• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۱

طالب ناراضه چارواکی، جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر بیا اعلان وروسته د هوایي ځواک په چورلکه کې خپلې اصلي سیمې، درواز، ته ستون شوی. د طالبانو د بدخشان والي ویلي، فاتح به د طالبانو له حکومت سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د بدخشان والي مولوي محمداسماعیل غزنوي ته ویلي، جمعه‌خان فاتح «د طالبانو حکومت ته ژمن او وفادار شخص دی او د نظام ترڅنګ به ولاړ وي.»

هغه د طالبانو د حکومت او جمعه‌خان فاتح ترمنځ د اختلافونو راپورونه هم رد کړي او ویلي یې دي: «د اسلامي امارت او جمعه‌خان فاتح ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته.»

د والي په وینا، جمعه‌خان فاتح د بدخشان ولایت په مرکز کې له طالبانو سره د وفادارۍ تر تازه کولو وروسته د هوایي ځواک په چورلکه کې درواز ولسوالۍ ته ولېږدول شو.

ددغه طالب چارواکي په اړه ورستيو خپارشیو معلومات له مخې، نوموړی د ملا هبت الله له لوري له دندې د بې طرفه کېدو له امله ناراضه شوي وو.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۳

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۴

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده

۵

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

•
•
•

نور خبرونه

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۸ GMT+۱
100%

د طالبانو امر بالمعروف وزیر مولوي خالد حنفي د ښځو د حقونو په اړه د نیوکو په ځواب کې ویلي، هغه کسان چې د ښځو د حقونو خبره کوي، باید په بګرام کې د ښځو د زنداني کېدو موضوع هم یاده کړي. نوموړي همداراز ادعا کړې چې په تېرو شلو کلونو کې د دیني ارزښتونو د کمزوري کولو هڅې شوې دي.

حنفي شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د علماوو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې ویلي چې د امر بالمعروف د قانون پلي کول د ټولو ګډ مسولیت دی.

هغه ویلي: «کوم مسولیت چې رسول الله ترسره کاوه، هماغه مسولیت تاسو علماوو ته هم راجع دی او تاسو باید اسلامي شریعت او ارزښتونه تر خلکو ورسوئ.»

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ویلي چې د دې وزارت محتسبین او مبلغین اوس د افغانستان په ټولو سیمو کې حضور لري او له علماوو یې غوښتي چې د «منکراتو» د لیدلو پر مهال اقدام وکړي.

هغه زیاته کړې: «هر کله چې له کوم منکر سره مخ کېږئ، لومړی خپله اقدام وکړئ، که ستاسو له وسه پورته و، محتسبین په جریان کې کړئ.»

حنفي د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالو او مخالفو لوریو نیوکې رد کړې او ویلي یې دي چې هغه کسان چې د ښځو د حقونو خبره کوي، خپله د ښځو د زیانمنېدو لامل شوي دي.

هغه ویلي: «دا ډېره د تعجب وړ خبره ده چې نن موږ ته هغه څوک د ښځو د حقوقو یادونه کوي، چې د هغوی په امر مدرسې، ودونه، شفاخانې، مسافر او لارویان بمبارېدل او ښځې په بګرام کې زنداني شوې.»

نوموړي په ټولنه کې د ځینو دودونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د ښځو د جبري ودونو او د «بدو» په بدل کې د نجونو د ورکولو مخنیوی باید وشي.

حنفي وویل: «ځینې منکرات لا پاتې دي، چې په ګډه به یې مخه ونیسو؛ ازادې خویندې د پیسو په بدل کې ورکول کېږي، په بدو کې ورکول کېږي او جبراا ودېږي. دا ستاسو مسولیت دی چې د دغسې ظلمونو مخنیوی وکړئ او د خلکو په حقوقو سترګې پټې نه کړئ.»

د طالبانو دغه چارواکي همداراز وویل چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اوسنی قانون د قران، احادیثو او حنفي فقهې پر بنسټ جوړ شوی او د هغه پلي کول د ټولو ګډ مسولیت دی.

حنفي د طالبانو د واکمنۍ مشروعیت هم مطرح کړ او وویل چې «ځمکه او هر څه چې پکې دي د الله تعالی دي» او په وینا یې یوازې «اسلامي نظام» د حاکمیت وړ دی.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر له علماوو او قومي مشرانو وغوښتل چې د حکومت د چارواکو د احتمالي تېروتنو په اړه هم نیوکه وکړي.

