طالبانو په دریو ولایتونو کې څلور کسان په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په خوست، غزني او بلخ ولایتونو کې یې د غلا په تور پر څلورو کسانو د بدني جزا حکم عملي کړی او هغوی یې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په خوست، غزني او بلخ ولایتونو کې یې د غلا په تور پر څلورو کسانو د بدني جزا حکم عملي کړی او هغوی یې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې لهخوا په خپرو شویو جلا خبرپاڼو کې راغلي، چې د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پر دوو کسانو د غلا په تور د یو ـ یو کال بند او د ۳۰ـ ۳۰درو د وهلو سزا تطبیق شوې ده.
همداراز ویل شوي، چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې په یوه قضیه کې یو کس د غلا په تور په شپږ میاشتني بند او د ۲۵درو په وهلو محکوم شوی، چې دغه سزا یې په عام محضر کې عملي کړې ده.
د طالبانو یادې ادارې زیاته کړې، چې د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په یوه بله قضیه کې هم یو کس د غلا په تور په شپږو میاشتو بند او د ۳۰درو په وهلو محکوم شوی او جزا یې په عام محضر کې تطبیق شوې ده.
طالبان وایي، دا سزاوې د هغوی د قضايي ارګانونو د پرېکړو پر بنسټ او د شرعي احکامو له مخې عملي شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو لهخوا په بېلابېلو ولایتونو کې د بدني سزاوو د عملي کولو راپورونه زیات شوي او د طالبانو دغه اقدامات د بشري حقونو بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې مرستیال وزیر سید مالک حسیني په کابل کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري سره لیدلي او هغه ته یې د تهران د سفر بلنه ور کړې ده. دواړو لوریو د مسلکي کارګرو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې پر همکاریو خبرې کړې دي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه وویل، چې د یاد وزارت وزیر عبدالمنان عمري نن د خپل کار په دفتر کې د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسیني او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
د یاد وزارت په وینا، په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو کاري، تجارتي او اقتصادي اړیکو، د کار ځواک پر تبادلې، د فني او حرفوي زدهکړو د پراختیا پر څرنګوالي، د دواړو هېوادونو د کار بازار پر مطالعې او د اړتیاوو پر تشخیص او دغه راز ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقوقو پر خوندیتوب او نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
عبدالمنان عمري ویلي، چې په ایران کې د افغان کارګرانولپاره د قانوني کاري جوازونو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو، افغانستان کې په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زدهکړو د پروګرامونو د پراختیا، په همغږۍ سره د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو جوړولو او په ایران کې افغان کارګرانو ته د عادلانه لاسباړې، بیمې، د کار د خوندي شرایطو، د بشري او کاري حقونو د تضمین او خوندیتوب په اړه یې خبرې وکړې.
د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسیني هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې ایران چمتو دی د کارګرانو په قانوني انتقال او د ماهرو او مسلکي کاریګرو په تبادلې په برخو کې د ګډو پروژو د تطبیق له لارې د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې سید مالک حسیني د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې د دوهاړخیزو کاري اړیکو د پراختیا په موخه دې د ایران اسلامي جمهوریت ته رسمي سفر وکړي.
د طالبانو د ریاستالوزرا مرستیال ملا برادر په کندهار کې یوې غونډې ته ویلي، چې دوی په «سیاسي او اقتصادي مشارکت» باور لري. برادر وايي، «اوسنی سیاسي قدرت د ټولو په نسبت ثابت او متعادل» ساتل شوی او موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو تهدیدوونکي اعمال له منځه تللي.
ملا برادر چې د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۴مه یې د کندهار د جامعه الاسلامیه دارالعلوم د دستاربندۍ په مراسمو کې وینا کوله، ټینګار وکړ: «اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پر مهال پیاوړی شوی او د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارکوونکو د مشورو او نظریو پر اساس ولاړ دی.»
نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې په افغانستان کې اوسنی سیاسي قدرت «ثابت او متعادل» ساتل شوی او د نظام په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه او مخالف جهتونه له منځه تللي دي.
د هغه په وینا، په اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زیربناوو جوړولو او د عامه خدمتونو وړاندې کولو سره ملي رضایت هم زیات شوی دی.
ملا برادر په خپله وینا کې پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې په سیمهییز او نړیوال فعال مشارکت کې د طالبانو له بالقوه ظرفیت او پیاوړې ارادې ګټه واخلي.
