• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو پر تګلارو د ملګرو ملتونو نیوکه؛د طالبانو له ۴۷۰فرمانونو څخه ۷۹ یې د ښځو پر ضد دي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۷ GMT+۰

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یادې ډلې شاوخوا ۴۷۰ فرمانونه صادر کړي، چې له ډلې یې ۷۹ فرمانونه په مستقیم ډول ښځې او نجونې په نښه کوي. اوچا زیاتوي، چې سږ کال پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لا سخت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارو نه یوازې د ښځو بنسټیز حقونه محدود کړي، بلکې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز جوړښت یې هم په ژوره توګه اغېزمن او بدل کړی دی؛ هغه بدلونونه چې د هېواد پر راتلونکې د اوږدمهاله پایلو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.

اوچا د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په خپل راپور کې ویلي، د طالبانو د ښځو ضد پالیسیو نه یوازې ښځې له زده‌کړو او کار څخه منع کړې، بلکې په اقتصاد او عامه ژوند کې یې د دوی ګډون هم محدود کړی دی.

اوچا خبرداری ورکوي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ضد پالیسیو پلي کېدو د ښځو د ژوند، بنسټیزو خدماتو او ټولنیز ملاتړ ته لاسرسی په جدي ډول محدود کړی او له دې سره د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي، رواني کړاوونو او ټولنیز فشار خطر هم په بې‌ساري ډول لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر همدارنګه ټینګار کړی، چې افغانستان به په راتلونکي میلادي کال کې هم د نړۍ د بشري ناورینونو په سر کې پاتې شي.

دغه سازمان وایي، چې د جګړې، وچکالۍ، د خوړو ناامنۍ، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدنه او د افغان ښځو او نجونو له عامه ژوند څخه د سیستماټیک اېستلو له امله افغانستان د نړۍ د بشري ناورینونو په سر کې ځای لري.

د اوچا په وینا، ښځې د اقتصادي محرومیت تر ټولو سخت ډولونه تجربه کوي؛ پر ښځو د حقونو دوامدارو محدودیتونو د هغوی ټولنیز او اقتصادي څنډې ته کېدل لا ژور کړی دی.

په همدې لړ کې، د طالبانو د امر بالمعروف قانون شته محدودیتونو ته رسمي بڼه ورکړې او لا سخت‌ دریځه اقدامات یې ور زیات کړي دي، چې له امله یې عامه ځایونو ته د ښځو لاسرسی او په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د هغوی ګډون نور هم کمزوری شوی دی.

د اوچا د شمېرو له‌مخې، د ښځو د کار په ځواک کې د ګډون کچه شاوخوا ۶ سلنه ده او ډېری ښځې یوازې په غېر رسمي کورنیو یا د ژوند د تېرولو فعالیتونو پورې محدودې شوې دي.

په ورته وخت کې هغه ښځې چې د خپلو کورنیو مسوولیتونه لري، د تګ‌راتګ، کار موندنې او مرستو ته د لاسرسي په برخه کې د جوړښتي خنډونو په یادولو سره د عاید نشتوالی او د اوسېدو ځای د خپل تر ټولو لوی نه پوره شوي اړتیا په توګه یادوي.

د کورنیو ښځینه مشرانې

اوچا وایي، ښځې په ځانګړې توګه د کورنیو ښځینه مشرانې د معلوماتو او لاسرسي له جدي خنډونو سره مخ دي؛ ځکه چې ۶۶ سلنه د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ د نارینه‌سرپرستو کورنیو په پرتله نه پوهېږي چې څنګه بشري مرستو ته لاسرسی ومومي.

د معلوماتو د لاسرسي نشتوالی د ښځو په مشرۍ کورنیو لپاره د خوړو او پاکو څښاک اوبو د نشتوالي خطر ۷۹ سلنه لوړ کړی دی.

دغه ستونزې ښيي، چې د لاسرسي محدودیتونه او د معلوماتو کموالی څنګه د ښځو او نجونو پر زیان‌من وضعیت منفي اغېز کوي او د بشري مرستو اغېزمنتیا او ځواب‌ ویونه لا پسې کمزورې کوي.

د ساتنې ناورین او جنسیتي پایلې

اوچا په دې راپور کې ټینګار کړی، چې افغانستان له یوه جدي ناورین سره مخ دی، چې دا ناورین د پراخو جبري ستنېدنو، د محدودیتونو زیاتوالي، اقتصادي ستونزو او پرله‌پسې طبیعي او اقلیمي افتونو د یوځای فشار له امله لا پسې ژور شوی دی.

اوچا خبرداری ورکړی، چې د ساتنې ګواښونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره په څرګنده توګه زیات شوي دي، ځکه چې رسمي او محلي د ساتنې سیستمونه سخت کمزوري شوي او خدماتو ته لاسرسی لا محدود شوی دی.