هغه وویل: «که په موږ کې مو کومه تېروتنه ولیده، تر ګرېوان مو ونیسئ او په زړورتیا مو خپلې غلطۍ را وښایئ؛ که بیا هم له موږ هغه تېروتنه تکرار شوه، په منبر یې مخامخ بیان کړئ.»

حنفي خبرداری ورکړ چې د دین په پلي کولو کې سستي کول به د الهي عذاب سبب شي او ټینګار یې وکړ چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لارې به د طالبانو په وینا «دین تطبیق» شي.

د طالبانو د دې وزارت د قانون او کړنلارې په اړه د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو ادارو مخکې اندېښنې څرګندې کړې دي، په ځانګړي ډول د دې قانون د پلي کېدو له امله د شخصي ازادیو، د ښځو د حقونو او د ټولنیزو محدودیتونو په اړه.

حنفي په پای کې د طالبانو چارواکو ته هم وویل چې واک او منصب تلپاتې نه دي او باید له خپلو امکاناتو د خلکو د اصلاح او خدمت لپاره استفاده وکړي.

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان لا هم د ګوزڼ د ویروس له دوو پاتې هېوادونو څخه دی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې سیمې مشرې ډاکټر حنان بلخي، افغانستان ته د خپل سفر په پای کې ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې د ګوزڼ وحشي ویروس پکې شتون لري او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره دوامداره نړیوال ملاتړ اړین دی.

ډاکټر بلخي افغانستان ته د ګوزڼ د څارنې بورډ د ماموریت په مشرۍ سفر کړی و. په دغه پلاوي کې د سعودي عربستان د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز او د ګوزڼ د له منځه وړلو نړیوال نوښت استازي هم شامل وو.

هغې ویلي، د ګوزڼ له منځه وړل باید د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا، د واکسیناسیون د پراخولو، د ناروغیو د څارنې او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا ترڅنګ پر مخ ولاړ شي.

ډاکټر بلخي ویلي: «افغانستان د ګوزڼ د بشپړې له منځه وړلو لپاره مهم هېواد دی، خو دا هدف یوازې هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو، باوري روغتیايي کارکوونکو او د واکسین دوامداره پروګرامونو ملاتړ وشي.»

د سفر پر مهال، پلاوي په کابل او کندهار کې له افغان چارواکو، د ملګرو ملتونو له استازو، تمویلوونکو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنې وکړې. په دغو خبرو کې هغو ماشومانو ته د واکسین رسولو پر اړتیا ټینګار وشو چې لا هم، په ځانګړې توګه د هېواد په سوېلي سیمو کې، له واکسین پاتې دي.

طالب چارواکو هم د ګوزڼ د له منځه وړلو پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د روغتیايي سکټور د بودجې کمښت د اساسي روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره جدي ستونزه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې ۱۴،۴ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې د بودجې د کمښت له امله شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو خپل فعالیتونه ځنډولي یا تړلي دي، چې له امله یې زرګونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي.

همداراز، د ۲۰۲۶ کال د روغتیايي بېړني غبرګون لپاره د اړتیا وړ ۱۹۰،۸ میلیونه ډالرو څخه، د جون تر پایه یوازې ۱۷ سلنه بودجه برابره شوې ده.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر اډوین سېنیزا سلواډور، وویل چې روغتیايي خدمتونه باید تر ټولو لرې پرتو ټولنو او کورنیو ته ورسېږي.

هغه ټینګار وکړ چې روغتیا نړیوال سازمان به له افغان روغتیايي چارواکو، تمویلوونکو او شریکانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، څو د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیايي خدمتونو، د ناروغیو د څارنې او نورو اساسي روغتیايي پروګرامونو ملاتړ روان وساتي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د افغانستان د روغتیايي لاسته راوړنو د ساتلو او میلیونونو خلکو ته د ژوند ژغورونکو خدمتونو د دوام لپاره دوامداره نړیوال ملاتړ حیاتي ارزښت لري.

په ځيرک مبایلونو بندیز؛ روغتیايي خدمتونه، زده‌کړې او اړیکې له ستونزو سره مخ شوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د طالبانو له خوا، ځيرک مبایلونو د کارولو له محدودولو وروسته، روغتیايي کارکوونکي، محصلان او عام وګړي وايي چې دغه پرېکړې د دوی د کار، زده‌کړو او له کورنیو سره د اړیکو بهیر سخت اغېزمن کړی دی.

