ندا محمد ندیم: که علما نه وای، نړۍ به نه وای

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د افغانستان د کرنیزو علومو او ټېکنالوژۍ پوهنتون استادانو ته په یوه غونډه کې د زدهکړو پر اړتیا ټینګار وکړ. ندیم زیاته کړه: «که علما او علم نه وي، نړۍ به نه وي.»

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د افغانستان د کرنیزو علومو او ټېکنالوژۍ پوهنتون استادانو ته په یوه غونډه کې د زدهکړو پر اړتیا ټینګار وکړ. ندیم زیاته کړه: «که علما او علم نه وي، نړۍ به نه وي.»
ندیم د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) یوې غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې د نړۍ بقا پر زدهکړو ولاړه ده.
نوموړي زیاته کړې: «دین تر هغه وخته پورې ادامه لري چې کله علم وي، چې علما او علم موجود وي نړۍ به هم موجوده وي او که علما لهمنځه ولاړل بیا به دا نړۍ ختمېږي او بل وضعیت به رامنځته کېږي.»
ندا محمد ندیم له مسلکي ادارو څخه وغوښتل، چې په بېلابیلو برخو کې داسي ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي، چې د خلکو ستونزې پرې حل شي.
هغه پر ځوانانو غږ وکړ، چې د خپل فکر ساتنه وکړي او پرې نږدي چې ذهنونه یې ناسم افکار تر لاسه کړي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لوړو زدهکړو وزارت ته په رسېدو سره یې نجونې له لوړو زدهکړو منع کړې.
د علم او زدهکړو په تړاو د طالبانو دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې همدې ډلې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې یوازې پر دیني زدهکړو ټينګار کړی او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر یې بیا د عصري علومو زدهکړه «مباح» بللې او ورسره جوخت دغې ډلې له شاوخوا ۴ کلونو راهیسې نجونې له منځنۍ، لېسې او لوړو زدهکړو منع کړي او د راتلونکي لپاره هم ورته هېڅ ډول پلان نهلري.