• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د طبیعي پېښو له لویو ننګونو سره مخ دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وايي، چې افغانستان هر کال له ګڼو طبیعي پېښو سره مخ کېږي او د اقلیمي بدلونونو اغېزو یې وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لړ کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۲۷زره او ۶۷۹ هغه کورنیو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړې، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې.

دغه سازمان زیاتوي، په دې کې د سړې هوا له کبله د زیانمنو ۶زره او ۹۰۱ کورنیو لپاره ځانګړې ژمنۍ مرستې هم شاملې وې. د کډوالۍ نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د اقلیمي بدلونونو د دوام له امله د بېړنیو مرستو چټکه رسېدنه د اغېزمنو خلکو د ژوند ژغورنې لپاره حیاتي ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان داسې مهال د ۲۰۲۵کال راپور خپروي، چې همدا تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، په ۲۰۲۶کال کې به نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس جوړوي؛ د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۶کال لپاره د ۱۷.۵ مېلیونه کسانو د ملاتړ پلان لپاره ۱.۷۱ مېلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران کې افغان کډوال د سیم‌کارتونو بندېدو او د بانکي حسابونو تړل کېدو له ستونزو سره مخ دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۰

په وروستیو میاشتو کې یوشمېر افغان کډوال په ایران کې د سیم‌کارتونو بندېدو او بانکي حسابونو د تړل کېدو له ستونزو سره مخ دي. دغه ستونزې چې ډېری وخت د اوسېدو قانوني اسنادو او «فیدا کود» د ثبت له نیمګړتیاوو سره تړاو لري، د کډوالو پر ورځني ژوند او اقتصادي چارو یې منفي اغېز کړی دی.

اېراف خبري اژانس په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په حواله راپور ورکړی، چې موبایل او بانکي حساب د دوی لپاره د کورنۍ سره د اړیکې، د کار د تنظیم او د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو اساسي وسیلې دي؛ خو له خبرداري پرته ناڅاپي بندېدو یې ذهني فشارونه زیات کړي دي.

ډېری افغان کډوال خپلې تنخواوې د بانکي سیسټم له لارې ترلاسه کوي او دغه عاید د ورځني لګښتونو لپاره کاروي. د بانکي حسابونو تړل کېدل دوی د کور کرایې ورکولو او د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

راپور زیاتوي، روڼتیا، کافي معلومات او د ستونزو د حل لپاره یوه روښانه تګلاره کولای شي دغه ستونزې حل کړي. ایران او پاکستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي، چې د طالبانو د بیا ځل واکمنۍ وروسته ګڼ هغه افغانان ور کډه شوي چې په افغانستان کې له امنیتي، اقتصادي او بې‌کارۍ له ستونزو سره مخ وو. خو دغه کډوال په ایران او پاکستان کې له پراخو ستونزو او جبري ستنولو سره مخ دي.

د ایران د پارلمان غړی: سلګونه ایراني موټر چلوونکي د اسلام‌کلا په بندر کې بند پاتې دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د ایران د پارلمان یوه غړي عثمان سالاري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې سلګونه ایراني بار وړونکي موټر چلوونکي د افغانستان پولې ته څېرمه د اسلام‌کلا په بندر کې له ناروښانه وضعیت سره مخ دي.

ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي و، د طالبانو له‌خوا لګېدلي محدودیتونه د دې لامل شوي چې د اسلام‌کلا په بندر کې بار وړونکي موټرونه بند پاتې شي. عثمان سالاري چې د ایران د اسلامي شورا مجلس د قضايي او حقوقي کمېسیون مرستیال هم دی؛ د سې‌شنبې په ورځ د دغه مجلس په ناسته کې وویل، چې د ایراني بار وړونکو موټرو ګڼ شمېر چلوونکي د اسلام‌کلا په بندر کې بند پاتې دي او د هغوی د ستونزو د حل بهیر ورو او بې‌اغېزې روان دی.

نوموړي د ایران او طالبانو ترمنځ سرحدي اړیکو ته په اشارې د ایران د بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د دغه ستونزې د بېړني حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي. هغه خبرداری ورکړی، چې د روان وضعیت دوام کولای شي د موټر چلوونکو ترڅنګ د دواړو هېوادونو سرحدي سوداګرۍ ته هم جدي زیان واړوي.

دغه ایراني استازي همداراز د ایران په خاوره کې د دوغارون بندر ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل، سره له دې چې دغه بندر له افغانستان سره د سوداګرۍ اوږد تاریخ لري؛ خو لا هم له بنسټیزو او جوړښتي ستونزو سره مخ دی او دغه ستونزې نه‌دي هوارې شوې.