دغه سازمان د ښځو او نجونو پر تګ‌راتګ د محدودیتونو په یادولو سره ویلي، چې ۷۷ سلنه ځواب‌ ورکوونکو د کلتوري یا سیاسي لاملونو له امله د تګ‌راتګ د محدودیتونو خبر ورکړی دی. همدارنګه ۷۰ سلنه کورنیو راپور ورکړی چې په داسې سیمو کې ژوند کوي، چې ښځې او نجونې په‌کې د ناامنۍ احساس کوي.

سربېره پر دې، ۶۳ سلنه ځواب‌ ورکوونکو ویلي چې دوی یا د هغوی خپلوان د ټولنیزو یا حقوقي محدودیتونو له امله له خدماتو څخه محروم شوي دي.

اوچا ټینګار کړی، چې ښځې او ماشومان له تر ټولو سختو ساتندویتي ګواښونو سره مخ دي، چې په‌کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ماشومانو ودونه، د ماشومانو کار، د انسان قاچاق، د کورنیو جلاوالی او رواني فشارونه شامل دي.

د دې سازمان په وینا، د روان میلادي کال په ترڅ کې د ماشومانو ساتنې وضعیت د تېر کال په پرتله لا خراب شوی دی، چې هم د ماشومانو کار او هم د ماشومانو ودونه زیات شوي دي.

د راپور له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ماشومانو د ودونو شمېر ۷۴۶ قضیو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې په تېر کال کې دا شمېر ۳۲۳ قضیې راپور شوې وې.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ندا محمد ندیم: که علما نه وای، نړۍ به نه وای

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د افغانستان د کرنیزو علومو او ټېکنالوژۍ پوهنتون استادانو ته په یوه غونډه کې د زده‌کړو پر اړتیا ټینګار وکړ. ندیم زیاته کړه: «که علما او علم نه وي، نړۍ به نه وي.»

ندیم د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) یوې غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې د نړۍ بقا پر زده‌کړو ولاړه ده.

نوموړي زیاته کړې: «دین تر هغه وخته پورې ادامه لري چې کله علم وي، چې علما او علم موجود وي نړۍ به هم موجوده وي او که علما له‌منځه ولاړل بیا به دا نړۍ ختمېږي او بل وضعیت به رامنځته کېږي.»

ندا محمد ندیم له مسلکي ادارو څخه وغوښتل، چې په بېلابیلو برخو کې داسي ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي، چې د خلکو ستونزې پرې حل شي.

هغه پر ځوانانو غږ وکړ، چې د خپل فکر ساتنه وکړي او پرې نږدي چې ذهنونه یې ناسم افکار تر لاسه کړي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لوړو زده‌کړو وزارت ته په رسېدو سره یې نجونې له لوړو زده‌کړو منع کړې.

د علم او زده‌کړو په تړاو د طالبانو دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې همدې ډلې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې یوازې پر دیني زده‌کړو ټينګار کړی او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر یې بیا د عصري علومو زده‌کړه «مباح» بللې او ورسره جوخت دغې ډلې له شاوخوا ۴ کلونو راهیسې نجونې له منځنۍ، لېسې او لوړو زده‌کړو منع کړي او د راتلونکي لپاره هم ورته هېڅ ډول پلان نه‌لري.

په کندوز کې یو خصوصي شرکت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه کې پانګونه کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۰

طالبانو ویلي، چې د «دوتاڼي» په نوم یو خصوصي شرکت غواړي په کندوز کې د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي. د دوی په وینا، دغه شرکت د یادې پروژې د تطبیق لپاره له طالبانو د ۲۰۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې ده.

د یاد شرکت مسوولینو د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په کندوز کې د طالبانو له والي سره د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تطبیق په پروژه کې د پانګونې پلان شریک کړی.

په کندوز کې د طالبانو د والي‌ دفتر د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د ځمکې د تثبیت په موخه د یو ګډ پلاوي د ټاکلو لارښوونه کړې.

طالبانو زیاته کړې، چې د همدې پروژې په پلي کولو سره به ۱۵ زره کورنیو ته ډاډمنه برېښنا برابره شي.

په ننګرهار، کونړ او لغمان کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د خلکو ژوند ستونزمن کړی

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۰
•
خبرخونه

د ننګرهار، کونړ او لغمان یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلو پېغامونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کړی او وايي، چې پر تورخم د سوداګرۍ له بندېدو وروسته د توکو بیې لوړې شوې دي. د ننګرهار د سوداګرۍ خونې او اصنافو اتحادیې چارواکي د بیو لوړېدل مني.

د ننګرهار اوسېدونکی احمدخان کامران وايي د اوړو، وريجو، غوړیو او بورې په ګډون د خوراکي توکو بیې په وروستیو ورځو کې د پام وړ لوړې شوې دي.

هغه زیاتوي: «موږ غریب‌کار خلک یو او له سخت اقتصادي حالت سره مخ یو، بیې دومره لوړې شوې چې د ورځني مصرف برابرول هم ډېر ګران شوي دي.»

