لږ تر لږه ۳۰ ښځې د دغو مقرراتو د ماتولو په تور ونیول شوې. د بشري حقونو ځايي ډلې وایي چې تر اوسه یې له ۲۰۰ څخه ډېرې نیونې ثبت کړې دي او اټکل کیږي چې دا لړۍ دوام وکړي.
د هرات یو شیعه روحاني، حسین، وویل، « ځینې نسلونه امرونه مني، خو ځینې یې نه مني. نوی نسل دا وضعیت نه شي زغملای او نه یې مني.»
خو د اعتراضونو له غلي کولو وروسته ، اوس اوسېدونکي وایي طالبان خلک د ږیرو او جامو له امله دروي او نیسي او په ځینو مواردو کې ښوونځیو ته تلونکې نجونې هم ګواښي.
۱۵کلنې زهرا وویل چې یوه ورځ دوی او سلګونه نورې زده کوونکې د ښوونځي په انګړ کې قطار ودرول شوې. که څه هم ټولې نجونې له سر څخه تر پښو پورې په تورو چادریو کې پټې وې، طالبانو امر وکړ چې مخونه هم باید پټ کړي.
وروسته یې له نجونو ویډیو واخېسته، په داسې حال کې چې د کاغذ پر ټوټو لیکل شوي وو: «دا لباس د افغانې ښځې د عزت بیرغ دی».
زهرا وایي: « ځینو نجونو د خپلو نقابونو لاندې ژړل. موږ ټولې وېرېدلې وو، ځکه له خپلو میندو او پلرونو سره مو اړیکه نه شوای نیولی».
په همدې موده کې بازارونه تش شوي او اقتصادي فعالیتونه هم سخت اغېزمن شوي.
د نیویارک ټایمز د لیکوال په وینا، د خوړو د بستهبندۍ د یوې کارخونې مالکې شکیلا وویل چې د هغې درې کارکوونکې ښځې له څو اونیو راهیسې کار ته نه دي ورغلې.د هرات د یوه ښوونځي مدیر هم وویل چې ځینې کورنۍ خپلې لوڼې نور ښوونځي ته نه پرېږدي.حتا هغه نجونې چې ښوونځي ته ځي او د طالبانو د امر له مخې مخونه پټوي، د ځینو خلکو له سپکاوي سره مخ کېږي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د هېواد په کچه یو نوی تحلیلي راپور خپور کړی چې ښیي د روان کال د جون له ۱۰مې د جولای تر ۱۰مې نېټې پورې، پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو فشارونه، سانسور او تخنیکي محدودیتونه په بېساري ډول ډېر شوي دي.
دا موندنې ښیي چې په تېره یوه میاشت کې خبریالان نه یوازې له فزیکي ګواښونو او خپلسرو نیونو سره مخ وو، بلکې د معلوماتو د لاسرسي په برخه کې له نویو جوړښتي ننګونو سره هم لاس او ګرېوان شوي دي.
خپلسري توقیفونه او فزیکي تاوتریخوالی
د راپور لهمخې، د هېواد په ختیځ زون کې د استخباراتي ارګانونو له لوري د خبري غونډو له پوښښ وروسته د خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي. په یوه مشخصه پېښه کې څلور ولایتي خبریالان د ټرانسپورټي لګښتونو پر سر د یوې لفظي شخړې له امله د یوې ورځې لپاره توقیف شوي، وهل شوي او وروسته د رسنیو د منځګړیتوب له لارې په دې شرط خوشې شوي چې هېڅ ډول شکایت به نهکوي. امسو وايي، د خبریالانو هویت د امنیتي ګواښونو له امله نهشي افشا کولای.
اطلاعاتو ته په لاسرسي کې «تکنالوژیکي او اداري خنډونه»
دغه راپور زیاتوي چې په دولتي ادارو، په ځانګړې توګه په سویلي حوزه کې د ځیرکو ټلیفونونو پر کارولو بندیز اطلاعاتو ته لاسرسی په ټپه درولی دی. دا پرېکړه د دې لامل شوې چې د ادارو مسولان او ویاندویان په سختۍ پیدا او د هر ډول تصویري او ویډیویي مرکو مخه ونیول شي.
