• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: مرکزي حکومت نن هم ایف سي ار قانون په نوې بڼه کاروي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۱ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپریدي د سرحدي جرایمو د پخوانۍ لایحې (ایف‌سي‌ار)پر اغېزو نیوکه کړې او وايي، چې دغه قانون د انصاف پر ځای د وېرې، وحشت او ټولنیزو سزاګانو پر بنسټ ولاړ و. د هغه په وینا، اوس هم دغه قانون د پنجاب او مرکزي حکومت له خوا په بله بڼه پلي کیږي.

اپریدي د پنجشنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د فرنټیر کرایمز ریګولیشن تر سیوري لاندې خلکو ته د خپلو حقونو د دفاع اجازه نه ورکول کېده، دولتي استازی به هم قاضي و، هم شاهد او هم جلاد. د هغه په وینا، هر ډول سیاسي اختلاف به بغاوت ګڼل کېده او د خلکو غږ به په زور غلی کېده.

سهيل اپریدي زیاته کړه، « نن ورځ چې د پنجاب او مرکزي حکومت له خوا د سیاسي مخالفینو او د بیان د ازادۍ پر ضد کوم اقدامات ترسره کېږي، هغه د همدغه پخواني قانون د یوې نوې بڼې انعکاس دی».

نوموړي وویل، سیاسي اختلاف جرم ګرځول، نیونې، تشدد او د احتجاجي جلسو پر وړاندې بندیزونه هغه لارې دي چې پخوا د(ایف‌سي‌ار) تر نوم لاندې کارول کېدې او اوس په ټول هېواد کې عملي شوي دي.

ایف سي ار قانون د بریټانیايي هند د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی و، چې تر دې وروستیو پورې په قبایلي پښتون میشتو سیمو کې پلی کېده.

اعلی وزیر دا هم وویل چې داسې ښکاري د قانون پلي کوونکو ادارو تمرکز د هېواد او ولس د ساتنې پر ځای د واک د خوندي کولو پر لور اوښتی، چې دا به په ټولنه کې د اوږدمهاله ستونزو لامل شي.

سهيل اپریدی ټینګار وکړ چې تاریخ ښيي، هغه نظامونه چې د وېرې او زور پر بنسټ ولاړ وي، ښايي لنډمهاله چوپتیا رامنځته کړي، خو په پایله کې د خلکو غږ لا پسې پیاوړی او اغېزناک راڅرګندېږي.

د اپریدي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د تحریک انصاف ګوند سیاسي غونډې او خوځښتونه د مرکزي حکومت له خوا ځپل کیږي او ددغه ګوند مشر لا هم په زندان کې دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان-پاکستان د لارو د تړل کېدو له امله د پېښور د درملو بازار له ناورین سره مخ شوی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰

په پېښور کې یو شمېر درمل پلورونکي وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له امله یې کاروبار ټکنی شوی او هټۍ وال له درنو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره د لارو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

په پېښور کې د درملو د تر ټولو لوی مارکېټ هټۍوالو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په جلا جلا مرکو کې ویلي، چې له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي او کاروبار یې د پخوا په پرتله څو برابره کم شوی دی.

د درملو پلورونکی هارون خان وایي: «مخکې به یو کس لس زره روپۍ سودا کوله، اوس د دوو زرو هم نشته. له افغانستان سره لارې بندې دي او کاروبار په ټولو برخو کې ټکنی شوی دی».

نوموړي‌ ویلي، چې دا مهال د دوکان کرایه هم نه‌شي‌ برابرولی.

هغه زیاته کړې: «مخکې به ټول درمل افغانستان ته تلل، له همدې لارې د خلکو او زموږ روزګار روان و، خو اوس ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي».

د همدې مارکېټ یو بل کارکوونکی رب نواز وايي، چې مخکې یې ټوله د درملو سوداګري افغانستان ته وه او ۷۰ سلنه سوداګري یې زیانمنه شوې. د هغه په خبره: «کوم درمل چې موږ لېږل هغه په لارو کې خراب شوي او هلته هم د استعمال او پلور اجازه نه ورکوي».