تر دې وړاندې هم څو ځله داسې راپورونه خپاره شوي، چې سلګونه ایراني بار وړونکي موټرونه د طالبانو له لوري د افغانستان په خاوره کې درول شوي دي. د دغه وضعیت تر ټولو مهم لاملونه د ګمرکي ستونزو او د بار وړونکو د اسنادو او معیارونو پر سر اختلافات بلل شوی او ورسره جوخت، په سرحدي بندرونو کې د څېړنې او تصفیې بهیر سوکه‌توب هم د یادې ستونزې د دوام له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.

طالبانو په هرات کې په عامه سړکونو د رېکشاوو پر تګ‌راتګ بندیز ولګاوه

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د ترافیک مدیریت اداره وايي، د راتلونکې شنبې د مرغومي ۱۳مې څخه به په هرات ښار کې د عامه او ګڼې ګوڼې سړکونو پر ټولو برخو د رېکشاوو تګ‌راتګ بند شي. د دې ادارې د معلوماتو له‌مخې، دا بندیز به پر ټولو اسناد لرونکو او بې‌اسناده رېکشاوو تطبیق شي.

د طالبانو تر واک لاندې د هرات د ترافیکو مشر مولوي شېرمحمد حجازي د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) د طالبانو اړوند امید راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې دا پرېکړه د هرات پر سړکونو د ډېرې ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د ترافیکي‌ پېښو د کمولو لپاره شوې

هغه زیاته کړه، هغه لارې او ځایونه یې مشخص کړي چې په‌کې د رېکشاوو تګ‌رانګ بند شوی او که چلوونکي له دې امر څخه سرغړونه وکړي، رېکشا به ترې ضبط شي.

د هرات د طالبانو د ترافیک مدیر په وینا، اوس مهال شاوخوا «۱۰۰ زره رېکشاوې» په دې ښار کې فعالیت کوي، خو هرات بیا د پنځه زره رېکشاو ظرفیت لري.

د هرات ښاروالۍ د لیندۍ له ۱۵مې نېټې څخه د رېکشا تګ محدود کړی و.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپور له‌مخې، د طالبانو والی پرون په هرات کې د ولایت په کچه په یوه ناسته کې پرېکړه وکړه، چې رېکشا یوازې کولی شي له ښار څخه د وتلو لپاره د ټاکل شویو لارو څخه تګ وکړي.

د هرات د ترافیکو مشر دا هم ویلي، چې د دې اوونۍ له پیل څخه به په هرات کې د ښي لاس موټرو تګ‌راتګ هم منع شي او یوازې هغه وخت به د فعالیت اجازه ورکړل شي، چې مالکین یې نوي اسناد ترلاسه کړي.

د هرات رېکشا چلوونکي د طالبانو د دې پرېکړې په اړه وايي، چې د مساپرو وړل یوازینۍ لاره ده چې د دوی د ژوند لګښتونه پوره کولی شي او د دې بندیز عملي کول به دوی بې‌کار کړي.

د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته ګڼ شمېر دولتي کارکوونکو په ځانګړي ډول پخواني امنیتي کسان له خپلو دندو ګوښه شوي یا اړ شوي چې استعفا ورکړي. ځینې له دوی څخه لږ لګښت او کم عاید لرونکو کارونو ته مخه کړې، لکه د رېکشا چلول او په لویو ښارونو کې د ورځني مزدورۍ کار کول.

پاکستان د زندۍ کمپ کې د افغان کډوالو په نږدې اته سوه کورنیو اوبه، برېښنا او ښوونځي تړلي دي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۳ GMT+۰

پاکستان پر افغان کډوالو د خپلو فشارونو په دوام دا ځل د زندۍ په کمپ کې پر شاوخوا ۸۰۰ کورنیو اوبه او برېښنا بنده کړې او ښوونځي یې ورته تړلې دي. په کمپ کې مېشتې افغان کورنۍ وایي، چې د ژمي په سړه هوا کې د نامعلوم برخلیک سره د ژوند سخت حالت تېروي.

د پېښور په زندۍ کمپ کې یو شمېر افغان کډوالو د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخي شوي او د پاکستان حکومت هر څه پرې بند کړي دي.

د پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې د اسناد لرونکو او بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی او دوی وایي، د پېښور په زندۍ کمپ کې چې یو وخت زرګونه افغانې کورنۍ په‌کې میشتې وې، اوس یوازې څو سوه کورنۍ پاتې دي او ډېری یې یا دا ځای پرېښی او یا په جبري ډول افغانستان ته لېږدول شوي دي.