د «ان پي ار» د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ځیرک مبایلونو د کارولو بندیز د جون له ۱۶مې نېټې عملي شوی او له سرغړوونکو سره د موبایل د ضبط، ماتولو او نامعلومو «قانوني او شرعي سزاوو» ګواښ شوی دی.

راپور وايي، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له شفاهي امر وروسته دا پرېکړه په رسمي ډول د پوځي محکمې له لارې د هېواد پوځي او ملکي ادارو ته لېږل شوې ده. په دې لارښود کې ویل شوي چې یوازې هغه کسان کولای شي د ځيرک مبایل له کارولو معاف شي چې د اخوندزاده له خوا ورته ځانګړې لیکلې اجازه ورکړل شوې وي.

د طالبانو له خوا د ځيرک مبایل پر ځای د عادي موبایلونو (هغه موبایلونه چې یوازې د زنګ او پیغام اسانتیا لري) کارول اجازه لري.

د روغتیايي خدمتونو لپاره ستونزې

په غزني ولایت کې قابله فرزانه، چې په لسو کلیو کې له میندو سره مرسته کوي، وايي مخکې به ښځو د خپلو ناروغو ماشومانو یا د پوستکي ستونزو لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو عکسونه ورته لېږل، څو پرېکړه وکړي چې کومه قضیه بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

هغې ویلي: «زه په یو وخت کې هر ځای ته نه شم تللی. کله ناکله یو عکس یا پیغام له ما سره مرسته کوي چې پوه شم کومه مور یا نوی زېږېدلی ماشوم بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.»

خو په ځيرک مبایل له بندیز وروسته نوموړې وايي، له وېرې یې د خپل ځيرک مبایل کارول بند کړي او اوس یوازې د عادي ټیلیفون له لارې اړیکه ورسره نیول کېږي، چې په افغانستان کې د ډېرو خلکو لپاره ګران تمامېږي.

فرزانه زیاته کړې: «دغه بندیز دا ستونزمنوي چې په هر کلي کې هرې ښځې ته پر وخت ورسېږم.»

پوهنتونونه هم د بندیز تر اغېز لاندې دي

د راپور له مخې، د ځیرک مبایلونو بندیز د افغانستان د زده‌کړې پر بهیر هم اغېز کړی دی. په کابل پوهنتون کې د استادانو، کارکوونکو او محصلانو لپاره د ځيرک مبایلونو بشپړ بندیز د جون له ۲۱مې عملي شوی دی.

په هرات پوهنتون کې د پوهنتون دروازې ته خبرتیاوې لګېدلې چې له مخې یې هېڅوک له ځيرک مبایل سره دننه نشي تللی، او دغه محدودیت د محصلانو لیلیو ته هم غځول شوی، چې ورسره د وای‌فای خدمتونه هم درول شوي دي.

د کابل پوهنتون یوه محصل ویلي چې دغه پرېکړه د زده‌کوونکو د کورنیو سره اړیکې هم ستونزمنې کړې دي.

هغه ویلي: «که څه پېښه شي، زموږ کورنۍ باید پوه شي چې موږ خوندي یو که نه. له موبایل پرته موږ له هغوی پرې کېږو.»

راپور زیاتوي چې د ډېرو محصلانو لپاره ځيرک مبایلونه یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د ټولګي، کتابتون او زده‌کړې یوه وسیله هم ده. محصلان له دې لارې د درسونو عکسونه اخلي، کتابونه ترلاسه کوي، علمي مطالب لټوي او له استادانو سره اړیکه نیسي.

طالبان: ځيرک مبایلونه د راتلونکې نسل لپاره ګواښ دي

د کندهار د پوهنې ریاست ویلي چې پر محصلانو او ښوونکو د ځیرک مبایلونو بندیز د «شریعت له نظره» دی او خبرداری یې ورکړی چې ځيرک مبایلونه د «راتلونکي نسل د تباهۍ» لامل کېدای شي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر مخکې ځيرک مبایلونه د مسلمانانو له «درېیو اصلي دښمنانو» څخه بللي او د تېر کال په اکتوبر کې یې په پوهنتونونو کې د دغو وسایلو کارول یوازې لوړپوړو چارواکو ته محدود کړي وو.

