دغه فعالان وایي، د دوی د نیولو لپاره طالبان خواله رسنۍ کاروي او د ښځو په نامه ځانونه د مرستندویه ډلو غړې معرفي کوي. هغه معلومات چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي ښیي، چې خبریالان، مدني فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین او په ځانګړې توګه هغه کسان چې د طالبانو پر ضد اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وه یا په رسنیو کې فعال دي، د طالبانو لهخوا په پاکستان او ایران کې هم تر سخت څار لاندې دي.
له پاکستان نه تازه اېستل شوې د بشري حقونو یوې فعالې اسیا (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د خواله رسنیو له لارې یوشمېر کسانو یې د ادرس پوښتنه کړې.
نوموړې وویل: « د طالبانو ځينې کسان د ښځو په نامه د واټس اپ ادرسونه لري، دوی په پاکستان او ایران کې مېشت د افغانانو په ګروپونو کې هم فعاله دي. دوی هغه خلک چې مدني اعتراض کوي، د ښځو د حقونو غږ پورته کوي او له رسنیو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کوي څاري او کله چې دوی ډېپورټ شي؛ نو له دغه حسابونو ورسره د همکارۍ لپاره پیغامونه استول کېږي، ماته هم د زهرا په نامه د واټس اپ له لارې یو کس پیغام پرېښی و او د مرستې ژمنه یې کړې وه.»
اسیا زیاته کړه: « زهرا ماسره د ټیلیفون په کرښه خبرې نه کولې او ځان یې راته طالب ضد ښکاره کاوه. هغه ویل، تاته یا د ایران او یا هم د پاکستان ویزه اخلم. یوه ورځ یې راته وویل، چې تاسو به بېخرچې یاست زه لږې پېسې درلېږم له شهزاده سرای یې ترلاسه کړئ؛ خو کله چې زه پېسو پسې ولاړم، هلته زما په نوم پېسې نه وې راغلې او له هغه وروسته زما څار پیل شو؛ خو له ډېرو ننګونو وروسته وتوانېدم، چې د طالبانو له څارونکو ورکه شم.»
نوموړې په پاکستان کې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د مدني فعالانو د واټس اپ ګروپ غړې ده، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان فعالانو لپاره جوړ شوی. هغه وایي، د (زهرا) په نوم دغه کس هم په پاکستان کې د افغان کډوالو او فعالانو په ګڼو ګروپونو کې فعال دی.
د افغانستان د ښځو د حقونو یوه بله فعاله مروه (مستعار نوم) چې د ننګرهار اوسېدونکې ده او یوه میاشت وړاندې د پاکستان پولیسو په جبري توګه افغانستان ته واستوله؛ اوس له خپلې کورنۍ لرې په یو پټ ځای کې ژوند کوي. نوموړې افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې رسنیو سره د غږېدو او د ښځو غږ پورته کولو له امله پټ ژوند کوي.
هغې زیاته کړه: « طالبان په ټولو هغه ګرونو کې فعال دي، چې د دوی د نظام پر ضد جوړ شوي دي. هغوی چې د ښځو غږ پورته کوي او په طالبانو نیوکه کوي تر مستقیم څار لاندې دي. دوی په تورخم او سپین بولدک کې څوک نه نیسي؛ بلکې خلک څاري او وروسته یې نیسي، خو که پیدا یې نهکړي بیا له ځينو ادرسونو د مرستو وړاندیز کوي او له دې لارې خلک پېدا کوي.»
مروه وایي، چې د واټس اپ له لارې ورته له بېلابېلو ادرسونو د مرستې وړاندیز شوی؛ خو د وېرې له امله یې د مرستو دغه وړاندیز نهدی منلی.
یو بل افغان خبریال چې له پاکستان نه افغانستان ته اېستل شوی و، له ورته وضعیت سره مخ و. نوموړی چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې یاد شي وایي: «له نېکه مرغه زه ډېر وخت په افغانستان کې پاتې نهشوم، طالبان چې خبرېدل زه بېرته له افغانستان نه وتلی وم.»
ورته مهال د ایران انټرنشنل یوه پلټنه ښيي، چې له ایران نه جبري ستانه شوي افغان کډوال په افغانستان کې د طالبانو لهخوا له محاکمې پرته د وژنې، نیونې او شکنجې سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، لږ تر لږه ۶ کسان له محاکمې پرته وژل شوي او ۱۱ نور نیول شوي دي؛ خو ښایي کره شمېره تر دې هم لوړه وي. د وژل شویو کسانو کورنیو ویلي، چې ډېری قربانیان له ایران نه تر جبري اېستنې یوازې څو ورځې وروسته په نښه شوي دي.
همدا ډول ملګرو ملتونو راپور ورکړی، په ۲۰۲۵کال کې ایران او پاکستان نه شاوخوا ۲.۸ مېلیونه افغانان په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې ډېری یې د ناامنیو، بشري حقونو د سرغړونو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ وو.
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د جبري راستنېدونکو په ډله کې ښځې، نجونې، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د مدني ټولنې فعالان په ځانګړي ډول له ګواښ سره مخ دي.
دارنګه ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې افغانستان د ګڼو ستنېدونکو لپاره خوندي ځای نهدی او د طالبانو تر واک لاندې راستنېدونکي کډوال باید د شکنجې، نیونې او د بشري حقونو د سرغړونو له ګواښ څخه خوندي وساتل شي.
دغه راپورونه د دغه حقیقت ښکارندویي کوي، چې جبري ستانه شوي افغانان نه یوازې اقتصادي او امنیتي فشارونو سره مخ دي؛ بلکې د طالبانو د مستقیم ګواښ او څار لاندې هم ژوند کوي.