طالبان وايي په روانه اوونۍ کې یې د ښځو اړوند ۸۰ قضیې حل کړې دي

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي، چې په روانه اوونۍ کې یې د بازارونو د اصلاح او احتکار د مخنیوي تر څنګ د ښځو د حقونو اړوند ۸۰ قضيې حل کړې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي، چې په روانه اوونۍ کې یې د بازارونو د اصلاح او احتکار د مخنیوي تر څنګ د ښځو د حقونو اړوند ۸۰ قضيې حل کړې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیفالاسلام خېبر د پنجشنبې په ورځ د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې په روانه اوونۍ کې یې د خلکو ترمنځ ۴۴ د لویو شخړو او دوښمنیو د حل ترڅنګ یې د ښځو د حقونو اړوند ۸۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
خېبر زیاته کړې:«د روانې اوونۍ په اوږدو کې د مېرمنو د حقونو اړوند اتیا قضیې یې حل کړې دي او همدارنګه د یاد وزارت د مسوولینو په هڅه په روانه اوونۍ کې ۴۴ لويي او وړي شخړې او دوښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.»
د یاد وزارت ویاند ویلي، چې د بازارونو د اصلاح، سود، احتکار او نورو کړنو د مخنیوي په موخه یې هم د سوداګرو او هټۍوالو سره ۱۸۵ ناستې کړې دي.
که څه هم طالبان د ښځو د حقونو د ورګړې او عامو خلکو ترمنځ د دوښمنیو او شخړو د حل ادعا کوي، خو نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو ملاتړې ادارې بیا پر طالبانو او په ځانګړې توګه د یادې ډلې د امر بالمعروف وزارت له خلکو سره پر سخت چلند او بندیزونو عملي کولو له امله سختې نیوکې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان ډله له ۲۰۰۳ کال راهیسې د پاکستان د ناسمو پالیسیو له امله رامنځته شوې او اوس په پاکستان کې پټنځایونه او واکمنې سیمې لري چې افغانستان ته د ورتګ اړتیا نهلري.
ذبیحالله مجاهد له میرویس افغان سره په دې مرکه کې زیاته کړې، چې پاکستان پرلهپسې په خپله خاوره کې د ټيټيپي پر وړاندې عملیات تر سره کړي او له هغوی سره په جګړو کې ښکېل شوي دي.
نوموړي زياته کړې: «ټيټيپي په افغانستان کې نشته، هغوی په پاکستان کې پټنځایونه، تر واک او قومندې لاندې سیمې لري».
د هغه په خبره، پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو په پلمه د افغان لوري سره د اړیکو د خرابېدو هڅه کوي، چې د هېڅ هېواد په ګټه نهدي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په وروستیو میاشتو کې د ټيټيپي پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې او ان د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ جګړې لامل شوه.
که څه هم افغان طالبان له ټيټيپي سره اړیکې ردوي، خو پاکستان تور پورې کوي چې یادې ډلې ته طالبانو په افغانستان کې ځای ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټيټيپي بیا په خپل کلني راپور کې ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ټولټال ۳۵۷۳ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۸۱۸ پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه ددغه راپور په اړه غبرګون نهدی ښودلی، خو ۲۰۲۵ کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال ګڼل شوی.
مجاهد په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې په پاکستان کې د جګړو له امله یو شمېر کډوال افغانستان ته راغلي، چې د پاکستان سره په تفاهم یې له ډیورنډ کرښې لرې کړي او د کډوالو او د ملکي کسانو په څېر ژوند کوي.
هغه زیاته کړې، چې له پاکستان سره په وروستیو مذاکراتو کې یې یاده موضوع هم روښانه کړې.
د نوموړي په وینا: «په تېرو کلونو کې یو شمېر پښتانه کډوال راغلي، موږ له ډیورنډ کرښې لري کړي، بېوسلې خلک دي، دلته اوسېږي موږ پاکستان ته ویلي که غواړي موږ به یې بېرته وباسو خو دوی یې نه مني».
ذبیحالله مجاهد په دې مرکه کې ویلي، چې په تېرو شلو کلنو کې یې د امریکا او پخواني جمهوریت پر مهال د جګړې په برخه کې له هېڅ هېواد څخه مرسته نه ده غوښتې او ټوله جګړه یې د خلکو لهمنځه کول.
هغه ویلي: «د افغانستان تېره ۲۰ کلنه مبارزه د افغانستان له خاورې څخه شوې، موږ په هر ولایت کې د خلکو لهمنځه جګړه درلوده، په جګړه کې د مرستې په برخه کې د هېڅ هېواد احسان نه منو.»
نوموړي د افغانستان او پاکستان د وروستۍ ترینګلتیا په اړه ویلي: «پاکستان جګړه کوي او موږ د خپلې خاورې او خلکو دفاع کوو. د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پيلونکی پاکستانی اړخ و، موږ د دفاع حق درلود.»
نوموړي خبرداری ورکړی، چې که هر هېواد پر افغانستان یرغل، مداخله او جګړه وکړي دوی به یې دفاع کوي.
