• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په شپږو ولایتونو کې یې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۱ کسان نیولي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، په کندهار، خوست، ننګرهار، فاریاب، نورستان او کابل ولایتونو کې یې د وژنې، غلا، د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور او انسان‌تښتونې په تړاو ۴۱ کسان نیولي دي.

یاد وزارت د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کندهار د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو څلور کسان د درې «اکوا» ډوله موټرو د غلا په تور نیولي دي. د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو یاد موټرونه له هرات ښار څخه غلا کړي او هلمند او کندهار ته یې لېږدولي وو.

د وزارت په وینا، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ننګرهار کې یو کس د کرنیزو درملو د قاچاق، او د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې یو بل کس د څارویو د غلا په تور نیولی دی.

وزارت همداراز ویلي، د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ کې یې یو بل کس د وژنې په تور نیولی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې د خوست ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۲۲ کسان د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي، چې له هغوی څخه یې زرګونه نشه‌یي ګولۍ، شیشه، چرس او هیروین هم ترلاسه کړي دي.

بلخوا، د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د طالبانو امنیه قوماندان ابرار احمد حاجي لبیب ویلي، امنیتي ځواکونو یې دوه کسان د یوه سوداګر د تښتونې په تور نیولي دي. د نوموړي په وینا، دغو کسانو د تښتول شوي کس له کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د لا زیاتو څېړنو او قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۳

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۴

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

اصف درانی: د پاکستان پر ضد د هند په ستراتیژۍ کې د طالبانو ګډون د اسلام‌اباد سره کرښه ده

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۷ GMT+۱
اصف درانی: د پاکستان پر ضد د هند په ستراتیژۍ کې د طالبانو ګډون د اسلام‌اباد سره کرښه ده
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، اسلام‌اباد د طالبانو له ایډیالوژیکو دریځونو او سیاسي اختلافاتو سره ژوند کولای شي، خو که طالبان د پاکستان پر ضد د هند په ستراتیژیکه تګلاره کې شریک شي، دا به د پاکستان لپاره یوه "سره کرښه" وي.

دراني په خپل ایکس کې لیکلي، پاکستان د افغانستان او هند د عادي اړیکو مخالف نه دی او هر خپلواک هېواد حق لري چې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې وساتي، خو د هغه په وینا، د عادي ډیپلوماټیکو اړیکو او د پاکستان پر ضد په ستراتیژیک ایتلاف کې د ګډون ترمنځ څرګند توپیر شته.

هغه ادعا کړې چې د افغانستان خاوره لا هم د هغو وسله‌والو ډلو لپاره کارول کېږي چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي او په داسې حال کې له هند سره د طالبانو نږدېوالی د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنې لا زیاتوي.

د پاکستان پخواني استازي ویلي، طالبان باید پرېکړه وکړي چې افغانستان به د سیمې له هېوادونو سره متوازن سیاست غوره کوي، د پاکستان امنیتي اندېښنې به په پام کې نیسي او د سوداګرۍ، نښلونې او سیمه‌ییزې همکارۍ له فرصتونو به ګټه اخلي، که به د هند او پاکستان د سیالۍ په ډګر بدل شي.

اصف دراني ټینګار کړی چې پاکستان له یوه خپلواک افغانستان سره ستونزه نه لري، خو د هغه په وینا، اسلام‌اباد نه شي کولی د داسې افغانستان پر وړاندې بې‌پروا پاتې شي چې د پاکستان د ستراتیژیکې محاصرې لپاره وکارول شي.

هغه زیاته کړې چې د دې لارې ټاکل د طالبانو په واک کې دي او د هغې پایلې به هم دوی ته متوجه وي.

