د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارو نه یوازې د ښځو بنسټیز حقونه محدود کړي، بلکې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز جوړښت یې هم په ژوره توګه اغېزمن او بدل کړی دی؛ هغه بدلونونه چې د هېواد پر راتلونکې د اوږدمهاله پایلو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.
اوچا د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په خپل راپور کې ویلي، د طالبانو د ښځو ضد پالیسیو نه یوازې ښځې له زدهکړو او کار څخه منع کړې، بلکې په اقتصاد او عامه ژوند کې یې د دوی ګډون هم محدود کړی دی.
اوچا خبرداری ورکوي، چې د طالبانو لهخوا د ښځو پر ضد پالیسیو پلي کېدو د ښځو د ژوند، بنسټیزو خدماتو او ټولنیز ملاتړ ته لاسرسی په جدي ډول محدود کړی او له دې سره د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي، رواني کړاوونو او ټولنیز فشار خطر هم په بېساري ډول لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر همدارنګه ټینګار کړی، چې افغانستان به په راتلونکي میلادي کال کې هم د نړۍ د بشري ناورینونو په سر کې پاتې شي.
دغه سازمان وایي، چې د جګړې، وچکالۍ، د خوړو ناامنۍ، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدنه او د افغان ښځو او نجونو له عامه ژوند څخه د سیستماټیک اېستلو له امله افغانستان د نړۍ د بشري ناورینونو په سر کې ځای لري.
د اوچا په وینا، ښځې د اقتصادي محرومیت تر ټولو سخت ډولونه تجربه کوي؛ پر ښځو د حقونو دوامدارو محدودیتونو د هغوی ټولنیز او اقتصادي څنډې ته کېدل لا ژور کړی دی.
په همدې لړ کې، د طالبانو د امر بالمعروف قانون شته محدودیتونو ته رسمي بڼه ورکړې او لا سخت دریځه اقدامات یې ور زیات کړي دي، چې له امله یې عامه ځایونو ته د ښځو لاسرسی او په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د هغوی ګډون نور هم کمزوری شوی دی.
د اوچا د شمېرو لهمخې، د ښځو د کار په ځواک کې د ګډون کچه شاوخوا ۶ سلنه ده او ډېری ښځې یوازې په غېر رسمي کورنیو یا د ژوند د تېرولو فعالیتونو پورې محدودې شوې دي.
په ورته وخت کې هغه ښځې چې د خپلو کورنیو مسوولیتونه لري، د تګراتګ، کار موندنې او مرستو ته د لاسرسي په برخه کې د جوړښتي خنډونو په یادولو سره د عاید نشتوالی او د اوسېدو ځای د خپل تر ټولو لوی نه پوره شوي اړتیا په توګه یادوي.
د کورنیو ښځینه مشرانې
اوچا وایي، ښځې په ځانګړې توګه د کورنیو ښځینه مشرانې د معلوماتو او لاسرسي له جدي خنډونو سره مخ دي؛ ځکه چې ۶۶ سلنه د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ د نارینهسرپرستو کورنیو په پرتله نه پوهېږي چې څنګه بشري مرستو ته لاسرسی ومومي.
د معلوماتو د لاسرسي نشتوالی د ښځو په مشرۍ کورنیو لپاره د خوړو او پاکو څښاک اوبو د نشتوالي خطر ۷۹ سلنه لوړ کړی دی.
دغه ستونزې ښيي، چې د لاسرسي محدودیتونه او د معلوماتو کموالی څنګه د ښځو او نجونو پر زیانمن وضعیت منفي اغېز کوي او د بشري مرستو اغېزمنتیا او ځواب ویونه لا پسې کمزورې کوي.
د ساتنې ناورین او جنسیتي پایلې
اوچا په دې راپور کې ټینګار کړی، چې افغانستان له یوه جدي ناورین سره مخ دی، چې دا ناورین د پراخو جبري ستنېدنو، د محدودیتونو زیاتوالي، اقتصادي ستونزو او پرلهپسې طبیعي او اقلیمي افتونو د یوځای فشار له امله لا پسې ژور شوی دی.
اوچا خبرداری ورکړی، چې د ساتنې ګواښونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره په څرګنده توګه زیات شوي دي، ځکه چې رسمي او محلي د ساتنې سیستمونه سخت کمزوري شوي او خدماتو ته لاسرسی لا محدود شوی دی.
دغه سازمان د ښځو او نجونو پر تګراتګ د محدودیتونو په یادولو سره ویلي، چې ۷۷ سلنه ځواب ورکوونکو د کلتوري یا سیاسي لاملونو له امله د تګراتګ د محدودیتونو خبر ورکړی دی. همدارنګه ۷۰ سلنه کورنیو راپور ورکړی چې په داسې سیمو کې ژوند کوي، چې ښځې او نجونې پهکې د ناامنۍ احساس کوي.
سربېره پر دې، ۶۳ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې دوی یا د هغوی خپلوان د ټولنیزو یا حقوقي محدودیتونو له امله له خدماتو څخه محروم شوي دي.
اوچا ټینګار کړی، چې ښځې او ماشومان له تر ټولو سختو ساتندویتي ګواښونو سره مخ دي، چې پهکې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ماشومانو ودونه، د ماشومانو کار، د انسان قاچاق، د کورنیو جلاوالی او رواني فشارونه شامل دي.
د دې سازمان په وینا، د روان میلادي کال په ترڅ کې د ماشومانو ساتنې وضعیت د تېر کال په پرتله لا خراب شوی دی، چې هم د ماشومانو کار او هم د ماشومانو ودونه زیات شوي دي.
د راپور لهمخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ماشومانو د ودونو شمېر ۷۴۶ قضیو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې په تېر کال کې دا شمېر ۳۲۳ قضیې راپور شوې وې.