• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تورخم کې موټرچلوونکي: ځيني کسان د ټرانسپورټ په نوم په زور غېرقانوني پیسې غواړي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۰

په تورخم کې د پاکستان لوري لارۍ چلوونکي وايي، چې ځینې کسان په ملکي جامو کې د «ټرانسپورټ یونین» په نوم له دوی څخه غېرقانوني پیسې اخلي او بیا ورک کېږي. سرچینې وايي، چې هره ورځ پر دغه لار تر سلو زیات لوی موټر تګ‌راتګ کوي یا ولاړ وي.

د پاکستان خواته په تورخم کې د لویو موټرو یو شمېر چلونکو د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې یوه ډله کسان په ملکي جامو کې د ټرانسپورټ په نوم له دوی څخه پیسې اخلي.

موټرچلونکي وايي، چې دغه کسان له هر لوی موټر څخه ۱۰۰۰ کالدراي په زور اخلي او دوی مجبور دي، چې ورته ور یې کړي.

د دوی په خبره، په یاده موضوع یې سیمه‌ییز امنیتي او ملکي چارواکي هم خبر کړي؛ خو هغوی د یادو کسانو د پېژندولو انکار کړی.

سرچینو ویلي، چې په تورخم کې څه موده مخکې هم ورته یوه ډله نیول شوې، چې د موټر چلوونکو څخه به یې په زور غېر قانوني پیسې اخیستې؛ خو مخنیوي یې لا په بشپړ ډول نه دی شوی.

موټر چلونکي له امنیتي ادارو غواړي، چې د دې منظمو غېر قانوني پيسو اخیستو پر وړاندې اقدام وکړي او یاد کسان ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته یوه ویډیو لاس پر لاس کېږي، چې څو کسان یو موټر ته ولاړ او د هغوی څخه د پیسو تر اخیستلو وروسته روانېږي.

بل لوري بیا په تورخم کې افغانستان ته تلوونکي کډوال د پاکستاني پولیسو د ناسم چلند، ځورونو او د پيسو له اخیستو شکایتونه کوي.

دغه کډوال وايي، چې پاکستاني پولیس د کارټونو، تذکرو او نورو اسنادو د نه‌درلودو له امله دوی ځوروي او له ۱۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کالدارو پورې پیسې ترې غواړي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۵

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د تورخم له لارې د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان نه پرېښودلو پرېکړه وغندله

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان ته پراجازې نه ورکولو غبرګون ښودلی او دا یې یو «بې‌ساری» ګام بللی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي په خپل اونيز کنفرانس کې ویلي، چې پاکستان د ملګرو ملتونو په غوښتنه په تورخم کې په بشري مرستو بار لاريو ته دروازه پرانېسته، خو طالبان دغو موټرو ته د اوښتو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانیزي.

تېره ورځ چارشنبه (د مرغومې ۱۰مه) د خیبر پښتونخوا د ګمرکونو چارو مسوولینو ویلي و، چې په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو نهه کانټینره د جمرود ترمینل له لارې د تورخم په لور روان شوي دي.

دغه په خوراکي توکو او درملو بار کانټینرونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اړوند دي.

له تورخم نه ځایي چارواکي ویلي و، چې د دغو کانټینرونو له ډلې ۸ یې د تورخم ترمینل ته رسېدلي او یو کانټینر د لارې د خرابوالي له امله نه‌دی رسېدلی. دوی وایي، د طالبانو تر اجازې وروسته به دغه کانټینرونه د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته ننوځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د اکټوبر له ۱۱مې راهیسې نږدې درې میاشتې کېږي، چې د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

اندرابي: په افغانستان کې بندپاتې ۳۰۶ پاکستانيان بېرته پاکستان ته ستانه شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له افغانستان سره د لارو له بندېدو وروسته سلګونه پاکستانيان لا هم د بېرته ستنېدو لپاره د مرستې غوښتنه کوي، خو تر دې دمه ۳۰۶ تنه پاکستان ته رسېدلي دي.

د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي د سې شنبې په ورځ، مرغومې ۱۱مه، د اونيزې خبري ناستې پر مهال وویل، چې تر اوسه ۱۵زده‌کوونکي او ۲۹۱تنه نور کسان چې په افغانستان کې بند پاتې وو اوکابل کې د پاکستان له سفارت سره یې اړیکه درلوده، په خوندي ډول پاکستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې تر دې مهاله ۱۱۹۹ پاکستاني وګړي د مرستې لپاره کابل کې د پاکستان سفارت ته ورغلي دي. د دغو کسانو له ډلې ۵۴۹ محصلان او ۴۰۲نور کسان دي چې ځینې یې له خپلو کورنیو سره دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د یادې ډلې ډېر شمېر د هوا له لارې بېرته ستانه شوي، او هڅې روانې دي چې پاتې کسان هم ژر تر ژره پاکستان ته ولېږدول شي.

