د ناستې سږنی تمرکز د بیان ازادۍ وضعیت او د جلاوطنه افغان خبریالانو جدي ننګونو ته ځانګړی شوی و. د مرکز بنسټګر او رییس نجیب اصیل وویل چې ډېری خبریالانو اوس مهال د ګواښ، سانسور، سیاسي فشار او امنیتي خطرونو له امله خپلې هېوادونه پرېښي او اوس د کوربنو هېوادونو په رسنیزو ادارو کې د کار موندلو له سختو خنډونو سره مخ دي.
ده زیاته کړه چې مرکز په وروستیو درې کلونو کې د جلاوطنه خبریالانو او رسنیزو فعالانو یوه نښلوونکې شبکه جوړه کړې چې سلګونه ژورنالیستان له بیلابیلو هېوادونو سره یوځای کوي.
د بيبيسي مشرې خبریالي لیسي ډوسېټ او «په کابل کې تر ټولو ښه هوټل، د افغانستان د خلکو تاریخ» کتاب لیکواله، د ناستې ځانګړې مېلمنه وه. هغې د نړۍ د بیان ازادۍ پر وضعیت او په ځانګړي ډول په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د رسنیو او د معلوماتو د لاسرسي لاسته راوړنو باندې خبرې وکړې او د جلا وطنه افغان خبریالانو لهخوا د افغانستان د پېښو په مستندسازۍ کې ترسره شوی کار یې وستایه.
یاد مرکز د هغې له څلوېښت کلنې مسلکي هڅې او د افغانستان او سیمې د پېښو د پوښښ له امله د نوموړې ستاینه هم کړې ده.
په غونډه کې د «څنګه د خپل هېواد پېښې پوښلای شو کله چې بېرته ستنېدای نه شو» تر سرلیک لاندې د بحث پر مېز د افغانستان انټرنشنل رییس هارون مجفيزاده، د اکواډرو څېړنیز خبریال اندرسن بوسکن، د ترکیې هېواد تحقیقي خبریال آرزو یلدز او د الجزیرې پخواني خبریال ولید بتراوي د جلاوطنه ژورنالیزم ننګونې تشریح کړې.
خبرپاڼه کې راغلي چې ګډونوالو خپلې شخصي تجربې، د سرچینو د لاسرسي محدودیتونه، امنیتي ستونزې او رواني فشارونه شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې د تبعیدي خبریالانو ترمنځ همکاري او له نړیوالو رسنیزو شبکو سره نښلېدنه د خلکو غږ د نړۍ غوږونو ته رسوي.
دغه ناسته کې د رسنیو یو شمېر فعالانو او د بیان ازادۍ ملاتړو له جلا وطنه خبریالانو سره د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه. نجیب اصیل له کاناډا حکومت او نړیوالو ملاتړو سازمانونو وغوښتل چې د افغان خبریالانو په اسکان کې همکاري زیاته کړي، په ځانګړي ډول د هغو خبریالانو لپاره چې په پاکستان، ایران او ترکیه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
افغانستان اوس د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې بیخي ټیټې درجې ته راغلی او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسنۍ له سختو محدودیتونو، د ښځینه خبریالانو پر کار د درنو بندیزونو سره مخ دی.