بېځایه شویو کورنیو رسنیو ته ویلي، له تیراه څخه تر باړې بازار پورې له سلو کیلومترو زیات اوږد او ستړي سفرونه کوي چې په دې لاره کې ښځې، ماشومان او عمر خوړلي کسان تر ټولو ډېر له ستونزو سره مخ کېږي. دغه کورنیو پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې باړې بازار ته تر رسېدو وروسته دوی د باغ، دوا توی او پندي چینې د نوملیکنې په مرکزونو کې په ساعتونو ساعتونو د ژمي دې یخ موسم کې انتظار کوي. دوی وایي، دغه مرکزونو کې د څښاک اوبو او خوړو هېڅ درک نه لګېږي.
بېځایه شویو کسانو د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي هم شکایت کړی او ویلي یې دي، چې ناروغانو ته اړین درمل او لومړنۍ درملنه نهده برابره شوې. دوی زیاتوي، چې له تیراه څخه باړې، جمرود او پېښور ته د روانو وسایطو اوږده کتارونه هم د نوملیکنې په مرکزونو او هم په امنیتي پوستو کې لیدل کېدل چې له امله یې خلک اړ کېدل ساعتونه په بېصبرۍ سره خپل وار ته انتظار وباسي.
د تازه رسېدلو بېځایه شویو په وینا؛ د باغ د نوملیکنې په مرکز کې د نوبت لپاره د ټوکن ترلاسه کولو درې تر څلورو ساعتونو وخت نیوه او تر هغه وروسته، څلور تر پنځه نور ساعتونه د امنیتي تصفیې په پوستو کې تېرېدل. دوی وویل، یو شمېر کورنۍ چې خپل ټول شته مالونه یې په بوجیو کې تړلي او پر موټرو یې بار کړي وو اړې شوې چې شپه په پندي چینه کې په بشپړې بېوسۍ او ناچارۍ کې تېره کړي.
د خلکو په وینا؛ پندي چینه د نوملیکنې وروستۍ نقطه وه، چې دوی به نیمهشپه د وروستي بایومتریک ثبت لپاره ورته رسېدل؛ هغه هم تر هغه وروسته چې د نوملیکنې او امنیتي تصفیې له«کړاوه ډک» بهیر یې باید تېر کړی وي.
ډېری بېځایه شویو خبرداری ورکړی، که چېرې تخلیه په همدې ناوړه شرایطو کې دوام وکړي؛ نو دا به یوه ستره انساني فاجعه رامنځته کړي. د دوی په باور؛ اړوند چارواکو تر اوسه د ناورین ژورتیا نهده درک کړې او د نوملیکنې مرکزونه له لږ تر لږه بنسټیزو اسانتیاوو بېبرخې دي.
بېځایه شویو کورنیو د ژمنه شوې ټرانسپورتي کرایې د ورکړې له ځنډه هم شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د ولسوالۍ اداره او د ایالتي ناورین مدیریت ادارې (PDMA) په پیل کې هغوی ته «تش ټوکنونه» ورکړي وو او یوازې د فشار او اعتراض وروسته یې د پیسو نیمه برخه ورکړه.
یوه بېځایه شوي ډان ته ویلي، چې د نوملیکنې د مرکزونو د کارکوونکو چلند دوستانه او همکارانه نه و او هغوی په تونده لهجه د بېوسه کورنیو له هر ډول مرستې او لارښوونې ډډه کوله.
ځینو بېځایه شویو ادعا کړې، چې په خپلو سیمو کې فعالې ناقانونه وسلهوالې ډلې سلګونه کورنۍ په عملي توګه یرغمل کړې دي او د وسایطو په جبري درولو سره یې خلک اړ کړي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. د دوی په وینا؛ د پاکستان امنیتي ادارې د تیراه بېلابېلو سیمو ته د خوړو او نورو اړینو توکو د لېږد اجازه نه ورکوي، تر څو خلک اړ شي ژر تر ژره سیمه پرېږدي. ځايي اوسېدونکي وایي، دغه اقدام د وسلهوالو پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د چمتووالي لپاره ترسره کېږي.
ځايي سرچینې وایي، ډېری کورنۍ د وسایطو د سخت کمښت له امله د لېږد له جدي ستونزو سره مخ دي؛ په داسې حال کې چې ډېری موټرچلوونکو کرایې په بېساري ډول لوړې کړې دي. همدارنګه، د لار باغ او بار باغ مرکز بازارونو هټۍوال شکایت کوي، چې د ګودامونو د نشتوالي له امله نهشي کولای خپل توکي باړې ته ولېږدوي. دوی زیاتوي، چې خپلې کورنۍ یې باړې ته لېږدولې؛ خو خپله د توکو د تنظیم او خوندي لېږد لپاره لا هم په تیراه کې پاتې دي.
تیراه کې د سرچینو په وینا؛ ډېری تازه بېځایه شوي د خپلو خپلوانو په کورونو کې مېشت شوي او یو شمېر نور په باړې کې شخصي کورونه لري. خو د دولتي ادارو له لوري د بدیلو استوګنیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله، یو شمېر کورنۍ اړې شوې چې د باړې بازار ته څېرمه د قمرباد په سیمه کې کورونه او دوکانونه په کرایه ونیسي.
په همدې حال کې د باړې سیاسي اتحاد او د سوداګرو ټولنې د ولسوالۍ له ادارې او د ایالتي ناورین مدیریت ادارې نه غوښتنه کړې، چې د تیراه د بېځایه شویو کورنیو د زیاتېدونکي بهیر د سمبالښت لپاره په باړې او جمرود کې کمپونه جوړ کړي. د سرچینو په وینا؛ هره ورځ له ۴۵۰ تر ۵۰۰ پورې بېځایه شوې کورنۍ باړې ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځ پرېکړه کړې څو د پاکستاني طالبانو غورځنګ د ځپلو لپاره په تیراه کې پوځي عملیات پیل کړي او غواړي یاده سیمه له دې ډلې پاکه کړي. د یادې درې اوسېدونکو په وار وار د پاکستان د پوځ د دغه عملیاتو مخالفت کړی او ان قومي مشرانو د پوځ په ګډون د «ټيټيپي» له مشرانو سره په دې تړاو جرګې هم وکړې؛ خو کومه پایله یې ور نه کړه.
ځايي قومي مخور وېره لري، چې د پاکستان پوځ په دغه عملیاتو کې به د وسلهوالو ډلو سره د جګړو له امله د دوی سیمه نوره هم د ناخوالو قرباني شي.