هغه وویل: «یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي.»
خو منتقدین وایي، تر هغه چې په افغانستان کې د سیاسي فعالیت فضا بېرته پرانیستل شوې نه وي او د ټولو وګړو د ګډون عملي زمینه برابره نه شي، د مشارکت خبرې یوازې سیاسي شعارونه پاتې کیږي.
افغان سیاستوال او د مدني ټولنې یو شمېر غړي په دې باور دي، چې مشارکت د سیاسي فعالیت لپاره په پرانیستې فضا پورې تړلی، چې بېلابېل سیاسي جریانونه خپل نظرونه په ازاد ډول وړاندې کړای شي او د پرېکړو په بهیر کې ونډه ولري.
د سیاسي او اقتصادي چارو شنونکې انګار صافۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د سیاسي مشارکت دعوې بې ځایه دي، د سیاسي ګوندونو لغوه کېدل، د منتقدو غږونو محدودول او د خپلواکو بنسټونو نشتوالی د مشارکت له مفهوم سره په ټکر کې دي.
انګار صافۍ ټینګار کوي، چې اقتصادي مشارکت له سیاسي ټولشمولهتوب، حساب ورکوونکي نظام او حقوقي خوندیتوب پرته دوام نه شي کولی.
جرمني د شنبې په ورځ کابل ته یو بل « مجرم» افغان اخراج کړی دی. دغه افغان د مالک ز په نامه یاد شوی او ویل کیږي د طالبانو د تعقیب له ویرې یې جرمني ته پناه وړې وه، خو هغه په جرمني کې له ورکړل شوې مېلمهپالنې ناوړه ګټه واخېسته. په ۲۰۲۵ کال کې جرمني۸۳ مجرمان افغانستان ته ستانه کړي.
نوموړی څو ځله د بایرن ایالت د جنايي محکمو له خوا محکوم شوی و. پر هغه د سختې بدني زیان رسونې او د مخدره موادو د قاچاق جرمونه ثابت شوي وو. له همدې امله مالک ز اوس له جرمني څخه شړل شوی دی.
هغه د جمعې په ورځ، وروسته له دې چې د خپلې سزا یوه برخه یې تېروله، له زندان څخه هوايي ډګر ته ولېږدول شو او له فرانکفورت نه په عادي مسافر وړونکې الوتکه کې استانبول او له هغه وروسته کابل ته لېږدول شوی دی. نوموړی پرون شنبه کابل ته رسېدلی دی.
د جرمني فدرالي پولیسو دغه کس له اړوندو اسنادو سره یو ځای په هوايي ډګر کې طالب چارواکو ته سپارلی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، د انفرادي شړنې نوی رامنځته شوی میکانېزم په دې قضیه کې عملي شوی دی.
د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبریندت بیلد ورځپاڼې ته وویل: « شړنې باید ممکنې وي، حتا افغانستان ته هم. زموږ ټولنه په کلکه علاقه لري چې هغه کډوال چې دلته جرمونه کوي، له هېواد څخه ووځي. موږ دا کار په جدي توګه عملي کوو».
د بهرنیانو د مرکزي نوم ثبتونې دفتر د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر پایه پورې په جرمني کې ټول ټال۴۴۸ زره او ۷۴۴ تنه افغانان ثبت شوي دي. له دې ډلې ۱۱ زره ۸۸۸ کسان د دغه هېواد په پرېښودو مکلف دي، خو په ۲۰۲۵ کال کې یوازې ۸۳ مجرمان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د جمعې په ورځ د جرمني واکمن ګوند د پرېکړهلیک یوه مسوده، چې د «لویې شړنې د عملیاتو» غوښتنه پکې شوې، رسنیو ته په واک کې ورکړل شوې. ددې مسودې له مخې، د عادي مسافر وړونکو الوتنو له لارې به افغانستان او سوریې ته شړنې عملي شي. په مسوده کې ویل شوي: «د دې لپاره به په ټول هېواد کې د وتلو مرکزونه جوړ کړو او د مونشن په هوايي ډګر کې به ځانګړی د شړنې ټرمینل رامنځته کړو».
د طالبانو د هلمند ولایت د استخباراتو ریاست یو مکتوب د افغانستان انټرنشنل راپور تایید کړی، چې د هلمند یو اوسیدونکی فلک ناز د استخباراتو په نظارت خونه کې تر شکنجو لاندې وژل شوی دی. د وژل شوي کس فلک ناز کورنۍ نیوکه کوي، چې د طالبانو نظامي محکمه یې د رڼو څیړنو لپاره عریضه نه اخلي.