له بلې خوا، د طالبانو د ولایتي مقاماتو د یو شمېر رسمي ویاندویانو لهخوا د رسمي کاري ساعتونو نقض بله لویه ستونزه بلل شوې ده. دوی د ورځې پر مهال معلومات نهشریکوي او هره شپه ناوخته د نیمې شپې په بهیر کې خبرونه خپروي چې دا کار د خبریالانو او د هغوی د مرکزي دفترونو ترمنځ د اداري جنجالونو او ان د کسر معاش لامل شوی دی. سربېره پر دې، ځینې امنیتي ویاندویان معلومات د رسنیو پر ځای لومړی په خپلو شخصي فېسبوکپاڼو خپروي چې دا کار د خبر لومړیتوب او ارزښت له منځه وړي.
د امر بالمعروف فشارونه او د ټولنیزو رسنیو سانسور
په سویلي او نورو ولایتونو کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې لهخوا پر محلي راډیوګانو نظارت سخت شوی دی. په خپرونو کې د نجونو د ټیلیفوني اړیکو پر اخیستلو کلک بندیزونه لګول شوي او د رسنیو کارکوونکي د ظاهري بڼې او ږیرو د پرېښودلو په مسایلو کې تر دوامداره فشار لاندې دي.
همدا راز، پر خواله رسنیو هم کنټرول ډېر شوی دی. په هلمند او زابل ولایتونو کې خبریالانو ته په مستقیم ډول خبرداری ورکړل شوی چې د «حکومت» په داخلي موضوعاتو او ټولنیزو ستونزو، لکه د تېلو د بیو لوړېدل یا د ماشومانو د ورکېدو پېښې، په خپلو شخصي پاڼو کې پوسټونه ونه کړي، د سرغړونې په صورت کې خبریالان د نیولو په امر ګواښل شوي دي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د رسنیو د وضعیت دغه میاشتنی تحلیل په ډاګه کوي چې د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی او د خبریالانو مسلکي او رواني خوندیتوب په افغانستان کې د سخت زوال په حال کې دی. دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې د طالبانو سیستماتیکو فشارونو او اقتصادي ستونزو دوام به د هېواد په کچه د خپلواکو رسنیو د بشپړ سقوط او د مسلکي خبریالانو د تدریجي حذف لامل شي.
د افغانستان په هرات ښار کې سوداګر، موټرچلوونکي او اوسېدونکي وايي، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له لوري د ښځو د جامو د څار او نیولو له سختېدو وروسته بازارونه ساړه شوي او د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول راټیټه شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د جون میاشتې په لومړیو کې لسګونه ښځې د طالبانو له خوا د رسمي حجاب د نه مراعتولو په تور ونیول شوې.
له دغو نیونو وروسته لاریونونه هم وشول، چې د ملګرو ملتونو په وینا، د طالبانو له لوري په زور وځپل شو او لږ تر لږه دوه کسان پکې ووژل شول.
د هرات یو ۲۶ کلن خیاط، رامین غفوري، وايي له دغو پېښو وروسته بازارونو ته د ښځو تګ نږدې درېدلی دی.
هغه وویل: «تر دغو پېښو وروسته په بازارونو کې ښځې نه لیدل کېږي.»
سوداګر وايي، د هرات د بازارونو ډېری پېرودونکي ښځې دي او د هغوی نشتون د کاروبار پر عوایدو مستقیم اغېز کړی دی.
د بوټانو پلورونکی نظیر احمد عظیمي وایي، د دوی شاوخوا ۹۰ سلنه پېرودونکي ښځې دي او د وروستیو محدودیتونو له امله د دوی پلور نږدې نیمايي ته راټیټ شوی دی.
هغه وویل: «ښځې د خپل ځان ترڅنګ د کورنۍ د نارینهوو لپاره هم سودا کوي، خو اوس بازارونه تش شوي دي.»
د هرات یو شمېر ښځې هم وایي، د نیول کېدو له وېرې یوازې د سخت ضرورت پر مهال له کورونو وځي.
یوه ۲۸ کلنه ښځه، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی خپور شوی، وایي پخوا به له خپلو ملګرو سره رستورانونو او بازارونو ته تلله، خو اوس یې دا تګ راتګ بند کړی دی.
هغې وویل: «اوس په خپل ښار کې ځان پردۍ احساسوم.»
