افغانستان ته ډېری افغانان له ایران او پاکستان نه د ژوند له ټولې شتمنۍ سره ستنېږي؛ خو ترټولو مهمه پاڼه «پېژندپاڼه» نهلري. دوی کلونه په ګاونډیو هېوادونو کې تېر کړي او ان ډېری یې هلته زېږیدلي او لوي شوي دي. ۱۷ کلن عبدالرحمان له خپلي مور سره د تورخم له لارې له پاکستان نه افغانستان ته د ستنېدو پر مهال نه پوهېږي، چې تذکره څنګه او چېرې ترلاسه کړي.
دغه ځوان په پاکستان کې زېږېدلی او په لومړي ځل افغانستان ته د دایمي اوسېدو لپاره ستنېږي. د هغه د تره زوی ورته ویلي، چې د کار، زدهکړو او نورو خدمتونو لپاره تذکرې ته اړتیا ده.
نوموړی په تورخم کې د نوم لیکنې لپاره له یوې غرفې بلې ته ځي؛ څو د خپل راتګ معلومات ثبت کړي. هغه وایي: «نه پوهېږم چې تذکره څنګه او له کومه ځایه ترلاسه کړم. اوس به لاړ شم او معلومات به وکړم».
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۳کال د سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د ستنو شویو ۶.۱ مېلیونه افغانانو له ډلې له ۸۶ سلنې څخه ډېر یې د هویت رسمي اسناد نهلري.
په تورخم کې چې لاهم د دواړه خواوو ترمنځ د روان کال د نښتو نښې ښکاري، طالب چارواکي او مرستندویه ادارې د راستنېدونکو معلومات ثبتوي. هغه کسان چې د هویت هیڅ اسناد نهلري، طالب ځايي مسولین د هېواد له بېلابېلو ادارو سره اړیکه نیسي؛ ترڅو د هغوی هویت تثبیت کړي، خو دغه بهیر د ډېرو تازه راستنو شویو افغانانو لپاره پېچلی او سخت دی.
۴۱ کلن سردار خان چې په تورخم کې د عمريپنډغالي په یوه لویه خېمه کې ناست او هلته د بیا ستنېدو سند ترلاسه کوي فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: «موږ هېڅ نه پوهېږو؛ نه پوهېږو چې څه وکړو».
سردار خان زیاته کړه: «موږ مخکې هېڅکله افغانستان ته نهوو راغلي؛ اوس به د تذکرې په ارزښت پوه شو». په افغانستان کې تذکره یوازې د کار موندلو او ښوونځي ته د شاملېدو لپاره نه؛ بلکې د ځمکې او کور د ملکیت ثابتولو، د میراث ترلاسه کولو، دولتي خدمتونو او مرستو ته د لاسرسي او د هېواد په بېلابېلو امنیتي پوستو کې د تګراتګ لپاره هم اړینه ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان سیمهییز همغږي کوونکي زیاد صالح وویل، د هویت تذکره د افغانانو لپاره «د ژوند د مهمو اړتیاوو له بنسټیزو برخو څخه یوه» ده. هغه فرانس پرېس ته وویل: «ډېری راستنېدونکي د هویت له معتبر سند پرته هېواد ته راځي او دغه چاره هغوی د اداري او ټولنیز محرومیت له ګواښ سره مخ کوي».
سختې پرېکړې
ستنېدونکي افغانان چې زیات مهال خپلو اصلي سیمو ته رسېږي، د ډېرو له هغه سیمو خپل خپلوان ترې کډه شوي وي؛ خو د دوی په خبره بېلابېل بنسټونه د هویت اسنادو او نورو اداري چارو په بشپړولو کې ورسره مرسته کوي.
۸۰ کلن مراد خان صافي چې څو میاشتې مخکې هېواد ته راستون شوی، د جلالاباد ښار په څنډه کې د کرایې لپاره یو کور موندلی. هغه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: «په تورخم کې موږ ته یوه شمېره راکړل شوه، وروسته مو له ودان موسسې سره اړیکه ونیوله او تذکرې مو جوړې کړې».
هغه وویل، د نوې تذکرې جوړېدو بهیر یوازې څو ورځې وخت ونیوه؛ خو د کورنۍ د هر غړي لپاره د ۵۰۰ افغانیو ورکول ورته ستونزمن وو. هغه زیاته کړې: «ما ډېرې سختې پرېکړې وکړې... اړ شوم د کور ځینې وسایل وپلورم».
د هغه د کورنۍ د تذکرو لګښت وروسته د ودان موسسې له لوري بېرته ورکړل شوی او ټاکل شوې، چې نورې مرستې هم ورسره وشي. د روان کال په جون میاشت کې ملګرو ملتونو یو پروګرام پیل کړ، چې موخه یې په راتلونکو درېیو کلونو کې ۱.۵ مېلیونه افغانانو ته د هویت اسنادو برابرول دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: «د هویت اسنادو نشتوالی د خلکو د عادي ژوند د دوام پر وړاندې یو جدي خنډ دی».
د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې چې افغانستان ته نړیوالې بشري مرستې کمې شوې دي. راستنېدونکي کډوال داسې هېواد ته ستنېږي، چې د کار فرصتونه پهکې کم دي او مرستې هم ورځ تر بلې کمېږي.