د طالبانو د هلمند ولایت د استخباراتو ریاست په یوه رسمي مکتوب کې د دغه ولایت د والي دفتر ته خبر ورکړی، چې د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی د قتل د یوې قضیې په تړاو د دې ډلې د استخباراتو اړوند د پنځمې حوزې له لوري نیول شوی و او وروسته د استخباراتو په نظارتخونه کې مړ شوی دی.
په مکتوب کې راغلي، چې یاد کس د ۱۴۴۷ قمري کال د شپږمې میاشتې پر ۲۰مه نیول شوی و او د ۱۴۴۷ قمري کال د شپږمې میاشتې پر ۲۳مه یې د طالبانو د هلمند د استخباراتو ریاست په نظارتخونه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادې پېښې د څېړلو لپاره د پلټنې د یو پلاوي د ټاکلو غوښتنه هم شوې ده.

د وژل شوي کس، فلک ناز، خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د هلمند ولایت د مقام په مشرۍ یو ګډ کمېسیون جوړ شو، خو د استخباراتو تر فشار لاندې دې پېښې ته د «خدایي مرګ» بڼه ورکړل شوه.
د فلک ناز کورنۍ وایي، چې ترسره شوې څېړنې شفافې نه وې. دوی د طالبانو د هلمند نظامي محکمې ته عریضه کړې، خو محکمه یې له منلو ډډه کوي.
د وژل شوي کس یوه خپلوان وویل، « موږ د هلمند نظامي محکمې ته عریضه وړاندې کړه چې دا پېښه په سمه توګه وڅېړل شي، خو د محکمې رییس وویل چې دا د دوی له وسې وتلی کار دی، په داسې حال کې چې فلک ناز د استخباراتو د ریاست په نظارتخونه کې تر شکنجو لاندې وژل شوی دی».
د لښکرګاه ښار کې سرچینو د لیندۍ پر ۲۵مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو فلک ناز، د نجیبالله زوی، چې د لښکرګاه ښار د مهاجرو سیمې اوسېدونکی و، د روانې میاشتې د لیندۍ پر ۱۸مه له خپل کوره وړی و.
د وژل شوي کس نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د طالبانو د پنځمې حوزې پولیسو او استخباراتو د دوی پر کور چاپه ووهله. فلک ناز د غلا شوي موټرسایکل د اخیستو په تور نیول شوی و، درې ورځې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې بندي و او پر څلورمه ورځ د سختو شکنجو له امله ومړ.
د طالبانو استخباراتو نوموړی د غلا شوي موټرسایکل د پېرلو په تور نیولی و، خو د هغه خپلوان وایي چې فلک ناز یاد موټرسایکل په پیسو اخیستی و.
تر دې وړاندې، د وژل شوي کس خپلوانو ویلي وو چې د طالبانو د هلمند د استخباراتو د فشار له امله د دغه ولایت عدلي طب یوازې دا لیکلي، چې فلک ناز د ټپونو له امله نه دی مړ شوی.
فلک ناز د رنګمالۍ کار کاوه او تر شا یې څلور زامن او یوه لور پاتې دي.
له هغه راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، ګڼو هېوادونو او بنسټونو شکایت کړی چې د دې ډلې امنیتي ادارې مسلکي نه دي؛ د پلټنو پر مهال زندانیان سخت شکنجه کوي او له همدې امله ځینې بندیان د طالبانو په زندانونو کې د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې رییس سمیع الحق حماس ویلي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې د عادي بودیجې څخه د ۲۰۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۴۳۰ مدرسې، تعلیمي او اداري مرکزونه بیارغول کېږي. له دې ډلې ۲۰۳ پروژې بشپړې شوې او پاتې ۲۲۷ پروژې د جوړېدو په حال کې دي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو چارې ګړندۍ شوD او خلک وایي، چې ښوونځيو ته پاملرنه کمه شوې ده.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې ۲۱۰۰۰ مدرسې جوړې شوې، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ښوونځي دي او په میلیونونو نجونې له زده کړو بې برخې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي، چې په دې سره په مدرسو کې د ټولو زده کوونکو شمېر تر ۳،۶ میلیونو رسېږي.