• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي بغلان کې د کرکر له کان څخه هره ورځ ۲۰۰ ټنه سکاره استخراجېږي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د افغانستان په شمال کې د طالبانو د ډبرو سکرو یو شرکت مسوولین وايي، دا مهال د بغلان ولایت د پلخمري ښار د کرکر له کان څخه په منځنۍ کچه هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراج او بازار ته وړاندې کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د یاد شرکت مطبوعاتي مسوول په حواله راپور ورکړی، چې دمګړۍ د بغلان ولایت په پلخمري، تاله‌وبرفک او نهرین ولسوالیو کې نږدې ۴۰۰ کسان د کانونو د کېندنې پر کار بوخت دي او هڅې روانې دي؛ څو د سکرو تولید نور هم زیات شي.

په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ مسولینو تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د دولتي او خصوصي ډبرو سکرو له کانونو څخه هره ورځ شاوخوا زر ټنه سکاره استخراجوي. په بغلان کې د طالبانو د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مشر عبدالله حامد وايي، د افغانستان په شمالي ولايتونو کې ۱۰۲۸ کانونه شته چې له ډلې يې ۳۳ دولتي او پاتې نور خصوصي دي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په سرحدي او شمالي سیمو کې د ډبرو سکرو له لویو کانونو څخه په نامسلکي ډول استخراج دوام لري. په ورته موده کې د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو اصلي ځای پاکستان و؛ خو اوس له نږدې درېیو میاشتو راهیسې د ډیورنډ په کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ ټولې لارې تړلې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ؛ تر ۲زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومي ۱۰مه) خبر ورکړی، پرون له ایران او پاکستان نه ۴۵۰ کورنۍ چې ټول‌ټال ۲۲۵۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، له دغه کډوالو سره یې ۴۷۴زره او ۸۰۰ افغانۍ مالي مرسته هم کړې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د تورخم له لارې ۳۵۲ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۶۲ کورنۍ، د ورېښمو پله له لارې ۱۱ او د اسلام‌کلا له لارې ۲۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسل: د یوې افغانې مېرمنې او درېیو ماشومانو د وژلو پېښه څېړو

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۷ GMT+۰

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرقونسل عبدالجبار تخاري ویلي، د پاکستاني چارواکو سره په ګډه د هغې افغان مېرمنې او د نوموړې د درېیو ماشومانو د موندل شویو جسدونو په اړه هر اړخیزې څېړنې روانې دي چې څو ورځې وړاندې د دغه ښار سهراب ګوټ سیمه کې موندل شوي وو.

عبدالجبار تخاري ویلي، د یادې پېښې عاملین به د قانون له مخې مجازات شي. پاکستاني پولیسو هم ویلي، په دې اوه یې لاهم پلټنې روانې دي؛ څو د پېښې کره لامل په بشپړ ډول روښانه شي.

د پولیسو په وینا؛ د وژل شوې مېرمنې خاوند نجیب‌الله چې د پاکستان د لیه ښار اوسېدونکی دی او په سبزي منډۍ کې کار کوي، نیول شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ د نوموړي له بیان نه داسې برېښي چې پېښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې ده.

تر دې وړاندې پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې ویلي و، چې دا د ځان وژنې پېښه ده. دوه ورځې وړاندې د پاکستان د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ ګنامنډي سیمه کې د یوې افغانې کورنۍ مړي موندل شوي وو، چې مور او د هغې درې واړه ماشومان په‌کې شامل وو. په خپرو شویو انځوورنو کې څلور واړه د کوټې په چت پورې په دار را ځړېدلي ښکاري.

100%

طالبان: د لومړي ځل لپاره د هرات–خواف له لارې تر ۴۸۰۰ ټنه ډېر سوداګریز توکي ولېږدول شول

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۰

په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره د هرات–خواف د رېل پټلۍ له لارې په یوه ورځ تر ۴۸۰۰ ټنه ډېر سوداګریز توکي ولېږدول شول.

د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه لاره د دې ظرفیت لري چې هره میاشت له ۱۲۰زره ټنه ډېر او په کال کې له يو نيم مېليون ټنه ډېر توکي ولېږدوي. خبرپاڼه زیاتوي، د هرات–خواف د رېل پټلۍ له لارې به د صادراتو په زياتوالي، د لېږد رالېږد لګښتونو په کمښت او د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي.

تر دې وړاندې د هرات–خواف رېل پټلۍ لپاره د طالبانو مسوولینو ویلي و، له دې لارې هره میاشت نږدې ۵۰ زره ټنه واردات کېږي چې له دې سره واردات پنځه برابره زیات شوي دي.

د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري.

روان کال؛ له افغانستان نه شاوخوا ٢٢ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۳ GMT+۰

په هرات ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، روان کال له افغانستان نه د ۳۰مېلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۲۲ ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د یادې خونې په وینا؛ د دغه صادراتو ۹۰سلنه برخه د هرات ولایت تولیدات جوړوي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایه امر محمدیوسف امین وایي، سږکال له هرات ولایت نه د ۳۳۶زره ډالرو په ارزښت ۳۰۵ کیلو زعفران بهر ته صادر شوي.

ورته مهال په هرات ولایت کې د زعفرانو ځینې شرکتونه وایي، چې د دغه ولایت زعفرانو د اروپایي هېوادونو پام ځان ته را اړولی او هڅه کېږي چې صادرات یې لا پراخ شي.

د دوی په وینا؛ دا مهال د افغانستان زعفران امریکا، اسټرالیا، کاناډا، اروپایي هېوادونو، هند او سعودي عربستان ته صادرېږي.

ورته مهال د افغانستان د زعفرانو ټولنې مشر محمد ابراهیم عادل وایي، چې د زعفرانو د تولید، پروسس او صادراتو په برخه کې د شته ستونزو د حل هڅې روانې دي. دامهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲زره هکټاره ځمکه د زعفران کرلو ته ځانګړې شوې ده.

ملګري ملتونه: افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د طبیعي پېښو له لویو ننګونو سره مخ دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وايي، چې افغانستان هر کال له ګڼو طبیعي پېښو سره مخ کېږي او د اقلیمي بدلونونو اغېزو یې وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لړ کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۲۷زره او ۶۷۹ هغه کورنیو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړې، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې.

دغه سازمان زیاتوي، په دې کې د سړې هوا له کبله د زیانمنو ۶زره او ۹۰۱ کورنیو لپاره ځانګړې ژمنۍ مرستې هم شاملې وې. د کډوالۍ نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د اقلیمي بدلونونو د دوام له امله د بېړنیو مرستو چټکه رسېدنه د اغېزمنو خلکو د ژوند ژغورنې لپاره حیاتي ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان داسې مهال د ۲۰۲۵کال راپور خپروي، چې همدا تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، په ۲۰۲۶کال کې به نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس جوړوي؛ د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۶کال لپاره د ۱۷.۵ مېلیونه کسانو د ملاتړ پلان لپاره ۱.۷۱ مېلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.