هغه وویل:«د لارو د بندېدو راوروسته زموږ سفارت او کونسلګرۍ په دوامدار ډول له پاکستاني وګړوپه ځانګړي ډول زده‌کوونکو سره په اړیکه کې دي. همدارنګه له افغان چارواکو سره همغږي روانه ده، څو د هغوی خوندیتوب، هوساینه او خوندي بېرته ستنېدل تضمین شي».

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافات هغه وخت زیات شول چې د ۲۰۲۵په اکتوبر کې پاکستان پر کابل او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل او طالبانو یې په غبرګون کې د ډيورنډ کرښې هاخوا غچ اخېستونکي بريدونه وکړل.

د هوکړې او مذاکراتو لپاره طالب او پاکستانی لوری څو ځله سره کیناستل، خو خبرې یې بې پایلې وې.

ټي‌ټي‌پي وایي په ۲۰۲۵ کال کې یې له ۳۸۰۰ ډېر پاکستاني پوځیان وژلي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۰

ټي‌ټي‌پي په خپل کلني رپوټ کې ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ټولټال ۳۵۷۳ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۸۱۸پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه ددغه رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ۲۰۲۵ کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال ګڼل شوی.

په رپوټ کې، چې د پنجشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۱مه د تحریک طالبان پاکستان اړوندو اکاونټونو کې خپور شوی، دغه ډله ادعا کوي چې په همدې موده کې ۳۴۸۱ نور پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي.

ټي‌ټي‌پي همداراز ویلي چې د بریدونو پر مهال ۱۹۶ کسان تښتول شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې د بریدونو تر ټولو لوړ شمېر د اګست په میاشت کې ثبت شوی، چې ۵۵۶ پېښې پکې شاملې دي.

ورپسې جولای میاشت د ۳۶۰، سپټمبر د ۳۵۹ او اکتوبر د ۳۴۹ بریدونو شاهده ښودل شوې.

د رپوټ له مخې، د پاکستان پوځ تر ټولو زیات زیان لیدلی، چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر یې ۳۸۶۷ ته رسېږي. ورپسې د سرحدي ځواکونو ۱۸۹۹، پولیسو ۱۴۰۵ او د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ۲۰۱ تلفات او ټپيان ثبت شوي دي.

له جغرافیایي پلوه، د تحریک طالبان پاکستان د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې تر ټولو زیات بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت کې شوي دي. ټي‌ټي‌پي ویلي چې په شمالي وزیرستان کې یې۲۴۴، جنوبي وزیرستان کې ۲۴۲، بنو کې ۱۹۹، ډېره اسماعیل خان کې ۱۹۸ او لکي مروت کې ۱۱۷ بریدونه کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان همداراز ادعا کړې چې د بلوچستان او پنجاب ایالتونه د بریدونو له پلوه په ورپسې ځایونو کې قرار لري.

په رپوټ کې ویل شوي چې بریدونو د چاودنو، ډله‌ییزو بریدونو، موټر بمونو، لیزري او راکټي بریدونو بڼه لرله او د دغو بریدونو پر مهال د پاکستاني ځواکونو یو شمېر وسلې او پوځي موټر هم د دې ډلې لاس ته لوېدلي دي.

له بلې خوا، د جنوبي اسیا د ترهګرۍ اړوند معلوماتو پورټال ویلي چې پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال تېر کړی دی. د دې رپوټ پر بنسټ، په تېر یوه کال کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي د پېښو پر مهال نږدې څلور زره کسان وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو د طالبانو اداره دا تورونه په پرله‌پسې ډول ردوي.

په ۲۰۲۵کال کې خبریالان او پاکستانۍ رسنۍ له سخت حکومتي سانسور سره مخ وې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د ورځپاڼو د مدیرانو شورا (CPNE) د رسنیو د ازادۍ او څار کمېټې له‌خوا خپور شوی کلنی راپور ښيي، چې دغه هېواد کې رسنۍ او خبریالان له سخت حکومتي کنټرول او سانسور سره مخ وو. دوی وایي، خبریالان په ۲۰۲۵کال کې له سختو جدي ننګوونو او ګواښونو سره هم مخ شوي.

د راپور له مخې؛ دغه ګواښونو کې د خبریالانو وژل کېدل، نیول کېدل، د خیانت قضیو جوړېدل، د خپرونو د جبري بندولو امرونه، د بانکي حسابونو تړل، د ممنوع‌الخروج کسانو په نوملړ کې د خبریالانو نومونو شاملول او د دولتي ادارو د اعلانونو بندول په‌کې شامل وو.

