• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۹ کانټینرونه د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د ګمرکونو چارو مسوولین وايي، چې په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو نهه کانټینره د جمرود ترمینل له لارې د تورخم په لور روان شوي دي. د دوی په وینا؛ دغه په خوراکي توکو او درملو بار کانټینرونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اړوند دي.

له تورخم نه ځایي چارواکي وایي، چې د دغه کانټینرونو له ډلې ۸ یې د تورخم ترمینل ته رسېدلي او یو کانټینر د لارې د خرابوالي له امله نه‌دی رسېدلی. دوی وایي، د طالبانو تر اجازې وروسته به دغه کانټینرونه د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته ننوځي.

دوی زیاتوي، د رسمي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به دغه مرستې افغانستان ته ولېږل شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانیزي.

تر دې وړاندې هم د یونېسف اړوند ۷۴ کانټینرونه، د خوړو نړۍوال پروګرام ۶۷ کانټینرونه او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دوه کانټینرونه له بېلابېلو لارو افغانستان ته داخل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د اکټوبر له ۱۱مې راهیسې نږدې درې میاشتې کېږي، چې د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په پېښور کې د پاکستان پر ضد د څرګندونو له امله افغان کډوال نیول شوی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۸ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې پاکستاني پولیسو هغه افغان کډوال نیولی، چې پر خواله رسنیو یې د پاکستان پر ضد د څرګندونو یوه ویډیو خپره شوې وه. پاکستاني پولیس وایي، نیول شوی افغان «شاه نواز» نومېږي او هغه په یوې ویډیو کې د پاکستان پر ضد څرګندونې کړې وې.

د پولیسو په وینا؛ شاه نواز د داودزي سیمې د «خزانه» کډوالو پنډغالي څخه نیول شوی دی. پولیس زیاتوي، یاد افغان کډوال د پاکستان پر ضد د څرګندونو اعتراف کړی او پر خپلو خبرو یې بښنه هم غوښتې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ تر قانوني پروسې بشپړېدو وروسته به نوموړی افغانستان ته واستول شي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د بشري حقونو فعالان اندېښنه ښيي، چې د جبري ستنولو دغه لړۍ له قانوني ضمانتونو، د بیان ازادۍ او د کډوالو له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې ده؛ خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې دغه اقدام د ملي امنیت او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو په موخه ترسره کېږي.

له نړیوالو بندیزونو سره سره؛ ذبیح‌الله مجاهد وایي سږکال طالب چارواکو ۹۹ بهرني سفرونه لرل

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۷ GMT+۰

له نړۍوالو بندیزونو سره سره، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې سږکال د یادې ډلې د ریاست الوزرا د مرستیالانو او وزیرانو په ګډون د کابینې غړو ۹۹ بهرني سفرونه لرل. نوموړي ویلي، دغه سفرونه د اقتصادي، سوداګریزو او ډیپلوماټیکو اړیکو په موخه شوي دي.

مجاهد دغه څرګندونې نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) پر اېکس پاڼه د طالبانو د فعالیت کلني راپور په خپرولو کړې دي. د راپورونو له مخې؛ د طالبانو ډېری دغه سفرونه د منځنۍ اسیا او خلیج هېوادونو ته شوي دي.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو له ۶۰ څخه زیات غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې سره له دې چې یاده ډله له ګڼو هېوادونو سره ښه راشه درشه لري؛ خو یوازې روسیې سږکال د دوی حکومت په رسميت وپېژنداه.

ذبیح‌الله مجاهد وړاندې کاږلي، چې تېرکال افغانستان ته دوه مېلیونه او ۸۰۰زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د نوموړي له‌خوا په خپور شوي دغه راپور کې راغلي، چې په لویو ښارونو کې یې ۱۰زره او ۶۶۴ سوالګر راټول کړي او په نشه‌یي توکو د ۳۵زره او ۲۲۸ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

له ګاونډیو هېوادونو اېستل شوي افغان فعالان د طالبانو له مستقیم څار او ګواښونو سره مخامخ دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۷ GMT+۰

له ګاونډیو هېوادونو اېستل شوي افغان فعالان وایي، له ایران او پاکستان نه جبري اېستل شوي خبریالان، مدني فعالان او د بشري حقونو مدافعین په افغانستان کې د طالبانو تر سخت څار لاندې دي.