د بندیز تر شا احتمالي لامل

راپور وايي، د دې پرېکړې وخت په هرات کې د جون په لومړیو کې له هغو اعتراضونو سره سمون لري چې وروسته له هغې رامنځته شول چې طالبانو یو شمېر ښځې او نجونې د «نامناسب حجاب» په تور ونیولې.

د راپور له مخې، د اعتراضونو پر مهال د طالبانو ځواکونو پر لاریونوالو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو کس پکې ووژل شو. د دغې پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.

طالبانو د دې راپور په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

موبایل؛ د خلکو د غږ وسیله

د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د موبایل کمرې په افغانستان کې د اعتراضونو، نیونو، عامه سزاوو او د روغتیايي مرکزونو د ستونزو ګڼ انځورونه ثبت کړي دي.

د دایکندي ولایت اوسېدونکی عصمت خان امیري وايي، کله چې د هغه پلار په کندهار کې څو ځله د عملیاتو لپاره روغتون ته یووړل شو، خو عملیات یې ونه شول، ده د پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه.

هغه ویلي: «ما نه ځواک درلود، نه پیسې او نه اړیکې؛ خو موبایل مې درلود. ما غوښتل خلک پوه شي چې څه روان دي.»

امیري وايي، د ویډیو له خپرېدو وروسته پر روغتون فشار زیات شو او بالاخره یې د پلار عملیات ترسره کړل.

هغه زیاته کړې: «ځيرک مبایل یوازې د ساعتېرۍ یا اړیکو وسیله نه ده؛ د هغو خلکو لپاره چې له پامه غورځول کېږي، غږ یې چوپ کېږي یا له تبعیض سره مخ دي، دا د غږ وسیله ګرځېدلی شي.»

د معلوماتو د کنټرول هڅه؟

د راپور په وینا، ځيرک مبایلونه طالبانو ته ځکه هم اندېښمنوونکي دي چې له لارې یې معلومات له رسمي کنټرول څخه بهر خپرېږي، له یوه کلي، ښوونځي یا روغتون څخه د خلکو تر پراخې ټولنې رسېږي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روغتیا، زده‌کړو او عامه خدمتونو ستونزې دوام لري، په ځيرک مبایلونو بندیز د ډېرو افغانانو لپاره د مرستې، اړیکو او معلوماتو د ترلاسه کولو یوه مهمه لاره محدوده کوي.

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې لومړی مرستیال او متقاعد جنرال ظاهر قدیر د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو. د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ، چې نوموړی په کینیا کې تر نیول کېدو وروسته نیویارک ته لېږدول شوی دی.

پر ظاهر قدیر تور دی، چې امریکا ته یې د سلګونه کیلوګرامه هیرویینو او میتامفیتامین د قاچاق هڅه کوله. همدارنګه نوموړی د مخدرو توکو د معاملو د خوندیتوب لپاره د درنو وسلو په چمتو کولو هم تورن شوی دی. د امریکا څارنوالانو ویلي، چې قدیر به په نیویارک کې محاکمه شي.

د امریکا د عدليې وزارت د معلوماتو له‌مخې، ظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۵مه په نایروبي کې د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (ډي‌ای‌اې) له مامورینو سره تر یوې ناستې وروسته د کینیا د پولیسو له‌خوا نیول شوی و.

د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټوډ بلانچ په دې اړه وویل، چې قدیر د یوه سیاسي رهبر په توګه د ځان ښودلو تر څنګ، یوه جنایتکاره شبکه رهبري کوله، چې د خطرناکو مخدره توکو او درنو وسلو په قاچاق کې ښکېله وه.

د نیویارک فدرالي څارنوال جې کلیټن بیا ویلي، چې دغه پخواني افغان چارواکي په نړیواله کچه د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاقبر په توګه دوه ګونی رول درلود.

د امریکايي ادارو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، ظاهر قدیر د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې له یوه داسې کس سره خبرې اترې پیل کړې وې، چې فکر یې کاوه د نشه‌يي توکو د یوې نړیوالې شبکې غړی دی، خو په حقیقت کې هغه د امریکا د ډي‌ای‌اې پټ همکار و. قدیر د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۰مه د لومړني ګام په توګه د دوه کیلوګرامه میتامفیتامین نمونه د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې یاد پټ همکار ملګري ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په بدل کې وسپارله. له هغه وروسته، نوموړي د سلګونو کیلوګرامه هیرویینو او میتامفیتامین د پلورلو تر څنګ د درنو ماشیندارو، راکټ لانچرونو، سنایپر ټوپکونو او بمونو پر چمتو کولو هم هوکړه کړې وه.

