په پښتونخوا کې په دوو جلا بریدونو کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د دوو جلا وسله والو بریدونو په پایله کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د دوو جلا وسله والو بریدونو په پایله کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنۍ «جیونیوز» د راپور له مخې، پولیسو ویلي، چې نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) ناپېژانده موټرسایکلسپرو وسله والو په لکي مروت کې د ټرافیکو پر پولیسو ډزې کړې، چې په نتیجه کې یې درې د ترافیکو پولیس وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا، په بنو کې په یوه بل وسله وال برید کې هم یو بل د پولیسو افسر وژل شوی دی.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د وژل شویو پولیسو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې «د دولت ضد عناصر» به خپلو ناوړه موخو ته ونه رسېږي.
د پاکستان چارواکي ډېری وخت د دغو بریدونو پړه پر تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) اچوي او ادعا کوي، چې دغه ډله د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې خپل بریدونه تنظیموي، خو طالبانو دا ادعاوې تل رد کړي او وایي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مساله ده.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د حقانیه مدرسې یو شمېر سرچینو ویلي، چې د امنیتي ګواښونو له امله د حقانیه مدرسې د دستاربندۍ غونډه چې د روانې عیسوي میاشتې په ۸مه نېټه کېدونکې وه ځنډول شوې ده. د حقانیه مدرسې ویاند مولانا یوسف شاه د دستاربندۍ د غونډې د ځنډېدو پخلی کړی دی.
سرچینې وايي، چې د حقانیه مدرسې مشرتابه تېره ورځ خپل منځي غونډه کړې ده او د یادې مدرسې کلنۍ دستاربندي یې ځنډولې ده.
هغه اعلامیه چې د یادې مدرسې له خوا افغانستان انټرنشنل - پښتو ته لېږل شوې ده، پکې د دستاربندۍ غونډې د ځنډېدو علت په پاکستان کې روانه ناامني ښودل شوې ده.
د ۲۰۲۵ کال د فېبروري په ۲۸مه د حقانیه مدرسې پخوانی مهتمم مولانا حامد الحق هم په مدرسه کې په یوې بمي چاودنه کې وژل شوی و.
بل خوا د یادې مدرسې ویاند مولانا یوسف شاه وايي، دا چې د یادې مدرسې کلنۍ ازموینې روانې دي نو ځکه یې د دستار بندۍ غونډه ځنډولې ده.
نوموړي د افغانستان انټرنشنل - پښتو د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا یادې مدرسې ته امنیتي ګواښونه شته، وویل: "د صوبې مجموعي صورتحال خراب دی او د امن و امان مساله موجوده ده".
هغه د پاکستان له پوځي ادارو او سیاسي مشرانو غوښتنه وکړه چې دوی دې د امنیت په مسالې جدي غور وکړي او کوټلي ګامونه دې پورته کړي.

په خیبرپښتونخوا کې څېړونکي او خبریال شمیم شاهد افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د لومړي ځل لپاره د حقانیه مدرسې غونډه د امنیتي ګواښونو له امله ځنډېدلې ده.
نوموړي وویل: " دا وخت د حقانیه مدرسې د انتظامیې او پاکستاني ادارو تر منځ تعلقات تراخه دي".
د شاهد په خبره چې د پښتونخوا پخواني مشر وزیر علي امین ګنډا پور په افغانستان کې د طالبانو سره د خبرو لپاره د جوړ کړي پلاوي مشري د حقانيه مدرسې اوسني مهتمم شیخ الحدیث انور الحق حقاني ته سپارلې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخوا اوسنۍ سیاسي اداره د طالبانو په تړاو د پاکستان د پوځ او مرکزي حکومت پالیسي ناسمه بولي.
په پښتونخوا کې د حکومت په بلنه سیاسي ګوندونو او صوبايي چارواکو تېره میاشت په امن جرګه کې یو ځل بیا پر مرکزي حکومت غږ کړی و، چې له طالبانو سره دې روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.
په اکوړه خټک کې حقانیه مدرسه د افغانستان د طالبانو د مشرانو د زده کړو مهم مرکز ګڼل کیږي. د یادې مدرسې د چارواکو په وینا، چې د افغان طالبانو د اوسني مشرتابه سربېره پخوانی مشر ملا محمد عمر او جلال الدین حقاني له یادې مدرسې سره نېږدې اړیکې لرلې.
د دغې مدرسې پخواني وژل شوي مهتمم مولانا سمیع الحق حقاني په خپلو څو مرکو کې افغان طالبان د خپلو شاګردانو په توګه یاد کړي وو.