دغه پلورونکي له پاکستان او طالبانو غوښتنه کوي، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او لارې ژر تر ژر پرانیزي.

د دوی په خبره، د لارو بند پاتې کېدل تر ټولو لوی زیان عامو خلکو ته رسوي.

پخوا د افغانستان ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته تلل، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا له امله دغه تګ‌راتګ اوس بند شوی، چې له امله یې ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

طالبانو له پاکستان سره د سوداګرۍ او نورو اړیکو پر ځای خلکو ته ډاډ ورکړی، چې پر بدیلو لارو یې کار پیل کړی او ځینې لاسته راوړنې هم لري.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۸ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د چهارشنبې په ورځ د ډزو په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. په وژل شویو کسانو کې د پېښور پوهنتون یو زده‌کړیال هم شامل دی، چې تازه د رخصتیو لپاره خپل کور ته ستون شوی و.

پولیس وایي، لومړۍ پېښه د بنو د میته‌خېلو په سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د نښتې پر مهال شوې چې په‌کې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. ټپیان د درملنې لپاره د بنو ولسوالۍ مرکزي روغتون (DHQ) ته لېږدول شوي؛ خو د درېیو روغتیايي وضعیت د خرابوالي له امله هغوی پېښور ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو په وینا؛ په وژل شویو کې حسن نومی ځوان هم شامل دی، چې د پېښور پوهنتون زده‌کړیال و او په دې وروستیو کې د لنډو رخصتیو لپاره خپل کور ته تللی و. په بله جلا پېښه کې د مندن ګېټ په سیمه کې ناپېژاندو موټرسايکل‌سپرو پر یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې یو پولیس سرتېری او د هغه درې کلن زوی ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکي زیاتوي، چې د دواړو پېښو عاملین لاتراوسه نه‌دي نیول شوي او پولیسو د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي. د بریدونو انګېزه هم تر څېړنې لاندې ده.

وسله والو په خیبر کې د عوامي نشنل ګوند د یوه مشر مېلمستون په بمونو الوځولی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا پولیس وایي چې وسله والو د خیبر ولسوالۍ د تیرا میدان په کالانه سیمه کې د عوامي نشنل ګوند سیمه ییز مشر عبدالرازق اپریدي مېلمستون په بمونو الوځولی دی.

د خیبر ولسوالۍ د پولیسو د مشر وقار احمد په وینا، وسله‌والو دغه برید د شپې په تیاره کې کړی، چې له امله یې د عبدالرازق اپریدي حُجره په بشپړ ډول ویجاړه شوې خو په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وقار احمد زیاته کړې، چې دوه کاله وړاندې هم وسله والو د عبدالرازق اپریدي د ماڼۍ په څېر کور سوځولی و. د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله، نوموړي شاوخوا څلور کاله وړاندې دغه سیمه پرېښې ده.

پولیس وایي، عبدالرازق ته له دې وړاندې هم د وسله‌والو له لوري پرله‌پسې ګواښونه کېدل او همدا لامل و چې هغه له خپلې سیمې څخه کډه کولو ته اړ شوی و.

تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو پولیس وایي چې د پېښې پلټنې پیل شوې دي او د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

پاکستاني سوداګر: د لارو اوږدمهاله بندښت سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اړولي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۰

پاکستاني سوداګرو ویلي دي چې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ د لارو اوږدمهاله بندښت دوه اړخیزه سوداګري او د ټرانزیټ سوداګري سختې اغېزمنې کړې دي، چې له امله یې ستر مالي زیانونه رامنځته شوي او بې‌روزګاري زیاته شوې ده.

پاکستاني سوداګرو دا څرګندونې د سرحد د سوداګرۍ او صنعت خونېاجرائیه کمېټې په غونډه کې وکړې، چې مشري یې د یادې خونې مشر جنید الطاف کوله.

په غونډه کې د خونې لوړپوړو چارواکو، د کمېټې غړو، سوداګرو، صنعتکارانو، واردوونکو او صادروونکو ګډون کړی و.

