• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني سوداګر: د لارو اوږدمهاله بندښت سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اړولي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۰

پاکستاني سوداګرو ویلي دي چې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ د لارو اوږدمهاله بندښت دوه اړخیزه سوداګري او د ټرانزیټ سوداګري سختې اغېزمنې کړې دي، چې له امله یې ستر مالي زیانونه رامنځته شوي او بې‌روزګاري زیاته شوې ده.

پاکستاني سوداګرو دا څرګندونې د سرحد د سوداګرۍ او صنعت خونېاجرائیه کمېټې په غونډه کې وکړې، چې مشري یې د یادې خونې مشر جنید الطاف کوله.

په غونډه کې د خونې لوړپوړو چارواکو، د کمېټې غړو، سوداګرو، صنعتکارانو، واردوونکو او صادروونکو ګډون کړی و.

د بیزنېس ریکارډر رسنۍ د رپوټ له مخې، فورم د پاکستان ـ افغانستان د سوداګریزو لارو د بندښت په اړه په تفصیل سره بحث کړی او پر دې مهمې موضوع یې ګډ دریځ خپل کړی.

فورم ټینګار کړی چې دغه مساله باید د مذاکراتو له لارې حل شي او دوه اړخیزه او ټرانزیټ سوداګري بېرته پیل شي، چې سوداګریزې ټولنې ته د نورو مالي زیانونو مخه ونیول شي.

ددې خونې اجرائیه کمېټې ویلي، چې سوداګریزه ټولنه د وضعیت له جديت، او همدارنګه له کورنیو او بهرنیو امنیتي ستونزو څخه په بشپړه توګه خبره ده خو ټینګار یې کړی، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ بیا پیل د اقتصادي ثبات، ودې، سوداګرۍ، او تجارتي او صنعتي فعالیتونو لپاره ډېر اړین دی.

د سرحد د سوداګرۍ خونې مشر جنېد الطاف د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د پاکستان ـ افغانستان او ټرانزیټ سوداګرۍ له ۱۲ زرو څخه زیات کانټینر د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او سوداګر اړ شوي دي چې درانه لګښتونه ورکړي.

جنېد الطاف زیاته کړې چې د کرښې بندښت د خرابېدونکو توکو صادرات ګډوډ کړي، بې‌روزګاري یې زیاته کړې او هغو سرحدي ټولنو ته یې سخت ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړولي دي چې سوداګري یې له افغانستان سره تړلې ده.

هغه ټینګار کړی، چې د وضعیت جديت باید وپېژندل شي او دا ستونزه باید په بیړنیو بنسټونو حل شي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې اړوندې خواوې هره ورځ د کانټینرونو د بند پاتې کېدو له امله د میلیونونو ډالرو زیان راپور ورکوي او په بانکي تضمینونو او د کانټینرونو په امنیتي امانتونو کې د میلیاردونو روپیو پانګه بنده پاتې ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

هبت الله په خپل نوي فرمان کې د طالب چارواکو منتقدان په سزا ګواښلي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبــت‌الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې پر طالب چارواکو د خلکو «علني نیوکې او تورونه» منع اعلان کړي دي او خبرداری یې ورکړی چې د دغه فرمان سرغړوونکي او « بې اساسه نیوکې کوونکي» به له سزا سره مخ شي.

په دغه فرمان کې، چې د طالبانو د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت ادارې خپور کړی، ملا هبت‌الله ویلي، هغه نیوکې چې د ده په باور «له واقعیت څخه لرې او بې‌بنسټه» وي، د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي او عاملان به یې مجازات کېږي.

په فرمان کې راغلي، که څوک د طالبانو چارواکو ته سپکاوی وکړي، یا د هغوی جامو او شخصي وسایلو ته زیان ورسوي، نه یوازې دا چې سزا به ورکول کېږي، بلکې د تاوان جبران به هم پرې لازمي وي.

همدارنګه، هغه کسان چې د قضايي بهیر پر مهال محکمې ته سپکاوی وکړي، یا یې نظم ګډوډ کړي، د فرمان پر بنسټ تر عدلي تعقیب لاندې راتلای شي، خو دا چې محکمه یې بښي او که نه، دا پرېکړه به پخپله محکمه کوي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ټینګار کړی چې دا حکم پر ټولو وګړو، د طالبانو پر غړو او رسنیزو بنسټونو تطبیقېږي او د اسلامي قانون له مخې د عملي کېدو وړ دی.

دا فرمان په داسې حال کې صادر شوی چې د بشري حقونو بنسټونه او مدني فعالان په پرله‌پسې توګه د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د ځورونې، سپکاوي، شکنجې او تحقیر راپورونه ورکوي.

د بشري حقونو سازمانونه وایي، د طالبانو جنګیالي ډېر وخت سخت او محدودوونکي احکام د شخصي تعبیر پر بنسټ عملي کوي، چې له امله یې په ځینو مواردو کې عام خلک وهل شوي، ګواښل شوي او تر فشار لاندې راوستل شوي دي.

