• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسل: د یوې افغانې مېرمنې او درېیو ماشومانو د وژلو پېښه څېړو

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۷ GMT+۰

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرقونسل عبدالجبار تخاري ویلي، د پاکستاني چارواکو سره په ګډه د هغې افغان مېرمنې او د نوموړې د درېیو ماشومانو د موندل شویو جسدونو په اړه هر اړخیزې څېړنې روانې دي چې څو ورځې وړاندې د دغه ښار سهراب ګوټ سیمه کې موندل شوي وو.

عبدالجبار تخاري ویلي، د یادې پېښې عاملین به د قانون له مخې مجازات شي. پاکستاني پولیسو هم ویلي، په دې اوه یې لاهم پلټنې روانې دي؛ څو د پېښې کره لامل په بشپړ ډول روښانه شي.

د پولیسو په وینا؛ د وژل شوې مېرمنې خاوند نجیب‌الله چې د پاکستان د لیه ښار اوسېدونکی دی او په سبزي منډۍ کې کار کوي، نیول شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ د نوموړي له بیان نه داسې برېښي چې پېښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې ده.

تر دې وړاندې پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې ویلي و، چې دا د ځان وژنې پېښه ده. دوه ورځې وړاندې د پاکستان د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ ګنامنډي سیمه کې د یوې افغانې کورنۍ مړي موندل شوي وو، چې مور او د هغې درې واړه ماشومان په‌کې شامل وو. په خپرو شویو انځوورنو کې څلور واړه د کوټې په چت پورې په دار را ځړېدلي ښکاري.

100%

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د لومړي ځل لپاره د هرات–خواف له لارې تر ۴۸۰۰ ټنه ډېر سوداګریز توکي ولېږدول شول

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۰

په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره د هرات–خواف د رېل پټلۍ له لارې په یوه ورځ تر ۴۸۰۰ ټنه ډېر سوداګریز توکي ولېږدول شول.

د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه لاره د دې ظرفیت لري چې هره میاشت له ۱۲۰زره ټنه ډېر او په کال کې له يو نيم مېليون ټنه ډېر توکي ولېږدوي. خبرپاڼه زیاتوي، د هرات–خواف د رېل پټلۍ له لارې به د صادراتو په زياتوالي، د لېږد رالېږد لګښتونو په کمښت او د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي.

تر دې وړاندې د هرات–خواف رېل پټلۍ لپاره د طالبانو مسوولینو ویلي و، له دې لارې هره میاشت نږدې ۵۰ زره ټنه واردات کېږي چې له دې سره واردات پنځه برابره زیات شوي دي.

د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري.

روان کال؛ له افغانستان نه شاوخوا ٢٢ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۳ GMT+۰

په هرات ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، روان کال له افغانستان نه د ۳۰مېلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۲۲ ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د یادې خونې په وینا؛ د دغه صادراتو ۹۰سلنه برخه د هرات ولایت تولیدات جوړوي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایه امر محمدیوسف امین وایي، سږکال له هرات ولایت نه د ۳۳۶زره ډالرو په ارزښت ۳۰۵ کیلو زعفران بهر ته صادر شوي.

ورته مهال په هرات ولایت کې د زعفرانو ځینې شرکتونه وایي، چې د دغه ولایت زعفرانو د اروپایي هېوادونو پام ځان ته را اړولی او هڅه کېږي چې صادرات یې لا پراخ شي.

د دوی په وینا؛ دا مهال د افغانستان زعفران امریکا، اسټرالیا، کاناډا، اروپایي هېوادونو، هند او سعودي عربستان ته صادرېږي.

ورته مهال د افغانستان د زعفرانو ټولنې مشر محمد ابراهیم عادل وایي، چې د زعفرانو د تولید، پروسس او صادراتو په برخه کې د شته ستونزو د حل هڅې روانې دي. دامهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲زره هکټاره ځمکه د زعفران کرلو ته ځانګړې شوې ده.

ملګري ملتونه: افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د طبیعي پېښو له لویو ننګونو سره مخ دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وايي، چې افغانستان هر کال له ګڼو طبیعي پېښو سره مخ کېږي او د اقلیمي بدلونونو اغېزو یې وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لړ کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۲۷زره او ۶۷۹ هغه کورنیو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړې، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې.