د بیزنېس ریکارډر رسنۍ د رپوټ له مخې، فورم د پاکستان ـ افغانستان د سوداګریزو لارو د بندښت په اړه په تفصیل سره بحث کړی او پر دې مهمې موضوع یې ګډ دریځ خپل کړی.

فورم ټینګار کړی چې دغه مساله باید د مذاکراتو له لارې حل شي او دوه اړخیزه او ټرانزیټ سوداګري بېرته پیل شي، چې سوداګریزې ټولنې ته د نورو مالي زیانونو مخه ونیول شي.

ددې خونې اجرائیه کمېټې ویلي، چې سوداګریزه ټولنه د وضعیت له جديت، او همدارنګه له کورنیو او بهرنیو امنیتي ستونزو څخه په بشپړه توګه خبره ده خو ټینګار یې کړی، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ بیا پیل د اقتصادي ثبات، ودې، سوداګرۍ، او تجارتي او صنعتي فعالیتونو لپاره ډېر اړین دی.

د سرحد د سوداګرۍ خونې مشر جنېد الطاف د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د پاکستان ـ افغانستان او ټرانزیټ سوداګرۍ له ۱۲ زرو څخه زیات کانټینر د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او سوداګر اړ شوي دي چې درانه لګښتونه ورکړي.

جنېد الطاف زیاته کړې چې د کرښې بندښت د خرابېدونکو توکو صادرات ګډوډ کړي، بې‌روزګاري یې زیاته کړې او هغو سرحدي ټولنو ته یې سخت ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړولي دي چې سوداګري یې له افغانستان سره تړلې ده.

هغه ټینګار کړی، چې د وضعیت جديت باید وپېژندل شي او دا ستونزه باید په بیړنیو بنسټونو حل شي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې اړوندې خواوې هره ورځ د کانټینرونو د بند پاتې کېدو له امله د میلیونونو ډالرو زیان راپور ورکوي او په بانکي تضمینونو او د کانټینرونو په امنیتي امانتونو کې د میلیاردونو روپیو پانګه بنده پاتې ده.

عوامي نېشنل ګوند: له افغانستان سره دې مسایل د خبرو اترو له لارې حل شي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مرکزي کمیټې ویلي، چې له افغانستان سره دې ټول مسایل د جګړې پرځای د خبرو او ترو له لارې حل شي او ژر تر ژره دې تړل شوې سوداګریزې لارې بېرته پرانېستل شي.

د عوامي نشنل ګوند د مرکزي کمیټې ناسته ددغه ګوند د مشر اېمیل ولي خان په مشری او د مرکزي کمیټې د غړو په ګډون شوې ده.

په دې ناسته کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې امنیت لپاره ستر ګواښ ګڼل شوی دی.

د ګوند مرکزي شورا وايي چې له افغانستان سره روانو شخړو او د لارو بندېدو له امله زرګونه پاکستانيان، په ځانګړي ډول پښتون زده کوونکي او عام خلک له تېرو څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي. شورا د دې خلکو د بیرته راوستلو لپاره بیړني اقدامات غواړي.

په دې ناسته کې د پاکستان د ۲۵ اساسي قانون تعدیل له لارې د خیبرپښتونخوا مدغم شویو ولسوالیو ته د شویو ژمنو د نه پوره کیدو په اړه جدي اندیښنه ښودل شوې ده.

عوامي نشنل ګوند په خیبرپښتونخوا کې د مورنیو ژبو پر وړاندې تبعیض غندلی او غوښتنه یې کړې چې د ۱۸م اساسي قانون تعدیل لاندې دې ټولې مورنۍ ژبې په ځانګړې توکه په تعلیمي نصاب کې د جبري مضمون په توګه شاملې شي.

یاد ګوند د پاکستان په دولتي ټلوېزیون کې د پښتو خپرونو بندول هم وغندل او د بېرته پیل کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان ویلي، چې په پاکستان کې د هرې پېښې تور له فکر پرته پر افغانستان لګول کیږي.