سپين ږیری حضرت ګل چې له ډېرې مودې راهیسې په دې کمپ کې اوسېږي وایي، حکومت ورباندې هر څه بند کړي: «موږ څو سوه کوره پاته یو، برېښنا، اوبه او هر څه یې راباندې بند کړي، ایا موږ مسلمانان نه یو؟ موږ د پاکستان څخه غوښتنه کوو چې پر موږ رحم وکړي.»

دغه افغان کډوال وایي، چې افغانستان ته تللي کورنۍ هلته له سخت حالت سره مخ دي او دوی ته په دوامدره توګه خبر ورکوي، چې په افغانستان کې د ژوند امکانات محدود دي.

ظابط خان د دې کمپ د یوې بلې افغان کډوالې کورنۍ مشر دی، د هغه په خبره، په دې پنډغالي کې یې شاوخوا ۴۵ کاله تېر کړي او اوس یې حکومت په زور باسي.

هغه زیاته کړې: «دلته راغلی یم ږیره مي سپينه شوه، موږ دلته ۴۵ کاله په خوشحالۍ تېر کړل، اوس حکومت د ښوونځيو څوکۍ لا هم یوړې او ماشومان په ژمي کې پر ځمکه ناست دي، د حکومت څخه غواړو چې زموږ سره ګذاره وکړي.»

افغان کډوال وايي، چې په دې کمپ کې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې لکه برېښنا، د څښاک پاکې اوبه او روغتیایي خدمات له تېرو څو اوونیو راهیسې بند شوي دي، چې له امله یې پاتې کورنۍ له ګڼو ستونزو او سختیو سره مخ دي.

د راپورونو پربنسټ، ښوونځي تړل شوي، ماشومان له زده‌کړو محروم شوي او د ژمي په دې سړه هوا کې کورنۍ له تاوانه ډک حالت سره لاس او ګرېوان دي.

زندۍ کمپ کې پاتې افغان کډوال زیاتوي، چې دا مهال له نامعلوم برخلیک، بې‌سرپناهۍ او ناروغیو سره مخ دي او همداراز د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه سخت اندېښمن دي، خو لا هم هیله لري چې نړۍوالې ادارې، د بشري حقونو سازمانونه او د پاکستان چارواکي به د دوی ستونزو ته پام وکړي او یو انساني حل‌لاره ورته ومومي.

قزاقستان افغانستان ته د غنمو صادرات د پام وړ زیات کړي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۰

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ځنډېدلې دي، قزاقستان د افغانستان لپاره د غنمو د صادراتو د چټک زیاتوالي خبر ورکړ. د قزاقستان د کرنې وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو دوو میاشتو کې د دې هېواد غنم افغانستان ته تر ۳۶ سلنه زیات صادر شوي دي.

د قزاقستان د رسنیو د راپور له‌مخې، د افغانستان لپاره د غنمو صادرات له ۱۹۰ زره ټنه څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.

اوس مهال د افغانستان د غلو دانو د اړتیاوو یوه لویه برخه د مرکزي اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه له قزاقستان څخه پوره کېږي. له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو کې د خنډونو له رامنځته کېدو وروسته له مرکزي اسیا څخه واردات زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې او ټرانزیټ لارې له دوو میاشتو راهيسي تړل شوې دي.

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتوالي سره د غنمو او اوړو مصرف هم مخ په زیاتېدو دی، ځکه چې وچه ډوډۍ د خلکو اصلي خوراکي‌ توکي یادېږي.

قزاقستان په سیمه کې د غنمو او غلو دانو یو له لویو تولیدونکو څخه دی.

د قزاقستان د رېل پټلۍ د معلوماتو له‌مخې، د هېواد د کرنې وزارت له‌خوا خپاره شوي چې قزاقستان د سپټمبر څخه تر نومبر پورې ۳.۹ میلیونه ټنه غله صادره کړې ده. دا د تېر کال په ورته موده کې د ۳.۴ میلیون ټنو صادراتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی.

د قزاقستان د غلو د صادراتو ټولییز ظرفیت شاوخوا ۱۳ میلیونه ټنه اټکل شوی او د دې هېواد محصولات ۴۵ هېوادونو ته صادرېږي.

د قزاقستان د کرنې وزارت یوه چارواکي صفروف ویلي، چې د غلو صادرات د دې هېواد د کورني بازار د ثبات لپاره مهمه ونډه لري، ځکه قزاقستان د خپل داخلي اړتیا دوه تر درې برابره غله تولیدوي او اړتیا لري چې خپل اضافي تولید صادر کړي.