د افغانستان لوېدیځ ښار هرات په وروستیو کې د طالبانو د مشر شیخ هبتالله اخوندزاده د سختو پالیسو اصلي هدف ګرځېدلی دی. هغه په تدریجي ډول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خپل واک پیاوړی کړی او اوس یې په هرات کې، چې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د نسبي ازادۍ له وروستیو ځایونو ګڼل کېده، هم خپل بشپړ نفوذ ټینګ کړی دی.
نیویارک ټایمز وايی، په وروستیو اونیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو لسګونه ښځې د «نامناسبې جامې» د اغوستلو په تور نیولې دي او ګڼ نارینه یې هم له دې امله نیولي چې ږیرې یې د دوی په اند ډېرې لنډې وې. دا اقدامات د جامو، دیني کړنو او د ورځني ژوند د نورو مقرراتو د سخت پليتابه یوه برخه ده.
د نیویارک ټایمز لیکوال وایي، کله یې چې د جون په میاشت کې هرات ته سفر وکړ، ډېرو ښځو ورته وویل چې اوس د نیول کېدو له وېرې له خپلو کورونو نه وځي. ځینو خلکو د دغو نیونو پر ضد لاریون هم وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې یو نادر عامه اعتراض و، خو طالبانو هم په زور وځپل.
د هرات یوې اوسېدونکې هنګامې، چې د دېرشو کلونو په عمر کې ده، وویل، « هغوی ویره د یوه وایرس په څېر خپروي».
هغې او ډېری نورو کسانو غوښتنه وکړه چې یوازې د لومړي نوم په یادولو یا په بشپړه توګه د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې خپرې شي، ځکه د طالبانو له غچ اخیستنې وېره لري.
د دوی په وینا، هرات چې د افغانستان له تر ټولو ازادفکره او کلتوري ښارونو څخه و، اوس د سختې وېرې او ګواښ تر سیوري لاندې راغلی دی.
که څه هم د هرات ښځې او نجونې، لکه د افغانستان د نورو سیمو په څېر، له زده کړو، ډېرو دندو او د سفر له حقونو محرومې دي، خو تر دې وروستیو پورې یې لږ تر لږه د تګ راتګ او د جامو د انتخاب په برخه کې یوڅه زیاته ازادي لرله.
منتقدان وایي چې طالبانو نږدې ټول مخالف غږونه چوپ کړي، خو اوس د افغانستان پر متنوع ټولنه دومره فشار راوړي چې ښايي د ټولنیز انفجار لامل شي.
شیعه دیني مشر ایتالله غلام عباس واعظيزاده د مې میاشتې په یوه وینا کې وویل، « ولې هره ورځ مذهبي فشار زیاتوي؟ کله چې فشار ډېر شي، چاودنه حتمي ده».
د هرات چوپ مقاومت
هرات، چې د افغانستان درېیم لوی ښار دی او شیعه نفوس لري، هېڅکله د طالبانو اصلي مرکز نه و. طالبان سني مذهبه دي او د ۱۹۹۰مې لسیزې کورنۍ جګړې پر مهال هرات د طالبانو د سختو مخالفینو مرکز و. همدارنګه، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال هم هرات له وروستیو ښارونو څخه و چې سقوط یې وکړ.
د لیکوال د تېر کال او سږکال د مارچ د سفرونو پر مهال، نجونې په یوڅه ازادو ټکریو او ښځې په جینس پتلونونو او رنګینو شالونو کې لیدل کېدې.
د جبرییل سیمه، چې د هزاره شیعه کورنیو لویه مېنه او له ایران سره د سوداګرۍ مهم مرکز دی، د هرات د خاموش مقاومت سمبول بلل کېږي.
هلته داسې کافې خونې وې چې ځوان هلکان او نجونې به په ازاده توګه وتلل او بازارونه چې ښځې به پکې په ارام زړه، سینګار او جګپوندو بوټانو ګرځېدې.خو د جون په لومړیو کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې ځايي دیني مشرانو ته امر وکړ چې ښځې باید له سر څخه تر پښو پورې، حتا مخونه هم پټ کړي؛ که نه، نیول کېږي او ښايي زندان ته واستول شي.
د جون په مه۶ او ۷ مه لږ تر لږه ۳۰ ښځې د دغو مقرراتو د ماتولو په تور ونیول شوې. د بشري حقونو ځايي ډلې وایي چې تر اوسه یې له ۲۰۰ څخه ډېرې نیونې ثبت کړې دي او اټکل کیږي چې دا لړۍ دوام وکړي.
د هرات یو شیعه روحاني، حسین، وویل، « ځینې نسلونه امرونه مني، خو ځینې یې نه مني. نوی نسل دا وضعیت نه شي زغملای او نه یې مني.»
خو د اعتراضونو له غلي کولو وروسته ، اوس اوسېدونکي وایي طالبان خلک د ږیرو او جامو له امله دروي او نیسي او په ځینو مواردو کې ښوونځیو ته تلونکې نجونې هم ګواښي.
۱۵کلنې زهرا وویل چې یوه ورځ دوی او سلګونه نورې زده کوونکې د ښوونځي په انګړ کې قطار ودرول شوې. که څه هم ټولې نجونې له سر څخه تر پښو پورې په تورو چادریو کې پټې وې، طالبانو امر وکړ چې مخونه هم باید پټ کړي.
وروسته یې له نجونو ویډیو واخېسته، په داسې حال کې چې د کاغذ پر ټوټو لیکل شوي وو: «دا لباس د افغانې ښځې د عزت بیرغ دی».
زهرا وایي: « ځینو نجونو د خپلو نقابونو لاندې ژړل. موږ ټولې وېرېدلې وو، ځکه له خپلو میندو او پلرونو سره مو اړیکه نه شوای نیولی».
په همدې موده کې بازارونه تش شوي او اقتصادي فعالیتونه هم سخت اغېزمن شوي.
د نیویارک ټایمز د لیکوال په وینا، د خوړو د بستهبندۍ د یوې کارخونې مالکې شکیلا وویل چې د هغې درې کارکوونکې ښځې له څو اونیو راهیسې کار ته نه دي ورغلې.د هرات د یوه ښوونځي مدیر هم وویل چې ځینې کورنۍ خپلې لوڼې نور ښوونځي ته نه پرېږدي.حتا هغه نجونې چې ښوونځي ته ځي او د طالبانو د امر له مخې مخونه پټوي، د ځینو خلکو له سپکاوي سره مخ کېږي.