• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د تورخم له لارې د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان نه پرېښودلو پرېکړه وغندله

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان ته پراجازې نه ورکولو غبرګون ښودلی او دا یې یو «بې‌ساری» ګام بللی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي په خپل اونيز کنفرانس کې ویلي، چې پاکستان د ملګرو ملتونو په غوښتنه په تورخم کې په بشري مرستو بار لاريو ته دروازه پرانېسته، خو طالبان دغو موټرو ته د اوښتو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانیزي.

تېره ورځ چارشنبه (د مرغومې ۱۰مه) د خیبر پښتونخوا د ګمرکونو چارو مسوولینو ویلي و، چې په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو نهه کانټینره د جمرود ترمینل له لارې د تورخم په لور روان شوي دي.

دغه په خوراکي توکو او درملو بار کانټینرونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اړوند دي.

له تورخم نه ځایي چارواکي ویلي و، چې د دغو کانټینرونو له ډلې ۸ یې د تورخم ترمینل ته رسېدلي او یو کانټینر د لارې د خرابوالي له امله نه‌دی رسېدلی. دوی وایي، د طالبانو تر اجازې وروسته به دغه کانټینرونه د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته ننوځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د اکټوبر له ۱۱مې راهیسې نږدې درې میاشتې کېږي، چې د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په ۲۰۲۵ کال کې د نشه‌یي توکو پر ضد تر ۱۰ زرو ډېر عملیات شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۰

طالبان وایي، چې په تېر ۲۰۲۵ کال کې یې د نشه‌یي توکو د تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې ۱۰زره او ۵۹۹عملیات کړي دي.

د یادې ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۱مه پر ایکس ولیکل، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د نشه‌یي توکو لسګونه لابراتوارونه ویجاړ شوي، چې پکې ۳۱د الکولي مشروباتو، ۹د «تابیلټ کا» او ۴۷۷د مخدره توکو د پروسس لابراتوارونه شامل دي.

هغه زیاتوي چې د دغو عملیاتو په لړ کې د نشه‌یي توکو لوی مقدار هم نیول شوی، چې ۵۵۵ کیلوګرامه هیرویین، ۲۳۲ کیلوګرامه مورفین، شاوخوا ۳۲ټنه تاریاک، ۳۳ ټنه چرس، له درې ټنو زیات مېتامفتامین او نږدې څلور ټنه الکولي مشروبات پکې شامل وو.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د نشه‌یي درملو زرګونه ګولۍ، لکه میتادون او تابیلټ کا، هم نیول شوې او د نشه‌یي توکو په تولید کې کارېدونکي سلګونه ټنه کیمیاوي مواد ضبط شوي دي.

دوی زیاتوي، چې په تېر کال کې یې د چرسو او کوکنارو نږدې ۱۹زره او ۷۶۱هکټاره کښتونه هم له منځه وړي دي.

طالبانو په داسې حال کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې خبره کوي چې لا هم د دې ډلې پر غړو د نشه یي توکو د قاچاق او کاروبار تورونه دي.

د تېر لړم په میاشت کې د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ګوښه شوي معین محمد قاسم خالد غوښتل د هغو طالب چارواکو نومونه افشا کړي، چې د نشه‌یي توکو په پلور او قاچاق کې لاس لري.

د سرچینو په وینا، قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د اونیزې انسجام غونډې پر مهال ویلي وو چې د یادو چارواکو بشپړ نوملړ ورسره شته او غواړي دا معلومات په رسمي ډول د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته وسپاري.

طالبانو محمد قاسم خالد د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په ۲۲مه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د معین په توګه وټاکه، خو ۲۸ورځو وروسته یې له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د اصلاحي کمېسیون پخوانی رییس عبدالرحمن منیر وګوماره.

طالبان وایي چې د ۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یې د اوروژنې ۸ نوي وسایط پیرلي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست ویلي چې د هېواد د ګمرکونو د خوندیتوب د لوړولو لپاره یې د څه باندې ۲ میلیونه او ۳۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اور وژنې ۸ نوي وسایط پېرلي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې د پنحشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۱مه) یې خپره کړې، راغلي، دا وسایط چې په ۲۰۲۵ کال کې تولید شوي، هر یو یې د ۱۰ زره لېټره اوبو د ځایولو ظرفیت لري او د اور لګېدنې پر مهال د بیړنیو حالاتو په مهار کې مهم رول لوبولی شي.

دغه وسایط به د حیرتان، اقینې، ننګرهار، هرات، فراه، نیمروز او کندهار په ګمرکونو کې فعال شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دا پروژه د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د دولت- دولت تړون له لارې عملي شوې او لګښت یې د طالبانو د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې ورکړل شوی دی.

