• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني محصلان: چارواکي چوپ دي، راتلونکی مو له خطر سره مخ دی

رحمان بونیری
رحمان بونیری

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د افغانستان په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت پاکستاني محصلین وایي چې له تېرو څو اونیو راهیسې له جدي ستونزو سره مخ دي او خپل هېواد ته د ستنېدو هڅې یې تر اوسه بې‌پایلې پاتې دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پخلی کوي چې نږدې ۱۲۰۰پاکستاني وګړو د بېرته ستنېدو لپاره د مرستې غوښتنه کړې .

د کابل په سپین غر پوهنتون کې د پاکستاني محصلینو یو استازي او د طب محصل عدنان خان افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی نږدې له یوې میاشتې راهیسې هڅه کوي د روانو رخصتیو پر مهال بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شي، خو د تورخم لارې د تړل کېدو له امله یې دا هڅې له خنډ سره مخ شوې دي.

عدنان خان زیاتوي چې محصلینو څو ځله د پاکستان له اړوندو چارواکو او سفارتي ادارو سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې کوم روښانه او عملي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړی وايي، « پاکستاني چارواکو راباندې ځانونه غلي کړي دي؛ نه زموږ ستونزې اوري او نه کومه اسانه لاره راته ښيي».

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې په کابل او اسلام‌اباد کې د اړوندو چارواکو دریځ واخلي، خو د پرله‌پسې ټیلیفوني تماسونو او پیغامونو سره سره، تر اوسه کوم ځواب ترلاسه نه شو.

خو په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې تر دې دمه هغه پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې وو او د پاکستان له سفارت سره یې اړیکه نیولې وه، یو شمېر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، تر اوسه ۱۵محصلین او ۲۹۱نور پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې وو او د کابل د پاکستان له سفارت سره یې اړیکه درلوده، په خوندي ډول پاکستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي وویل چې په دې لړ کې سفارت له ځایي افغان چارواکو سره اړینه همغږي کړې او اړوندو کسانو ته یې لازمې مرستې برابرې کړې دي.

طاهر اندرابي زیاته کړه چې په ټولیز ډول ۱،۱۹۹پاکستاني وګړو په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د بېرته ستنېدو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه. د هغه په وینا، په دې کسانو کې ۵۴۹ محصلین او ۴۰۲نور وګړي شامل دي، چې ځینې یې له خپلو کورنیو سره وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې له دې ډلې څخه ۱۵ محصلین او ۲۹۱وګړي د هوا له لارې پاکستان ته ستانه شوي دي.

خو عدنان خان وايي چې په کابل کې له پاکستاني چارواکو سره د بیا بیا تماسونو باوجود هم دوی ته تر اوسه کوم عملي ځواب نه دی ورکړل شوی.

ځینو نورو پاکستاني محصلینو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د سرحدي لارې تړل کېدو نه یوازې د هغوی تګ راتګ اغېزمن کړی، بلکې د کورنیو اندېښنې یې هم زیاتې کړې دي. د محصلینو په وینا، که ستونزې ژر حل نه شي، ښايي ګڼ شمېر زده کوونکي د خپلو زده کړو پرېښودو ته اړ شي.

د افغانستان انټرنشنل د دې پوښتنې په ځواب کې چې د محصلینو لومړنۍ او جدي غوښتنه څه ده، عدنان خان وویل چې دواړه هېوادونه دې د زده کوونکو انساني او تعلیمي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او پر کرښه د تګ راتګ لپاره دې عاجلې حل‌لارې ولټوي.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، هر کال لسګونه پاکستاني محصلین د لوړو زده کړو لپاره افغانستان ته ځي، چې ډېری یې د طب محصلین وي.

عدنان خان وايي چې دوی د افغانستان پوهنتونونه ځکه غوره کړي، چې د زده کړو معیار پکې لوړ او لګښتونه یې د پاکستان په پرتله کم دي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۵

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

•
•
•

نور کیسې

تورخم کې موټرچلوونکي: ځيني کسان د ټرانسپورټ په نوم په زور غېرقانوني پیسې غواړي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۰

په تورخم کې د پاکستان لوري لارۍ چلوونکي وايي، چې ځینې کسان په ملکي جامو کې د «ټرانسپورټ یونین» په نوم له دوی څخه غېرقانوني پیسې اخلي او بیا ورک کېږي. سرچینې وايي، چې هره ورځ پر دغه لار تر سلو زیات لوی موټر تګ‌راتګ کوي یا ولاړ وي.

د پاکستان خواته په تورخم کې د لویو موټرو یو شمېر چلونکو د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې یوه ډله کسان په ملکي جامو کې د ټرانسپورټ په نوم له دوی څخه پیسې اخلي.

موټرچلونکي وايي، چې دغه کسان له هر لوی موټر څخه ۱۰۰۰ کالدراي په زور اخلي او دوی مجبور دي، چې ورته ور یې کړي.

