د راپور له مخې، سږکال د کوکنارو کرکېله ۱۰ زرو هکتارو ته راټیټه شوې چې دا د افغانستان په تاریخ کې له ټیټو کچو څخه ده. خو په بدخشان، کندوز او بلخ کې شاوخوا ۸۵سلنه کورنیو ویلي چې د کوکنارو عاید یې نه دی بدل شوی او یا یې یوازې لږ بدیل موندلی دی.
په راپور کې راغلي، که څه هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله کرکېله له ۲۳۲ زرو هکتارو څخه په ډراماتیک ډول راکمه شوې، خو فصلونه له سویلي سیمو څخه شمال ته اوښتي، چیرې چې د طالبانو مستقیم کنټرول کم بلل کېږي.
راپور زیاتوي، چې ډېری بزګرانو دغنمو او نورو غلو کرکیلې ته مخه کړې، خو اقتصادي توپیر ډېر لوړ دی. د راپور له مخې، هر هکتار غنم نږدې ۷۷۰ډالره عاید لري، خو له کوکنارو څخه همدا اندازه ځمکه نږدې ۱۰زره ډالره عاید ورکوي.
د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر خبرداری ورکوي، چې دغه تاوان نه یوازې پر کورنیو، بلکې پر کلیوالو بازارونو او ټول اقتصاد منفي اغېز کړی او خلک یې د فقر او خوراکي ناامنۍ له جدي خطر سره مخ کړي.
اداره وړاندیز کوي، چې بزګر دې لوړو ارزښت لرونکو بدیلو فصلونو ته وهڅول شي لکه زعفران، بادام، پسته، درملیز بوټي، زردالو او انګور چې د افغانستان د وچ اقلیم لپاره مناسب دي.
راپور ښيي چې د اپیم تولید سږکال ۳۲ سلنه راکم شوی او ۲۹۶ ټنو ته رسېدلی او د بزګرانو عایدات له ۲۶۰ میلیونو څخه ۱۳۴ میلیونو ډالرو ته راټیټ شوي دي. سره له دې، ۹۵ سلنه بزګرانو ویلي چې د قانون له امله یې کوکنار پرېښي دي.
بل لور ته، اداره وایي چې د سنتیتیک نشهيي توکو په ځانګړي ډول مېتامفېټامین تولید او قاچاق زیات شوی، ځکه د تولید اسانتیا او د اقلیم بدلونونو پر وړاندې یې مقاومت زیات دی.
راپورټینګار کوي، چې د مخدره توکو پر ضد مبارزه باید یوازې اپیم ته محدوده نه وي او باید سنتیتیک مواد هم پکې شامل شي، همدارنګه پر بدیلو عایداتو، مخنیوي، درملنې او نړیوالې همکارۍ تمرکز وشي.
ادارې همداراز ویلي، چې وچکالۍ، د باران کمښت او د شاوخوا ۴ میلیونه بېرته ستنو شوو کډوالو فشار د کار پر بازار او سرچینو سیالي زیاته کړې، دا بزګران هڅوي چې د کوکنارو کرکېلې ته زړه ښه کړي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د دې بحران حل اوږدمهاله پانګونې، سیمهییز ملاتړ او د نړیوالو شریکانو ګډې هڅې غواړي.