د شمالي وزیرستان په مېرعلي کې نن د جمعې په ورځ د سیمې د امن په ملاتړ او د ترهګرۍ پرضد لویه ولسي غونډه ترسره شوه. دې ولسي غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینو مشرانو په خپلو ویناوو کې ویلي، چې د وزیرستان ولسونه په سیمه کې امن غواړي.
د رارسېدلو معلوماتو له مخې په دې ولسي غونډه کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو ترڅنګ قومي مشرانو او ولسي خلکو کډون کړی و، په سیمه کې د پاکستان روان پوځي عملیات وغندل.
دوی وویل، چې د پاکستان پوځ په ډرون بریدونو کې عام پښتانه په نښه کوي او دوی په لوی لاس اړ باسل کېږي ترڅو له کورونو څخه ووځي.
په دې وروستیو کې د شمالي او جنوبي وزیرستان په ځینو سیمو کې د ټي ټي پي او د پاکستان پوځ ترمنځ سختې جګړې روانې دي او ځینو سیمو څخه د پاکستان پوځ ولسي خلک له کورونو څخه اېستلي دي.
ټيټيپي په خپل کلني رپوټ کې ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ټولټال ۳۵۷۳ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۸۱۸پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه ددغه رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ۲۰۲۵ کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال ګڼل شوی.
په رپوټ کې، چې د پنجشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۱مه د تحریک طالبان پاکستان اړوندو اکاونټونو کې خپور شوی، دغه ډله ادعا کوي چې په همدې موده کې ۳۴۸۱ نور پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي.
ټيټيپي همداراز ویلي چې د بریدونو پر مهال ۱۹۶ کسان تښتول شوي دي.
په رپوټ کې راغلي چې د بریدونو تر ټولو لوړ شمېر د اګست په میاشت کې ثبت شوی، چې ۵۵۶ پېښې پکې شاملې دي.
ورپسې جولای میاشت د ۳۶۰، سپټمبر د ۳۵۹ او اکتوبر د ۳۴۹ بریدونو شاهده ښودل شوې.
د رپوټ له مخې، د پاکستان پوځ تر ټولو زیات زیان لیدلی، چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر یې ۳۸۶۷ ته رسېږي. ورپسې د سرحدي ځواکونو ۱۸۹۹، پولیسو ۱۴۰۵ او د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ۲۰۱ تلفات او ټپيان ثبت شوي دي.
له جغرافیایي پلوه، د تحریک طالبان پاکستان د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې تر ټولو زیات بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت کې شوي دي. ټيټيپي ویلي چې په شمالي وزیرستان کې یې۲۴۴، جنوبي وزیرستان کې ۲۴۲، بنو کې ۱۹۹، ډېره اسماعیل خان کې ۱۹۸ او لکي مروت کې ۱۱۷ بریدونه کړي دي.
تحریک طالبان پاکستان همداراز ادعا کړې چې د بلوچستان او پنجاب ایالتونه د بریدونو له پلوه په ورپسې ځایونو کې قرار لري.
په رپوټ کې ویل شوي چې بریدونو د چاودنو، ډلهییزو بریدونو، موټر بمونو، لیزري او راکټي بریدونو بڼه لرله او د دغو بریدونو پر مهال د پاکستاني ځواکونو یو شمېر وسلې او پوځي موټر هم د دې ډلې لاس ته لوېدلي دي.
له بلې خوا، د جنوبي اسیا د ترهګرۍ اړوند معلوماتو پورټال ویلي چې پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال تېر کړی دی. د دې رپوټ پر بنسټ، په تېر یوه کال کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي د پېښو پر مهال نږدې څلور زره کسان وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو د طالبانو اداره دا تورونه په پرلهپسې ډول ردوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د پښتونخوا پر پښتنو ډرون بریدونه، توغندي، جېټ بمبارۍ، ماین چاودنې، په کلیو او کوڅو کې پر ښځو او ماشومانو د پنجابي پوځ ډزې او د مخ پټو وسلهوالو لهخوا هدفي وژنې ټول د هغو ظلمونو برخه وه چې پر پښتنو ترسره شول.
منظور پښتین د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د ۲۰۲۵ کال د پای ته رسېدو په مناسبت په خپاره کړي بیان کې ادعا کړې، چې د همدې کال په ترڅ کې د پاکستان پوځ پر پښتنو سخت ظلمونه کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي د پاکستان د ناسمـو پالیسیو لهمخې نیول شوي او ان وژل شوي دي.