د دوی په خبره، په یاده موضوع یې سیمه‌ییز امنیتي او ملکي چارواکي هم خبر کړي؛ خو هغوی د یادو کسانو د پېژندولو انکار کړی.

سرچینو ویلي، چې په تورخم کې څه موده مخکې هم ورته یوه ډله نیول شوې، چې د موټر چلوونکو څخه به یې په زور غېر قانوني پیسې اخیستې؛ خو مخنیوي یې لا په بشپړ ډول نه دی شوی.

موټر چلونکي له امنیتي ادارو غواړي، چې د دې منظمو غېر قانوني پيسو اخیستو پر وړاندې اقدام وکړي او یاد کسان ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته یوه ویډیو لاس پر لاس کېږي، چې څو کسان یو موټر ته ولاړ او د هغوی څخه د پیسو تر اخیستلو وروسته روانېږي.

بل لوري بیا په تورخم کې افغانستان ته تلوونکي کډوال د پاکستاني پولیسو د ناسم چلند، ځورونو او د پيسو له اخیستو شکایتونه کوي.

دغه کډوال وايي، چې پاکستاني پولیس د کارټونو، تذکرو او نورو اسنادو د نه‌درلودو له امله دوی ځوروي او له ۱۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کالدارو پورې پیسې ترې غواړي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه: په ۲۰۲۵ کال کې طالبانو ۱۲۳ پخواني پوځیان وژلي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې د نوي کال په رارسېدو سره د طالبانو له‌خوا د پخوانیو پوځیانو د وژنو، نیونو، شکنجو او جبري ورکېدو په اړه چمتو شوي رپوټ کې ادعا کړې چې دې ډلې په ۲۰۲۵ کال کې په ۲۹ ولایتونو کې د تېر نظام ۱۲۳ پوځیان وژلي دي.

یادې جبهې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۱مه) په خپل دغه راپور کې ویلي چې طالبانو «۱۳۱» نور پوځیان په ۲۰ ولایتونو کې نیولي، شکنجه کړي او په ځینو مواردو کې ورک شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د رپوټ له مخې، طالبانو په کابل کې ۱۹، بلخ کې ۳، کاپیسا کې ۶، پروان کې ۱۵، بغلان کې درې، خوست کې درې، پکتیا کې دوه، پنجشیر کې څلور، بدخشان کې ۱۲، په کندهار کې درې ، جوزجان کې ۶، فاریاب کې ۷، سمنګان کې یو، هلمند کې درې، نوستان کې دوه، په کونړ کې دوه، په تخار کې ۵، ننګرهار کې دوه، بامیان کې دوه، هرات کې یو، غور کې درې، فراه کې دوه، بادغیس کې درې، ارزګان کې یو، لغمان کې دوه، پکتیکا کې یو او سرپل کې یو کس وژلي دي.

د یادې جبهې د راپور له مخې، په پروان کې ۱۶، کاپیسا کې ۱۷، پنجشنیر کې ۲۰، بغلان کې ۵، کندز کې ۷، کابل کې ۱۳، دایکندي کې ۶، بدخشان کې ۵، میدان وردک کې یو، هلمند کې ۱۱، لغمان کې ۴، کندهار کې دوه، په ننګرهار کې یو، سرپل کې یو، تخار کې۴، فاریاب کې ۵، ارزګان کې ۱۱، نورستان کې یو، پکتیکا کې یو او په بادغیس کې دوه نظامیان نیول شوي، شکنجه شوي او حتا ورک کړل شوي دي.

د دغې جبهې په وینا، د طالبانو د وژنو، شکنجې او نیونو په اړه په دغه راپور کې مستندې شوې شمېرې په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې خپرې شوې دي او د دغه راپور د بشپړولو لپاره یې ځینې نور جزئیات او معلومات هم ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه د طالبانو ضد جبهه ده چې وخت ناوخت پر طالبانو د بریدونو ادعاوې کوي.

طالبانو په میدانښار کې د پرېوتې بې پیلوټه الوتکې ټوټې کابل ته ولېږدولې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۲ GMT+۰

په کابل کې سرچینې وايي، چې په میدان وردګ کې د پرېوتې ډرون الوتکې ټوټې د څیړنو لپاره د طالبانو دفاع وزارت ته لیږدول شوې دي. یادې سرچینې وایي، چې دغه ستره ډرون الوته په میدانښار کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو مرکز ته څېرمه غره کې را پرېوتې ده.

په کابل او میدان وردګ ولایت کې دوو سرچینو، چې د طالبانو له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره تړاو لري، وویل چې د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د غورځېدلې ډرون الوتکې ټوټې د پېښې له ځایه کابل ته لیږدول شوې دي.

دغه ډرون الوتکه په میدانښار کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو مرکز ته څېرمه غره کې پرېوتې ده.

د طالبانو ددفاع وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د الوتکې ټوټې دفاع وزارت ته د څیړنو لپاره لېږدول شوې دي».