ظاهر قدیر چې په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې لومړی مرستیال ټاکل شوی و او تر دې وړاندې یې په تخار کې د سرحدي ځواکونو د اتم کنډک قومانداني کوله، اوس په امریکا کې د نشه‌يي توکو د قاچاق د دسیسې او د ناقانونه وسلو د کارولو په تورونو محاکمې ته وړاندې کېږي.

د ډي‌ای‌اې مشر ټیرنس کول ویلي، چې د قدیر په محاکمه کېدو سره به نړۍ خوندي شي، ځکه هغه د خپل هېواد د پولو د ساتلو د دندې پر ځای، له خپل موقف څخه د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق لپاره ناوړه ګټه پورته کوله.

د دغو تورونو په ثابتېدو سره نوموړی له لږ تر لږه ۳۰ کلونو څخه تر عمري بند پورې له سزاګانو سره مخ کېدای شي.

افراسیاب خټک: پاکستان د طالبانو مخالفانو سره په ګډه افغانستان کې د رهبرۍ د بدلون هڅه کوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۰ GMT+۱
100%

پښتون ملت‌پال سیاستوال او د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک ویلي، د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد د تېرو پنځو لسیزو سیاست «ناکام» شوی دی. هغه زیاته کړه، پاکستان اوس د طالبانو له مخالفانو سره د یوه نوي اېتلاف په جوړولو سره افغانستان کې د سیاسي معادلو او رهبرۍ د بدلون هڅه کوي.

افراسیاب خټک د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) له افغانستان انټرنشنل سره د پاکستان د امنیتي او سیاسي کړکېچ، د افغانستان او طالبانو په اړه د اسلام‌اباد د سیاست او همدارنګه د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بریدونو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.

دغه ملت‌پال سیاستوال وویل، اسلام‌اباد باید د امنیتي ګواښونو د مهارولو لپاره د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي. هغه زیاته کړه، چې پاکستان د طالبانو د مخالفو ډلو او شخصیتونو په را بللو سره د یوه نوي اېتلاف د جوړولو هڅه کوي، خو د دې هڅو موخه د طالبانو د نظام نسکورول نه‌دي.د هغه په باور، اسلام‌اباد غواړي په افغانستان کې د رهبرۍ او د واک په معادلو کې بدلون راولي.

هغه خبرداری ورکړ: «که پاکستان هماغه تګلاره روانه وساتي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې څو ځله ازمویل شوې او ناکامه شوې ده، نو د افغانستان له غبرګون سره به مخ شي».

هغه همدارنګه، په تېرو کلونو کې د پاکستان له لوري د طالبانو د ملاتړ د څرنګوالي په یادولو سره وویل، چې پاکستان د افغانستان په اړه روښانه پالیسي نه‌لري او ډېری وخت د سترو قدرتونو د سیاستونو په چوکاټ کې عمل کوي.

افراسیاب خټک باور لري، چې پاکستان له ژور سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او د دغه هېواد مشران هڅه کوي، د خپلو ډیپلوماټیکو بریاوو په لوی ښودلو سره د خلکو پام له کورنیو ستونزو واړوي.

د هغه په وینا، د بلوچستان ایالت امنیتي وضعیت داسې پړاو ته رسېدلی چې د جګړې نوم پرې اېښودل کېدای شي. هغه وویل، چې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو فعالیتونو د بلوچستان په ډېرو سیمو کې ناامني زیاته کړې ده.

افراسیاب خټک د بریدونو د زیاتېدو لامل د اسلام‌اباد د پخوانیو سیاستونو دوام وباله او ویې ویل، چې د پاکستان پوځ طالبان خپل اصلي ګواښ نه‌ګڼي، بلکې «بلوڅ او پښتون ملتپالنه» تر ټولو ستر خطر بولي او د دغو خوځښتونو د ځپلو لپاره له طالبانو ګټه اخلي.

د افغان طالبانو او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې، د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتېدو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د کړکېچونو له امله له جدي ترینګلتیاوو سره ملې وې.

اسلام‌اباد په دې موده کې څو ځلي د طالبانو د مخالفو څېرو کوربه هم پاتې شوی دی.

پاکستاني چارواکو څو ځله طالبان تورن کړي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکړې، خو طالبانو دا تورونه په کلکه رد کړي دي.