پښتین ویلي، چې په همدې کال کې مفتي منیر شاکر، مولانا خانزېب او ګڼ نور پښتانه شخصیتونه وژل شوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پښتونخوا غرنۍ سیمې د ډالري جګړې لاندې وې او هره ورځ پرې بریدونه او بمبارۍ کېدلې.
هغه د افغان کډوالو جبري اېستلو ته هم اشاره کړې، چې ښځې او ماشومان په دې پروسه کې له سخت وضعیت سره مخ دي.
منظور پښتین پښتنو ته په پيغام کې ویلي، چې قام او وطن له سخت حالت سره مخ دی او له دې حالت څخه وتل کار او قرباني غواړي.
هغه زیاته کړې: «درنو پښتنو، قام، وطن او تحریک ټول له سختیو سره مخ دي، خو باید د همت او محنت څخه کار واخیستل شي، زموږ د تحریک ملګري او ملت به هېڅکله ستړي او وارخطا نه شي او نه به د بې مانا خلکو په پروپاګنډو خپل وخت ضایع کړي.»
هغه ټینګار کړی، چې د زورواکو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او وایي، د فشارونو، نیونو او ګواښونو سره سره به د حق غوښتنې له دریځه شاته نه شي، بلکې تر هغې به هڅې روانې ساتي څو د ظلم پر وړاندې ودرېږي او د پښتنو د حقونو لپاره خپل غږ ژوندی وساتي.
پاکستان پر افغان کډوالو د خپلو فشارونو په دوام دا ځل د زندۍ په کمپ کې پر شاوخوا ۸۰۰ کورنیو اوبه او برېښنا بنده کړې او ښوونځي یې ورته تړلې دي. په کمپ کې مېشتې افغان کورنۍ وایي، چې د ژمي په سړه هوا کې د نامعلوم برخلیک سره د ژوند سخت حالت تېروي.
د پېښور په زندۍ کمپ کې یو شمېر افغان کډوالو د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بېبرخي شوي او د پاکستان حکومت هر څه پرې بند کړي دي.
د پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې د اسناد لرونکو او بېاسناده افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی او دوی وایي، د پېښور په زندۍ کمپ کې چې یو وخت زرګونه افغانې کورنۍ پهکې میشتې وې، اوس یوازې څو سوه کورنۍ پاتې دي او ډېری یې یا دا ځای پرېښی او یا په جبري ډول افغانستان ته لېږدول شوي دي.
سپين ږیری حضرت ګل چې له ډېرې مودې راهیسې په دې کمپ کې اوسېږي وایي، حکومت ورباندې هر څه بند کړي: «موږ څو سوه کوره پاته یو، برېښنا، اوبه او هر څه یې راباندې بند کړي، ایا موږ مسلمانان نه یو؟ موږ د پاکستان څخه غوښتنه کوو چې پر موږ رحم وکړي.»
دغه افغان کډوال وایي، چې افغانستان ته تللي کورنۍ هلته له سخت حالت سره مخ دي او دوی ته په دوامدره توګه خبر ورکوي، چې په افغانستان کې د ژوند امکانات محدود دي.
ظابط خان د دې کمپ د یوې بلې افغان کډوالې کورنۍ مشر دی، د هغه په خبره، په دې پنډغالي کې یې شاوخوا ۴۵ کاله تېر کړي او اوس یې حکومت په زور باسي.
هغه زیاته کړې: «دلته راغلی یم ږیره مي سپينه شوه، موږ دلته ۴۵ کاله په خوشحالۍ تېر کړل، اوس حکومت د ښوونځيو څوکۍ لا هم یوړې او ماشومان په ژمي کې پر ځمکه ناست دي، د حکومت څخه غواړو چې زموږ سره ګذاره وکړي.»
افغان کډوال وايي، چې په دې کمپ کې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې لکه برېښنا، د څښاک پاکې اوبه او روغتیایي خدمات له تېرو څو اوونیو راهیسې بند شوي دي، چې له امله یې پاتې کورنۍ له ګڼو ستونزو او سختیو سره مخ دي.
د راپورونو پربنسټ، ښوونځي تړل شوي، ماشومان له زدهکړو محروم شوي او د ژمي په دې سړه هوا کې کورنۍ له تاوانه ډک حالت سره لاس او ګرېوان دي.
زندۍ کمپ کې پاتې افغان کډوال زیاتوي، چې دا مهال له نامعلوم برخلیک، بېسرپناهۍ او ناروغیو سره مخ دي او همداراز د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه سخت اندېښمن دي، خو لا هم هیله لري چې نړۍوالې ادارې، د بشري حقونو سازمانونه او د پاکستان چارواکي به د دوی ستونزو ته پام وکړي او یو انساني حللاره ورته ومومي.