100%

بل‌خوا د لغمان د مهترلام اوسېدونکی وفي‌الله روښان وايي، د بازار اوسنی وضعیت د خلکو لپاره د اندېښنې وړ دی. د هغه په وینا: «اکثره کورنۍ د عاید منبع نه‌لري، خو بیې هره ورځ لوړېږي او هېڅ کنټرول پرې نه‌ښکاري.»

د کونړ اوسېدونکي قاري میراجان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په لېږلي پیغام کې هم د خوراکي توکو د بیو له زیاتوالي شکایت کړی او ویلي یې دي، سوداګر د توکو د کمښت له امله بیې لوړې ساتي.

هغه زیاتوي: " اوس والله که زموږ د یوې بوجۍ اوړو د اخیستو وس کېږي، مجبور یو چې لږ - لږ واخلو، تېره ورځ موږ غوښتل چې لاریون وکړو خو طالبانو اجازه رانه‌کړه".

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو یو مهم لامل له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل دي.

د هغه په وینا، د همدې موضوع په تړاو تېره اوونۍ د ولایت له والي سره ناسته هم شوې ده.

دغه راز، د ننګرهار د اصنافو د اتحادیې یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط تایید کړې، چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

نوموړي ویلي، د پاکستان له لارې د وارداتو بندېدل د بازار پر عرضې مستقیم اغېز کړی او د توکو کمښت یې رامنځته کړی دی.

یو شمېر اقتصادي شنونکو نن سې‌شنبه د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې خبرداری ورکړ، که چېرې د سوداګرۍ لارې بېرته پرانیستل نه‌شي او د بازار د کنټرول لپاره جدي اقدامات و نه‌شي، نو ښايي د خوراکي توکو بیې نورې هم لوړې شي او د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې شي.

حمدالله فطرت: ایران غواړي د افغانستان له لارې له چین او اروپا سره وصل شي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د ایران د رېل پټلۍ ادارې مشر د دوی د رییس الوزرا د اقتصادي‌ مرستیال ملا برادر سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان له لارې د یوې مهمې رېل پټلۍ تطبیقول غواړي. فطرت زیاته کړې، ایران غواړي له دې لارې له چین او اروپا سره وصل شي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) زیاته کړې، د ایران د رېل پټلۍ اداره غواړي د افغانستان له لارې رېل پټلۍ ته پراختیا ورکړي.

د نوموړي په خبره، د ایران د دې ادارې مشر جبار علي ذاکري له ملا برادر سره په لیدنه کې د رېل پلټۍ پروژې د ښه تطبیق‌ په موخه د ګډې کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

فطرت زیاته کړې: «د ایران د رېل پټلۍ ادارې مشر غواړي د افغانستان له لارې رېل پټلۍ ته پراختیا ورکړي. څو د افغانستان د ستراتیژيک موقعیت څخه په استفادې د چین او اروپا سره وصل شي.»

ملا برادر په دې لیدنه کې ویلي، چې د همدې پروژې د ارزښت په اړه یې درې کاله وړاندې د ایران مرستیال ولسمشر ته خبر ورکړی و او اوس هغه هم د ګډې کميټې د عملي کار د ژر پيلېدو غوښتنه کړې.

ایران په کال کې افغانستان ته څلور زره ټنه سیمنټ صادروي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۱ GMT+۰

ایراني چارواکي وايي، چې افغانستان ته هرکال ددغه هېواد څلور زره ټنه سمنټ صادریږي. د ایران د لوېدیزې اسیا د سمنټو فابریکې عمومي رییس د سې شنبې په ورځ وویل چې د دوغارون او اسلام کلا له لارې افغانستان ته د تربت‌جام سمنټو صادرات د ایران غوره عایداتي سرچینه ګرځېدلې.

هغه زیاته کړې چې بېلابېل ودانیز توکي له دوغارون نه افغانستان ته صادریږي او د افغانستان په بازارونو کې یې ښه ځای موندلی دی.

د ایران د تایباد ولسوال ویلي، چې د افغانستان د بیارغونې د بېلابېلو پروژو انجنیران او سوداګر د ایران ودانیزو توکو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د اړتیا ډېره برخه یې له دوغارون څخه انتقالیږي.

جمشیدي زیاته کړه چې دا مهال د ایران له ۶۰ سلنې زیات توکي د دوغارون له لارې افغانستان ته صادرېږي او دوغارون افغانستان ته د ایراني توکو د داخلېدو تر ټولو مهمه دروازه ده.

هغه زیاته کړه، هره ورځ له زرو زیات باروړونکي موټر، چې ایراني او بهرني توکي لېږدوي، د اسلام‌کلا او دوغارون له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي، چې دده په وینا، دا د افغانستان په بازارونو کې د ایراني توکو د محبوبیت ښکارندویي کوي.