• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي‌ټي‌پي وایي په ۲۰۲۵ کال کې یې له ۳۸۰۰ ډېر پاکستاني پوځیان وژلي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۰

ټي‌ټي‌پي په خپل کلني رپوټ کې ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ټولټال ۳۵۷۳ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۸۱۸پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه ددغه رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ۲۰۲۵ کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال ګڼل شوی.

په رپوټ کې، چې د پنجشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۱مه د تحریک طالبان پاکستان اړوندو اکاونټونو کې خپور شوی، دغه ډله ادعا کوي چې په همدې موده کې ۳۴۸۱ نور پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي.

ټي‌ټي‌پي همداراز ویلي چې د بریدونو پر مهال ۱۹۶ کسان تښتول شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې د بریدونو تر ټولو لوړ شمېر د اګست په میاشت کې ثبت شوی، چې ۵۵۶ پېښې پکې شاملې دي.

ورپسې جولای میاشت د ۳۶۰، سپټمبر د ۳۵۹ او اکتوبر د ۳۴۹ بریدونو شاهده ښودل شوې.

د رپوټ له مخې، د پاکستان پوځ تر ټولو زیات زیان لیدلی، چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر یې ۳۸۶۷ ته رسېږي. ورپسې د سرحدي ځواکونو ۱۸۹۹، پولیسو ۱۴۰۵ او د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ۲۰۱ تلفات او ټپيان ثبت شوي دي.

له جغرافیایي پلوه، د تحریک طالبان پاکستان د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې تر ټولو زیات بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت کې شوي دي. ټي‌ټي‌پي ویلي چې په شمالي وزیرستان کې یې۲۴۴، جنوبي وزیرستان کې ۲۴۲، بنو کې ۱۹۹، ډېره اسماعیل خان کې ۱۹۸ او لکي مروت کې ۱۱۷ بریدونه کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان همداراز ادعا کړې چې د بلوچستان او پنجاب ایالتونه د بریدونو له پلوه په ورپسې ځایونو کې قرار لري.

په رپوټ کې ویل شوي چې بریدونو د چاودنو، ډله‌ییزو بریدونو، موټر بمونو، لیزري او راکټي بریدونو بڼه لرله او د دغو بریدونو پر مهال د پاکستاني ځواکونو یو شمېر وسلې او پوځي موټر هم د دې ډلې لاس ته لوېدلي دي.

له بلې خوا، د جنوبي اسیا د ترهګرۍ اړوند معلوماتو پورټال ویلي چې پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال تېر کړی دی. د دې رپوټ پر بنسټ، په تېر یوه کال کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي د پېښو پر مهال نږدې څلور زره کسان وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو د طالبانو اداره دا تورونه په پرله‌پسې ډول ردوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

په ۲۰۲۵کال کې خبریالان او پاکستانۍ رسنۍ له سخت حکومتي سانسور سره مخ وې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د ورځپاڼو د مدیرانو شورا (CPNE) د رسنیو د ازادۍ او څار کمېټې له‌خوا خپور شوی کلنی راپور ښيي، چې دغه هېواد کې رسنۍ او خبریالان له سخت حکومتي کنټرول او سانسور سره مخ وو. دوی وایي، خبریالان په ۲۰۲۵کال کې له سختو جدي ننګوونو او ګواښونو سره هم مخ شوي.

د راپور له مخې؛ دغه ګواښونو کې د خبریالانو وژل کېدل، نیول کېدل، د خیانت قضیو جوړېدل، د خپرونو د جبري بندولو امرونه، د بانکي حسابونو تړل، د ممنوع‌الخروج کسانو په نوملړ کې د خبریالانو نومونو شاملول او د دولتي ادارو د اعلانونو بندول په‌کې شامل وو.

په راپور کې ویل شوي، چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې پنځه خبریالان وژل شوي، شپږ نور د قضیو، نیونو او یا هم د حکومتي اقداماتو سره مخ شوي او درې نور خبریالان د ځورولو هدف ګرځېدلي دي. همدارنګه، په همدې کال کې دوه خبري ناستې بندې شوې، پر دوو رسنیزو دفترونو بریدونه شوي او د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوه جدي پېښې ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي، چې د دې ټولو تر څنګ دوه پراخ ډیجیټلي محدودیتونه او د یوې لانجمنې قانوني مسودې تصویب، د بیان ازادۍ ته درنه ضربه رسولې ده. یو شمېر خبریالان له فوق‌العاده اقداماتو سره هم مخ شوي؛ لکه د ملي پېژندپاڼو ځنډول، د بانکي حسابونو تړل او د ۲۰۱۶کال د «برېښنایي جرمونو د مخنیوي قانون (PECA)» پر بنسټ عدلي تعقیب.