دغه سازمان زیاتوي، په دې کې د سړې هوا له کبله د زیانمنو ۶زره او ۹۰۱ کورنیو لپاره ځانګړې ژمنۍ مرستې هم شاملې وې. د کډوالۍ نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د اقلیمي بدلونونو د دوام له امله د بېړنیو مرستو چټکه رسېدنه د اغېزمنو خلکو د ژوند ژغورنې لپاره حیاتي ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان داسې مهال د ۲۰۲۵کال راپور خپروي، چې همدا تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، په ۲۰۲۶کال کې به نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس جوړوي؛ د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۶کال لپاره د ۱۷.۵ مېلیونه کسانو د ملاتړ پلان لپاره ۱.۷۱ مېلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.

ایران کې افغان کډوال د سیم‌کارتونو بندېدو او د بانکي حسابونو تړل کېدو له ستونزو سره مخ دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۰

په وروستیو میاشتو کې یوشمېر افغان کډوال په ایران کې د سیم‌کارتونو بندېدو او بانکي حسابونو د تړل کېدو له ستونزو سره مخ دي. دغه ستونزې چې ډېری وخت د اوسېدو قانوني اسنادو او «فیدا کود» د ثبت له نیمګړتیاوو سره تړاو لري، د کډوالو پر ورځني ژوند او اقتصادي چارو یې منفي اغېز کړی دی.

اېراف خبري اژانس په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په حواله راپور ورکړی، چې موبایل او بانکي حساب د دوی لپاره د کورنۍ سره د اړیکې، د کار د تنظیم او د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو اساسي وسیلې دي؛ خو له خبرداري پرته ناڅاپي بندېدو یې ذهني فشارونه زیات کړي دي.

ډېری افغان کډوال خپلې تنخواوې د بانکي سیسټم له لارې ترلاسه کوي او دغه عاید د ورځني لګښتونو لپاره کاروي. د بانکي حسابونو تړل کېدل دوی د کور کرایې ورکولو او د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

راپور زیاتوي، روڼتیا، کافي معلومات او د ستونزو د حل لپاره یوه روښانه تګلاره کولای شي دغه ستونزې حل کړي. ایران او پاکستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي، چې د طالبانو د بیا ځل واکمنۍ وروسته ګڼ هغه افغانان ور کډه شوي چې په افغانستان کې له امنیتي، اقتصادي او بې‌کارۍ له ستونزو سره مخ وو. خو دغه کډوال په ایران او پاکستان کې له پراخو ستونزو او جبري ستنولو سره مخ دي.

د ایران د پارلمان غړی: سلګونه ایراني موټر چلوونکي د اسلام‌کلا په بندر کې بند پاتې دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د ایران د پارلمان یوه غړي عثمان سالاري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې سلګونه ایراني بار وړونکي موټر چلوونکي د افغانستان پولې ته څېرمه د اسلام‌کلا په بندر کې له ناروښانه وضعیت سره مخ دي.

ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي و، د طالبانو له‌خوا لګېدلي محدودیتونه د دې لامل شوي چې د اسلام‌کلا په بندر کې بار وړونکي موټرونه بند پاتې شي. عثمان سالاري چې د ایران د اسلامي شورا مجلس د قضايي او حقوقي کمېسیون مرستیال هم دی؛ د سې‌شنبې په ورځ د دغه مجلس په ناسته کې وویل، چې د ایراني بار وړونکو موټرو ګڼ شمېر چلوونکي د اسلام‌کلا په بندر کې بند پاتې دي او د هغوی د ستونزو د حل بهیر ورو او بې‌اغېزې روان دی.

نوموړي د ایران او طالبانو ترمنځ سرحدي اړیکو ته په اشارې د ایران د بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د دغه ستونزې د بېړني حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي. هغه خبرداری ورکړی، چې د روان وضعیت دوام کولای شي د موټر چلوونکو ترڅنګ د دواړو هېوادونو سرحدي سوداګرۍ ته هم جدي زیان واړوي.

دغه ایراني استازي همداراز د ایران په خاوره کې د دوغارون بندر ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل، سره له دې چې دغه بندر له افغانستان سره د سوداګرۍ اوږد تاریخ لري؛ خو لا هم له بنسټیزو او جوړښتي ستونزو سره مخ دی او دغه ستونزې نه‌دي هوارې شوې.

تر دې وړاندې هم څو ځله داسې راپورونه خپاره شوي، چې سلګونه ایراني بار وړونکي موټرونه د طالبانو له لوري د افغانستان په خاوره کې درول شوي دي. د دغه وضعیت تر ټولو مهم لاملونه د ګمرکي ستونزو او د بار وړونکو د اسنادو او معیارونو پر سر اختلافات بلل شوی او ورسره جوخت، په سرحدي بندرونو کې د څېړنې او تصفیې بهیر سوکه‌توب هم د یادې ستونزې د دوام له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.