• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پېښور کې ګڼ افغان کډوال د پورونو له امله د خښتو په بټيو کې ګرو شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د پېښور په شاوخوا کې د «ټیله بند مسکین» په نوم کمپ کې ګڼ افغان کډوال له کلونو راهیسې د خښتو په بټیو کې له سختو شرایطو سره ژوند کوي. دغه کډوال وايي، چې د کمزوري اقتصاد او پورونو له امله په دغو بټیو کې ګرو شوي دي.

د «ټیله بند مسکین» کمپ یو شمېر افغان کډوالو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د یو شمېر بې‌وسه کورنۍ ښځې، نارینه او ماشومان د لږ مزد او سختو شرايطو له امله کار کولو ته اړ شوي.

د کمپ اوسېدونکي وايي، دغه کورنۍ د مجبوریتونو له امله او د خپلو پورونو د ادا کولو لپاره د خښتو په بټیو کې ګرو شوي دي.

د دغه کمپ اوسېدونکی ۴۰ کلن ملا جان د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې تر سختو پورونو لاندې دی او دوی ته اجازه هم نه ورکول کېږي، چې د بټیو د باندي‌ ووځي.

هغه زیاته کړې: «دلته پیدا شوی یم او اوس ۴۰ کان یم، ۲۰ لکه کالداري قرضداره یم، موږ څه وکړو، دلته یې ګرو کړي یو چې باید د کار په بدل کې پور ادا کړو.»

دغه کورنۍ زیاتوي، چې د ناروغۍ د درملنې او نورو ستونزو د حل لپاره هم بهر نه پرېښودل کېږي.

دوی له نړۍوالو او پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي ترڅو له ستونزو خلاص او افغانستان ته ستانه شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

پښتین: ۲۰۲۵ کال د پنجابي ریاست له‌خوا پر پښتنو د ظالمانه پالیسیو له امله زیانمن کال وو

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د پښتونخوا پر پښتنو ډرون بریدونه، توغندي، جېټ بمبارۍ، ماین چاودنې، په کلیو او کوڅو کې پر ښځو او ماشومانو د پنجابي پوځ ډزې او د مخ پټو وسله‌والو له‌خوا هدفي وژنې ټول د هغو ظلمونو برخه وه چې پر پښتنو ترسره شول.

منظور پښتین د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د ۲۰۲۵ کال د پای ته رسېدو په مناسبت په خپاره کړي بیان کې ادعا کړې، چې د همدې کال په ترڅ کې د پاکستان پوځ پر پښتنو سخت ظلمونه کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي د پاکستان د ناسمـو پالیسیو له‌مخې نیول شوي او ان وژل شوي دي.

پښتین ویلي، چې په همدې کال کې مفتي منیر شاکر، مولانا خانزېب او ګڼ نور پښتانه شخصیتونه وژل شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پښتونخوا غرنۍ سیمې د ډالري جګړې لاندې وې او هره ورځ پرې بریدونه او بمبارۍ کېدلې.

هغه د افغان کډوالو جبري اېستلو ته هم اشاره کړې، چې ښځې او ماشومان په دې پروسه کې له سخت وضعیت سره مخ دي.

منظور پښتین پښتنو ته په پيغام کې ویلي، چې قام او وطن له سخت حالت سره مخ دی او له دې حالت څخه وتل کار او قرباني غواړي.

هغه زیاته کړې: «درنو پښتنو، قام، وطن او تحریک ټول له سختیو سره مخ دي، خو باید د همت او محنت څخه کار واخیستل شي، زموږ د تحریک ملګري او ملت به هېڅکله ستړي او وارخطا نه شي او نه به د بې‌ مانا خلکو په پروپاګنډو خپل وخت ضایع کړي.»

هغه ټینګار کړی، چې د زورواکو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او وایي، د فشارونو، نیونو او ګواښونو سره سره به د حق غوښتنې له دریځه شاته نه شي، بلکې تر هغې به هڅې روانې ساتي څو د ظلم پر وړاندې ودرېږي او د پښتنو د حقونو لپاره خپل غږ ژوندی وساتي.

اصف درانی: د افغانستان پرېښودل داسې دي لکه ناروغ چې په «ای سي یو» کې یوازې پرېښودل شي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ هېواد دی او دده په وینا، پرېښودل یې داسې دي« لکه یو ناروغ چې د روغتون د جدي څارنې په څانګه (اې ‌سي‌یو) کې یوازې پرېښودل شي».

هغه پر ایکس پاکستان د افغانستان «مشر ورور» بللی او وړاندیز یې کړی چې اسلام‌اباد باید د پراخ زړه، مهربانۍ او مثبت چلند له لارې د افغانانو ذهن او باور خپل کړي.

اصف دراني لیکلي چې پاکستان باید د دواړو ملتونو، افغانانو او پاکستانیانو، په اړه له منفي او مخالفو لیدلوریو تېر شي او د واقع‌بینانه سیاست له مخې عمل وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې که څه هم په سیمه کې د سولې ټینګښت ښايي اسانه نه وي، خو د هوښیارې او حساب شوې سیاست‌ګرۍ له لارې د سوله‌ییز ګډ ژوند زمینه برابرېدلی شي.

هغه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي که د سیمې «دښمنان» خپلې څو لسیزې زړې تګلارې پرېږدي او مخ پر وړاندې حرکت وکړي، نو د سیمې سترې ستونزې حل کېدای شي.