ترکي شرکتونو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې د یو شمېر ترکي شرکتونو مسوولانو د یاد وزارت له وزیر عبداللطیف منصور سره په کتنه کې له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت نن دوشنبه، د مرغومي پر ‍۱۵مه نېڼه وویل، چې د یاد وزارت وزیر عبداللطیف منصور د ترکي شرکتونو د یوې ډلې له مسوولینو سره په کته کې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا انرژي د تولید پروژو په برخه کې د پانګونې په هکله خبرې کړې دي.

د طالبانو د د اوبو او انرژۍ وزیر په دې ناسته کې د لمریزې برېښنا انرژي په برخه کې د ترکي شرکتونونو د پانګونې د هرکلي ترڅنګ، هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د طالبانو اداره په دې برخه کې همکاري ته چمتو ده.

د یاد وزارت په وینا، ددې ناستې په ترڅ کې پرېکړه شوې، چې د پانګونې لپاره د عملي زمینې چمتوکولو په موخه د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونو ترمنځ تخنیکي ناستې وشي.

طالبانو ددې شرکتونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت د روان کال د لیندۍ میاشت کې وویل، چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲،۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې دي.

طالبانو یاده پروژه د لمریزې برېښنا د تولید تر ټوله ستره پروژه بللې وه او وايي، چې د برېښنا کمښت لویه تشه به ډکه کړي.

د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د برېښنا په عمومي شبکې کې په کلنې ډول ۴۲۵۷۵ مېګاواټه برېښنا پېرودونکو ته ووېشل شي.

طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا د تولید د پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی و، خو لا هم د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د برېښنا د کمښت له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.

پاکستان سره تړلې لارې؛ افغانستان ته د هرات - خواف رېل پټلۍ له لارې د سمنټو واردات زیات شوي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۰

په هرات کې د روزنک تمځای لپاره د طالبانو مسوول وایي، د هرات–خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته د سمنټو واردات د پام وړ زیات شوي او یوازې تېره میاشت شاوخوا ۴۳زره ټنه سمنټ هېواد ته داخل شوي دي. تر دې وړاندې سمنټ تر ډېره له پاکستان نه واردېدل.

دغه واردات په داسې حال کې زیات شوي، چې له پاکستان سره د اړیکو د ترینګلتیا او د سوداګریزو لارو له تړل پاتې کېدو وروسته افغانستان د ودانیزو توکو او په ځانګړي ډول د سمنټو، د بدیلو لارو او بازارونو په لټه کې دی.

پخوا افغانستان ته سمنټ تر ډېره له پاکستان نه واردېدل؛ دغه سمنټ د خیبرپښتونخوا او پنجاب له فابریکو (لکه چکوال، نتهیاګلي او نورو سیمو) د تورخم او سپین‌بولدک له لارو افغانستان ته واردېدل.

په هرات کې د روزنک تمځای لپاره د طالبانو مسوول مولوي غلام ولي محمدي وايي، چې د هرات–خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته له ایران، چین، ترکیې او یو شمېر عربي هېوادونو څخه واردات ترسره کېږي.

د هغه په وینا؛ په دغه تمځای کې سوداګرو ته مناسب امکانات برابر شوي؛ څو خپل توکي په اسانه توګه انتقال کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د یاد تمځای له فعالېدو سره نه یوازې د سوداګرۍ بهیر چټک شوی؛ بلکې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د طالب مسوولینو په اند؛ د رېل پټلۍ له لارې د سمنټو او نورو توکو واردات د هېواد لپاره د سوداګرۍ د تنوع، د لېږد لګښتونو د کمېدو او اقتصادي ثبات په برخه کې مهم رول لري.

طالبانو په بلخ او کابل کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۵ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په بلخ او کابل کې یې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د زنا او نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل ولایت کې یې یوې مېرمنې ته «د نامشروع اړیکو» په تور د اوو میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بلخ ولایت کې یې یو کس ته د «زنا» په تور د ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبان وایي سرپل کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او تطبیق شو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې په سرپل ولایت کې د سیداباد ولسوالۍ د چهل‌ګزي ذکې سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او تطبیق شو، چې د شاوخوا ۱۰زره او ۵۸۰ کسانو د استوګنې اړتیاوې پوره کوي.

د یاد وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست راپور ښيي چې یاد ښارګوټی په شاوخوا ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې طرحه شوی او په‌کې ۱۰۵۸ استوګنیزې نمرې شاملې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د تفصیلي پلان تطبیق د منظم ښاري پراختیا، د استوګنې د مناسب چاپېریال رامنځته کولو او د کډوالو لپاره د معیاري استوګنې اسانتیاوو برابرولو لپاره ترسره شوی دی.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې د یاد ښارګوټي پلان د تطبیق له لارې به د سیمې اوسېدونکو ته د ژوند کولو ښه چاپېریال او د کډوالو لپاره د اوږدمهاله استوګنې اسانتیاوې په معیاري ډول برابرې شي.