یوه بله ۲۷ کلنه ښځه وایي، پخوا به هره ورځ د ژبې کورس ته په شخصي ترانسپورټ تله، خو د جون له پېښو وروسته یې له وېرې نږدې هر ډول تګ راتګ پرېښی دی.
هغې وویل: «وېرې هر څه رانه واخیستل، نور له کوره نه وځم.»
د دغو محدودیتونو اقتصادي اغېزې یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر ټرانسپورټي سکتور هم پرېوتې دي.
د هرات یو ۲۱ کلن ریکشاچلوونکی، فرشید کریمي، وایي مخکې به یې هره ورځ شاوخوا ۹ ډالره عاید درلود، خو اوس کله ناکله یوازې ۴ ډالره ګټي.
هغه وویل: «پخوا ښځې په ازاد ډول ریکشا کاروله، خو اوس نه وځي او زموږ کار هم کم شوی دی.»
د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، چې له لومړنیو ټولګیو پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، په ډېری ادارو کې د ښځو د کار منع کول او عامه ځایونو ته د هغوی د تګ محدودول هم پکې شامل دي.
اقتصادپوهان وایي، په داسې حال کې چې طالبان د اقتصادي ځانبساینې خبره کوي، د ښځو پر ګډون محدودیتونه د خصوصي سکټور پر ودې او د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کوي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اټکل کړی و چې د ښځو د ګډون محدودول هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا یو میلیارد ډالره زیان رسوي.
د هرات یو خیاط رامین غفوري وایي، د ښار اقتصادي ژوند له ښځو سره تړلی دی.
هغه وویل: «بازار د ښځو پر مټ چلېږي، که ښځې نه وي، بازار هم نه وي.»
د افغانستان یوه پخواني نظامي پيلوټ چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ایران ته کډه شوی، افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې له مارشال عبدالرشید دوستم او احمد مسعود څخه غوښتي، چې د هغه او د نورو پخوانیو نظامیانو وضعیت ته پام وکړي.
هغه ویلي، سره له دې چې کلونه یې هېواد ته خدمت کړی، خو اوس د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو وس نهلري.
دغه ۲۸ کلن نظامي پیلوټ چې محمد علم علمدار نومېږي، د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان له ملي اردو سره یو ځای شو او شاوخوا اته کاله یې په هوايي ځواک کې دنده ترسره کړه. هغه وایي، په دې موده کې یې د روسي او امریکايي چورلکو په وسیله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې عملیاتي الوتنې کړې دي.
نوموړی وایي، د مخکېني حکومت له سقوط شاوخوا لس میاشتې مخکې هغه چورلکه چې دی پهکې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې په یوه ماموریت بوخت وو، د طالبانو تر برید لاندې راغله او ولوېده او په وینا یې په دې پېښه کې په ښي لاس او ښي پښه ټپي شوی وو.
محمد علم وایي، لا هم له دغو ټپونو رنځېږي، خو د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ شوی چې په ایران کې شپونۍ او مزدوري وکړي. هغه د افغانستان د جمهوري ریاست له پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم څخه وغوښتل، چې د ده وضعیت ته رسېدنه وکړي.
دغه پخواني نظامي پیلوټ وویل: «زه لومړی له مارشال دوستم او بیا له احمد مسعود څخه غواړم چې مرسته راسره وکړي، څو له ایرانه ووځم. زما اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او باید خپلې مېرمنې او اولادونو ته د ډوډۍ پیدا کولو توان ولرم».
محمد علم، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ناقانونه توګه ایران ته تللی وایي، په مخکېني حکومت کې د هر پوځي پیلوټ د روزنې لپاره ډېر لګښتونه شوي وو، خو اوس دی او ګڼ نور پخواني نظامیان د ژوند د اړتیاوو د برابرولو لپاره سختو، درنو او کمعاید لرونکو کارونو ته اړ شوي دي.
هغه همدارنګه د افغانستان له پخوانیو سیاسي او پوځي مشرانو وغوښتل، چې د پخوانیو نظامیانو وضعیت ته پاملرنه وکړي او د هغوی د راتلونکې لپاره یوه حللاره ومومي.