د پاکستانۍ ورځپاڼو د شورا په وینا؛ په ټول پاکستان کې د چاپي او برېښنایي رسنیو خپرېدونکې محتوا تر ډېره یو شان شوې، چې دا حالت په دغه هېواد کې د خپلواک ژورنالېزم د راتلونکي په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.

د همدې وضعیت له امله پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د بې‌پولې خبریالانو (ار‌ اېس اېف) د مطبوعاتو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې شپږ درجې شاته تللی او د ۲۰۲۴کال د ۱۵۲م مقام څخه ۱۵۸م ځای ته لوېدلی دی.

راپور ټینګار کوي، چې د پاکستاني حکومت سخت‌دریځې تګلارې او د PECA قانون جبري او وسیله‌يي کارونه، پر اعلانونو سخت کنټرول، د رسنیو لپاره محدودوونکې لارښوونې او پراخ سانسور، ډېرې ورځپاڼې تړل کېدو ته اړ اېستې دي.

د راپور د لیکوالانو په وینا؛ د یو شمېر لویو رسنیو تحریریه خونې اوس تشې شوې او ګڼو رسنیزو بنسټونو په پراخه کچه د خپلو کارکوونکو ګوښه‌کېدو ته مخه کړې ده.

په تورخم کې د خوړو نړۍوال پروګرام د بشري مرستو موټریز کاروان ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP) د بار وړونکو موټرو یو کاروان چې افغانستان ته يې خوراکي مرستې لېږدولې، د چهارشنبې په ورځ د اداري نيمګړتياوو او د طالبانو د حکومت له‌خوا د اجازې نه‌صادرېدو له امله په تورخم دروازه کې ایسار پاتې دی.

د ورځپاڼې په وينا؛ د همدې ورځې په بهير کې نهه باروړونکي موټرونه چې خوراکي توکي يې لېږدول، د پاکستان د ملي لوژستيکي شرکت (NLC) له جمرود ټرمينل څخه د تورخم پر لور روان شوي وو. له دې ډلې اته موټرونه د تورخم ټرمېنل ته رسېدلي؛ خو يو موټر د انجن د خرابۍ له امله د لنډي کوتل په سيمه کې پاتې شوی.

راپور زياته کړه، د پاکستان د ګمرک چارواکي چمتو وو چې د دغه کاروان د تصفيې چارې په بېړنۍ توګه ترسره کړي؛ خو طالبانو خبر ورکړ چې په جلال‌اباد کې د خوړو نړۍوال پروګرام دفتر لا هم د ملګرو ملتونو د دغه مرستندويه جوپې اړوند لازم معلومات او اسناد ورسره نه‌دي شريک کړي. له همدې امله د پاکستاني چارواکو له‌خوا د ګمرکي تصفيې بهير په لنډمهالي ډول ځنډول شوی دی.

د شته معلوماتو له مخې؛ تمه ده ياد نهه واړه موټرونه چې خوراکي مرستې لېږدوي، نن (پنجشنبه) د طالبانو د حکومت له‌خوا د مثبت ځواب او رسمي خبر تر ترلاسه کېدو وروسته ورته د تګ اجازه ورکړل شي.

دا د اکټوبر له ۱۲مې نېټې راهيسې لومړی ځل دی، چې د تورخم په دروازه کې د ګمرکي تصفيې بهير ترسره کېږي. ډان ورځپاڼه زیاتوي، په همدې لړ کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان ګمرکي چارواکي او د توکو د تصفيې شرکتونو استازي ټوله ورځ په سيمه کې حاضر وو؛ څو د شرايطو په برابرېدو د تصفيې چارې پر مخ يوسي.

د تورخم دروازه لا هم د ټولو سوداګريزو فعاليتونو او پلي تګ راتګ پر مخ تړلې ده او يوازې د افغان وګړو بېرته ستنېدل اسانه شوي دي. پر دغه لاره د بشري مرستو تر څنګ اوس افغان کډوال هم له پاکستان نه اېستل کېږي؛ خو هر ډول سوداګري پرې بنده ده.

