• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په فراه او هرات ولایتونو کې سېلابونو کورونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، چې په فراه او هرات ولایتونو کې وروستیو سېلابونو کورونه، کرنیزې ځمکې او زېربناوې زیانمنې کړې او په ځینو ولسوالیو کې ګڼ کسان ټپیان شوي هم دي.

یاد پروګرام پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د سېلابونو له امله خلکو ته سخت زیانونه اوښتي او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ډلې د خپلو شریکانو په همکارۍ سملاسي زیانمنو شویو سیمو ته رسېدلي؛ ترڅو د خلکو اړتیاوې وارزوي او اړینې مرستې ورته برابرې کړي.

په دغه یادښت کې راغلي، تراوسه پورې شاوخوا ۱۴۰ کورنیو بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې دي. د خوړو نړۍوال پرورګرام ټینګار کړی، چې دغه مرستې به دوام وکړي؛ ترڅو د سېلاب ځپلو کورنیو اړتیاوې په ګړندۍ او ګټوره توګه پوره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سېلابونو په هرات او فراه ولایتونو کې ۱۷ کسان مړه کړي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: په افغانستان کې لاهم زرګونه ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، په تېرې نومبر میاشت کې شاوخوا ۱.۲ مېلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ لپاره معاینه شول چې له دې ډلې شاوخوا ۳۳زره ماشومانو چې ۵۸سلنه یې نجونې وې درملنه ترلاسه کړه؛ خو لاهم ۸۵۷زره ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د یادې ادارې راپور ښيي، د افغانستان شمال د نومبر په لومړیو کې د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې ولړزاوه، چې دغه زلزلې پر سیمه‌ییزو زیانمنوونکو ټولنو اغېز وکړ. د راپور له مخې؛ په همدې میاشت کې یونېسف په افغانستان کې د ماشومانو د غذایي وضعیت د څېړنې او درملنې پراخ کمپاین هم ترسره کړ.

راپور کې راغلي، شاوخوا ۱.۲ مېلیونه ماشومان معاینه شول او ۳۳زره او ۵۱۰ ماشومان د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول. یونېسف ټینګار کوي، سره له دغه پرمختګونو له پنځو کلونو کم عمره ۸۵۷زره ماشومان لا هم د خوړو له سخت کمښت له امله بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي، د شري واکسین د ملي کمپاین دویم پړاو هم په نوومبر میاشت کې بشپړ شو. راپور کاږي، د یاد کمپاین پرمهال شاوخوا ۸.۳ مېلیونه ماشومان واکسین شول چې په ټول افغانستان کې له اټکل شویو ۱۸ مېلیونه ماشومانو څخه شاوخوا ۱۶.۷ مېلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

یونېسف په خپل راپور کې له نړۍوالو همکارانو غوښتي، چې د ماشومانو د روغتیا او ژغورنې لپاره اضافي مرستې برابرې کړي.

د بارانونو تر درېدو وروسته؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ عادي شو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۰

د ایران د تایباد ولسوالۍ سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال مهدي رجبی ویلي، د پرله‌پسې بارانونو له امله په دوغارون بندر کې د ډنډ شویو اوبو ستونزه اوس له‌منځه تللې او د دوغارون په پوله کې د باروړونکو موټرو تګ‌راتګ په بشپړ ډول عادي حالت ته ستون شوی دی.

هغه وایي، دا مهال د لاریو د تګ راتګ پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌شته. مهدي رجبی وویل، په اسلام‌کلا ګمرک کې د روانو اوبو له له‌منځه وړلو وروسته اوس د ایران او بهرنیو هېوادونو د ټرانسپورتي بار وړونکو موټرو تګ‌راتګ د دوغارون د ازادې سوداګریزې–صنعتي سیمې په ګمرک کې د پخوا په څېر او د عادي کړنلارې له مخې روان دی.

هغه زیاته کړه، په تېرو دوو اوونیو کې د واورې او باران ورېدو له امله رامنځته شوې روانې اوبه د افغانستان د اسلام‌کلا ګمرک په تم‌ځایونو کې جاري شوې وې، چې له کبله یې له افغانستان نه ایران ته د باروړونکو لاریو د داخلېدو او وتلو بهیر له ستونزو سره مخ شوی و.

