ایران د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته د تهران د سفر بلنه ور کړې
د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې مرستیال وزیر سید مالک حسیني په کابل کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري سره لیدلي او هغه ته یې د تهران د سفر بلنه ور کړې ده.
دواړو لوریو د مسلکي کارګرو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې پر همکاریو خبرې کړې دي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه وویل، چې د یاد وزارت وزیر عبدالمنان عمري نن د خپل کار په دفتر کې د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسیني او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
د یاد وزارت په وینا، په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو کاري، تجارتي او اقتصادي اړیکو، د کار ځواک پر تبادلې، د فني او حرفوي زدهکړو د پراختیا پر څرنګوالي، د دواړو هېوادونو د کار بازار پر مطالعې او د اړتیاوو پر تشخیص او دغه راز ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقوقو پر خوندیتوب او نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
عبدالمنان عمري ویلي، چې په ایران کې د افغان کارګرانولپاره د قانوني کاري جوازونو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو، افغانستان کې په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زدهکړو د پروګرامونو د پراختیا، په همغږۍ سره د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو جوړولو او په ایران کې افغان کارګرانو ته د عادلانه لاسباړې، بیمې، د کار د خوندي شرایطو، د بشري او کاري حقونو د تضمین او خوندیتوب په اړه یې خبرې وکړې.
د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسیني هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې ایران چمتو دی د کارګرانو په قانوني انتقال او د ماهرو او مسلکي کاریګرو په تبادلې په برخو کې د ګډو پروژو د تطبیق له لارې د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې سید مالک حسیني د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې د دوهاړخیزو کاري اړیکو د پراختیا په موخه دې د ایران اسلامي جمهوریت ته رسمي سفر وکړي.
د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسینی د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی، څو له طالب چارواکو سره د کاري اړیکو، د کار ځواک د تبادلې او د افغان کارګرانو د حقونو پر خوندیتوب خبرې وکړي.
د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خپره پاڼه کې ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسینی، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.
په خپرپاڼه کې راغلي، نوموړي سره په دې پلاوي کې د خارجي اتباعو د اشتغال عمومي مدیر علي باقري، د کاري اتشو ګروپ او دوهاړخیزو اړیکو رییس حمید رضا رایکا، او د کارپنځونې او اشتغال د پراختیا معاونیت مرستیال محسن قوامي شامل دي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له ایراني پلاوي هرکلی کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې ایراني پلاوی به د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر ملا عبدالمنان عمري سره په دوهاړخیزو کاري اړیکو، د کار ځواک په تبادله، د فني او حرفوي زدهکړو د پراختیا، په ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقونو پر خوندیتوب او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې او لیدنې ولري.