دغه فعالان وایي، د دوی د نیولو لپاره طالبان خواله رسنۍ کاروي او د ښځو په نامه ځانونه د مرستندویه ډلو غړې معرفي کوي. هغه معلومات چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي ښیي، چې خبریالان، مدني فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین او په ځانګړې توګه هغه کسان چې د طالبانو پر ضد اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وه یا په رسنیو کې فعال دي، د طالبانو له‌خوا په پاکستان او ایران کې هم تر سخت څار لاندې دي.

له پاکستان نه تازه اېستل شوې د بشري حقونو یوې فعالې اسیا (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د خواله رسنیو له لارې یوشمېر کسانو یې د ادرس پوښتنه کړې.

نوموړې وویل: « د طالبانو ځينې کسان د ښځو په نامه د واټس اپ ادرسونه لري، دوی په پاکستان او ایران کې مېشت د افغانانو په ګروپونو کې هم فعاله دي. دوی هغه خلک چې مدني اعتراض کوي، د ښځو د حقونو غږ پورته کوي او له رسنیو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کوي څاري او کله چې دوی ډېپورټ شي؛ نو له دغه حسابونو ورسره د همکارۍ لپاره پیغامونه استول کېږي، ماته هم د زهرا په نامه د واټس اپ له لارې یو کس پیغام پرېښی و او د مرستې ژمنه یې کړې وه.»

اسیا زیاته کړه: « زهرا ماسره د ټیلیفون په کرښه خبرې نه کولې او ځان یې راته طالب ضد ښکاره کاوه. هغه ویل، تاته یا د ایران او یا هم د پاکستان ویزه اخلم. یوه ورځ یې راته وویل، چې تاسو به بې‌خرچې یاست زه لږې پېسې درلېږم له شهزاده سرای یې ترلاسه کړئ؛ خو کله چې زه پېسو پسې ولاړم، هلته زما په نوم پېسې نه وې راغلې او له هغه وروسته زما څار پیل شو؛ خو له ډېرو ننګونو وروسته وتوانېدم، چې د طالبانو له څارونکو ورکه شم.»

نوموړې په پاکستان کې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د مدني فعالانو د واټس اپ ګروپ غړې ده، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان فعالانو لپاره جوړ شوی. هغه وایي، د (زهرا) په نوم دغه کس هم په پاکستان کې د افغان کډوالو او فعالانو په ګڼو ګروپونو کې فعال دی.

د افغانستان د ښځو د حقونو یوه بله فعاله مروه (مستعار نوم) چې د ننګرهار اوسېدونکې ده او یوه میاشت وړاندې د پاکستان پولیسو په جبري توګه افغانستان ته واستوله؛ اوس له خپلې کورنۍ لرې په یو پټ ځای کې ژوند کوي. نوموړې افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې رسنیو سره د غږېدو او د ښځو غږ پورته کولو له امله پټ ژوند کوي.

هغې زیاته کړه: « طالبان په ټولو هغه ګرونو کې فعال دي، چې د دوی د نظام پر ضد جوړ شوي دي. هغوی چې د ښځو غږ پورته کوي او په طالبانو نیوکه کوي تر مستقیم څار لاندې دي. دوی په تورخم او سپین بولدک کې څوک نه نیسي؛ بلکې خلک څاري او وروسته یې نیسي، خو که پیدا یې نه‌کړي بیا له ځينو ادرسونو د مرستو وړاندیز کوي او له دې لارې خلک پېدا کوي.»

مروه وایي، چې د واټس اپ له لارې ورته له بېلابېلو ادرسونو د مرستې وړاندیز شوی؛ خو د وېرې له امله یې د مرستو دغه وړاندیز نه‌دی منلی.