د تایباد د والي مرستیال وویل، په همدې موده کې ګڼ شمېر ایراني باروړونکي موټر د افغانستان د پارکینګونو په واورو او روانو اوبو کې بند پاتې وو چې د ایران او طالبانو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ او د بېړنیو مرستو له ترسره کېدو وروسته دغه موټر بېرته ایران ته ور ستانه شوي دي.

د تګ ‌راتګ د اسانتیا لپاره د کاري ساعتونو زیاتوالی

د مهدي رجبي په خبره؛ دا مهال د دوغارون د پولې په دوو فعالو پارکینګونو کې د ایران او بهرنیو هېوادونو ګڼ شمېر باروړونکي موټرونه ولاړ دي، چې د برېښنايي نوبت‌ ورکولو له مخې او د ګمرکي پړاوونو له بشپړېدو وروسته له همدې لارې افغانستان ته روانېږي.

هغه څرګنده کړه، په تېرو څلورو ورځو کې ۳زره او ۴۱۰ باروړونکي موټرونه د اسلام‌کلا او دوغارون له دوو ګمرکونو څخه د دواړو هېوادونو خاورې ته داخل شوي او دا مهال د صادراتي، ټرانزیتي او وارداتي توکو د لېږد په برخه کې د دوغارون په نړۍواله لاره کې هېڅ ډول خنډ او محدودیت نه‌شته.

د رجبي په وینا؛ د دوغارون د ازادې سوداګریزې سیمې د ګمرک اقتصادي برخې چارې هره ورځ د سهار له شپږو بجو د شپې تر ۱۱ بجو پورې او ان د رخصتیو په ورځو کې هم روانې وي، چې د کاري ساعتونو د زیاتوالي موخه د باروړونکو موټرو د تم کېدو او اوږدې ځنډنۍ مودې راکمېدل دي.

تر دې وړاندې د اسلام کلا په ګمرک کې د باران او واورې د ورېدو له امله لسګونه ایراني باروړونکي موټر په خټو کې بند پاتې شوي وو.

امریکا کې د ټاکنو په ورځ د «ترهګریز برید» په تور نیول شوی افغان وګړی په ۱۵کلن بند محکوم شو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۱ GMT+۰

د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې خبر ورکړی، هغه افغان وګړی چې د ۲۰۲۴کال د ټاکنو په ورځ یې د «ترهګریز برید» پلان لاره؛ په ۱۵ کلن بند محکوم شوی او د سزا تر بشپړېدو وروسته به افغانستان ته وشړل شي.

یادې ویلي، عبدالله حاجي‌زاده چې د امریکا دایمي استوګنې کارت (ګرین‌کارت) هم لري؛ د داعش ډلې په استازیتوب د ۲۰۲۴کال د ټاکنو په ورځ د تاوتریخوالي ډک برید د ترسره کولو پلان لاره.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ نوموړي هڅه کړې وه چې دوه د AK-47 ډوله وسلې او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې هغه د دغه وسلو د کارونې له موخې خبر و او په دې پوهېده چې دا به د ټاکنو د ورځې په یوه خونړي برید کې وکارول شي.

دغه ادارې زیاته کړې، عبدالله حاجي‌زاده به د خپل ۱۵ کلن بند سزا تر تېرولو وروسته د ICE د نیولو او اېستلو د عملیاتو (ERO) د افسرانو له‌خوا افغانستان ته واېستل شي. د امریکا امنیتي ادارو ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د ټاکنیزو بهیرونو خوندیتوب د دوی له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

طالبانو د اوبو مدیریت او کرنیزو برخو کې پر همکاریو له ایران سره خبرې کړې دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت او د ایران د کرنې وزارت چارواکو په تهران کې د اقتصادي او کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. دغه ناسته کې د اوبو د سرچینو د سم مدیریت، د نوې او عصري اوبه خور د سیسټمونو د کارولو او د خصوصي سکتور د پانګونې د پیاوړتیا موضوعات مهم وبلل شول.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال محمد فیضان تېره ورځ یکشنبه د (مرغومي ۱۴مه) په هغه ناسته کې چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې استازو، سوداګرو، د اوبه‌خورۍ د سیستمونو تولیدوونکو او د ایران د اوبه‌خورۍ د سیستمونو د تولیدوونکو د ټولنې مرستیال په‌کې ګډون لاره؛ د ایران د کرنې وزارت د اوبو او خاورې له مرستیال صفدر نیازی شهرکي سره ولیدل.