مجاهد ویلي، چې دوی په جګړه کې جرات او انګېزه لري او هغو هېوادونو ته یې ماته ورکړې، چې پوځي امکانات یې څو برابره زیات وو.
نوموړي یو ځل بیا ویلي، چې جګړه د پاکستان او افغانستان په ګټه نه ده او زیان یې یوازې ملکي وګړي ویني.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد همداراز په خپلو خبرو کې ویلي، چې له ډېرو هېوادونو سره تعامل او رسمي اړیکې جریان لري؛ خو هغوی یې د نړۍ سره د اړیکو د نه خرابېدو له امله رسمي نه اعلانوي.
نوموړي په افغانستان کې د داعش د ځپلو په اړه ویلي، چې دغه ډله یې ځپلې او ځواکونه یې په استخباراتي برخه کې پياوړې شوې دي.
هغه زیاته کړې: «داعش په افغانستان کې ځپل شوې، زموږ ځواکونه قوي شوي او د هر تهدید مخه یې نیولې ده.»
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر له افغان پانګهوالو غوښتي، چې په کور دننه د درملو په تولید کې پانګونه زیاته کړي، تر څو له بهرنیو هېوادونو د بېکیفیته درملو د واردېدو مخه ونیول شي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو او د طالبانو لهخوا له پاکستان څخه د درملو د واردولو له بندیز وروسته، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له افغان پانګهوالو غوښتنه کړې چې د درملو د تولید په برخه کې په کور دننه پانګونه زیاته کړي.
جلالي د درملتونونو د سروې او بیا ثبات پروژې د عملي چارو د پرانیستنې پرمهال ویلي:«هغه پانګهوال چې افغانان دي، پرې غږ کوم چې هڅه وکړئ دلته یې تولید کړئ، په داخل د هېواد کې. که نور څوک له بهر نه پانګونه کوي، هغوی ته هم لاره خلاصه ده.»
نوموړي له بهرنیو هېوادونو څخه د لوړ کیفیت لرونکو درملو پر وادرولو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې افغانستان کې د درملو اړتیا په وارداتي درملو نه حل کېږي او طالبان د داخلي تولیدي درملو د پیاوړتیا هڅې ته لومړیتوب ورکوي.
جلالي زیاته کړې:«هڅه مو دا ده، چې موږ په لومړي ګام کې خپل معیاري تولیداتو ته لومړیتوب ورکړو او پر پښو یې ودروو. پر وارداتي درملو زموږ ستونزه نه حلېږي. له دې وروسته هغه درمل چې موږ نهلرو او که له بهر نه واردېږي، نو باید معیاري وي.»
سره له دې چې طالبانو له پاکستان څخه د درملو پر واردولو بندیز لګولی دی، خو لا هم درمل له قاچاقي لارو څخه افغانستان ته واردېږي.
طالبانو ویلي، چې قاچاقي درمل یې له نیولو وروسته ځای پر ځای لهمنځه وړي او سرغړونکو ته سزا ورکوي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې مسوولینو له یو شمېر سوداګرو سره په ناسته کې ویلي، چې په روان کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي. دوی زیاته کړې، چې د دې خونو په جوړېدو سره د کرنیزو محصولاتو د زیان مخه نیول شوې ده.
د کرنې او مالدارۍ د سړو خونو مسوولینو د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) له سوداګرو سره په ناسته کې ویلي، چې په تېرو کلونو کې د دې خونو نشتون د کرنیزو محصولاتو لویه برخه زیانمنه کړې وه.
د دې خونې مرستیال میرویس حاجيزاده وايي، چې مخکې به د کروندګرو حاصلات په خاص ډول مېوې او سبزیجات داسي ضایع کېدل لکه اوس چې د پاکستان ضایع کېږي.
هغه ویلي: «مخکې به د تورخم لاره بنده شوه، مېوې او سبزیجات به داسې په موټرو کې خرابېدل لکه نن چې د پاکستان مېوې خرابېږي، ځکه د ساتلو لپاره یې څه نه وو او اوس بزګر کولی شي په سړو خونو کې خپل حاصلات وساتي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.»
نوموړي ویلي، چې په روان کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکټور لهخوا ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي، چې له ۳۰۰ څخه تر ۲زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.
د دې خونې مسوولین د طالبانو لهخوا د پانګهوالو د ملاتړ په موخه د پنځو کلونو مالیاتي معافیت ستایلی او د نورو اسانتیاوو غوښتنه یې کړې.
د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې د نړۍوالو اړیکو رییس امید حیدري وایي، چې د دې خونو جوړښت د هېواد ۲۰ سلنه اړتیاوې پوره کړي او ۸۰ سلنې ته نوره اړتیا ده، چې جوړې شي.
