• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عوامي نېشنل ګوند: له افغانستان سره دې مسایل د خبرو اترو له لارې حل شي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مرکزي کمیټې ویلي، چې له افغانستان سره دې ټول مسایل د جګړې پرځای د خبرو او ترو له لارې حل شي او ژر تر ژره دې تړل شوې سوداګریزې لارې بېرته پرانېستل شي.

د عوامي نشنل ګوند د مرکزي کمیټې ناسته ددغه ګوند د مشر اېمیل ولي خان په مشری او د مرکزي کمیټې د غړو په ګډون شوې ده.

په دې ناسته کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې امنیت لپاره ستر ګواښ ګڼل شوی دی.

د ګوند مرکزي شورا وايي چې له افغانستان سره روانو شخړو او د لارو بندېدو له امله زرګونه پاکستانيان، په ځانګړي ډول پښتون زده کوونکي او عام خلک له تېرو څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي. شورا د دې خلکو د بیرته راوستلو لپاره بیړني اقدامات غواړي.

په دې ناسته کې د پاکستان د ۲۵ اساسي قانون تعدیل له لارې د خیبرپښتونخوا مدغم شویو ولسوالیو ته د شویو ژمنو د نه پوره کیدو په اړه جدي اندیښنه ښودل شوې ده.

عوامي نشنل ګوند په خیبرپښتونخوا کې د مورنیو ژبو پر وړاندې تبعیض غندلی او غوښتنه یې کړې چې د ۱۸م اساسي قانون تعدیل لاندې دې ټولې مورنۍ ژبې په ځانګړې توکه په تعلیمي نصاب کې د جبري مضمون په توګه شاملې شي.

یاد ګوند د پاکستان په دولتي ټلوېزیون کې د پښتو خپرونو بندول هم وغندل او د بېرته پیل کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان ویلي، چې په پاکستان کې د هرې پېښې تور له فکر پرته پر افغانستان لګول کیږي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

په پښتونخوا کې په دوو جلا بریدونو کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د دوو جلا وسله والو بریدونو په پایله کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنۍ «جیونیوز» د راپور له مخې، پولیسو ویلي، چې نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) ناپېژانده موټرسایکل‌سپرو وسله والو په لکي مروت کې د ټرافیکو پر پولیسو ډزې کړې، چې په نتیجه کې یې درې د ترافیکو پولیس وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، په بنو کې په یوه بل وسله وال برید کې هم یو بل د پولیسو افسر وژل شوی دی.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د وژل شویو پولیسو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې «د دولت ضد عناصر» به خپلو ناوړه موخو ته ونه رسېږي.

د پاکستان چارواکي ډېری وخت د دغو بریدونو پړه پر تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) اچوي او ادعا کوي، چې دغه ډله د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې خپل بریدونه تنظیموي، خو طالبانو دا ادعاوې تل رد کړي او وایي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مساله ده.

د تېر حکومت دوه پوځي پيلوټان افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۰

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وايي، چې د تېر حکومت دوو پوځي پیلوټانو ته د «مصئونیت» کارتونه ورکړل شول. د یاد کمیسیون په وینا، دغه پيلوټان له اړیکې نیولو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمیسیون نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه نېټه ویلي، چې راستنو شویو پوځیانو وویل، د کابل له نیول کېدو سره سم پخواني پوځیان د ناسمو تبلیغاتو له امله بهر ته، تګ ته اړ شول او هېواد ته له راتګ وروسته له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون د (غويي پر ۵مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي و چې د یاد کمېسیون له پیله تردې مهاله ۸۳۹ افغان شخصیتونه د دغه کمېسیون له لارې افغانستان ته ستانه شوي.

خو د ځینو راپورونو پر بنسټ، د طالبانو د ارتباط کمېسیون له لارې افغانستان ته د ستنو شويو کسانو له ډلې یو شمېر یې بېرته له افغانستان نه وتلي او نورو هېوادونو ته تللي دي.

ګڼ خلک وايي، چې ستانه شوي کسان د خپلو غصب شویو ملکیتونو او جایدادونو د ستنولو په موخه افغانستان ته ورغلي وو او د داسې کسانو شمېر هم په دې ډله کې کم نه و، چې د خپلو بانکي حسابونو د ترلاسه کولو لپاره د لنډمهال لپاره افغانستان ته ستانه شوي وو.

دا رنګه له افغانستان نه ګڼ کډه شوي افغانان وایي، چې په هېواد کې یې د ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې نشته او د بې شمېره اورپکو ډلو په شته‌والي کې هلته په امن او ټیکاو باور هم نه شي کولای.

طالبانو په دریو ولایتونو کې څلور کسان په دُرو وهلي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په خوست، غزني او بلخ ولایتونو کې یې د غلا په تور پر څلورو کسانو د بدني جزا حکم عملي کړی او هغوی یې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په خپرو شویو جلا خبرپاڼو کې راغلي، چې د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پر دوو کسانو د غلا په تور د یو ـ یو کال بند او د ۳۰ـ ۳۰درو د وهلو سزا تطبیق شوې ده.