په راپور کې ویل شوي، چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې پنځه خبریالان وژل شوي، شپږ نور د قضیو، نیونو او یا هم د حکومتي اقداماتو سره مخ شوي او درې نور خبریالان د ځورولو هدف ګرځېدلي دي. همدارنګه، په همدې کال کې دوه خبري ناستې بندې شوې، پر دوو رسنیزو دفترونو بریدونه شوي او د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوه جدي پېښې ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي، چې د دې ټولو تر څنګ دوه پراخ ډیجیټلي محدودیتونه او د یوې لانجمنې قانوني مسودې تصویب، د بیان ازادۍ ته درنه ضربه رسولې ده. یو شمېر خبریالان له فوق‌العاده اقداماتو سره هم مخ شوي؛ لکه د ملي پېژندپاڼو ځنډول، د بانکي حسابونو تړل او د ۲۰۱۶کال د «برېښنایي جرمونو د مخنیوي قانون (PECA)» پر بنسټ عدلي تعقیب.

د پاکستانۍ ورځپاڼو د شورا په وینا؛ په ټول پاکستان کې د چاپي او برېښنایي رسنیو خپرېدونکې محتوا تر ډېره یو شان شوې، چې دا حالت په دغه هېواد کې د خپلواک ژورنالېزم د راتلونکي په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.

د همدې وضعیت له امله پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د بې‌پولې خبریالانو (ار‌ اېس اېف) د مطبوعاتو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې شپږ درجې شاته تللی او د ۲۰۲۴کال د ۱۵۲م مقام څخه ۱۵۸م ځای ته لوېدلی دی.

راپور ټینګار کوي، چې د پاکستاني حکومت سخت‌دریځې تګلارې او د PECA قانون جبري او وسیله‌يي کارونه، پر اعلانونو سخت کنټرول، د رسنیو لپاره محدودوونکې لارښوونې او پراخ سانسور، ډېرې ورځپاڼې تړل کېدو ته اړ اېستې دي.

د راپور د لیکوالانو په وینا؛ د یو شمېر لویو رسنیو تحریریه خونې اوس تشې شوې او ګڼو رسنیزو بنسټونو په پراخه کچه د خپلو کارکوونکو ګوښه‌کېدو ته مخه کړې ده.

په تورخم کې د خوړو نړۍوال پروګرام د بشري مرستو موټریز کاروان ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP) د بار وړونکو موټرو یو کاروان چې افغانستان ته يې خوراکي مرستې لېږدولې، د چهارشنبې په ورځ د اداري نيمګړتياوو او د طالبانو د حکومت له‌خوا د اجازې نه‌صادرېدو له امله په تورخم دروازه کې ایسار پاتې دی.

د ورځپاڼې په وينا؛ د همدې ورځې په بهير کې نهه باروړونکي موټرونه چې خوراکي توکي يې لېږدول، د پاکستان د ملي لوژستيکي شرکت (NLC) له جمرود ټرمينل څخه د تورخم پر لور روان شوي وو. له دې ډلې اته موټرونه د تورخم ټرمېنل ته رسېدلي؛ خو يو موټر د انجن د خرابۍ له امله د لنډي کوتل په سيمه کې پاتې شوی.

راپور زياته کړه، د پاکستان د ګمرک چارواکي چمتو وو چې د دغه کاروان د تصفيې چارې په بېړنۍ توګه ترسره کړي؛ خو طالبانو خبر ورکړ چې په جلال‌اباد کې د خوړو نړۍوال پروګرام دفتر لا هم د ملګرو ملتونو د دغه مرستندويه جوپې اړوند لازم معلومات او اسناد ورسره نه‌دي شريک کړي. له همدې امله د پاکستاني چارواکو له‌خوا د ګمرکي تصفيې بهير په لنډمهالي ډول ځنډول شوی دی.

د شته معلوماتو له مخې؛ تمه ده ياد نهه واړه موټرونه چې خوراکي مرستې لېږدوي، نن (پنجشنبه) د طالبانو د حکومت له‌خوا د مثبت ځواب او رسمي خبر تر ترلاسه کېدو وروسته ورته د تګ اجازه ورکړل شي.

دا د اکټوبر له ۱۲مې نېټې راهيسې لومړی ځل دی، چې د تورخم په دروازه کې د ګمرکي تصفيې بهير ترسره کېږي. ډان ورځپاڼه زیاتوي، په همدې لړ کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان ګمرکي چارواکي او د توکو د تصفيې شرکتونو استازي ټوله ورځ په سيمه کې حاضر وو؛ څو د شرايطو په برابرېدو د تصفيې چارې پر مخ يوسي.

د تورخم دروازه لا هم د ټولو سوداګريزو فعاليتونو او پلي تګ راتګ پر مخ تړلې ده او يوازې د افغان وګړو بېرته ستنېدل اسانه شوي دي. پر دغه لاره د بشري مرستو تر څنګ اوس افغان کډوال هم له پاکستان نه اېستل کېږي؛ خو هر ډول سوداګري پرې بنده ده.

له دې سره هم‌مهاله د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر افغان سوداګرو غږ کړی، چې له پاکستان سره دې سوداګریزې اړیکې په بشپړه توګه ختمې کړي او د راکړو ورکړو لپاره دې بدیلې لارې ومومي. افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړي، چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د سیاستونو ښکار دي او درانه مالي زیانونه ورته اوښتي دي.