فضلي: د اسلام‌اباد د ښځو د پیاوړتیا کنفرانس د افغان ښځو پر وړاندې «ریاکاري» ده

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۰ GMT+۱
فضلي: د اسلام‌اباد د ښځو د پیاوړتیا کنفرانس د افغان ښځو پر وړاندې «ریاکاري» ده
100%

د جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د اسلامي همکاریو سازمانله‌خوا په اسلام‌اباد کې د ښځو د پیاوړتیا کنفرانس «د افغان ښځو پر وړاندې د ریاکارۍ» بللی او ادعا یې کړې چې د دغه سازمان ګڼو غړو هېوادونو د طالبانو د بیا واکمنېدو زمینه برابره کړې ده.

فضل محمود فضلي په خپله ایکس‌پاڼه کې د اسلامي همکاریو سازمان له‌خوا په اسلام‌اباد کې د ښځو د پیاوړتیا د کنفرانس پر جوړېدو سختې نیوکې کړې دي.

فضلي لیکلي: «په اسلام‌اباد کې د ښځو د پیاوړتیا په اړه داو اې سيکنفرانس د ریاکارۍ او د افغان ښځو د سپکاوي اوج دی.»

هغه ادعا کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو ډېری، د پاکستان په ګډون، په خپلو هېوادونو کې د ښځو د زده‌کړو ملاتړ کوي، خو «په مستقیم یا غیرمستقیم ډول یې د طالبانو د بیا واکمنېدو ملاتړ کړی او هغو افراطي ډلو ته یې ځواک ورکړی چې افغان ښځې یې تر بریدونو لاندې راوستې، نجونې یې له زده‌کړو محرومې کړې او ښځې یې له عامه ژوند څخه حذف کړې.»

فضلي زیاته کړې چې د سترو قدرتونو د جیوپولیټیکو ګټو د پاللو لپاره، دغو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د هغه په وینا «جنسیتي اپارتاید» وزغمه او د هغه د دوام زمینه یې برابره کړه.

هغه همداراز ویلي، د نجف او الازهر په ګډون د شیعه او سني مذهبونو ګڼو اسلامي عالمانو د ښځو د زده‌کړو، کار او په ټولنه کې د ګډون د حق ملاتړ کړی، خو د ده په وینا، دغه اجماع له پامه غورځول شوې ده.

امسو: په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ د زوال په حال کې دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۱
امسو: په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ د زوال په حال کې دي
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د هېواد په کچه یو نوی تحلیلي راپور خپور کړی چې ښیي د روان کال د جون له ۱۰مې د جولای تر ۱۰مې نېټې پورې، پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو فشارونه، سانسور او تخنیکي محدودیتونه په بې‌ساري ډول ډېر شوي دي.

دا موندنې ښیي چې په تېره یوه میاشت کې خبریالان نه یوازې له فزیکي ګواښونو او خپلسرو نیونو سره مخ وو، بلکې د معلوماتو د لاسرسي په برخه کې له نویو جوړښتي ننګونو سره هم لاس او ګرېوان شوي دي.

خپلسري توقیفونه او فزیکي تاوتریخوالی

د راپور له‌مخې، د هېواد په ختیځ زون کې د استخباراتي ارګانونو له لوري د خبري غونډو له پوښښ وروسته د خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي. په یوه مشخصه پېښه کې څلور ولایتي خبریالان د ټرانسپورټي لګښتونو پر سر د یوې لفظي شخړې له امله د یوې ورځې لپاره توقیف شوي، وهل شوي او وروسته د رسنیو د منځګړیتوب له لارې په دې شرط خوشې شوي چې هېڅ ډول شکایت به نه‌کوي. امسو وايي، د خبریالانو هویت د امنیتي ګواښونو له امله نه‌شي افشا کولای.

اطلاعاتو ته په لاسرسي کې «تکنالوژیکي او اداري خنډونه»
دغه راپور زیاتوي چې په دولتي ادارو، په ځانګړې توګه په سویلي حوزه کې د ځیرکو ټلیفونونو پر کارولو بندیز اطلاعاتو ته لاسرسی په ټپه درولی دی. دا پرېکړه د دې لامل شوې چې د ادارو مسولان او ویاندویان په سختۍ پیدا او د هر ډول تصویري او ویډیویي مرکو مخه ونیول شي.