له دې سره هم‌مهاله د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر افغان سوداګرو غږ کړی، چې له پاکستان سره دې سوداګریزې اړیکې په بشپړه توګه ختمې کړي او د راکړو ورکړو لپاره دې بدیلې لارې ومومي. افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړي، چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د سیاستونو ښکار دي او درانه مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان له زندانونو تر ۳۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۳۴۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د یوې تر دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

په پېښور کې ګڼ افغان کډوال د پورونو له امله د خښتو په بټيو کې ګرو شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د پېښور په شاوخوا کې د «ټیله بند مسکین» په نوم کمپ کې ګڼ افغان کډوال له کلونو راهیسې د خښتو په بټیو کې له سختو شرایطو سره ژوند کوي. دغه کډوال وايي، چې د کمزوري اقتصاد او پورونو له امله په دغو بټیو کې ګرو شوي دي.

د «ټیله بند مسکین» کمپ یو شمېر افغان کډوالو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د یو شمېر بې‌وسه کورنۍ ښځې، نارینه او ماشومان د لږ مزد او سختو شرايطو له امله کار کولو ته اړ شوي.

د کمپ اوسېدونکي وايي، دغه کورنۍ د مجبوریتونو له امله او د خپلو پورونو د ادا کولو لپاره د خښتو په بټیو کې ګرو شوي دي.

د دغه کمپ اوسېدونکی ۴۰ کلن ملا جان د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې تر سختو پورونو لاندې دی او دوی ته اجازه هم نه ورکول کېږي، چې د بټیو د باندي‌ ووځي.

هغه زیاته کړې: «دلته پیدا شوی یم او اوس ۴۰ کان یم، ۲۰ لکه کالداري قرضداره یم، موږ څه وکړو، دلته یې ګرو کړي یو چې باید د کار په بدل کې پور ادا کړو.»

دغه کورنۍ زیاتوي، چې د ناروغۍ د درملنې او نورو ستونزو د حل لپاره هم بهر نه پرېښودل کېږي.

دوی له نړۍوالو او پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي ترڅو له ستونزو خلاص او افغانستان ته ستانه شي.

پښتین: ۲۰۲۵ کال د پنجابي ریاست له‌خوا پر پښتنو د ظالمانه پالیسیو له امله زیانمن کال وو

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د پښتونخوا پر پښتنو ډرون بریدونه، توغندي، جېټ بمبارۍ، ماین چاودنې، په کلیو او کوڅو کې پر ښځو او ماشومانو د پنجابي پوځ ډزې او د مخ پټو وسله‌والو له‌خوا هدفي وژنې ټول د هغو ظلمونو برخه وه چې پر پښتنو ترسره شول.

منظور پښتین د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د ۲۰۲۵ کال د پای ته رسېدو په مناسبت په خپاره کړي بیان کې ادعا کړې، چې د همدې کال په ترڅ کې د پاکستان پوځ پر پښتنو سخت ظلمونه کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي د پاکستان د ناسمـو پالیسیو له‌مخې نیول شوي او ان وژل شوي دي.

پښتین ویلي، چې په همدې کال کې مفتي منیر شاکر، مولانا خانزېب او ګڼ نور پښتانه شخصیتونه وژل شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پښتونخوا غرنۍ سیمې د ډالري جګړې لاندې وې او هره ورځ پرې بریدونه او بمبارۍ کېدلې.

هغه د افغان کډوالو جبري اېستلو ته هم اشاره کړې، چې ښځې او ماشومان په دې پروسه کې له سخت وضعیت سره مخ دي.

منظور پښتین پښتنو ته په پيغام کې ویلي، چې قام او وطن له سخت حالت سره مخ دی او له دې حالت څخه وتل کار او قرباني غواړي.

هغه زیاته کړې: «درنو پښتنو، قام، وطن او تحریک ټول له سختیو سره مخ دي، خو باید د همت او محنت څخه کار واخیستل شي، زموږ د تحریک ملګري او ملت به هېڅکله ستړي او وارخطا نه شي او نه به د بې‌ مانا خلکو په پروپاګنډو خپل وخت ضایع کړي.»

هغه ټینګار کړی، چې د زورواکو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او وایي، د فشارونو، نیونو او ګواښونو سره سره به د حق غوښتنې له دریځه شاته نه شي، بلکې تر هغې به هڅې روانې ساتي څو د ظلم پر وړاندې ودرېږي او د پښتنو د حقونو لپاره خپل غږ ژوندی وساتي.