د پېښور په زندۍ کمپ کې یو شمېر افغان کډوالو د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بېبرخي شوي او د پاکستان حکومت هر څه پرې بند کړي دي.
د پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې د اسناد لرونکو او بېاسناده افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی او دوی وایي، د پېښور په زندۍ کمپ کې چې یو وخت زرګونه افغانې کورنۍ پهکې میشتې وې، اوس یوازې څو سوه کورنۍ پاتې دي او ډېری یې یا دا ځای پرېښی او یا په جبري ډول افغانستان ته لېږدول شوي دي.
سپين ږیری حضرت ګل چې له ډېرې مودې راهیسې په دې کمپ کې اوسېږي وایي، حکومت ورباندې هر څه بند کړي: «موږ څو سوه کوره پاته یو، برېښنا، اوبه او هر څه یې راباندې بند کړي، ایا موږ مسلمانان نه یو؟ موږ د پاکستان څخه غوښتنه کوو چې پر موږ رحم وکړي.»
دغه افغان کډوال وایي، چې افغانستان ته تللي کورنۍ هلته له سخت حالت سره مخ دي او دوی ته په دوامدره توګه خبر ورکوي، چې په افغانستان کې د ژوند امکانات محدود دي.
ظابط خان د دې کمپ د یوې بلې افغان کډوالې کورنۍ مشر دی، د هغه په خبره، په دې پنډغالي کې یې شاوخوا ۴۵ کاله تېر کړي او اوس یې حکومت په زور باسي.
هغه زیاته کړې: «دلته راغلی یم ږیره مي سپينه شوه، موږ دلته ۴۵ کاله په خوشحالۍ تېر کړل، اوس حکومت د ښوونځيو څوکۍ لا هم یوړې او ماشومان په ژمي کې پر ځمکه ناست دي، د حکومت څخه غواړو چې زموږ سره ګذاره وکړي.»
افغان کډوال وايي، چې په دې کمپ کې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې لکه برېښنا، د څښاک پاکې اوبه او روغتیایي خدمات له تېرو څو اوونیو راهیسې بند شوي دي، چې له امله یې پاتې کورنۍ له ګڼو ستونزو او سختیو سره مخ دي.
د راپورونو پربنسټ، ښوونځي تړل شوي، ماشومان له زدهکړو محروم شوي او د ژمي په دې سړه هوا کې کورنۍ له تاوانه ډک حالت سره لاس او ګرېوان دي.
زندۍ کمپ کې پاتې افغان کډوال زیاتوي، چې دا مهال له نامعلوم برخلیک، بېسرپناهۍ او ناروغیو سره مخ دي او همداراز د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه سخت اندېښمن دي، خو لا هم هیله لري چې نړۍوالې ادارې، د بشري حقونو سازمانونه او د پاکستان چارواکي به د دوی ستونزو ته پام وکړي او یو انساني حللاره ورته ومومي.