له بلې خوا، د طالبانو د ولایتي مقاماتو د یو شمېر رسمي ویاندویانو له‌خوا د رسمي کاري ساعتونو نقض بله لویه ستونزه بلل شوې ده. دوی د ورځې پر مهال معلومات نه‌شریکوي او هره شپه ناوخته د نیمې شپې په بهیر کې خبرونه خپروي چې دا کار د خبریالانو او د هغوی د مرکزي دفترونو ترمنځ د اداري جنجالونو او ان د کسر معاش لامل شوی دی. سربېره پر دې، ځینې امنیتي ویاندویان معلومات د رسنیو پر ځای لومړی په خپلو شخصي فېسبوک‌پاڼو خپروي چې دا کار د خبر لومړیتوب او ارزښت له منځه وړي.

د امر بالمعروف فشارونه او د ټولنیزو رسنیو سانسور

په سویلي او نورو ولایتونو کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې له‌خوا پر محلي راډیوګانو نظارت سخت شوی دی. په خپرونو کې د نجونو د ټیلیفوني اړیکو پر اخیستلو کلک بندیزونه لګول شوي او د رسنیو کارکوونکي د ظاهري بڼې او ږیرو د پرېښودلو په مسایلو کې تر دوامداره فشار لاندې دي.

همدا راز، پر خواله رسنیو هم کنټرول ډېر شوی دی. په هلمند او زابل ولایتونو کې خبریالانو ته په مستقیم ډول خبرداری ورکړل شوی چې د «حکومت» په داخلي موضوعاتو او ټولنیزو ستونزو، لکه د تېلو د بیو لوړېدل یا د ماشومانو د ورکېدو پېښې، په خپلو شخصي پاڼو کې پوسټونه ونه کړي، د سرغړونې په صورت کې خبریالان د نیولو په امر ګواښل شوي دي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د رسنیو د وضعیت دغه میاشتنی تحلیل په ډاګه کوي چې د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی او د خبریالانو مسلکي او رواني خوندیتوب په افغانستان کې د سخت زوال په حال کې دی. دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې د طالبانو سیستماتیکو فشارونو او اقتصادي ستونزو دوام به د هېواد په کچه د خپلواکو رسنیو د بشپړ سقوط او د مسلکي خبریالانو د تدریجي حذف لامل شي.

د طالبانو د مالیې وزیر: د هبت‌الله د شفقت له امله زموږ عواید زیات شوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۰۵ GMT+۱
د طالبانو د مالیې وزیر: د هبت‌الله د شفقت له امله زموږ عواید زیات شوي
100%

د طالبانو مالیې وزیر ملا محمد ناصر، ویلي چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د «شفقت» له امله د حکومت عواید زیات شوي او خلکو ته د مالیاتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

هغه د یوې غونډې پر مهال وویل چې د هبت‌الله اخوندزاده د لارښوونو له مخې مالیه ورکوونکو ته لازمې اسانتیاوې او تخفیفونه ورکول کېږي او همدې چارې د خلکو باور زیات کړی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: « نه پوهیږو چې عواید ولې لوړیږي، دا ټول د طالبانو د حکومت د شفقت وجه ده».

د نوموړي په وینا، د مالیاتو له لارې راټولې شوې پیسې د هېواد د عامه خدمتونو، روغتیايي سکټور او نورو دولتي اړتیاوو د تمویل لپاره لګول کېږي.

ملا محمد ناصر له سوداګرو او مالیه ورکوونکو وغوښتل چې له حکومت سره همکاري وکړي او خپل مالیاتي مکلفیتونه پر وخت ادا کړي، څو د هېواد د اقتصادي ودې او عامه خدمتونو د پیاوړتیا بهیر دوام ومومي.