د دغه خبرو اترو اصلي محورد د همکاریو پراختیا، د اوبو د سرچینو مدیریت، مالداري او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ونډه او رول و.

د ایراني پانګه‌والو د جذب لپاره د طالبانو چمتووالی

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال په دغه ناسته کې ټینګار وکړ، چې افغانستان چمتو دی د ایران د خصوصي سکټور لپاره د کرنې، عصري اوبه‌خورۍ، مالدارۍ او له پولو هاخوا کرنې په برخو کې د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان د دې لپاره هم چمتووالی لري؛ څو د افغان کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د ایران په بازارونو کې د بازارموندنې زمینه برابره کړي او د دغه توکو د ترانزیټ بهیر اسانه کړي.

د تجربو لېږد او د سوداګرۍ د اسانتیا په اړه د ایران ټینګار

د ایران د کرنې وزارت د اوبو او خاورې مرستیال هم د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او ویې ویل، چې هېواد یې چمتو دی، د اوبه‌خورۍ په برخه کې خپلې تخنیکي تجربې له افغانستان سره شریکې کړي، د افغانستان د کرنې په نندارتونونو کې ګډون وکړي، د افغان محصولاتو ترانزیټ اسانه کړي او سوداګریزې اړیکې نورې هم وغځوي.

په دغه ناسته کې دواړو لورو د خصوصي سکتور د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې وڅېړلې او د دغه ننګونو د حل لپاره یې بېلابېلې لارې چارې وړاندیز کړې.

د هګیو واردات او د چرګانو روزنه

د یادې لیدنې په څنډه کې له ایران نه د هګیو د وارداتو د انحصار موضوع او همدارنګه د نطفه‌لرونکو هګیو او د یوه ورځنیو چرګانو د وارداتو اړتیا، د دواړو لورو ترمنځ تر بحث لاندې ونیول شوه.

دغه لیدنه داسې مهال شوې، چې د طالبانو د کرنې وزارت یو پلاوي د شنبې په ورځ د ایران په بلنه د کرنیزو وسایلو او د نوې اوبه‌خورۍ ټېکنالوژیو په نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی دی.

په بلخ کې د ایران قونسل: له افغان سوداګرو سره د تېلو د تصفیې په برخه کې همکارۍ ته چمتو یو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۷ GMT+۰

په بلخ کې د ایران قونسل حمیدرضا احمدي ویلي، چې تهران له افغان سوداګرو سره د تېلو د تصفیې او انرژۍ په برخه کې د همکارۍ پراختیا ته چمتو دی او دغه چاره کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې لا پیاوړې کړي.

نوموړي د حیرتان بندر د څېړنې او کنټرول له برخې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، ایران د انرژۍ او په ځانګړي ډول د تېلو د تصفیې په برخه کې پراخ ظرفیتونه لري او کولای شي دغه وړتیاوې د افغانستان له سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره شریکې کړي.

نوموړي د سیمه‌ییزو همکاریو پر زیاتېدونکي اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د انرژۍ په برخه کې همکاري به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا او د راکړې ورکړې کچې د لوړولو لامل شي. احمدي د خصوصي سکتور رول «کلیدي» وباله او ویې ویل، چې د سوداګرو او پانګه‌والو فعاله ونډه کولای شي د دوامداره او اوږدمهاله همکاریو زمینه برابره کړي.

د حیرتان بندر چې د افغانستان په شمال کې له مهمو سوداګریزو دروازو شمېرل کېږي، د تېلو او نورو اساسي توکو د واردولو مهمه لاره بلل کېږي؛ خو افغان سوداګر له اوږدې مودې راهیسې د ګمرکي روڼتیا، د اداري خنډونو د کمولو او د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

په بلخ کې د ایران قونسل حمیدرضا احمدي بیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ایران چمتو دی د ګډو ګټو په چوکاټ کې له افغانستان سره د انرژۍ او سوداګرۍ د همکاریو نوې لارې پرانیزي.