همداراز ویل شوي، چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې په یوه قضیه کې یو کس د غلا په تور په شپږ میاشتني بند او د ۲۵درو په وهلو محکوم شوی، چې دغه سزا یې په عام محضر کې عملي کړې ده.

د طالبانو یادې ادارې زیاته کړې، چې د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په یوه بله قضیه کې هم یو کس د غلا په تور په شپږو میاشتو بند او د ۳۰درو په وهلو محکوم شوی او جزا یې په عام محضر کې تطبیق شوې ده.

طالبان وایي، دا سزاوې د هغوی د قضايي ارګانونو د پرېکړو پر بنسټ او د شرعي احکامو له مخې عملي شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له‌خوا په بېلابېلو ولایتونو کې د بدني سزاوو د عملي کولو راپورونه زیات شوي او د طالبانو دغه اقدامات د بشري حقونو بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ایران د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته د تهران د سفر بلنه ور کړې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۵ GMT+۰

د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې مرستیال وزیر سید مالک حسیني په کابل کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري سره لیدلي او هغه ته یې د تهران د سفر بلنه ور کړې ده. دواړو لوریو د مسلکي کارګرو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې پر همکاریو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه وویل، چې د یاد وزارت وزیر عبدالمنان عمري نن د خپل کار په دفتر کې د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسیني او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

د یاد وزارت په وینا، په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو کاري، تجارتي او اقتصادي اړیکو، د کار ځواک پر تبادلې، د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا پر څرنګوالي، د دواړو هېوادونو د کار بازار پر مطالعې او د اړتیاوو پر تشخیص او دغه راز ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقوقو پر خوندیتوب او نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

عبدالمنان عمري ویلي، چې په ایران کې د افغان کارګرانولپاره د قانوني کاري جوازونو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو، افغانستان کې په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو د پراختیا، په همغږۍ سره د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو جوړولو او په ایران کې افغان کارګرانو ته د عادلانه لاسباړې، بیمې، د کار د خوندي شرایطو، د بشري او کاري حقونو د تضمین او خوندیتوب په اړه یې خبرې وکړې.

د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسیني هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې ایران چمتو دی د کارګرانو په قانوني انتقال او د ماهرو او مسلکي کاریګرو په تبادلې په برخو کې د ګډو پروژو د تطبیق له لارې د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې سید مالک حسیني د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې د دوه‌اړخیزو کاري اړیکو د پراختیا په موخه دې د ایران اسلامي جمهوریت ته رسمي سفر وکړي.

ملا عبدالغني برادر: موازي سیاسي جریانونه، ګواښونکي اعمال او مخالف جهتونه له منځه تللي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا مرستیال ملا برادر په کندهار کې یوې غونډې ته ویلي، چې دوی په «سیاسي او اقتصادي مشارکت» باور لري. برادر وايي، «اوسنی سیاسي قدرت د ټولو په نسبت ثابت او متعادل» ساتل شوی او موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو تهدیدوونکي اعمال له منځه تللي.

ملا برادر چې د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۴مه یې د کندهار د جامعه الاسلامیه دارالعلوم د دستاربندۍ په مراسمو کې وینا کوله، ټینګار وکړ: «اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پر مهال پیاوړی شوی او د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارکوونکو د مشورو او نظریو پر اساس ولاړ دی.»

نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې په افغانستان کې اوسنی سیاسي قدرت «ثابت او متعادل» ساتل شوی او د نظام په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه او مخالف جهتونه له منځه تللي دي.

د هغه په وینا، په اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زیربناوو جوړولو او د عامه خدمتونو وړاندې کولو سره ملي رضایت هم زیات شوی دی.

ملا برادر په خپله وینا کې پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې په سیمه‌ییز او نړیوال فعال مشارکت کې د طالبانو له بالقوه ظرفیت او پیاوړې ارادې ګټه واخلي.

هغه وویل: «یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي.»

خو منتقدین وایي، تر هغه چې په افغانستان کې د سیاسي فعالیت فضا بېرته پرانیستل شوې نه وي او د ټولو وګړو د ګډون عملي زمینه برابره نه شي، د مشارکت خبرې یوازې سیاسي شعارونه پاتې کیږي.

افغان سیاستوال او د مدني ټولنې یو شمېر غړي په دې باور دي، چې مشارکت د سیاسي فعالیت لپاره په پرانیستې فضا پورې تړلی، چې بېلابېل سیاسي جریانونه خپل نظرونه په ازاد ډول وړاندې کړای شي او د پرېکړو په بهیر کې ونډه ولري.

د سیاسي او اقتصادي چارو شنونکې انګار صافۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د سیاسي مشارکت دعوې بې ځایه دي، د سیاسي ګوندونو لغوه کېدل، د منتقدو غږونو محدودول او د خپلواکو بنسټونو نشتوالی د مشارکت له مفهوم سره په ټکر کې دي.

انګار صافۍ ټینګار کوي، چې اقتصادي مشارکت له سیاسي ټولشموله‌توب، حساب ‌ورکوونکي نظام او حقوقي خوندیتوب پرته دوام نه شي کولی.