• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان سره تړلې لارې؛ افغانستان ته د هرات - خواف رېل پټلۍ له لارې د سمنټو واردات زیات شوي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۰

په هرات کې د روزنک تمځای لپاره د طالبانو مسوول وایي، د هرات–خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته د سمنټو واردات د پام وړ زیات شوي او یوازې تېره میاشت شاوخوا ۴۳زره ټنه سمنټ هېواد ته داخل شوي دي. تر دې وړاندې سمنټ تر ډېره له پاکستان نه واردېدل.

دغه واردات په داسې حال کې زیات شوي، چې له پاکستان سره د اړیکو د ترینګلتیا او د سوداګریزو لارو له تړل پاتې کېدو وروسته افغانستان د ودانیزو توکو او په ځانګړي ډول د سمنټو، د بدیلو لارو او بازارونو په لټه کې دی.

پخوا افغانستان ته سمنټ تر ډېره له پاکستان نه واردېدل؛ دغه سمنټ د خیبرپښتونخوا او پنجاب له فابریکو (لکه چکوال، نتهیاګلي او نورو سیمو) د تورخم او سپین‌بولدک له لارو افغانستان ته واردېدل.

په هرات کې د روزنک تمځای لپاره د طالبانو مسوول مولوي غلام ولي محمدي وايي، چې د هرات–خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته له ایران، چین، ترکیې او یو شمېر عربي هېوادونو څخه واردات ترسره کېږي.

د هغه په وینا؛ په دغه تمځای کې سوداګرو ته مناسب امکانات برابر شوي؛ څو خپل توکي په اسانه توګه انتقال کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د یاد تمځای له فعالېدو سره نه یوازې د سوداګرۍ بهیر چټک شوی؛ بلکې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د طالب مسوولینو په اند؛ د رېل پټلۍ له لارې د سمنټو او نورو توکو واردات د هېواد لپاره د سوداګرۍ د تنوع، د لېږد لګښتونو د کمېدو او اقتصادي ثبات په برخه کې مهم رول لري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بلخ او کابل کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۵ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په بلخ او کابل کې یې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د زنا او نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل ولایت کې یې یوې مېرمنې ته «د نامشروع اړیکو» په تور د اوو میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بلخ ولایت کې یې یو کس ته د «زنا» په تور د ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبان وایي سرپل کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او تطبیق شو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې په سرپل ولایت کې د سیداباد ولسوالۍ د چهل‌ګزي ذکې سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او تطبیق شو، چې د شاوخوا ۱۰زره او ۵۸۰ کسانو د استوګنې اړتیاوې پوره کوي.

د یاد وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست راپور ښيي چې یاد ښارګوټی په شاوخوا ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې طرحه شوی او په‌کې ۱۰۵۸ استوګنیزې نمرې شاملې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د تفصیلي پلان تطبیق د منظم ښاري پراختیا، د استوګنې د مناسب چاپېریال رامنځته کولو او د کډوالو لپاره د معیاري استوګنې اسانتیاوو برابرولو لپاره ترسره شوی دی.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې د یاد ښارګوټي پلان د تطبیق له لارې به د سیمې اوسېدونکو ته د ژوند کولو ښه چاپېریال او د کډوالو لپاره د اوږدمهاله استوګنې اسانتیاوې په معیاري ډول برابرې شي.

پاکستان او چين افغان خاوره کې د وسله‌والو له‌منځه وړلو لپاره د ښکاره اقداماتو غوښتنه وکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰

پاکستان او چين د دوشنبې په ورځ په يوې ګډه اعلاميه کې د افغانستان د خاورې دننه د وسله‌والو ډلو د له‌منځه وړلو لپاره «ښکاره او د تصديق وړ اقداماتو» غوښتنه وکړه. په اعلامیه کې ټينګار شوی، چې بايد د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد د «ترهګریزو» فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

دغه ګډه اعلاميه د پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ستراتيژيکو خبرو اترو اووم پړاو له پای ته رسېدو وروسته خپره شوه؛ د دې خبرو اترو لپاره د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار بېجينګ ته تللی و.

په اعلاميه کې لیکل شوي: «دواړه لورو له افغانستان نه د ټولو ترهګرو ډلو د له‌منځه وړلو او نابودولو لپاره د لازياتو محسوسو او د تصديق وړ اقداماتو غوښتنه وکړه؛ دغه ډلو تر اوسه د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره جدي ګواښ پېښ کړی دی». اعلامیه کې ټينګار شوی، چې بايد له افغانستان نه د ترهګرو له‌خوا د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو د ترسره کولو او د نورو هېوادونو د امنيت د له‌منځه وړلو مخنيوی وشي».