د افغانستان د مخکېني حکومت له سقوط وروسته، د پخوانیو ځانګړو ځواکونو ګڼ شمېر سرتېري، چې د امریکايي ځواکونو تر څار لاندې یې ځانګړې پوځي زدهکړې کړې وې، د امنیتي ګواښونو له امله ایران ته پناه یوړه.
له دې پېښې نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو لا هم ډېری دغه پخواني نظامیان په نامعلوم وضعیت کې، د قانوني استوګنې له اسنادو پرته او له نامعلومې راتلونکې سره شپې او ورځې تېروي.
د کاسپین پوسټ وېبپاڼې په یو تازه مطلب کې لیکي، قزاقستان له طالبانو سره د رسمي تعامل او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یوه نوې او عملي تګلاره غوره کړې ده. دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د طالبانو نوم د منع شویو ډلو له نوملړ څخه واېست او په کابل کې یې د سفارت چارې فعالې کړلې.
د دغې وېبپاڼې په مقاله کې راغلي، چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، څو د دغه هېواد پر وړاندې خپلې پالیسۍ په منظم ډول پر مخ یوسي. د دغې ستراتیژۍ اصلي موخه د یوه باثباته او له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا افغانستان رامنځته کول دي، چې د ټولې سیمې د امنیت لپاره اړین ګڼل کېږي.
د دغو هڅو په لړ کې، د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او د ملي اقتصاد د وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي د ۲۰۲۶ کال په جون کې کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له چارواکو سره یې په تېرو څلورو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د لومړي وزیر په کچه خبرې اترې وکړې.
ژومانګارین په ارګ کې د طالبانو له رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره وکتل. په دغه سفر کې قزاقستان د ۳۱۸،۸ ټنه بشري مرستو د سپارلو ترڅنګ، له افغانستان سره د اقتصادي، طبي او ترانزیتي همکاریو د پراختیا په اړه هوکړې لاسلیک کړې.
د کاسپین پوسټ د معلوماتو له مخې، د کابل او استانه ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې ۵۴۱،۸ میلیونه ډالرو ته ورسېده او دواړو لورو ژمنه کړې چې دا کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي. د قزاقستان صادرات افغانستان ته تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو زیات دي، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د دغه هېواد واردات یوازې ۲۳ میلیونه ډالره دي. د دې نابرابرۍ د حل لپاره، قزاقستان په کابل او هرات کې خپل سوداګریز مرکزونه فعال کړي او خپل بازارونه یې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر مخ پرانیستي دي. د غنمو او اوړو ترڅنګ، اوس د قزاقستان صادرات د مصنوعي ځیرکتیا د طبي تجهیزاتو او ټکنالوژۍ برخې ته هم پراخ شوي دي.
همدارنګه، قزاقستان د کانونو او د اوبو د مدیریت په برخو کې له طالبانو سره همکاري پیل کړې ده. په دې سفر کې د قزاقستان د شالکیا زنک شرکت او د یوه افغان - جرمني شریک ترمنځ په کال کې د ۳۰ زره ټنه زنک د پېرلو تړون لاسلیک شو چې ارزښت یې ۱۸،۸۸ میلیونه ډالره دی. د دې ترڅنګ، د کابل پوهنتون او د قزاقستان د دوو علمي بنسټونو ترمنځ د اوبو د مدیریت او دوامداره کرنې لپاره د یوه ګډ مرکز د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو. د ترانزیت په برخه کې هم قزاقستاني شرکتونو د خواف - هرات د اوسپنيزې کرښې د یوې برخې تړون ترلاسه کړی چې هرات له ایران او ازادو اوبو سره نښلوي.
د کاسپین پوسټ د مطلب پر بنسټ، قزاقستان په افغانستان کې د اوسپنيزې کرښې د جوړولو په برخه کې عملي تجربه لري. د انټګرا په نوم یوه خصوصي قزاقستاني شرکت د خواف - هرات د رېل پټلۍ د یوې برخې تړون ترلاسه کړی دی. دا پروژه به هرات له ایران او ازادو اوبو سره ونښلوي. قزاقستان نه یوازې د رېل پټلۍ د جوړولو، بلکې د لوکوموټیوونو، واګونونو او نورو اړوندو تجهیزاتو د برابرولو وړتیا هم لري. دا هڅې به د سیمې په کچه اقتصادي اتصال لا پیاوړی کړي.