د پاکستان دغه پخواني استازي زیاته کړې، که څه هم په عمل کې د سولې ترلاسه کول ستونزمن ښکاري، خو په یوه ګډ کور له دوو ویجاړوونکو نړیوالو جګړو وروسته د اروپا بدلېدو دا ثابته کړه چې ناممکن ممکن کېدای شي. هغه خبرداری ورکړی چې د جنوبي اسیا هېوادونه باید د اور د تودوخې د ازمېښت لپاره خپلې ګوتې ونه سوځوي.

اصف درانی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له څو میاشتو ترینګلتیا وروسته، په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي نښې ښکاره شوې دي.

د هند او پاکستان لوړو چارواکو له نښتو وروسته په لومړي ځل په بنګله دېش کې سره وکتل

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۲ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی ‌شنکر د بنګله‌دېش پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا د جنازې مراسمو په څنډه کې د پاکستان د ملي شورا له مشر ایاز صادق سره لیدلي. دا لیدنه د هند او پاکستان ترمنځ له څلور ورځنۍ پوځي نښتې وروسته د ددغو دوو هېوادونو د جګپوړو چارواکو لومړنی مستقیم تعامل بلل کېږي.

تر اوسه د دې لیدنې په تړاو د کومو رسمي یا سیاسي خبرو راپور نه دی خپور شوی او دواړو لوریو دا تماس غیر رسمي بللی دی.

پاکستاني رسنیو په ډاکه کې د ځینو حاضر چارواکو له قوله راپور ورکړی چې جي‌شنکر د ایاز صادق څوکۍ ته ورغی او له هغه سره یې د لاس په ورکولو سره روغبړ وکړ.

ویل کېږي چې د پاکستان د ملي شورا مشر په موسکا سره د هند د بهرنیو چارو وزیر هرکلی وکړ او دواړو لوریو یوازې یو لنډ روغبړ وکړ.

د بنګله‌دېش د لنډمهالي حکومت لوړپوړي سلاکار محمد یونس د چارشنبې په ورځ، د دې لیدنې انځورونه پر ایکس خواله رسنۍ خپاره کړل. هغه په خپل پیغام کې لیکلي: «د پاکستان د ملي شورا مشر سردار ایاز صادق د خالده ضیا د جنازې له مراسمو مخکې، په ډاکه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جي‌شنکر سره روغبړ وکړ.»

هند او پاکستان د روان میلادي کال په مې میاشت کې د څلور ورځو لپاره په پوځي نښته کې ښکېل شول، چې دا د روان کال له تر ټولو اندېښمنوونکو امنیتي تحولاتو څخه ګڼل کېږي.

د دواړو هېوادونو اړیکې د ۱۹۴۷ کال د هند لویې وچې له وېش راهیسې تر ډېره ترینګلې پاتې شوې دي او په ځانګړي ډول د کشمیر پر سر یې څو ځله لنډمهاله جګړې کړې دي.

دواړه هېوادونه اټومي وسلې لري او شنونکي خبرداری ورکوي چې د هند او پاکستان ترمنځ هره پراخه جګړه کولی شي نه یوازې سیمه‌ییزې، بلکې نړیوالې ویجاړوونکې پایلې ولري.

په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۹ کانټینرونه د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د ګمرکونو چارو مسوولین وايي، چې په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو نهه کانټینره د جمرود ترمینل له لارې د تورخم په لور روان شوي دي. د دوی په وینا؛ دغه په خوراکي توکو او درملو بار کانټینرونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اړوند دي.

له تورخم نه ځایي چارواکي وایي، چې د دغه کانټینرونو له ډلې ۸ یې د تورخم ترمینل ته رسېدلي او یو کانټینر د لارې د خرابوالي له امله نه‌دی رسېدلی. دوی وایي، د طالبانو تر اجازې وروسته به دغه کانټینرونه د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته ننوځي.

دوی زیاتوي، د رسمي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به دغه مرستې افغانستان ته ولېږل شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانیزي.

تر دې وړاندې هم د یونېسف اړوند ۷۴ کانټینرونه، د خوړو نړۍوال پروګرام ۶۷ کانټینرونه او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دوه کانټینرونه له بېلابېلو لارو افغانستان ته داخل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د اکټوبر له ۱۱مې راهیسې نږدې درې میاشتې کېږي، چې د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

په پېښور کې د پاکستان پر ضد د څرګندونو له امله افغان کډوال نیول شوی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۸ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې پاکستاني پولیسو هغه افغان کډوال نیولی، چې پر خواله رسنیو یې د پاکستان پر ضد د څرګندونو یوه ویډیو خپره شوې وه. پاکستاني پولیس وایي، نیول شوی افغان «شاه نواز» نومېږي او هغه په یوې ویډیو کې د پاکستان پر ضد څرګندونې کړې وې.

د پولیسو په وینا؛ شاه نواز د داودزي سیمې د «خزانه» کډوالو پنډغالي څخه نیول شوی دی. پولیس زیاتوي، یاد افغان کډوال د پاکستان پر ضد د څرګندونو اعتراف کړی او پر خپلو خبرو یې بښنه هم غوښتې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ تر قانوني پروسې بشپړېدو وروسته به نوموړی افغانستان ته واستول شي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د بشري حقونو فعالان اندېښنه ښيي، چې د جبري ستنولو دغه لړۍ له قانوني ضمانتونو، د بیان ازادۍ او د کډوالو له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې ده؛ خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې دغه اقدام د ملي امنیت او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو په موخه ترسره کېږي.