اعلاميې کې زیاته شوې: «دواړه خواوو هوکړه وکړه، چې د افغانستان په اړه به نږدې اړیکې ساتي او سره به همغږي کوي. همدا راز به له نړۍوالې ټولنې سره همکاري وکړي؛ څو د طالبانو حکومت دې ته وهڅوي چې يو ټول‌ګډونه سياسي چوکاټ رامنځته کړي، معتدل سياستونه غوره کړي، پراختيا ته لومړيتوب ورکړي، د ګاونډيو هېوادونو سره د ښه ګاونډيتوب پاليسۍ تعقيب کړي او په افغانستان کې د تلپاتې پرمختګ د ترلاسه کولو او د نړۍوالې ټولنې سره د مدغم کېدو په برخه کې رغنده رول ولوبوي».

د اعلاميې بله برخه کې چين د اسلام‌اباد د اقداماتو ستاينه کړې ده، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او د چينایي کارکوونکو، پروژو او موسساتو د امنيت ساتنه کوي. په اعلاميه کې راغلي: «چين په بشپړ ډول د پاکستان مهمې همکارۍ او سترې قربانۍ چې په تېرو کلونو کې يې د ترهګرۍ پر ضد کړې دي، په رسمیت پېژني».

د اعلاميې له مخې؛ دواړه خواوو يو ځل بيا د ترهګرۍ پر ضد د «صفر زغم» پاليسۍ پر تعقيب ټينګار وکړ او هوکړه یې وکړه، چې د ترهګرۍ ضد او امنيت په برخو کې هراړخيزې همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د چين–پاکستان د کمربند او سړک نوښت د خوندي او روان پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

په پای کې پاکستان او چين له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د ترهګرۍ ضد همکارۍ پياوړې کړي.

ملګري ملتونه: په فراه او هرات ولایتونو کې سېلابونو کورونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، چې په فراه او هرات ولایتونو کې وروستیو سېلابونو کورونه، کرنیزې ځمکې او زېربناوې زیانمنې کړې او په ځینو ولسوالیو کې ګڼ کسان ټپیان شوي هم دي.

یاد پروګرام پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د سېلابونو له امله خلکو ته سخت زیانونه اوښتي او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ډلې د خپلو شریکانو په همکارۍ سملاسي زیانمنو شویو سیمو ته رسېدلي؛ ترڅو د خلکو اړتیاوې وارزوي او اړینې مرستې ورته برابرې کړي.

په دغه یادښت کې راغلي، تراوسه پورې شاوخوا ۱۴۰ کورنیو بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې دي. د خوړو نړۍوال پرورګرام ټینګار کړی، چې دغه مرستې به دوام وکړي؛ ترڅو د سېلاب ځپلو کورنیو اړتیاوې په ګړندۍ او ګټوره توګه پوره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سېلابونو په هرات او فراه ولایتونو کې ۱۷ کسان مړه کړي دي.

یونېسف: په افغانستان کې لاهم زرګونه ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، په تېرې نومبر میاشت کې شاوخوا ۱.۲ مېلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ لپاره معاینه شول چې له دې ډلې شاوخوا ۳۳زره ماشومانو چې ۵۸سلنه یې نجونې وې درملنه ترلاسه کړه؛ خو لاهم ۸۵۷زره ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د یادې ادارې راپور ښيي، د افغانستان شمال د نومبر په لومړیو کې د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې ولړزاوه، چې دغه زلزلې پر سیمه‌ییزو زیانمنوونکو ټولنو اغېز وکړ. د راپور له مخې؛ په همدې میاشت کې یونېسف په افغانستان کې د ماشومانو د غذایي وضعیت د څېړنې او درملنې پراخ کمپاین هم ترسره کړ.

راپور کې راغلي، شاوخوا ۱.۲ مېلیونه ماشومان معاینه شول او ۳۳زره او ۵۱۰ ماشومان د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول. یونېسف ټینګار کوي، سره له دغه پرمختګونو له پنځو کلونو کم عمره ۸۵۷زره ماشومان لا هم د خوړو له سخت کمښت له امله بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي، د شري واکسین د ملي کمپاین دویم پړاو هم په نوومبر میاشت کې بشپړ شو. راپور کاږي، د یاد کمپاین پرمهال شاوخوا ۸.۳ مېلیونه ماشومان واکسین شول چې په ټول افغانستان کې له اټکل شویو ۱۸ مېلیونه ماشومانو څخه شاوخوا ۱۶.۷ مېلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

یونېسف په خپل راپور کې له نړۍوالو همکارانو غوښتي، چې د ماشومانو د روغتیا او ژغورنې لپاره اضافي مرستې برابرې کړي.