اتریش د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، چې اتریش د راستنېدونکو افغان کډوالو د لاسنیوي په موخه یو میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده. یاده اداره زیاتوي چې په دې مالي مرستې سره به افغان راستنېدونکو ته د بیا مېشتېدنې لپاره اړینې مرستې چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په وینا، د اتریش دا سخاوتمندانه مرسته به سږ کال د دې ادارې د ساتنې او خوندیتوب خدمتونه پیاوړي کړي، څو کورنۍ وکولای شي په خوندي ډول او له انساني کرامت سره سم خپلو سیمو ته ستنې شي.

ملګري ملتونه وایي، د یادو مرستو له لارې به راستنېدونکو کورنیو ته د سرپناه، بنسټیزو اړتیاوو، حقوقي ملاتړ او ټولنیزو خدمتونو د برابرولو په برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي، چې له بې‌وزلۍ، ناامنۍ او بیا ځلي بې‌ځایه کېدو څخه خوندي پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ټینګار کوي، چې د نړیوالو شریکانو دوامدار ملاتړ د افغانستان د بشري وضعیت د ښه والي لپاره حیاتي دی او دا ډول مرستې د زرګونو افغان کورنیو د خوندي او باعزته راستنېدنې زمینه برابروي.

په میدان ‌وردګ ولایت کې یوه ډرون الوتکه غورځېدلې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۰

د میدان‌وردګ ولایت مرکز کې یوه ډرون الوتکه راغورځېدلې، چې د ځايي سرچینو په وینا، له نورو ډرون الوتکو سره د جسامت له مخې توپیر کوي. یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه الوتکه د نورو الوتکو په پرتله لویه ده.

د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۱مه ، په میدان وردګ ولایت کې محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت په مرکز کې یوه ډرون الوتکه را غورځېدلې، خو دا روښانه نه ده، چې د کوم هېواد اړوند ده.

طالبانو ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه ډرون الوتکه میدان ښار ته څېرمه را غورځېدلې ده.

سرچینې وویل، چې «ډرون پخپله راغورځېدلې، خو تر اوسه روښانه نه ده، چې د امریکا او که د پاکستان اړوند ده».

د سرچینې په وینا، دغه ډرون الوتکه تر نورو ډرونونو لویه ده او داهم معلومه نه ده، چې په څه هدف کارول کېده.

له دې وړاندې د کندهار په ریګستان کې هم یوه ډرون الوتکه را پرېوتې وه، خو څرګنده نه شوه، چې د کوم هېواد اړوند وه.

په تېرو دریو ورځو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله ۱۲ افغانان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، چې په تېرو دریو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو واورو، ورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۲کسان مړه او ۱۱نور ټپیان شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه ولایتونو کې ۲۷۴ کورونه په بشپړ ډول او ۱۵۵۸نور په نیمه ډول ویجاړ شوي دي.

همداراز، د ورښتونو او سیلابونو له امله اته جوماتونه، ۱۰۷۱ څاه‌ګانې او کاریزونه او نږدې ۱۳۹۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

د طالبانو د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په ټولیز ډول ۱۸۵۰ کورنۍ زیانمنې شوې او ۲۱۹ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. خو تر دې مهاله د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د سرپناه، خوړو او روغتیايي اسانتیاوو په اړه روښانه او عملي پلان نه دی اعلان شوی.

بل‌خوا، په هرات ولایت کې ځايي سرچینې وایي، چې په اوبې ولسوالۍ کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي. د هرات د ولایت مقام طالب ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي ویلي، چې دا پېښه د سختو بارانونو له امله شوې او په ترڅ کې یې یوې ښځې او څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

زیانمن شوي کسان وایي چې دا ډول پېښې هر کال تکرارېږي، خو د ګواښ د مخنیوي، د زړو کورونو د پیاوړتیا، د اوبو د مهار او خلکو ته پر وخت د خبر ورکولو لپاره اغیزناک ګامونه نه دي اخیستل شوي.

د فراه ولایت اوسېدونکی او د یوه ښوونځي استاد نصیر احمدي، چې د سختو ورښتونو له امله یې د کور دوه خونې ویجاړې شوي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: « د بشري ناورینونو پر وړاندې یوازې د تلفاتو اعلانول کافي نه دي،بلکې داد طالبانو مسوولیت دی چې د پېښو له رامنځته کېدو مخکې چمتووالی ولري او له پېښو وروسته پر وخت مرستې برابرې کړي.»

په داسې حال کې چې ډېری زیانمنې کورنۍ له ژمي، بې‌وزلۍ او د کار نشتوالي له ستونزو سره مخ دي، د طبیعي پېښو دا لړۍ د خلکو ژوند لا پسې له ګواښ سره مخ کړی دی.