یو بل افغان خبریال چې له پاکستان نه افغانستان ته اېستل شوی و، له ورته وضعیت سره مخ و. نوموړی چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې یاد شي وایي: «له نېکه مرغه زه ډېر وخت په افغانستان کې پاتې نه‌شوم، طالبان چې خبرېدل زه بېرته له افغانستان نه وتلی وم.»

ورته مهال د ایران انټرنشنل یوه پلټنه ښيي، چې له ایران نه جبري ستانه شوي افغان کډوال په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا له محاکمې پرته د وژنې، نیونې او شکنجې سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، لږ تر لږه ۶ کسان له محاکمې پرته وژل شوي او ۱۱ نور نیول شوي دي؛ خو ښایي کره شمېره تر دې هم لوړه وي. د وژل شویو کسانو کورنیو ویلي، چې ډېری قربانیان له ایران نه تر جبري اېستنې یوازې څو ورځې وروسته په نښه شوي دي.

همدا ډول ملګرو ملتونو راپور ورکړی، په ۲۰۲۵کال کې ایران او پاکستان نه شاوخوا ۲.۸ مېلیونه افغانان په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې ډېری یې د ناامنیو، بشري حقونو د سرغړونو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ وو.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د جبري راستنېدونکو په ډله کې ښځې، نجونې، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د مدني ټولنې فعالان په ځانګړي ډول له ګواښ سره مخ دي.

دارنګه ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې افغانستان د ګڼو ستنېدونکو لپاره خوندي ځای نه‌دی او د طالبانو تر واک لاندې راستنېدونکي کډوال باید د شکنجې، نیونې او د بشري حقونو د سرغړونو له ګواښ څخه خوندي وساتل شي.

دغه راپورونه د دغه حقیقت ښکارندویي کوي، چې جبري ستانه شوي افغانان نه یوازې اقتصادي او امنیتي فشارونو سره مخ دي؛ بلکې د طالبانو د مستقیم ګواښ او څار لاندې هم ژوند کوي.

طالبان وایي بغلان کې د کرکر له کان څخه هره ورځ ۲۰۰ ټنه سکاره استخراجېږي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د افغانستان په شمال کې د طالبانو د ډبرو سکرو یو شرکت مسوولین وايي، دا مهال د بغلان ولایت د پلخمري ښار د کرکر له کان څخه په منځنۍ کچه هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراج او بازار ته وړاندې کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د یاد شرکت مطبوعاتي مسوول په حواله راپور ورکړی، چې دمګړۍ د بغلان ولایت په پلخمري، تاله‌وبرفک او نهرین ولسوالیو کې نږدې ۴۰۰ کسان د کانونو د کېندنې پر کار بوخت دي او هڅې روانې دي؛ څو د سکرو تولید نور هم زیات شي.

په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ مسولینو تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د دولتي او خصوصي ډبرو سکرو له کانونو څخه هره ورځ شاوخوا زر ټنه سکاره استخراجوي. په بغلان کې د طالبانو د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مشر عبدالله حامد وايي، د افغانستان په شمالي ولايتونو کې ۱۰۲۸ کانونه شته چې له ډلې يې ۳۳ دولتي او پاتې نور خصوصي دي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په سرحدي او شمالي سیمو کې د ډبرو سکرو له لویو کانونو څخه په نامسلکي ډول استخراج دوام لري. په ورته موده کې د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو اصلي ځای پاکستان و؛ خو اوس له نږدې درېیو میاشتو راهیسې د ډیورنډ په کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ ټولې لارې تړلې دي.

تېره ورځ؛ تر ۲زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومي ۱۰مه) خبر ورکړی، پرون له ایران او پاکستان نه ۴۵۰ کورنۍ چې ټول‌ټال ۲۲۵۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، له دغه کډوالو سره یې ۴۷۴زره او ۸۰۰ افغانۍ مالي مرسته هم کړې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د تورخم له لارې ۳۵۲ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۶۲ کورنۍ، د ورېښمو پله له لارې ۱۱ او د اسلام‌کلا له لارې ۲۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.