• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: له افغانستان سره ډېپلوماټیکې لارې فعالې او اړیکې شته دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې له طالبانو سره د پاکستان ډېپلوماټیکې لارې لا هم فعالې دي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې شته دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تېره ورځ د پاکستان پوځ افغانستان د «ترهګرو او غیر دولتي وسله‌والو مرکز» وباله.

په دې وروستیو کې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي.

پاکستان پرله‌پسې له طالب چارواکو غوښتي چې د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره د تایید وړ اقدامات وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره وکارول شي، خو طالبانو ویلي، چې پاکستاني طالبان د پاکستان داخلي مساله ده او په افغانستان کې وسله والې ډلې نشته.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو کلونو له تر ټولو خونړیو پوځي نښتو وروسته څو مهمې لارې وتړلې، خو وروسته طالبانو هم له دې لارو د سوداګرۍ مسیر بدل کړ او له نورو هېوادونو سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي نن پنجشنبه د اونیزې خبري غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

هغه وویل: «له افغانستان څخه راټوکېدلې ترهګریزې پېښې د پاکستان لپاره بنسټیزه اندېښنه ده۔ زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.»

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پوځ څرګندونې بې منطقه وګڼلې او ویې ویل، چې باید خپلو داخلي مسایلو ته ځیر شي.

اندرابي زیاته کړه: «موږ د افغان چارواکو له لوري لیکلي، د تایید وړ او عملي ضمانتونه غواړو. له دې لیکلو ژمنو پرته د ترهګرۍ ستونزه نه شي حل کېدای.»

هغه وویل چې د ترهګرۍ حل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پام وړ ښه کېدو لامل شي. نوموړي زیاته کړه، چې «پاکستان او افغانستان نورې کومې لویې دوه اړخیزې شخړې نه لري».

د افغانستان د پراخ سیمه‌ییز رول په اړه، نوموړي وویل چې «افغانستان دا مهم ظرفیت لري چې د سیمې په کچه په یوه مرکز (هاب) بدل شي.»

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۶مه، ویلي و په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې. پر دې سربېره د پوځ ویاند د افغانستان د قومونو سلنې هم اعلان کړې، چې د شنونکو په باور، د افغانستان په چارو کې مداخله ګڼل کېدای شي.

ډېر لیدل شوي

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی
۱

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۲

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۳
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۴

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۵

د یوټیوب فعالیت لپاره د طالبانو جواز؛ کونړي یوټیوبران یې د عاید پر وړاندې خنډ بولي