سوداګرو د سړخونو په برخه کې د طالبانو څخه د برېښنا، د ځمکو د ورکړي، د مالیاتي معافیت د زیاتېدو او په نورو برخو کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند ویلي، چې په تېرکال کې یې د کوچني مقیاس ۱۰۳ کانونه په قراداد ورکړي او په یادو کانونو کې به په ټولییزه توګه ۸،۲ میلیارده افغانۍ پانګونه وشي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د کوچني مقیاس د بېلابېلو منرالونو ۱۰۳ کانونه په قرارداد ورکړي، چې په یادو کانونو کې به په ټولییزه توګه ۸،۲ میلیارده افغانۍ پانګونه وشي.
د نوموړي په خبره، یادو ۱۰۳ کانونو کې به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غېر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
پر همدغه مهال نوموړي زیاته کړې، چې تېر میلادي کال کې یې د ۲۸۳ میلیونه افغانیو پانګونې په ارزښت د مرمر ډبرو یو لوی کان هم په قرارداد ورکړی دی.
سره له دې چې طالبانو دا نه دي ویلي، چې یاد کانونه یې د کومو هېوادونو پانګهوالو ته قرارداد ورکړي، خو پر طالبانو تور دی چې په خپلسرې توګه د افغانستان کانونه استخراجوي او له کانونو څخه ترلاسه کېدونکو پیسو ډېره برخه یې په خپل منځ کې حیف او میل کوي.
د افغانستان په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت پاکستاني محصلین وایي چې له تېرو څو اونیو راهیسې له جدي ستونزو سره مخ دي او خپل هېواد ته د ستنېدو هڅې یې تر اوسه بېپایلې پاتې دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پخلی کوي چې نږدې ۱۲۰۰پاکستاني وګړو د بېرته ستنېدو لپاره د مرستې غوښتنه کړې .
د کابل په سپین غر پوهنتون کې د پاکستاني محصلینو یو استازي او د طب محصل عدنان خان افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی نږدې له یوې میاشتې راهیسې هڅه کوي د روانو رخصتیو پر مهال بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شي، خو د تورخم لارې د تړل کېدو له امله یې دا هڅې له خنډ سره مخ شوې دي.
عدنان خان زیاتوي چې محصلینو څو ځله د پاکستان له اړوندو چارواکو او سفارتي ادارو سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې کوم روښانه او عملي ځواب نه دی ترلاسه کړی.
نوموړی وايي، « پاکستاني چارواکو راباندې ځانونه غلي کړي دي؛ نه زموږ ستونزې اوري او نه کومه اسانه لاره راته ښيي».
افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې په کابل او اسلاماباد کې د اړوندو چارواکو دریځ واخلي، خو د پرلهپسې ټیلیفوني تماسونو او پیغامونو سره سره، تر اوسه کوم ځواب ترلاسه نه شو.
خو په اسلاماباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې تر دې دمه هغه پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې وو او د پاکستان له سفارت سره یې اړیکه نیولې وه، یو شمېر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، تر اوسه ۱۵محصلین او ۲۹۱نور پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې وو او د کابل د پاکستان له سفارت سره یې اړیکه درلوده، په خوندي ډول پاکستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي وویل چې په دې لړ کې سفارت له ځایي افغان چارواکو سره اړینه همغږي کړې او اړوندو کسانو ته یې لازمې مرستې برابرې کړې دي.
طاهر اندرابي زیاته کړه چې په ټولیز ډول ۱،۱۹۹پاکستاني وګړو په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د بېرته ستنېدو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه. د هغه په وینا، په دې کسانو کې ۵۴۹ محصلین او ۴۰۲نور وګړي شامل دي، چې ځینې یې له خپلو کورنیو سره وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې له دې ډلې څخه ۱۵ محصلین او ۲۹۱وګړي د هوا له لارې پاکستان ته ستانه شوي دي.
خو عدنان خان وايي چې په کابل کې له پاکستاني چارواکو سره د بیا بیا تماسونو باوجود هم دوی ته تر اوسه کوم عملي ځواب نه دی ورکړل شوی.
ځینو نورو پاکستاني محصلینو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د سرحدي لارې تړل کېدو نه یوازې د هغوی تګ راتګ اغېزمن کړی، بلکې د کورنیو اندېښنې یې هم زیاتې کړې دي. د محصلینو په وینا، که ستونزې ژر حل نه شي، ښايي ګڼ شمېر زده کوونکي د خپلو زده کړو پرېښودو ته اړ شي.
د افغانستان انټرنشنل د دې پوښتنې په ځواب کې چې د محصلینو لومړنۍ او جدي غوښتنه څه ده، عدنان خان وویل چې دواړه هېوادونه دې د زده کوونکو انساني او تعلیمي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او پر کرښه د تګ راتګ لپاره دې عاجلې حللارې ولټوي.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، هر کال لسګونه پاکستاني محصلین د لوړو زده کړو لپاره افغانستان ته ځي، چې ډېری یې د طب محصلین وي.
عدنان خان وايي چې دوی د افغانستان پوهنتونونه ځکه غوره کړي، چې د زده کړو معیار پکې لوړ او لګښتونه یې د پاکستان په پرتله کم دي.