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د کورنیو عوایدو پر مټ د دولتي لګښتونو ډېره برخه تمویل او د مالي نظام د لا پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

هرات سوداګر؛ بازار د ښځو پر مټ چلېږي، که ښځې نه وي، بازار هم نه وي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۱
هرات سوداګر؛ بازار د ښځو پر مټ چلېږي، که ښځې نه وي، بازار هم نه وي
100%

د افغانستان په هرات ښار کې سوداګر، موټرچلوونکي او اوسېدونکي وايي، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له لوري د ښځو د جامو د څار او نیولو له سختېدو وروسته بازارونه ساړه شوي او د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول راټیټه شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د جون میاشتې په لومړیو کې لسګونه ښځې د طالبانو له خوا د رسمي حجاب د نه مراعتولو په تور ونیول شوې.

له دغو نیونو وروسته لاریونونه هم وشول، چې د ملګرو ملتونو په وینا، د طالبانو له لوري په زور وځپل شو او لږ تر لږه دوه کسان پکې ووژل شول.

د هرات یو ۲۶ کلن خیاط، رامین غفوري، وايي له دغو پېښو وروسته بازارونو ته د ښځو تګ نږدې درېدلی دی.

هغه وویل: «تر دغو پېښو وروسته په بازارونو کې ښځې نه لیدل کېږي.»

سوداګر وايي، د هرات د بازارونو ډېری پېرودونکي ښځې دي او د هغوی نشتون د کاروبار پر عوایدو مستقیم اغېز کړی دی.

د بوټانو پلورونکی نظیر احمد عظیمي وایي، د دوی شاوخوا ۹۰ سلنه پېرودونکي ښځې دي او د وروستیو محدودیتونو له امله د دوی پلور نږدې نیمايي ته راټیټ شوی دی.

هغه وویل: «ښځې د خپل ځان ترڅنګ د کورنۍ د نارینه‌وو لپاره هم سودا کوي، خو اوس بازارونه تش شوي دي.»

د هرات یو شمېر ښځې هم وایي، د نیول کېدو له وېرې یوازې د سخت ضرورت پر مهال له کورونو وځي.

یوه ۲۸ کلنه ښځه، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی خپور شوی، وایي پخوا به له خپلو ملګرو سره رستورانونو او بازارونو ته تلله، خو اوس یې دا تګ راتګ بند کړی دی.
هغې وویل: «اوس په خپل ښار کې ځان پردۍ احساسوم.»

یوه بله ۲۷ کلنه ښځه وایي، پخوا به هره ورځ د ژبې کورس ته په شخصي ترانسپورټ تله، خو د جون له پېښو وروسته یې له وېرې نږدې هر ډول تګ راتګ پرېښی دی.

هغې وویل: «وېرې هر څه رانه واخیستل، نور له کوره نه وځم.»

د دغو محدودیتونو اقتصادي اغېزې یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر ټرانسپورټي سکتور هم پرېوتې دي.

د هرات یو ۲۱ کلن ریکشاچلوونکی، فرشید کریمي، وایي مخکې به یې هره ورځ شاوخوا ۹ ډالره عاید درلود، خو اوس کله ناکله یوازې ۴ ډالره ګټي.

هغه وویل: «پخوا ښځې په ازاد ډول ریکشا کاروله، خو اوس نه وځي او زموږ کار هم کم شوی دی.»

د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، چې له لومړنیو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، په ډېری ادارو کې د ښځو د کار منع کول او عامه ځایونو ته د هغوی د تګ محدودول هم پکې شامل دي.

اقتصادپوهان وایي، په داسې حال کې چې طالبان د اقتصادي ځانبساینې خبره کوي، د ښځو پر ګډون محدودیتونه د خصوصي سکټور پر ودې او د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کوي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اټکل کړی و چې د ښځو د ګډون محدودول هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا یو میلیارد ډالره زیان رسوي.

د هرات یو خیاط رامین غفوري وایي، د ښار اقتصادي ژوند له ښځو سره تړلی دی.
هغه وویل: «بازار د ښځو پر مټ چلېږي، که ښځې نه وي، بازار هم نه وي.»