د طالبانو د ډلې غړو ویلي، چې دغه الوتکه د دوی ځانګړو ځواکونو را غورځولې ده، خو دې ډلې په رسمي ډول د ډرون الوتکې د پرېوتو، نوعیت او اړوند هېواد په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د کندهار ولایت په ربګستان کې هم یوه ډرون الوتکه پرېوتې وه.

د افغانستان په فضا کې د ډېری ډرون الوتکو نسبت د امریکا متحده ایالاتو او په ځینو وختونو کې پاکستان ته کیږي، خو خپله طالبان هم ادعا کوي، چې بې پیلوټه الوتکې لري.

پر طالبانو سربېره پاکستاني طالبان هم په دې وروستیو کې له ډرون څرخکو کار اخلي، خو ددې څرخکو د الوت ارتفاع او واټن کچه کمه ده، چې یوازې په سرحدي سیمو او د نږدې هدفونو په نښه کولو لپاره کارېدای شي.

طالبانو له عمان سره د کابل او مسقط ترمنځ پر مستقیمو الوتنو هوکړه کړې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، چې د دغه وزارت وزیر حمیدالله اخوندزاده عمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ له وزیر سره په لیدنه کې د «کابل – مسقط» ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل کولو په اړه هوکړه کړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د هوايي چلند او ټرانسپورټي همکاریو په برخه کې هر اړخیز بحث شوی، چې په پایله کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي اړیکو د پراختیا په موخه د مستقیمو الوتنو د پیل پر سر توافق شوی.

طالبانو دا اقدام د افغانستان او عمان ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لور «یو مهم ګام» بللی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې د عمان د ټرانسپورټ وزیر د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې هم د همکاریو د پراخولو ډاډ ورکړی، چې ددوی په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانسپورټي اړیکې لا پیاوړې شي.

تر اوسه د دغو مستقیمو الوتنو د پیل د دقیقې نېټې، د الوتنو د شمېر او د هوايي شرکتونو د نومونو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

طالبان وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ۲،۴ میلیونه جریبه ځمکه دولتي تشخیص کړې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون په ۲۰۲۵میلادي کال کې دټول هېواد په کچه۲میلیونه، ۴۶۱زره او ۲۵۲جریبه ځمکه د دولتي ملکیت په توګه تشخیص کړې ده. د نوموړي په وینا، له دې شمېر څخه نږدې ۱ میلیون او ۲۴۰زره جریبه ځمکه مصادره شوې ده.

حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي په۱۱مه، پر ایکس لیکلي چې د غصب شویو ځمکو د څېړنې ځانګړو محکمو په روان کال کې د ۵۶ قضیو ارزونه کړې، چې پکې د دولتي ځمکو، عامه څړځایونو او وقفي ملکیتونو دوسیې شاملې دي.

هغه ویلي چې په همدې موده کې شاوخوا ۱۳،۴ میلیونه جریبه ځمکه په بادغیس، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو کې د څړځایونو په توګه تشخیص او ثبت کړې ده.

طالبانو د دولتي ځمکو د ساتنې او استرداد لپاره یو کمیسیون هم جوړ کړی، چې د هېواد په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او په ټولو ولایتونو کې تخنیکي کمېټې لري. د طالبانو د عدلیې وزارت د تېرې تلې میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان کړی و، چې د دغو پرېکړو د عملي کولو لپاره یې ۲۵۰۰کسیز نظامي واحد هم جوړ کړی دی.

خو د طالبانو له‌خوا د ځمکو د پراخې مصادرې لړۍ په تېرو څلورو کلونو کې د پراخو نیوکو لامل شوې ده. د راپورونو له مخې، یو شمېر مصادره شوي ښارګوټي د پخواني حکومت د چارواکو ملکیتونه بلل کېږي، خو د دغو ښارګوټو ډېری مدعیان دا مهال په افغانستان کې حضور نه لري او د طالبانو ځانګړو محکمو د هغوی په اړه غیابي پرېکړې صادرې کړې دي.

هغه کورنۍ چې په دغو ښارګوټو کې یې کورونه اخیستي، وایي د ځمکو له مصادرې وروسته د خسارې ترلاسه کول ورته نږدې ناممکن شوي، ځکه طالبان هغوی بېرته پلورونکو ته راجع کوي، په داسې حال کې چې ډېری پلورونکي یا له هېواده وتلي او یا هم د لاسرسي وړ نه دي.

په دې وروستیو کې یو شمېر ښاریانو او پانګوالو شرکتونو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د اسنادو په وړاندې کولو سره د طالبانو د عدلیې وزیر د ځمکو په غصب، باج‌اخیستنه او له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تورن کړی دی.

په دغو شکایتونو کې راغلي، چې عبدالحکیم شرعي یو شمېر ځمکې د خپلې مېرمنې، اولادونو او نږدې خپلوانو په نوم ثبت کړې دي. همدارنګه، د کابل د دارالامان د سناتوریم سیمې اوسېدونکو د لړم په ۲۸مه ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر هغوی په زور له خپلو کورونو ایستلي او کورونه یې خپلو خپلوانو او دوستانو ته سپارلي دي.